لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
دپوهاند زيار په شعر کې طنزيه توکې
لیکوال: پوهنمل محمود نظری   نېټه: 11.08.2015   خپرونکئ:   سمسور  

(د پېنځه اويايمې زېږکاليزې په وياړ)

 

د پوهې او فرهنگ موږ گردو لارويانو ته څرگنده ده چې  استاد پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار  د لومړني اکادېميک افغاني او بياپښتني پښت  داسې څواړ خيز يا څو بعدي او ډېرکاری علمي- فرهنگي استازی دی چې  په ټوله مانايې د پښتوژبې، ادب و فرهنگ د ودې وش، سرڅڼې او سيا لۍ لپاره د ژبپوهنې او اد بپوهنې د اوږدمهالې استادۍ تر څنگ، د ليکنو، څېړنو او پنځونو يو کمي (څو مره ييز)او کيفي(څرنگيز) رېکارډ رامنځته کړی دی.
پر دغو ټولو علمي - فرهنګي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتګر پوهاند او ليکوال دا څه له پاسه  څلوېښت کاله د((يوې – کره ليکنۍ پښتو)) او نوي - ازاد پښتو شعر غبرګ غورځنګونه هم له ستر بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه کېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځای کړې ده . 
ما په لندن کې د استاد زيار د ۷۵يمې زېږکاليزې او شپېته کلنو عملي هاندوهڅو نمانځغونډې  په پلمه  هم وغوښتل، يو شمېرشعري ټولگې، په تېره کوشنۍ ((جيبي)) هغه يې په دې موخه تريوې ځغلندې کتنې تېرې کړم چې طنزي توکي (طنز ، ټوکې، هجو، هزل او ټوکې)  ځنې راغوره کړم  او بيا يې د منځپا نگې او پيغام جاج واخلم.
 تر کومه ځايه چې  ماته پته ولگېده، د استاد دغه شعري برخه هم د نورو پېيلو او ناپېيلو پنځونو په څېر زياتره پر پاړکيزو ناخوالو راڅرخي او په دې توگه ټولنې ته  سياسي شعور ورکوي او پاړکيزې مبارزې ته يې د بلنې او ور څکونې پيغام ور لېږدوي.
استاد زيار نه  پر ليدلو سترګې پټوي او نه پر اورېدلو غوږونه کڼوي ، د ولس ستونزې، بخولې اوناخوالې رابرسېره کوي او را سپړې اوولس ته يې ور ډاگيز وي، لکه چې وايي:
ما له تاريخه هېڅ خبره
پټه کړې نه ده
ما ورته هرڅه
 ښه په زغرده
 مخ پر مخ ويلي
د بې سهاره تورو شپو د ناتارونو کيسې
د سپينو ورځو د چاودنو
او مرگونو کيسې.
--- --- ---
ما کله سترگې پټې کړې نه دي
پر هغو گردو ويرژړلو پېښو
چې له نښترو، چنارونو
شنې لوخړې ختې
او د تاکونو له رگونو،
د شرابو پرځای...
راڅڅېدلې سرې سرامنې وينې.
--- --- ---
.بربنډې کړې ورته ما 
دتورو شنو بې پېژندپاڼو مېټنگيو څېرې
چې  له ناچېرې نشت اباد يې يرغاللي
پر اوېجه زما
ليکلي ما دهغه ښار زړه بوږنوونکې پېښې 
سر له ماښام چې پر مړوخونه اوړي
 او دهماغو تندرونو تورتمونو پېښې، 
رارېژوي چې ترمې ترمې د اندو ژوند ليکپاڼې. 
--- --- ---
د هغو ورځو غمنامې مې هېرې کړې نه دي
چې را پيلېږي سهارونه يې  له اوروينو چاودنو سره.
له کولنگونو اوبېلونو مې خبرې کړې
چې يې له گورکنلو پرته 
دبل کار چېرې يو څرک نه لگي...
 --- --- ---  
هو، تاريخ لي داگواهي پخپله
چې زمامخ  دی سپين سپېڅلی ورته...
 نه خو مې کله ورته دروغ ويلي،
او نه پټ کړي مې رښتيا ترې کله! 

د هر طنزويونکي دڅرگنداوي ( بيان) ډول له بل سره توپير لري  ځينې پکې  ټو لنيزې ناخوالې رانغاړي ؛ ځينې د خپلو او پردو له شومو او ناروا موخو څخه پرده پورته کوي  او ځينې د ناخوالو ناتارونو  له بېگنا بلهاريانو سره خواخوږي څر گندوي، خو يو انتقادي ريالېست ويناوال يې بيا دطنز په کوډگره ژبه  لوبغا ړي غندي ملنډي پر وهي اوغمولې پرگنې يې سپېڅلې ژوند جگړې ته ورڅکوي. 
استاد  زيار هم پر خپل وار د ټولنيزو بدو پديدو، لکه درواغو، ټگيو برگيو، رياکاريو، زور وظلم، بډې، فساد،خيانت، بېلارۍ او بد وردۍ باندی نيوکې کوي اوکوونکي يې غندي.
طنز د منځپانگې محتوااو ليدلوري له مخي پر دوو برخو وېشل کېږي : يو سپين يا خوږ طنز چې د خندا او ملنډو اړخ يې  غوښن  وي او بل تور يا تريخ طنز چې د نيوکو اړخ يې تر خندا او ملنډو هم دروند وي
سره له دې چې نيوکه د طنزاصلي جرړه او لغاز  يې مالگه ده، خو داستاد زيار دا تر ډېره  ترخه طنزونه دي او د ملڼدو خوايې تر نيوکې لږه ده  ، نو  له دغه پلوه د ژوراندو ويناوالو  په ډله کې ټيکاو مومي، بلخوا داچې تور طنز  د ژر پوهاوي وړ دی او سملاسي غبرگون راپاروي، نو دی هم ځنی بچېدای نه شي. 
  په دې ترڅ کې استاد له له څلورگونو توکو( طنز ، هجو او هزل او ټوکو) څخه  ډېر کار اخلي. او د دې لپاره د نورو ډېروغوندې بېلابېل سېمبولونه اوکنايې کاروي، د ساري په توگه، يو وگړي، څيز يا پديده په يوه ژوي سېمبولوي ، يايې ور ځاينا ستی کوي، لکه: (کم عقل) په (خره)؛ ( مکا ر ) په ګيدړ  ؛ (سوله) په کوتره، (ملا اوپرهېزگار)  په ملاچرګګ  اوبانگي چرګ... او په دې توگه لوستو نکی پوهېږي چې  له  دې يا هغه ژوي څخه د ليکونکي  موخه څه ده.
دادی، بيا يې هم له ټوکو ټکرو رانيولې، تر طنز و هزله بېلابېلې بېلگې د استاد له پېيلو او ناپېيلو شعرونو څخه راچاڼوو: 
۱- طنز يا لغاز چې تر هرڅه له مخه پکې ټولنيزو او سياسي ناخوالوته گوته نيسي، لکه:
ږيره- برېت
نه هر ږيرور مرتجع دی
او نه هر برېتور مترقي...
که نه،
هسې خو،
وزه هم ږيره لري او پيشو هم برېت!!؟

سړيتوب
نه په ډېرو اذانو دی
اونه په ډېرو سجدو... 
که نه، هسې خو:
چرگ هم ډېر اذانونه کوي
او ملاچرگک هم ډېرې سجدې!!؟

پوهاند او پيلسوپ
نه له تشو خبرو څه جوړېږي
او نه له تشو چورتونو...
که نه، توتي به پوهاند وای
او پيلمرغ به هم پيلسوپ!
 تشې پېښې
په تشو پېښو نه وينا زده کېږي،
او نه کار...
که نه،
تر توتي به بل ژبور نه وای
او تر بيزو به بل کاريگر!! ؟
 مشري 
مشري په لوی زړه ده
نه په لويه تنه،
که نه،
پيل به د ځنگل پاچا وای،
نه زمری!!؟
شرافت او سياست
که شرافت په زړورۍ وای 
او سياست په زرنگۍ...
نوبه،
تر لېوه بل شرافتمن نه وای
او تر گيدړه بل سياستمدار!!؟
وسله
که وسلې څوک له ډاروخطره ژغورلای،
نو زيژگي، شکاڼه به ولې
ورځ په غارکې تېرولای
او تورتمه توره شپه به،
په غلا ښکار پسې وتلای!!؟
 زغم و ځېل
که بې خرته زغم و ځېل
سړيتوب گڼل کېدلای...
نو به ولې په نړۍ کې
خره ته خر ويل کېدلای!!؟
باز و کوتره
که زور و ازار ښه گڼل کېدای
نو،
باز به د سولې سېمبول وای،
نه کوتره!!؟

 پياز و بادرنگ
ډېر په پرده کې بې پردې دي
او ډېر بې پردې په پرده کې...
که نه،
ولې به:
پياز دومره بوين وای،
او بادرنگ دومره بې بويه!!؟

مچ ومياشی
ازارگټلي
لکه مچ وماشي داسې دي،
په دې مانا چې:
چا د ازار لپاره ورځ ټاکلې
 اوچا شپه.

خر وسپاهي
گاډي چلوونکي ته
تردې بله ستومانوونکې نشته
چې پر سم سړک باندې يې مخې ته
خر يا سپاهي ځای پرځای خری ودرېږي!

تلاشي که تالاشي؟
له سپاهي ځنې سپی جوړ شي،
چې شي کار يې تلاشي...
((تلاشي)) کړي،(( تالاشي))،
نو پر ده څه اعتماد دی،
چې پخپله غل، که ساد دی!!؟

مخپټې مينه
په تش تيندک و سترگک دې مه شه،
که ښکار د زړو کړې،مخ راښکاره کړه...
چې رڼا ورځ يې پرتا شپه کړې،
 له سرکښۍ خو گرېوان پاره کړه! 

توره تېښته
پرمخه راغلې، مستې کوترې،
شاته غوښنې، مخ ته ډنگرې...
بازاري مينه، يې خرڅوله،
په توره تېښته ځنې شوم لرې!

روغتون
روغتون څه ورکشاپ نه دی،
چې هر ناروغ ځنې
روغ راووځي!

 مينا او توتي
دواړه د خبرو پېښې کولای شي،  
خو بياهم:
مينا مينا ده
او توتي توتي.

نغده که نسيه؟
چې پيسې په دعا غواړي،
او خپل ځان ته دعا نه کړي...
ښايي، ښکاري ورته نغده،
د بنده ورکړه تر خدايه!!؟
د پَوړۍ پُوړۍ
که څوک غواړي چې څوکۍ ته ورسي
ووهي دې يوه ستنه درې سيسي...
زيات دې شي خو کم دې نه شي له نسخې
دوسي، چاپلوسي او جاسوسي!!؟
دغلته استاد زيار مقام او څوکۍ  ته د ځان رسونې نسخه رسواکوي، که څه هم  د اوسنيو ډاکټرانو څو قلمه يا ترکيبي هغې هومره غټه نسخه نه ده او له درو(( سي سي )) تېری نه کوي.
  يا يې دابله:
نوی چل
نوې دود شوه د څوکۍ د ختو لار 
ځان چپي کړي، چلوي ځانته اخبار
پټ ښی لاس د داړه مارو د سرکار
شي والي،معين، وزير يا مستشار!
زيار صاحب په ملنډو وايي چې له شاهي پېر سره د څوکي د ختلو لارې هم بدلون موندلی دی، يوه  ورځ  له کيڼې خوا ورخېژي   اوبله ورځ   له ښۍ خوا.

د توبې خطر
کړې اشنا له هرڅه نوې توبه
خو يې لا وه لوړه څوکۍ او لوړ ځای
ورته مې وېل: بډې خيانت چې نه کړې
تردې نه وروسته دې پرده کوه خدای!
دلته يې (پرده کول) کنايي گړنه کارولې ده!
.
څارويتوب
د څوکۍ او گاډی هڅه يې همدې ته
چې په څېر وي د څاروي تل پر څلورو
پر څلورو باندې ناست وي او هم څري
دا ارمان دی د نامړو سړيخورو!

ښځينه ناز
يوازې په انسانانو کې نه،
  بلکې په ژويو کې هم
ښځينه پر نارينه ناز پلوري،
تر دې چې يې:
ننګ  سيالۍ، زور ازمايۍ
                                       او ان بلهارۍ ته 
         هم اړباسي!

۲- هجو، چې زياتره پر سياست او بنسټپالۍ راڅرخي. 

د جايزې لاسوند
((اوباما)) ته يې
-وار له واره- 
ځکه نوبل جايزه ورکړه
چې له ((نوم)) څخه يې
-په اسانه-
  ((بم)) جوړېدای شي!

يايې پارسي دا:
او- با- ما
ما سخت به خطا رفتيم
که پنداشتيم:
((او با ما است))...
او باما نی،
بل،
با سرمايه سالاران امريکا:
  در((کانگرس)) و در((سنا)) است!!! 

 پنېته- پېنتاگون
((پنېته)) يې ځکه د پېنتاگون
سروال وټاکه
چې نوم يې ورسره ورته وو...
کټ مټ، لکه:
((بلېر)) چې د((لېبر)) گوند او حکومت
  سروالۍ ته ورسېد!

 نړيواله سوله
شوه د همرشولد له مرگه
پکې پاتې هم اوتانت شو
لالهاند پسې والهايم
نه خو سوله نه ديتانت شو
دوه سرې اژدها 
سرې رازخمي کړه، خويې پرېښووم زه يوازې ورته،
  ما کړه پخپله په لوی لاس توره بلا راويښه...
    راوتی يو سر يې له تورې، بل له سپينې ماڼۍ،
      ځانته مې کړه هسې دوه سرې اژدها را ويښه!

غله او مله
په پټه غله او په ښکاره مله دي،
دوی خو په غم کې دولس نه دي...
هغوی يې سر او دوی يې مال لوټ کړ،
که هغوی خره وه، نو دوی هم غله دي!

د سامراج غويی
دا ختلی ضيأوالحق ناحق پر پچه،
د کشميرو دجمو خوبونه ويني...
شنې سترگۍ يې پر سترگو ورته اېښې،
چې دارنگ د شنو وښو خوبونه ويني...
د سامراج دا خوار غوي هسې خواري کړي،
هېڅ پر هېڅ د کونجاړو خوبونه ويني!!؟

غله او مله
په پټه غله او په ښکاره مله دي،
دوی خو په غم کې دولس نه دي...
هغوی يې سر او دوی يې مال لوټ کړ،
که هغوی خره وه، نو دوی هم غله دي!

 بېځوابه پوښتنه
که اسلامي بنسټپالي
       د عيسايي پا نګواکۍ
     پرګټه نه وای،
نو ولې به يې
         رامنځته کوله
او بيا دومره پسې را غځوله ؟


       د جنت خوند
بنسټپا ل به    له هغه جنته
څه خوند واخلي
چې د ښوونځي د ما شومانو
 په ويشتلو يې
 ګټل غواړي !

گېلم بم -گېلم جم 
امريکايي ((گېلم بم))
وزبک((گېلم جم))
د دې جوگه کړ
چې په مزارکې د طالبانوگېلم
ورجم کړي!

لاسپاکی
عيسايانو
د يوه عيسا په غچ کې
شپږميليونه يهود ووژل
او لاس يې هم 
پر شپږ مليونو
فلسطيني مسلمانانو پاک کړ.

تعصب و افراط
په هردين وايين کې دواړه
له حق سره ناباندې دي...
که داسې نه وای،
نوبه ولې،
منصور پردار ختلای
 او گاليله پر انگار!!؟
   صليبي ټلواله
ډېری روښاندان
   پر دې اند دي
چې قهرژلې اسلامي بنسټوالې
 اوسنۍ اسلامي ضد
  صليبي ټلواله
      رامنځته کړې ده!

گروهيز توپير
وهابيان
     يوازې پرخدای ګروهي
او پر پيغمبر نه،
او بودايان
    - په سرچپه ډول-
     پرخپل بودا پيغمبر ګروهي
او پر خدای نه!

بنسټپالي
بنسټپالي
له ولسولۍ فاشېزم جوروي،
  او له دينولۍ ترورېزم!

دين ودولت
د پانگې گټې، پکې وې نغښتې،
و نڅول يې لکه نانځکه...
دين يې پلمه وه، دولت لپاره،
دولت يې وموند، نور نو دين څه که!!؟

سپينه او توره
تورې خاورې مو پرخوله شوې هله پورې،
چې لاسونه سره يوکړل سپينې- تورې...
پرون، نن سبامو  واړه تورايره شول،
 پېژند نښې مو راپاتې نه شوې نورې!!؟

د ښځې بلهاري
ښځه د پنځ و پوهې نه،
بلکې د دود و ګروهې
بلهاري ده!

ډبروژله (سنگسار)
ملايان
داهم دښځو له اسلامي رښتو
         شمېري
چې که څوک پرې نوږيز
 تېری وکړي،
 ډبر وژله يې
ګناه  مينځي!
۳- هزل

مټينگي
د ضيأ په ريبارۍ،
 رېگن وخوت پر تاچرې...
مټينگي ځنې پيداشول،
 د ...، ... لښکرې
ډگه او کېله
دايوه لومړی پوښوي
او بيايې پرخوله ور منډي...
خو دا بله ،
لومړی لوڅوي
 او هله  يې پر خوله ورمنډي!!؟
 
کته کړی مېړه
مېړه دلته کته کړی خر د ښځې
  تل يې اېښې د سپرلۍ په پار پرې کته
که لغتې خوري پر خوله لکه د خرې ترې،
دا په دې چې ((د خرې مينه ده لغته)) !

  موسمي بدلون
پر وخت د گلو، ښېرازه  دوبي
پټې وي ونې، لوڅې وي کونې...
پر وخت دمني او ساړه ژمي،
پټې وې کونې، لوڅې وي ونې!
نوې خبرې
هغه خبرې مارکس و فروايد وکړې
چې وې له مخه له نورو پټې:
د انسان آره اړه به څه وي،
 پرته له خېټې، پرته له خوټې!!

چڼچڼه-غويی
د چڼچڼې چې غول راشي،
ځاله پرېږدي، پر هوا شي...
لټ غويی پروت په غوشيړ کې،
ځای پرځای پکې خوسا شي!

د شرم بريد
د لويديزو لکيمارو شرم،
- دی کټ مټ-
په څېر د غواوو، خوسکيو
تر لکيو رسېدلی!
تورتړون
داهېواد د خلکو پرگنو وو ټول،
تش په نام ((خلکيانو)) پکې غول وکړل...
لږ پکې تره کي- لنډغرو يې،
ډېر پکې امين او بياکارمل وکړل...
بوخت چې شو نجيب پر پاکولو يې،
وکړتور تړون د پرځولو يې!!؟

۴- ټوکې
واده
دا يو د مينې تړون دی
چې په زړونو اړه لري،
نه په ملا،
يا بلې بلا!

پټه مينه  
ځوانان
ځکه له مور و پلاره
پټه مينه کوي
چې هغوی هم ځنې
تل پټه کړې ده!

راهبه
وکړه ما مسلمان هيله ترې د مينې
راهبې خبره تېره په خندا کړه...
په احساس يې د گناه خپل صليب ښکل کړ
بيا يې کش پر ځان له هرخوا چليپاکړه!

زما دين
گرانې زما- ستا ياري گرانه ښکاري،
چې لومړی شرط مسلماني ږدې پرما...
زه خو بې مينې بل دين نه پېژنم،
 څه نوم يهود و نصراني ږدې پرما!!؟

ولږه
دينواله او سياستواله
  د مړې خېټي
    کار دی...
په دې چې:      
     ولږې ته 
       نه مسلمان ټينګېدای شي
       او نه کافر!

جومات که لمباځی؟
زياتره مسلما نان
  جوما ت ته
د لمباځي په سترګه ګوري
چې خپل ورځني گناهونه
پکې پرېمينځي

گناه مينځنه
کافر گناوې په جامونو مينځي،
او مسلمان يې په لمنځونو مينځي...
خو دې منځگړوته هک پک پاتې يم،
چې دوی په څه خپل گناهونه مينځي!؟


پوهان او پرښتې
که چېرې دويمه پلا
پر دې نړۍ راژوندي شو،
نو،
هرو مرو به بې زده کړې پوهان يو
او بې نمنځ وعبادته پرښتې!
کچنۍ که ستوريانۍ
د سانت پاولي لوبتۍ
او د هاليووډ لوبغاړې سره
دومره توپير نه لري،
خو بياهم،
داکچنۍ بلل کېږي
 او هغه ستوريانۍ!

غوړه مالي
ځينې ددې لپاره 
سپي ساتي
  چې غوړه مالي يې
 خوښېږي!

زما بوختيا
زه سر گرولو ته وخت  نه لرم،
پاتې لا ،
سرجوړولو ته!!؟
 
داهم په دې لړ کې د استاد زيار  څو طنزيه((ټپيزې))  وړاندې کوو چې له آره  يې لومړۍ پلا همده له۱۹۹۷ز. کلو را هيسې پيلامه را نښلولې او نن سبا يې ښا يسته ډېر دود موند لی دی.  داسې چې د ړو مبۍ مسرې پر بنسټ درې ورته مسرې پر يوې لنډۍ سرباري کېږي او يوه پېنځيزه (مخمس) ځنې جوړېږي، دا هم له مانيز پلوه له طنز و ټوکو تر هجوو او هزلو پورې ټول ځېلونه  رانغاړي، لکه دا لاندې څو بېلگې يې: 

ارمانلي
ورپسې واړه ارمانېږي 
ورته يې زړونه اوبه کېږي  
نازک بدن ته يې پخسېږي... 
څوک يې ليدو پسې ړندېږي،
څوک يې له کټه غورځوي چې خوب راځينه!
۱۳مارچ۱۲
د کلکتې بزاز
درته پرته شا پر تخته يم
لکه ورېښم پسته مسته يم
 ستا په خولو خيشته پيشته يم...
سپينه سينه درته پرته يم،
د کلکتې بزازه خوب دې زنگوينه!
د بنگړو شرنگ
کورني غړي دې بې شمېر دي
له شمېر و شماره ځنې تېر دي
له هرې خوا درنه چاپېر دي...
پاس پر بلۍ کټونه ډېر دي،
بنگړوته شرنگ ورکړه چې ودې پېژنمه!
نرۍ جامې
بېلتون ځپلی ژوند به څه کړم
مين زړگی به په څه ښه کړم 
بې مينې ژوند به څنگه وکړم...
بيابه نرۍ جامې و نه کړم،
باران لمده کړم، جانان ټوله وليدمه!
ښه ترښه
که څه هم زړه نازړه دې وکړل
بياهم زما په  زړه دې وکړل
له څه نه څه، يوڅه دې وکړل...
چې څه دې وکړل، ښه دې وکړل،
نورمې پلو پر مخ راپرېږده، خوب راځينه!
      هماغه
نور د نړۍ غمونه هېرکړه
هېر ناتارونه د تېر پېر کړه
د مينې لاس رانه چاپېر کړه...
وړاندې سينې ته لاس راتېر کړه،
 پرلاس به درشي سرې مڼې پاسته سرونه!
۲۳ مارچ۱۲
پرېږده د پلار و نيکه مېنه 
سوزي مې ستا پر بد حال يېنه
شل به يې نه کړې بې له دې نه...
راشه زما تر څنگه کښېنه،
که ته شرمېږې، لاس به زه درواچومه!
۳۰مارچ۱۲
ځای او زړه
هسې په تلو راتلو به څه شي
نور به څه جوړ له بېلتانه شي
کاش،  زما ستا پيوستون وشي...

که زړه تنگ نه شي ځای تنگ نه شي،
که تنگسه راغله، يو پر بل به پرېوځونه!

 

 
بېرته شاته