لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
الله اکبر
لیکوال: الحاج مولوی زین الله منلی   نېټه: 11.08.2015   خپرونکئ:   سمسور  
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد الله رب العالمين و الصلوة و السلام علی رسوله الکريم

شتون
 
هغه څه چې شتون لري هغه دوه څيزونه دي چې يو عالِم ( الله ) او بل يې معلوم ( عالَم) دی. د عالم شتون واجب دی ؛ دا شتون ازلی او ابدي ، قديم او باقي دی. و، دی، او وي به.
د عالَم شتون ممکن دی. د ممکن شتون او نه شتون د واجب د ارادې تابع دی. که واجب يې د شتون اراده و کړه شته، او که واجب يې د نه شتون اراده و کړه نو بيا نه شته. په ممکن کې د واجب د ارادې سره سم بدلونونه راځي. شتون نه شتون کېږي او نه شتون شتون کېږي. عالم او معلوم چې د علم دوه خواوې دې دواړه ازلی او ابدي دي عالم د خالق او فاطر په توګه او معلوم د مخلوق او مقصود په توګه.
په حضوري رنګ علم کې، د الله علم پر خپل ځان او پر خپلو صفاتو، عالم ا و معلوم دواړه ابدي او ازلي ، قدیم او باقي دي او په يو شان دي. او که معلوم ممکن وي نو واجب دخپلې ارادې سره سم په ممکن کې بدلونونه راولي چې دا د بدلون جریان هم ازلي او هم ابدي دي او پای نه لري.

سړی او پيری
 
د سړي او پيري د خلق او پيدا کولو حکمت الله په خپله په قرآن کريم کې ښکاره کړی دی و ايي: وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُونِ (سورت الذاریات ایه ۵۶)
الله تبارک و تعالی انسانان او پيريان اړ او محتاج پيدا کړي دي او بيا يې ورته امر کړی دی چې که د خپلو اړتياوو او ستونزو حل او اوارول غواړي نو د احل به يوازې له همدا ما څخه غواړﺉ ځکه چې زه هر څه ډېر لرم او په خپله ورته هېڅ اړتيا نه لرم نو که تاسو خپل د کوم ضرورت وړ څيز له ما څخه و غواړئ که زما د حکمت ایجاب و هغه زه درکوم او ستاسو ستونزه حل کوم خو نه غواړم چې زما بنده له ما څخه پرته بل چاته لاس ونيسي چې را کړه ، بل څوک څه نه لري یوازې زه هر څه ډېر ډېر لرم. او په ورکړه نه کميږي لکه چې وايي: قُلْ‌ لَوْ کَانَ‌ الْبَحْرُ مِدَادا  لِکَلِمَاتِ‌ رَبِّي ‌لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَنْ تَنْفَدَ کَلِمَاتُ‌ رَبِّي‌ وَ لَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ‌ مَدَداً ( ای زما استازيه زما بندګانو ته و وايه چې که بحر رنګ شی او د الله ،زما د پالونکي، کلمات او شتمنۍ ورباندې و ليکل شي بحر به پاي ته ورسېږې او زما د پالونکي د کلماتو او شتمنۍ نومونه  به لا هماغسي نا ليکلي پاتې وي اګر که د ده په شان يو بل بحر هم راوړم - سورة الکهف - ۱۰۹). نو ما د خپل حکمت مطابق سړی او پيری پيدا کړی چې که څه يې په کار وي او ورته اړه لري نو هغه دې له ما څخه و غواړي چې هر څه را سره ډېر دی او زما هيڅ په کارنه دي. او چې پرته له ما څخه زما بنده بل څيز او چاته لاس نيسي دا له ځان سره بد کوي او زه د ده په دې بدو دهغه له پاره نا خوښ يم ځکه چې د ده دا راز هڅه عبث او بې ګټې ده او څه په لاس نه ورځي.
د هر چا د هر کار فاعل په حقيقت کې په خپله الله رب العزت دې او د ده له خوښې او ارادې پرته هيڅوک هيڅ نه شي کولای نو دهر کار نسبت که الله ته وشي هغه کار ښه او حسن دی ځکه چې فاعل يې حسن دی او که بنده سړي او پيري ته يې وشي نو که هغه کار معروف وي چې الله يې د کولو اجازه ورکړې وي او يايې ورته امر کړی وي دا کار حسن دی او که منکر وي چې شرعاً منع وي هغه کار بيا بد او نا صحيح دی. نو که الله اراده و کړي د دغه منکر کار له کوونکي څخه پوښتنه کوي. د داسې کار جزا او سزا ، بيا هم د الله له ارادې پورې تړلې ده.
څرنګه چې د الله رحمت د ده پر غضب سبقت موندلي دي نو د بنده د بخښنې امکان ډېر دی. او تر ډېره دبدو چارو او کړنو بده بدله همدلته په دنيا کې وګړوته ور کوي او اخرت ته نه پاتي کيږي لکه چې الله رب العزت وايي:  قل ياعبادي الذين أسرفوا على أنفسهم لا تقنطوا من رحمة الله إن الله يغفر الذنوب جميعا إنه هو الغفور الرحيم   (اې زما استازيه زما بندګانو ته ووایه چې الله رب العزت وايي چې ای زما بندګانو، چې پر ځانونو مو د بدکاريو په ذريعه تېری کړی دی او اوس ‌ډارېږﺉ او بې هيلې ياست، مه خوابدي کېږﺉ او مه بې هيلې کېږئ ځکه چې الله ټول ګناهونه بخښي ځکه چې بخښونکې او مهربان دی. - سورة الزمر - ۵۳)
الله رب العزت ملايکه و ته دنده ورکړې ده چې دګنهګارو مومنانو له پاره د دوي د ګناهونو بخښنه وغواړي: الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ  (هغه ملايکه چې عرش يې پر شاګانو ايښي دی او هغه ملايکه چې له عرش څخه چاپيره را تاو دي دوي له حمد سره د الله تسبيح وايي او پر الله ايمان لري او هغو وګړوته بخښنه غواړي چې مومنان دې او وايي اي پالونکيه پروردګاره ستا رحمت او علم له هر څه څخه ډېرا وپراخه دی نو هغو ته بخښنه و کړه چې تاته يې مخه کړې ده او ستا په لاره درومي او دوي د جهنم له عذاب او کړاو څخه وساته- سورت غافر ۷ ایت).
دا هم درب العزت مهرباني او نور دی چې خپلو ملايکو ته يې دنده ورکړې ده چې د ده ګنهګارو بندګانو ته له همده څخه بخښنه وغواړي.

مومن څوک دی
 
الله رب العزت ، د آدم عله السلام او د هغه وروستی انسان او بنده په شمول چې ترده وروسته بل بنده په نړۍ کې نه زېږي، ټول بندګان په خپل حضور کې د اروا حو په صورت و درول او ورته یې وویل آیا زه ستاسې پالونکې او پروردګار نه یم؟ دې ټولو ورباندې ايمان راووړ او ورته يې وويل هو ته زموږ پالونکې پرودګار يې.
 وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَى أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُواْ بَلَى شَهِدْنَا أَن تَقُولُواْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِينَ (الاعراف – آیه ۱۷۲)
ټولو بندګانو (سړیو اوپيریانو) الله رب العزت منلی دی او ټول مومنان دي. همدغه ايمان په حديث کې اسلام هم بلل شوی دی: رسول صلی الله علیه وسلم ويلي دي چې هر نوی زېږېدلی د اسلام په فطرت او خلقت زېږي یعنې مومن او مسلمان زېږي بيا يې وروسته مور او پلار يا یهودي کړي، يايې نصراني کړي او يا يې مجسوسي کړي. لکه هر څاروی چې روغ څاروي زېږوي. آيا دا څاروي تاسو غوږ ېريکړي ګورئ؟ بيا وايي چې فطرت د الله هغه تقدیر دی چې په هغې کې بدلون او تغييرنه راځي يعنې چې دا مومن پیدا شوي بنده له دې نړۍ څخه مومن هغې باقي نړۍ او جنت ته ورځي. خو په جنتي درجو کې به ارو مروتو پیر وي چې دا هم د الله تبارک و تعالی د بالغه حکمت اقتضاء ده ځکه هر څوک چې په هر حال کې دي، دا الله تعالی همداسې مقدر کړي دي او له خپلې برخې سره برابر يې ورته په خپل لوی ابدی نعمت (جنت) کې ځای هم ټاکلی دی. د الله مقدرات ثابت او تغيير نامنونکي دي. په باقي نړۍ کې چې هر څوک هر چېر ته دی هغه د تل له پاره هملته دی. دا درجې چې هر رنګه وي ډېرې خوندورې، درنې در جې دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم  وايي چې موضعِ سوطٍ فی الجنة خیر من الدنیا و ما فیها (په جنت کې د يوې متروکې (قمچېنې) هومره ځای له ټولې دې نړۍ څخه او څه چې په دې کې شته له دې ټولو څخه ښه دی.)
تر دې ډېر ځای به په جنت کې څومره ډېرښه او د خوشحالۍ ځای وي.

جنت او دوزخ
 
له آدم عليه السلام څخه نيولي تر وروستی زېږېدونکي انسان پورې، او له ابولجان څخه نیولي تر وروستي پېري پورې، دا ټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل امت په باره کې ويلي دي: «زما دا امت، د اجابت امت دی او که د دعوت امت دی، دا مرحوم امت دي، پرده باندې په اخرت کې عذاب نه شته. د ده عذاب په دنيا کې دی، چې دا زلزلې، فتنې، او وژنې دي. بناءً  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امت کې فرعون هم راځي ځکه اسلام يې منلی دی لکه چې الله تبارک و تعالی د ده داسلام په باره کې وايي: وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ بَغْيًا وَعَدْوًا حَتَّى إِذَا أَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ آمَنتُ أَنَّهُ لا إِلِهَ إِلاَّ الَّذِي آمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَاْ مِنَ الْمُسْلِمِينَ   (او مونږ بني اسرائيل له بحر څخه تېر  کړل او بلې غاړې ته مو پورې ايستل نو فرعون او فوځ يې ورپسې راغلل را ورسېدل چې سر زوري او دښمني يې کوله تر دې ورپسې ول چې غرق او ډوب شول د ډوبېدو پر مهال فرعون وويل - چې نورو فرعونيانو به هم همداسې ويلي وي - چې ما دا خبره ومنله چې پرته له هغه اله  څخه چې بني اسرائيل يې مني بل الهل نه شته او زه له مسلمانانو منونکو څخه يم  - سورت یونس ، آیه ۹۰). له دې عباراتونو څخه خو د فرعون ايمان او اسلام ښکاره دی او دا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم امتي دی؛ او چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم امتي شي نو د ذکر شوي حديث په بنسټ عذاب ور باندې نه شته. 
خودلته الله ورته وايي چې اوس ايمان راوړې او تر اوسه دې سر زوري کوله او له ورانکارو څخه وې! که دې د مخه ايمان راوړی وای نو د لوړو درجو خاوند شوی به وای اوس چې یوازې مومن يې او صالحه اعمال دې نه شته چې جګه درجه دې ګټلې واي نو اوس دې هغه وار له لاسه تللی دی چې کومې لوړې درجې ته ورسيږي.  د دوزخ ورونه او دې لکه چې الله شيطان ته وايي : إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ إِلاَّ مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغَاوِينَ.وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ .لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ. (بې شکه زما پر بندګانو ستا زورنه رسيږي مګر که سرزوري په تا پسې لاړشي، د دوي ټولو ځاي جهنم دی. جهنم اوه دروازې لري چې هره دروازه ځان ته برخه لري - سورت الحجر – ۴۲ تر ۴۴ آیتونه). 
په دې ایتونو کې د دوزخ د اوو دروازو یا دونه شوي ده . نو ښکاره ده چې دوزخونه اوه دي. چې بيا په دې حساب جنت هم اته دروازې لري لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ويلي دي: «په جنت کې اته دروازې دي چې ديوې نوم الريان دی.  په دې دروازه يوازې روژه نيوونکي جنت ته ورننوځي .» 
له دې حديث څخه دا ښکاره ده چې لکه څرنګه چې دوزخونه اوه دي، جنتونو هم اته دي. نو د هر جنت په څنګ کې يو دوزخ هم شته چې  د يو لوړجنت په څنګ کې دوزخ نه شته. او په پای کې د دې دوزخونو چېغې هم د الله د بلا کېف قدم لاندې وو زی او وايي قط قط! (بس بس!).  دا موضوع د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حديث کې داسې یاده شوې ده : عن انس عن النبی صلی الله علیه و سلم قال: «لا تزال جهنمُ يلّقَى فيها ، وتقول : هل من مزيد ؟ حتى يضع ربُّ العرش - وفي رواية : ربُّ العزةِ - فيها قدَمَه ، فينزوي بعضها إلى بعض ، وتقول : قطْ قطْ ، بعزَّتِك وكرمك ، ولا يزال في الجنة فضْل حتى ينْشِئ لها خلقا ، فيُسْكِنَهُمّ فضْلَ الجنة». متفق عليه (هغه چې په دوزخ کې وراچول کېږي هغه وګړي او کاڼي دي - لکه چې الله تعالی ویلي دي «و قودها الناس و لحجاره» - او دوزخ چيغې وهي چې هغه نور؟ نو رب العزت ور باندې خپل قدم کېږدي چې ور لاندې سره راټول او غونج شي او وايي بس بس! په خپل عزت او کرم مې پرېږده ، او لا هم په جنت کې زياتي تش ځای پاتي وي چې الله دې تش ځای ته نور خلق او وګړي پيدا کړي او په دې اضافي ځای کې يې  ميشت کړي.
څرنګه چې الله رب العزت خپلو بندګانو  (سړيو او پېريو ) ته جنت د فطري ایمان په برکت ورکوي او د جنت درجې بيا د ښه عمل او کار په برکت ورکوي نو چې دچا صالحه  اعمال ډېر وي په لوړو درجو کې ځای ورکول کيږي او چې صالحه اعمال يې لږ وي په ټيټو درجو کې ځای ورکول کېږي له همدې امله د بندګانو د قناعت له پاره  او دا چې پرخپله برخه خوښ وي (دا برخه لوړه وي او که ټيټه) د صالحه اعمالو تول ته اړتيا ده چې هر څوک خپل ځان ته و ګوري او بيا خپل ځای ته په جنت کې و ګوري او په خپله برخه قانع وي.
په نبوي حديث کې راغلي دي چې جنت سل درجې لري چې په لوړه درجه باندې د پاسه بحر او عال او عرش دی او له لاندې درجې لاندې نور څه نه شته يوازې همدا لاندې سلمه درجه ده . د لوړو درجو خاوندان ځانونه د ټيټو درجو له خاوندانو سره پرتله کوي چې خپل ځايونه ورته د ټيټو درجو د خاوندانو له ځايونو څخه ښه ښکاري. د لومړۍ لوړې درجې خاوند د ورلاندې درجې له خاوند څخه په دوه جهته ځان ښه ګڼي او دوه خوښۍ ګوري: يوه دا چې ځای يې ښه دې  په دې خوښ دِی او بله دا چي تر هغه بل يې درجه لوړه ده په دې خوښ دی. همداسې  په نسبتي توګه د نور ټيټو درجو خاوندان هم دوه دوه خوښۍ حس کوي. يوازې تر ټولو د ټيټې درجې والا، یوازې يوه خوښي ګوري چې ځای يې ښه دی. ورلاندې نور بله درجه نه شته. په همدغې ټيټې درجې کې هم د يوې متروکې په اندازه ځای له دنيا او ما فیها څخه ښه او خوندور دی.
د دې ټيټې درجې د خاوند حال رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې مونږ ته را بيا نوي : 
دا سړی - چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ليدلي دي - له دې امله چې له دوزخ څخه وروستي ر اوتونکي او جنت ته وروستي ننوتونکي دی نو ارو مرو به يوه  ټيټه درجه مومن وي. نو ښکاره خو داسې ښکاري چې دا به په هم دې ټيټه درجه کې وي چې د همدغه ځای يوه مترو که ځای له دنيا او مافیها څخه هم ښه دی. دې مومن ته الله رب العزت کوچني ګناهونه په نيکيوبدل کړي او لوی ګناهونه يې ور څخه په څنګ کړي. اوس يې دې په خپله راښکاره کوي؛ غواړي چې هغه هم ورته په ښو بدل شي. نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ده ته وخندل چې تر اوسه پورې خو يې چې خپلو ګناهونو ته کتل ډارېده او چې کار يې په خپل زړه او ګټور وليد نو د الله رب العزت رحم او لور ته يې تمه پيدا شوه چې د ده لوی ګناهونه هم په ښيګڼو بدل شي.
چې د الله لورېینو ته و کتل شي کيدای شي چې دا غوښتنه يې هم الله و مني او لويې بدۍ يې په نيکيو بدلې شي او لږ پورته جنتي درجې ته پورته کړای شي.
دجنت لوړه سلمه درجه د الله رب العزت داستازی رسول الله صلی الله علیه وسلم او د نورو استازو عليهم السلام او دوي ته د ورنژدې سترو ځای دی چې له دې ځای او درجې څخه بنده ، تر څو چې خدای نه شي، نه شي جګېدلای او د بنده خدای کېدل مستحيل دي ځکه چې الله واجب الوجود او بنده ممکن الوجود دی. واجب ممکن کېږي نه اوممکن واجب کيږي نه. دواجب ممکن کېدل او د ممکن و اجب کېدل مستحيل او نا شونی امر دی نو د جنت له لوړې درجې څخه  بنده پور ته ځای نه لري. په همدې توګه بنده له سلمې ټيټې جنتي درجې څخه ټيټېدلای هم نه شي ځکه چې له دې درجې څخه ټيټ عدم دي او د ممکن عدم کيدل او نشت کيدل هم مستحيل دي.
نو د هغو وګړو، بندګانو، له پاره چې يوازې فطرتاً مومنان او مسلمانان دي (لکه فرعون او داسې نور) الله تعالی خپل استازي ته وایي: قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ  (ای  د الله رسوله وګړوته ووايه چې زه تاسو ټولو له پاره د الله استازی يم. د هغه الله چې د اسمانونو او ځمکې واک د ده دی، پرته له ده څخه بل الهَ نه شته. دی ژوندي کول او مړه کول کوي. نو پرده او د ده پر رسول  امي نبي باندې ايمان راوړئ چې دی په خپله پر الله اود ده پر کلمه [قرآن] ایمان لري او په ده پسې شئ چې لاره و مومئ. - سورت الاعراف، آیت ۱۵۸)
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له آدم عليه السلام څخه نيولي تر وروستي سړي پورې (د ډېرو غوره لکه  ابوبکر او عمر او د ډېرو بدو وګړو لکه فرعون او ابوجهل په شمول) د ټولو له پاره د الله له لوري څخه استازي را استول شوی دی نو ټول وګړي د ده امت دی او دی په خپله و ايي چې زما امت باندې په اخرت کې عذاب او کړاو نه شته ځکه چې د ده امت ټول فطري مومن او مسلمان دی. کفراو شرک د دغه فطري ایمان بې اعتباره عوارض دی او لکه څرنګه چې فرعون خپل فطري ايمان او اسلام د ډوبېدو پر مهال ښکاره کړ همداسې هر کافر او مشرک کفر او اشراک پرېږدي او چې د ریښتيا ځای راشي د ده فطري ایمان او اسلام سر راجګ کړي او ځان ښکاره کړي چې دا ټولې چارې د الله په اراده او مشيت سرته رسيږي. لکه چې په خپله وايي چې د الله اراده او مشيت نه وي تا سو د هيڅ څيز اراده نه شئ کولای.
دا چې الله رب العزت جنت سل درجې جوړ کړی دی د ده الله حکمت دی او د بنده علم د الله حکمت ته نه رسيږي  چې ولې الله جنت درجې در جې جوړ کړی دی او بيا هرې درجې ته د همدې درجې وړ او سزاوار څوک ور برابروي. بنده دا حق نه لري چې له خپل الله څخه د دې توپير اووېش پوښتنه وکړي ځکه چې د بنده په مغزو کې دومره ځاي نه شته چې دی له الله څخه د هغه د حکمت پوښتنه و کړي او الله ځواب ور کړي او دا د الله لوی ځواب د ده په دې وړو مغزو کې ځای شي. نو پوښتنه عبث ده او يو بې ګټي کار دي چې ځان ساتل ورڅخه په کار دي.
 
جهان اوجنت

فاني دنيا او باقي عقبي.
 
د پاڅون او قيامت دسترې ورځې په راتللو سره دا فاني نړۍ پای ته رسيږي او هغه باقي او تل پاتې جهان پيل کېږي. پرته له انس او جن څخه نور ټول ژوندي او ناژوندي موجود لکه حيوانات نباتات او جمادات، غرونه رغونه، سمندرونه او اسمانونه ټول دوړه دوړه کېږي او له مينځه ځي. يوازې الله رب العزت او د ده بندګان سړي ، پيري ، ملک ، حورې او دغه عال ملائک عرش او کرسی او جنت باقي او تل پاتي کېږي چې واکمن يې ستر الله (الله اکبر) دی. په دې موجوداتو کې يو د شتون خاوند الله رب العزت په يو شان دی تغيير او تبديل نه لري او د نورو ټولو شان اوړې او را اوړې ، تغيير کوي. آن په آن،  شېبه  په شېبه د ښهانو او ښېګڼو په لور يون دوام لري او درېدل نه شته. دا فاني دنيا په مرګ پای ته رسيږي خو په باقي جهان کې بيا مرګ نه شته او تل تر تله ژوند دي.
دنياوي کره او اخروي کره
د الله رب العزت په نزد سپېڅلې او مقدسه نقطه بيت الله الحرام دي. همدا بيت الحرام کېدای شي چې د دغو دواړو کرو مرکز وي.
هغه مهال چې قيامت شي نو دنياوي کره ړنګېږي، دوړې دوړې کېږي ، په اخروي کره کې حل کېږي او له مېنځه ځي. غرونه له دې ډېر کراړوالي او غټوالي سره سره د رنګه شيند لو شوو وړيو، ميده شګو او خورو دوړو ، عهن منفوش، کثيب مهيل او هباء منشور په شان شي او په پای کې داځمکه په بله ځمکه  بدله شي او دا دنياوي وړه کره په اخروي لويه کره کې ورکه شي. چې لويه کره د لوي الله پيدا او ازلي او ابدي موجوده کره او عالم دی؛ و، دی او وي به لکه څرنګه يې چې خاوند و، دی او وي به.
د دې دواړو کرو د ستر تياوو په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندونې کړې چې په بې طاقته عددونو يې زمونږ له پاره د مساحتونو او کچونو د کيلو متر د مربعاتو او مکعباتو ګڼون معلومول نا ممکن ښکاري.
د ځمکو او اسمانو د ابعادو په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې څرګندونې کړې دي. 
ابو هريره رضی الله عنه ويلي، چې نبي عليه ولصلوة والسلام او اصحاب يې سره ناست ول چې وريځ ور باندې راغله نو نبي صلی الله علیه وسلم دوی ته وويل: أيا پوهېږئ چې دا څه دي؟ هغوي ورته وويل: الله او رسول يې پوه دی؟ هغه ورته وويل دا عنان ( د وريځي نوم) دی چې ځمکه خړوبوي. الله يې هغه قوم ته وراستوي چې د الله شکرنه کوي او نه يې بولي او د اورښتونو نسبت له الله څخه پرته نورو شيانو ته کوي. بيا يې ورته وويل أيا پوهېږئ ، پرتاسو د پاسه څه دي؟ هغوي ورته وويل: الله او رسول يې ښه پوهيږي. هغه ورته وويل: چې دا رقيع (لومړی اسمان) دی چي ستاسو پرسر ټينګ چت ولاړ دی او نه رالوېږي. بيا يې ورته وويل: أيا تاسو پوهېږئ چې ستاسو او د دې اسمان تر مينځ څومره واټن دی؟ هغوي وويل: الله او رسول يې ښه پوه دي . ده ورته وويل  چې ستاسو او د دې اسمان تر مينځه واټن  پنځه سوه کاله دی. بيا يې ورته وويل: پوهېږئ چې د دې اسمان له پاسه څه دي؟ هغوي وويل الله او رسول يې پوه دي. ده وويل چې د دې اسمان له پاسه اوه نور أسمانونه دی چې تر مينځ واټن يې پنځه سوه کاله دی. بيا يې ورته وويل: چې پوهېږي د دې اسمانونو له پاسه څه دي؟ هغوي وويل الله اورسول يې پوهېږي. ده ورته وويل چې د اسمانونو له پاسه عرش دی چې د اسمان او عرش تر مينځه پنځه سوه کاله واټن دی. بيا يې ورته وويل چې پوهېږي له تاسو لاندې څه دي؟ هغوي وويل الله او رسول يې پوه دي ده ورته وويل چې له تاسو لاندې ځمکه ده. بيايې ورته وويل چې له دې ځمکې لاندې څه دي؟ هغوي وويل الله او رسول پوهيږي. هغه ورته وويل چې له دې ځمکې لاندې بله ځمکه ده چې تر مينځه يې پنځه سوه کاله واټن دی. بيا يې اوه ځمکې  و ګڼلې او ويې ويل چې د هرې يوې ځمکې او بلې ځمکې تر مينځ پنځه سوه کاله  واټن دی بيا يې وويل چې لو مې پر هغه چا ده چې زما سا د ده په لاس کې ده چې که تاسو پړی  لاندې ځمکې ته ور زوړند کړئ نو دا پړی  به الله ته ورکوز شی،بيايي دا ولوستل: دی لومړی او وروستی دی، دی ښکاره اوپټ دي  او دی پرهرڅه ښه پوه دی. 
دمخه يادونه وشوه چې دسپېڅلتيا اوتقدس له امله به بيت الحرام دځمکو او اسمانو مرکزوی نوپه دی  حساب دا غونډې ځمکنۍ او اسماني طبقې څوارلس کيږی: اوه ځمکې يوه پربله  د پاسه او ورباندې بيا د پاسه طبقه په طبقه اوه اسمانونه دي، چې په دی بنا له بيت الحرام څخه ترعرش پورې اوه زره کاله واټن دی. که له ځمکې څخه (له بيت الحرام څخه) خوزښت پيل شي نوپه اوه  زره کاله کې به دا واټن ووهل شی او خوزنده به دعرش لاندی مخ ته ورسېږی. 
په اسلامی دينی احکاموکې دا حکم شته چې که يوڅيز مطلق ياد شی او قيد و نه لري نو کامل فرد ور څخه اخيستل کيږي. په خوزون کې د خوزون کامل  فرد د اوس لپاره ثابت دی چې هغه په ټک (ثانيه) کې درې سوه زره کيلومتره دي چې دا د نور او رڼا خوزون دی .نوکه نور له بيت الحرام څخه وخوزيږی او دعرش لاندی مخ ته ورسيږی نوپه اوه زره نورې کالو کې به ورسيږی نودغه دنياوي کره چې يوه ورځ به دوړی دوړی کيږی  اوه زره نوری کاله  شعاع لري  چې قطر به يې  څوارلس زره نورې کاله اوږده ولري . که کوم خوزنده له بيت الحرام حخه دعرش په لور وخوزېږی او دنور په سرعت دعرش په لور خوزون وکړی نو په اوه زره نورې  کالو کې به دعرش لاندی مخ ته ورسيږي.
څرنګه چې د دې  فانی  او نه پاتې کيدونکې کرې شعاع مونږ ته ښکاره ده او يواځی اوه زره نورې کاله اوږده لری نومونږ کولای شوچې دکری د مخ او حجم کچه ځان ته معلومه کړو او بيلا بيل دهرې طبقی کچه ځان ته معلومه کړو دمخ کچه وی اوکه دحجم .
 
دتل پاتې او باقی  جهان کره:
 
دتل پاتې اوباقی جهان د کرې شعاع  هم دالله رب العزت استازی رسول الله صلی الله علیه و سلم مونږته راښکاره کړې ده. مونږ کولای شو چي د همدغې شعاع په مرسته د باقی او تلپاتی جهان د کری د مخ او حجم کچه ځان ته رالوڅه او معلومه کړو.
رسول الله صلی الله علیه و سلم وايې : عن عباده بن الصامت قال قال رسوالله صلی الله علیه و سلم فی الجنة ماﺉة درجة مابين کل درجتین کمابین السمأ والارض والفردوس اعلاها درجة منها تفجر النهار الجنة و من الاربعة ومن فوقها یکون العرش فأذا سألهم الله فأسلوه الفردوس .رواه الترمذی. وعن ابی هریره قال رسول اللهصلی الله علیه و سلم ان فی الجنة مائة درجة مابین کل درجتین مائة عام. رواه الترمذی. عن ابی سعید قال قال رسول الله صلی الله علیه و سلم ان فی الجنة مائة درجة لو ان العالمین اجتمعوا فی احداهن لوسبعتهم. رواه الترمذی رسول الله صلی الله علیه و سلم ویلی چې په جنت کي سل درجی دې د هرو درجو ترمنځ د اسمان اوځمکې  هومره واټن دی فردوس پرټولو درجو دپاسه دی .نوکه تاسوله الله څخه څه غواړئ فردوس ورڅخه وغواړۍ؛ اودجنت څلور ویالی – د اوبو، شیدو، عسلو اوشرابو ویالی - له همدی فردوس څخه نورو جنتی سیموته ورځي. په جنت کې سل درجی دي د د وو درجو ترمنځ سل کاله واټن دی. په جنت کې سل درجی دي که دا ټول عالمونه په یوه درجه کې سره راغونډ شي دا یوه درجه له ټولو څخه پراخه ده یعنی په دی ټولو نه ډکېږي .
د دی جنتی او اخروی اوتلپاتی کری مرکز هم بیت الحرام دی ځکه چې همدا ځای د تقدس له مخی دمرکزیت وړتیا لری څرنګه چې جنت سل درجی لری اوبیا دپاسه پرجنت باندې  داوبو طبقه ده چې د دی طبقی پیړوالی هم سل کاله دي اوپر اوبو دپاسه دعرش حاملان اته اوعال دی چې دهغوی هم له کناټو څخه ترسومانو پوري سل کاله واټن دی اوبیا ورباندې  عرش دی چې عرش هم سل کاله واټن  پیړوالی لري چې له بیت الحرام څخه دعرش ترپاس مخ پوری لس زره او دری  سوه کاله دنوری کال واټن کېږی چې د دی یویې کرې دجنتی برخی لس زره نوری کاله کېږی او دابو دبحراو او عالو او دعرش په شمول ټوله شعاع لس زره او دری سوه نوری کاله کېږی .چې مونږ بیاهم کولای شو چې دفانی کری په شان د دې تلپاتی او باقی کری دمخ او دحجم کچه معلومه کړو.
 
شفاعت
 
دالله رب العزت عزتمند استازی نبی کریم صلی الله علیه و سلم دخپل امت او ډلی شفاعت ګردی.
د ده  دنده په دنیاکې رسالت او هدایت دی اوپه اخرت کې شفاعت .ملایکه ،نیکان بندګان او کوچنیان هم سپارښتنه او شفاعت کوی خو لوی او مقبول الشفاعت شفاعتګریوازی هم دي دی اولوی الله دا لویه دنده دهمدغه خپل لوی بنده پرغاړه ور اچولی ده او د اجابت او دعوت د دواړو ډلو امتیانو شفاعت ګردی.
رسول الله صلی الله علیه و سلم دخپل ځان په اړه چې دي څنګه شفاعت ګردی  داسی وايي: «عن انس ان النبی صلی الله علیه وسلم قال یحبس المومنون یوم القیامة حتی یهموا بک. فیقولون لو استشفعنا الی ربنا فی ریحنا من مکاننا فیأتون ءآدم فیقولون انت آدم ابوالناس ،خلقک الله بیده واسکنک جنته و اسجد لک ملائکته ،وعلمک اسماء کل شیٍء اشفغ لنا عند ربک حتی یریحنا من مکاننا هذا فیقول لست هناکم و یذکر خطية التي اصاب اکله من الشجرة وقد نهی عنها ولکن اءتوا نوحاً اول نبی بعثه الله الی اهل الارض فیاتون نوحا فیقول لست هناکم ویذکر خطئیه التی اصاب سوأله ربه بغیر علم .ولکن ائتوا ابراهیم خلیل الرحمن قال فیاتون ابراهیم فیقول انی لست هنا لکم و یذکر ثلاث کذبات کذبهن ولکن اءتو موسی عبداً اتاه الله التوراة  وکلمه وقربه نجیا قال فیاتون موسی فیقول انی لست هنا کم و یذکر خطیئته التی اصاب قتله النفس ولکن ائتوا عیسی عبدالله و رسوله و روح الله و کلمته قال فیأتون عیسی فیقول لست هنا کم و لکن ائتوا محمدا عبدا غفرالله له ماتقدم من ذنبه وماتأخر قال فیأتونی فاستأذن علی ربی فی داره فیؤذن لی غلیه فاذا دئیته وقعت  ساجدا فیدعنی ماشأالله ان یدعنی فیقول رفع محمد وقل تسمع واشفع تسمع وسل تقطه قال فارفع راسی فاثنی علی ربی بثناء وتحمیدیعلمنیہ ثم اشفع فیحدلی حدافاخرجہم من النار وادخلہم الجنہ حتی مایبقی فی النار من حبسه القران ثم تلا هذه الایة عیسی ان یبعثک ربک مقاما محمودا قال وهذا لمقام المحمود الذی وعده نبیکم. متفق علیه»
ژباړه :له انس څخه رووایت دی چې نبی (ع)وايی چې دقیامت په ورځ مؤمنان دجنت له ننوتلو څخه بند کړی شی  چې مؤمنان په دي خوابدی شی نو دوی ووايي که مونږ شفاعت ګرپیدا کړی وای چې زمونږ سپارښتنه يي کړې وای نوښه به وو چې له دې کړاو څخه خلاص شوي وای نو دوی آدم علیه السلام ته ورشي او ورته ووايي ته خوهغه ادم یې چې د وګړو پلاريي او الله په خپل لاس جوړکړی يي اوپه جنت کې یې استوګن کړی یې او په خپلو ملایکو يي تا ته سجده وکړه او د هر څه نومونه يي دروښودل نو ته له خپل رب څخه زمونږ شفاعت وغواړه  چې دا ستونزه مواسانه کړي اوله دې ځای څخه مو وکاږی ادم (ع) به ورته ووايي زه د دې کارنه یم او خپله خطا رایاده کړي چې ممنوعه ونه یې خوړلې ده او دی يي له خوړلو څخه منع کړای شوی و خوتاسو نوح ته ورشئ چې هغه موغم وخوري چې هغه لومړنی نبي دی چې د ځمکې دوګړو د لارښونې له پاره رالیږل شوی و. نو دا وګړي بیا نوح ته ورشي چې سپارښت يې وکړي. هغه ورته ووایي چې زه ستاسو شفاعت نه شم کولای او خپله خطا وریاده کړي چې وګړو ته يې ښیرا کړې وې او ورته ووايي چې ابراهیم ته ورشئ چې سپارښت مو وکړي چې هغه دالله خلیل دی نو دوی ابراهیم ته ورشي او شفاعت ورڅخه وغواړي هغه ورته ووایي زه ستاسو شفاعت نه شم کولای ځکه چې مادروغ ویلي دي ، تاسو موسی ته ورشئ چې شفاعت مو وکړي هغه داسی بنده دی چې الله ورته تورات ورکړی دی اوخبرې یې ورسره کړې دي او ځان ته يي نژدې کړی و، نو دوی موسی ته ورشي خو موسی ورته و وايي چې زه ستاسو شفاعت نه شم کولای ما قتل کړی دی ،تاسو عیسی ته ورشئ چې شفاعت مو وکړي دالله بنده ، رسول ، روح ، او کلمه دی نو دوی عیسی ته ورشي خو هغه ورته ځواب ورکړی چې زه ستاسې شفاعت نه شم کولای تاسومحمد ته ورشئ چې الله د ده تیر او را تلونکي ګناهونه بخښلي دي نو دوی بیا ماته راشي زه له الله څخه د دوی د شفاعت اذڼ وغواړم او ورشم او چې ورشم په مخ کې ورته په سجده پریوځم نو ما همداسې په سجده کې پرېږدي بیا راته ووايي ای محمده راپاڅه، ووایه، اورم يې. شفاعت وکړه چې ستا شفاعت منم ، نو یو حد را ته و ټاکي اوهماغومره چې راته ټاکل شوي وي له اور څخه وکاږم اوجنت ته يې وردننه کړم داشفاعت په تکرار سره وکړم چې نور په اور کې څوک پاتې نه شي او دا د شفاعت مقام هغه محمود مقام دی چې الله يې له ماسره وعده کړې ده.
رسول صلی الله علیه و سلم دټولو وګړو لپاره لارښود را استول شوی دی  او دټولو وګړولپاره دالله رحمت دی الله تبارک رسول الله ته وايي: «و ما ارسلنک الا رحمة للعالمین» (مونږ ته دعالمونوله پاره رحمت را استولی يي - سورت انبیا، ایه ۱۰۷).
رسول الله صلی الله علیه و سلم ته چا وویل چې له مشرکانوسره په کړاو اخته يې ورته ښیرې وکړه چې تباه او برباد شي ، رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته وویل: «لعان نه یم. زه رحمة للعالمین یم.» لکه څرنګه چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم رسالت عام دی او دنړۍ ټولو وګړوته لارښود او استازی دی همداسې يې شفاعت هم عام دی او دګناهګار شفاعت کوي چې د ده په شفاعت مشرکان هم بخښل  کېږي ځکه چې الله د بنده فطري ایمان  او اسلام ته ګوري نه عارضي کفر اوشرک ته او وايي چې ټول ګناهونه بخښم مه ناهیلي کېږئ زه غفور او رحیم یم. نو که الله مشرک ته هم بخښنه وکړي ځکه چې دا مشرک هم فطری مؤمن او مسلمان دی نوڅوک دا حق نه لري چې الله ته ووايي چې دامشرک دې ولې و باخښه؟ ځکه چې د مشرک فطري ایمان او عارضي شرک هم د الله په اراده او مشیت منځ ته راغلي دي او الله په خپله د خپل واک خاوند او فعال لمایرید دې.
بندګانوته دالله د ډاډ ورکولوپه باره کې رسولالله صلی الله علیه و سلم وايي: عن ثوبان قال سمعت رسول الله صلی الله علیه و سلم یقول ما احب ان لی الدنیا بهذاه الایه یا عبادی الذین اسرفواعلی انفسهیم لا تقنطوامن رحمة الله ان الله یغفرالذنوب جمیعا انه هوالغفور الرحیم فقال رجل فمن اشرک ؟ فسکت االنبی صلی الله علیه و سلم الا و من اشرک ثلاث مرات. رواه احمد. (ثوبان وايي چې ماله رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه اوریدلي دي چې ویل يې زه نه غواړم چې د دې آیت په بدل کې دا ټوله دنیا زما شي چې وايي «ای زما بندګانو د الله له رحمت څخه مه بې هیلې کېږئ ځکه چې الله ټول ګناهونه بخښي ځکه همدی غفور او رحیم دی» ، نو یو سړي رسول الله صلی الله علیه و سلم ته وویل چې آیا مشرک هم بخښي؟ چوپ شو او بیا يې وویل چې هو مشرک هم بخښي چې دا خبره يې درې وارې وکړه) . 
هغه آیتونه او احادیث چې د حکم میدان يې تنګ دی په هغو ایتونواو احادیثو منسوخ دي چې د حکم میدان يې ارت دی. الله تبارک وتعالی وايي « مَا نَنسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِّنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ » (مونږ کوم ایت نه منسوخوو او له تا څخه یې نه هیروو چې مونږ يې پرځای د بندګانو په ګټه بل ښه ایت رالیږواو یا ورسره ورته ایت رالیږو. آیا ته نه يې پوه چې الله پرهر څه باندې د قدرت خاوند دی، بلکه پوه يې داسې نه ده چې نه پوهېږې). 
الله دسترواک خاوند  دی اوپه دواړو فاني او باقي جهانونو کي کون اوفساد، رغون او نارغون د ده په اراده کېږي او هر څه چې کېږي - کون وي اوکه فساد، دواړه - د ده د حکمت مطابق صورت نیسي، د ده په اراده کېږي او په دواړو کې خیر او ښیګڼه وي ځکه چې په خپله دی ښه دی او کړه یې هم ښه دی؛ الله حکېم دی علم یې له نفس الامرو او واقع سره مطابق دی  په ښیګڼه کې یې شک اوکڼه نه شته؛ قران کریم د ده د حکمت مظهر دی، الله وايي «الم. ‌ذلک الکتاب لاریب فیه. هدی للمتقین» (دا کتاب داسې کتاب دی چې په حقانیت او ګټورتوب کې يي شک او کڼه نشته د متقیانو او ځان ساتونکو له پاره لارښونه ده). 
بندګانوته الله د ښیګڼو د خپلولو لاره ښودلې ده چې په همدغه قران باندې عمل دی. دا قران هغه چارې چاره غواړي ته ښيې چې په دې واسطه په ډیره اسانۍ سره کولای شي چې ډیرې ښیګڼې راخپلې کړي، دنیوي ښیګڼې وي اوکه اخروي. که د الله بنده دا توفیق ونه مومي چې ښه وکړي اوله بدو څخه ځان وژغوری نو بیا هم فطري ایمان او اسلام خو ورسره دي او په همدغه فطري ایمان سره الله تبارک وتعالی ورته په خپل ارت جنت کې یوځای ورکوي چې دی به ورباندې خوښ او راضي وي. 
 
فطری ایمان
 
فطري ایمان دالله رب العزت ورکړه ده. پر فطري ایمان باندې غوارض اغیز نه کوي. له ازل څخه ترابده پورې د خپل ورکونکي په شان ثابت او ځای پر ځای پاتې کېږي خو اعمال چې د فطري ایمان متممات دي ټيټېږي او جګېږي، جوړېږي او ورانېږي، په اخلاص ښه کېږي، اعتباريې زياتېږي، او په ريا سره بې اعتباره کېږي او ارزښت  يې يا کمېږي او يا ورکېږي. ډېر ښه په ترتيب شوی لمونځ په يوه وړه دنيوي خبره  هيڅ شي، تر ما ښامه پورې نيولې روژه په يوه دانه وراسته غنم خوړلو لاړه شي ماته شي او بيا يې په هيڅ صورت د رغېدو چاره نه کېږي خو هغه ازلي ايمان چې فطري ايمان دی او په ازل کې د بندګانو په برخه شوی دا ايمان په ښه عمل درنېږي او جنتي درجه ور سره جګېږي او په ناسم عمل سپک کېږي او جنتي درجه ورسره ټيټېږي.
الله د جنت د درجو او پوړونو ويش هم پر خپلو بندګانو باندې کړی چې په هغه ستر کتاب کې ثبت دی چې د عرش له پاسه د ده په حضور کې ايښي دي او بدلون هلته لار نه لري او که کوم بدلون راځي دا بدلون هم هملته په هغه کتاب کې ثبت دی ځکه چې وایي: عن عباده بن الصامت قال قال رسول الله صلی الله علیه و سلم إِنَّ أَوَّلَ مَا خَلَقَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى الْقَلَمَ فَقَالَ لَهُ اكْتُبْ , فَقَالَ : وَمَا أَكْتُبُ يَا رَبِّ ؟ قَالَ : الْقَدْرَ , قَالَ : فَجَرَى فِي تِلْكَ السَّاعَةِ بِمَا كَانَ وَبِمَا هُوَ كَائِنٌ إِلَى الأَبَدِ – رواه الترمذی. (له عباده بن صامت څخه روايت دی وايي چې رسول الله صلی الله علیه و سلم ويلي دي لومړی څيز چې الله پيدا کړ هغه قلم و نو قلم ته يې وويل هغه څه وليکه چې ما مقرر کړي دي. نو قلم هغه څه وليکل چې شوي او کېدونکي دي تر ابده پورې).
هغه ستر کتاب چې هر څه په کې د الله په حکم ليکل شوي دي هغه د عرش له پاسه د ده په مخکې ايښی دی او هر څه چې شوي او تر ابده کېږي هغه ټول په دې کتاب کې دي، رسول الله صلی الله علیه و سلم ويلي: « إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ كِتَابًا قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ الْخَلْقَ إِنَّ رَحْمَتِي سَبَقَتْ غَضَبِي. فَهْوَ مَكْتُوبٌ عِنْدَهُ فَوْقَ الْعَرْشِ». رواه ترمزی. (کله چې الله اراده و کړه چې خلق پیدا کړي نو يو کتاب يې وليکه چې دا کتاب د عرش له پاسه د ده په مخکې ايښی دی او په کې ليکل شوي دي چې زما رحمت زما له غضب څخه د مخه شوی دی).
د دې مبارک حديث مطلب داسې دی چې که کوم بنده کوم فاسد او ورانکار کار و کړي نو د دې په ځای چې الله ور څخه ناراضي شي ور باندې رحم کوي او بخښي يې.
الله تبارک و تعالی په خپل فضل د خپلو ګنهګارو بندګانو واړه ګناهونه بخښي او بدۍ يې په نيکیو اړوي لکه چې الله تبارک او تعالی په خپله وايي څوک چې ګناه و کړي او بيا  توبه و باسي الله يې بد په ښو اړوي لکه چې وايي: « مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا» (څوک چې له بديو تو به و کړي او بيا ښه عمل و کړي نو الله د داسې و ګړو بدي په ښو او نيکیو بدلوي او الله غفور، رحیم دی. – الفرقان آیه ۷۰)
بل، ښې چارې بدې او نا کارې  چارې له مينځه وړي لکه چې الله تبارک و تعالی وايي:.« إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ» (بې کڼې نبکۍ او ښي چارې بدعملۍ او بدې چارې له مينځه وړي – هود ۱۱۴).
په دې باره کې رسول الله صلی الله علیه و سلم ويلي دي: عن عبدالله ابن مسعود جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ،إِنِّي عَالَجْتُ امْرَأَةً فِي أَقْصَى الْمَدِينَةِ ، وَإِنِّي أَصَبْتُ مِنْهَا مَا دُونَ أَنْ آتِيهَا ، وَأَنَا هَذَا فَاقْضِ فِي مَا شِئْتَ ، قَالَ : فَقَالَ عُمَرُ : لَقَدْ سَتَرَكَ اللَّهُ لَوْ سَتَرْتَ نَفْسَكَ ، فَلَمْ يَرُدَّ عَلَيْهِ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ شَيْئًا ، فَانْطَلَقَ الرَّجُلُ فَأَتْبَعَهُ رَجُلًا وَدَعَاهُ ، فَتَلَا عَلَيْهِ هَذِهِ الآيَةَ ، فَقَالَ رَجُلٌ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، هَذَا لَهُ خَاصَّةً ؟ قَالَ : " لَا بَلْ لِلنَّاسِ كَافَّةً "  ». رواه مسلم. (عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه وايي چې نبي صلی الله علیه وسلم ته يو سړی راغي او ورته يې وويل چې ما يوې ښځې پورې ولګل او پرته له دې يو کار څخه مې نور هر څه ورسره و کړل اوس دادی زه درته و لاړيم چې هر څه راباندې کوې ويې کړه. عمر رضی الله عنه ورته وويل: الله در باندې پرده اچولې وه، که تا هم پر خپل ځان پرده اچولې وای ښه به وه. عبدالله وايي چې رسول الله صلی الله علیه و سلم څه ونه ويل او سړی روان شو. نو رسول الله صلی الله علیه و سلم ورپسې  يو سړی ورواستاوه او بېرته يې را ستون کړ او دا آيت يې ورته ولوست: « وَأَقِمِ الصَّلاَةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ» الخ. دلته د قوم يو سړی وويل آيا د احکم يوازې د همدې سړي له پاره دی؟ رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته وويل:د احکم د ټولو و ګړو له پاره دي. دا حديث د مسلم روايت دی.
الله تبارک و تعالی د خپل رحم له مخې پر خپل هر بنده را تاو دی او نه يې پرېږدې چې داسې کار وکړي چې دا وګړي د دې خپل کار له امله له هغې ازلې جنتي درجې څخه لاندې يا باندې شي ځکه چې دا د الله تبارک و تعالی وېش بدلون نه مومي.
او هر څوک چې د جنت په هره الله ورته ټاکلې درجه کې ځای په ځای شي ډېر خوښ شي څوک چې له ده څخه په درجه کې لاندی  دی له هغوی  څخه ورته  ځان ښه ښکاری او ګڼي چې داښه اوخوندور  ځای د ده د عمل  ښه بدل دی اوپه خپله همدغه درجه دومره  راضي  اوخوښ دی چې دپورته  لوړو درجو په چورت کې هم نه وي او وايي چې ځای خو همدا دی چې ماته الله په خپل فضل راکړی دی ، دا جنتی هیڅ ارمان نه لری ځکه چې جنت د ارمانونو ځای نه دی  لکه څرنګه چې الله رب العزت مرګ د خپل بندګانو په مخ کې و کوټي (ذبح کړي) چې نور  ترابده د درکړای  شوي  نعمت له زوال څخه  مه ډاریږئ، همداسی ارمان هم دی، په جنت کې ارمان نشته، هرڅوک پوره دی، نیمګړتیا  نه شته  چې ورپسې ارمان  وکړي  اوپوره يي کړي. د باقی جها ن موجودات  دا دي:  الله اکبر ، د ده ملائیکه  بندګان، انسان ، پیری ،د دوی  میرمنې (دنیاوی میرمنې اوحورې او غلمان) عرش او عال ،سمندر ،او ورلاندې جنتونه دي. وجود نور دی او وجود همدا دی او عدم تیاره او ظلمت دی او هغه نه شته .
الله رب العزت خپل بندګان ملائکه ،انسانان اوپیریان له نور، خاورو او اور څخه پیدا کړي دي. نوری بندګانوته یې دندې  ورسپارلې دي او هرڅوک په ښه اخلاص اومینه  خپله دنده ،سرته رسوي یوه شیبه هم له خپله کاره غفلت نه کوي.  انسان چې په ټول مخلوق کې دروند پیدا شوی - لکه چې په خپله الله تعالی وايي «و لقد کرمنا بنی آدم» (اسراء – آیه ۷۰) – په ټولو مخلوقاتو کې گران او د عزت او درناوي خاوند دی، په تېره بیا چې په اکرمانو کې وشمېرل شي لکه چې الله تعالی وایي ک «ان اکرمکم عندالله اتقیکم» (حجرات – آیه ۱۳)
 
بېرته شاته