لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د جشن درواغ
لیکوال: حفيظ تراب   نېټه: 23.08.2015   خپرونکئ:   سمسور  
ماښام چې کور ته راغلم، نو ماشومان مې راته حيران شول. وړې لور مې په ترورتيا وويل:
ـ پلاره! په دې بيرغ څه کوې؟
ـ لورې سبا ته جشن دی، دا مې د دې لپاره راوړی چې د خپل کور پر دېوال يې وځړوو. بلال په سپېڅلتيا پوښتنه وکړه:
ـ پلاره! مېلې پکې شته؟
کېناستم:
ـ زويه سږ کال حکومت ويلي چې سږنی جشن به په شاندارو مراسمو نمانځو. خدای دې وکړي چې رښتيا هم د ازادۍ د ګټلو دا ورځ د پخوا غوندې ښکلې او له عظمت او مېلو ډکه وي. دې کې يې مور له چايو سره راننوته:
ـ سړيه! خبرې مې دې واورېدې، ما د افغانستان د جشن ډېر صفتونه اورېدلي، خو ورپسې ړنده دې کړم، اخر موږ هم انسانان يو، سبا به مو خامخا وړې!
ـ ښه ته دا چای واچوه، سمه ده! بلال موسکی شو:
ـ پلاره دا جشن څه ته وايي، تا په خپله ليدلی؟
ـ زويه! سږ کال زموږ د هېواد د خپلواکۍ شپږ نوييمه کليزه ده. په دې ورځ غازي امان الله خان او د دې هېواد نورو باتورانو، انګرېزانو ته ماتې ورکړه، افغانستان يو خپلواک هېواد شو او بيا به هر کال په همدغه ورځ زموږ حکومتونو او خلکو دا ورځ لس ورځې نمانځله. د هېواد ملي پوځ به رسم ګذشت کاوه، په لسګونو جيټ الوتکې، ټانکونه او زغره وال موټر به د هېوادوالو له مخې داسې منظم تېرېدل، لکه په کمپيوټر چې جوړ شوي وي. 
له دې سره به د ټولو خلکو سترګې له اوښکو ډکې شوې، ټول ښار به له رڼاګانو ډک و. د کابل لوی چمن کې به کرۍ شپه اتڼونه، لوبې او سندرې وې، دا داسې جشن و چې د نړۍ له ډېرو هېوادونو نه به يې په سلګونو بهرنيان نندارې ته راتلل.
سپوږمۍ راته په ماشومانه انداز رانږدې شوه:
ـ پلار جانه اوس خو به موږ خامخا وړې. زه به مې خپلې نوې جامې واغوندم.
بلال:
ـ پلاره موږ هم خپل پوځ ليدلای شو؟! زما د هغوی ټوپکونه ډېر خوښېږي.
ـ ولې نه، هر څوک يې ليدلای شي، دا خو همدا زموږ د خاطره تېرېږي.
د شپې څو ځله راپسې اولادونه راغلل او بيا بيا يې رانه جشن ته د تللو اقرار واخيست. د شپې د تېرو وختونو د جشنونو په خيالونو کې ويده شوم او سهار به مو لا چای نه وڅښلی چې بلال او سپوږمۍ راته د کوچنيو کومانډويانو په څېر سر ته ولاړ وو. له ژمنې سره سم مې درې واړه په يوه ټيکسي کې روان کړل. زه په دې سوچ کې وم چې د ښځو د ناستې لپاره به ځای وي، که نه چې دې کې يې را نه وپوښتل:
ـ د بلال پلاره! په پېښور کې کې خو به چې جشن و، نو په هر کور به ډېر بيرغونه راځوړند وو، خو دلته نه په کورونو او نه په بازار کې کوم بيرغ ښکاري؟! پوښتنې ته يې بې ځوابه شوم، په زړه کې مې تېر شول چې رښتيا هم په داسې يوه هېواد کې چې نه تاريخ لري او نه کوم اتل، خو بيا هم خپله ورځ په ډېره مینه نمانځي، خو دلته دغه لويه ورځ داسې ده، لکه په ټول ښار کې چې عمومي ماتم وي. 
همدې کې د محمود خان پله ته نږدې شوم. سپوږمۍ رانه پوښتنه وکړه:
ـ پلاره د جشن ځای کله رارسېږي؟
ـ لوري همدا دی، ورته راورسېدو. بلال:
ـ زموږ پوځ به همدلته راځي؟
ـ هو همدا يې د تېرېدو ځای دی.
د ټيکسي ډرېور مې ودراوه، پيسې مې ورکړې.
حيران شوم، لکه چې تېروتی يم. يو نيم موټر پر سرک روان و. ځای ځای به پوليسو  موټرې ودرولې، خو د ناستو خلکو درک نه و. زړه کې مې تېر شول چې ښايي د جشن نېټه مې هېره کړې، بله ورځ به وي. له يوه سړي مې پوښتنه وکړه:
ـ وروره نن ګنې د زمري اته ويشتمه نه ده؟
ـ هو، نن د جشن ورځ ده.
ـ دلته خو د جشن هيڅ نښه نه ښکاري. په خندا شو:
ـ وروره بېګاه يې يو څو پتاقۍ والوځولې، خو بس همدا جشن و او تېر شو.
ـ ولې هغوی خو اعلانونه کړي و چې په شانداره توګه به يې نمانځو.
ـ زه هم د همدې لپاره راغلی وم، بس  څه ووايم؟! له دې سره سړی روان او په داسې حال کې چې اولادونو ته مې بې ځوابه او ملامته وم، په موټر کې کېناستو. مېرويس رانه ورو وپوښتل:
پلاره:
ـ ما خو خپل پوځيان و نه ليدل؟! هغې ته مې څه و نه ويل، خو زړه کې مې ګرځېدل چې کاشکې يې  سږنی جشن ښه نمانځلی وای، که په دې لاره کې موږ  يو څو کسه مړه هم وای، باک يې نه و، خو چې د دې هېواد اولادونو او د هېواد دښمنانو ته  مو خپله خپلواکي ښودلې وای. 
په همدې کې کورته ورسېدو، لا مو د کور دروازه نه وه خلاصه کړې چې سپوږمۍ راته په ماشومه ژبه وويل:
ـ پلاره! تا خويل چې زه درواغ نه وايم. خو تا په جشن کې ولې موږ ته درواغ وویل؟
 
بېرته شاته