لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
اسمان ته لار د ختو نشته، خو...
لیکوال: نصرت الله فضل حق   نېټه: 29.08.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 ډېری پښتانه نن هم داسې فکر کوي چې څوک اسمان ته نه شي ختلای؛ او د دې خبرې پخلی دا پښتو لنډۍ کوي چې: 

"اسمان ته لار د ختو نشته – د ځمکې سر دې را ته بلې لمبې کینه."
دا لنډۍ په اصل کې زموږ له برخلیک سره ژور تړاو لري. په هېواد کې د بل په لمسون ۳۵ کاله پر‌له‌پسې جنګ په لکونو هېوادوال د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړل. 
ماشومان مو یتیمان، خوېندې مو کونډې او مېندې مو بورې شوې. ښوونځي مو وتړل شول او هېواد مو ۳۵ کاله وروسته پاتې شو. بادار یې د کابل د سوځولو امر کړی وو، خو غلامانو يې ټول هېواد بلې لمبې کړ او په همدې بلو لمبو کې یوازې یو ۲۹ کلن ځوان اسمان ته د ختو لاره پیدا کړه. 
دا ځوان عبد الاحد مومند نومېده چې له نن څخه ۲۷ کاله مخکې، په همدې ورځ [۲۹-اګسټ-۱۹۸۸] د پخواني شوروي په مرسته، میر تشیال تمځای (MirSpaceStation) ته په نهه-ورځني سفر ولاړ.

مومند صاحب په ۱۹۵۹م کال کې د غزني په سرده سیمه کې زېږېدلی دی. پلار یې د کلي ملک وو او د خلکو روغې جوړې به یې کولې. لومړنۍ زده‌کړې یې په خپل کلي کې او منځنۍ یې د اندړو ولسوالۍ په علي هجویري نومي منځني ښوونځي کې ترسره کړې دي. 
دوولسم ټولګی یې بیا د کابل په حبیبیه او اندړو ولسوالۍ په سلطان شهاب الدین لېسو کې لوستی دی. 
په ۱۹۷۶ کې يې په کابل پولي‌تخنیک کې د دوو کلونو لپاره د ځمکپوهنې [کشف معادن] څانګه ولوستله. 
په ۱۹۷۸ کې پخواني شوروي ته د پیلوټي لپاره ولاړ او کله چې روسي پوځونه افغانستان ته راغلل، مومند صاحب هغه مهال په شوروي کې په خپلو زده‌کړو بوخت وو. په ۱۹۸۴ کې د زده‌کړو تر بشپړولو وروسته بېرته افغانستان ته راغی او په هوايي ځواکونو کې د جيټ الوتکې یو تکړه پيلوټ وو.
پخواني شوروي د انټرکوزموس (Interkosmos) په نامه یو فضايي پروګرام جوړ کړی وو چې له سوسیالسټي هېوادونو سره په فضايي څېړنو کې مرسته وکړي او افغانستان هم د اتحادي هېوادونو په کتار کې وو. 
عبد الاحد مومند او محمد دوران غلام معصوم په افغانستان کې له ۵۰۰ کسانو څخه سیالي وګټله او د دې فضايي ماموریت لپاره وټاکل شول. د مومند صاحب د واده میاشته لا نه وه پوره شوې چې په ۱۹۸۷ کې له محمد دوران سره د زده‌کړې او روزنې لپاره شوروي ته ولاړ. هغوی د سټار سیټي (Star City) په نامه د مسکو په یوه روزنځي (training center) کې د ستورمزلو په توګه روزل کېدل، خو خبره همدومره نه وه. په هغوی کې باید یو تشیال (فضا) ته تللی وای چې دا پرېکړه به د هغوی د روزنیز پروګرام په پای کې کېده. محمد دوران ته ناڅاپه د اپنډکس ناروغي ور پېښه شوه او اسمان ته د ختلو پچه د مومند صاحب په نامه وختله.
افغانستان ته نهه-کلنه کورنۍ جګړه په کابو ۱،۵ ملیونه شهیدانو تمامه شوه. د شوروي ولسمشر میخايل ګورباچوف (Mikhail Gorbachev) نور دا حالت نه شوای زغملای؛ نو له افغانستان څخه یې د روسي پوځونو د ایستلو اعلان وکړ. 
له اعلان سره سم، کریملین هم له سټار سیټي (Star City) څخه وغوښتل چې فضايي ماموریت دې له افغانستان څخه د پوځونو له را وتلو مخکې ترسره شي. وخت ډېر لږ وو او مومند صاحب هم له کومې دمې او رخصتي پرته خپل روزنیز پروګرام ته دوام ورکړ.

روزنیز پروګرام پای ته ورسېد او مومند صاحب هم د سفر موزې په پښو کړې. 
د ۱۹۸۸ د اګسټ ۲۹مه نېټه وه چې عبد الاحد مومند، ولادیمیر لیاخوف (Vladimir Lyakhov) او ډاکټر واليري پولیاکوف (Valery Polyakov) په قزاقستان کې له بایکونور اډې (Baikonur Cosmodrome) څخه [د مسکو مهال] د سهار پر ۸:۲۳ دقيقې د سویوز ټ‌م-۶  (Soyuz TM-6) توغندي له لارې میر تشیال تمځای (Mir Space Station) ته روان شول. 
په یو څو شېبو کې د توغندۍ سرعت په یوه ثانیه کې ۸ کیلو مترو ته ورسېد او ستورمزلي نهه دقیقې وروسته د ځمکې چورلېځ (مدار) ته ننوتل او دوې ورځې وروسته بیا میر تشیال تمځای ته ورسېدل. که څه هم دا د مومند صاحب او ډاکټر پولیاکوف لومړی سفر وو، خو د لیاخوف درېیم او وروستی سفر وو. میر (Mir) ته له رسېدو سره سم، مومند صاحب له نورو ستورمزلو سره په بېلابېلو ساینسي، ستورپوهنیزو، ژوندپوهنیزو او طبي ازمېښتونو (experiments) کې برخه واخیسته او د سمې نقشې جوړولو په موخه یې له تشیال څخه د افغانستان ګڼشمېر انځورونه هم واخیستل.
میر (Mir) په روسي ژبه کې 'سوله' مانا ورکوي. میر تشیال تمځای د شوروي اتحاد یوه مېشتوړه لاسي سپوږمکۍ (artificial satellite) وه چې د ۱۹۸۶ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ د ځمکې په ټیټ چورلېځ (low Earth orbit) کې په ۲۷۷۰۰ کیلو مټره سرعت/ساعت سره پر ځمکې را څرخېده، یانې په هر ۹۱ دقیقو کې یو وار؛ او په يوه ورځ کې کابو ۱۶ واره پر ځمکې را څرخېده. هغه مهال دا په تشیال کې تر ټولو لویه لاسي (مصنوعي) سپوږمکۍ وه چې کله نا کله له ځمکې څخه په لغړو سترګو هم لیدل کېدای شوه. میر په تشیال (فضا) کې یو څېړنیز لابراتوار وو چې په دې کې به د څېړنډلو له خوا د ژوندپوهنې، وګړ-ژوندپوهنې، پنځپوهنې (فزیکپوهنې)، ستورپوهنې، هسکاڼپوهنې (meteorology)، او نورو پوهنیزو ډګرونو اړوند څېړنې او ازمېښتونه ترسره کېدل.
په ۱۹۶۱ کې د روسي یوري ګاګارین (Yuri Gagarin) له لومړي یانه (سفر) راهیسې، د ۳۸ هېوادونو ستورمزلو له تشیال (فضا) څخه لیدنې کړې چې افغانستان په دې کې ۲۰م هېواد دی. 
مومند صاحب د نړۍ په ۵۳۸ ستورمزلو کې لومړنی افغان او تر عربستاني سلطان بن سلمان السعود، سوري محمد فارس، او آزربایجاني موسی مناروف وروسته څلورم مسلمان ستورمزلی دی چې تشیال ته تللی دی.
یوه اوونۍ وروسته، مومند صاحب او لیاخوف په میر (Mir) کې له نورو ملګرو سره مخه ښه وکړه او د ۱۹۸۸ کال د سپټمبر پر ۶مه نېټه په سویوز ټ‌م-۵ (Soyuz TM-5) توغندي کې بېرته ځمکې ته را ستانه شول. 
توغندۍ پر لارې ځینې تخنیکي ستونزې پیدا کړې او د هغوی راتګ هم وځنډېده. هغوی په توغندۍ کې نه خو د خوړلو او څښلو لپاره توکي، نه د ساکښلو لپاره زیاتوب آکسیجن او نه هم د تشناب اسانتیا لرله. 
هغه مهال د نړۍ زیاتو رسنیو په تشیال (فضا) کې د افغان او روسي ستورمزلو د ورکېدا ډنډوره خپره کړه. 
کابو یوه ورځ وروسته د توغندۍ ماشینونه ولګېدل او ستورمزلي وتوانېدل چې د سپټمبر پر ۷مه نېټه [د مسکو مهال] د سهار پر ۴:۵۰ دقیقو د قزاقستان په ژزقازغان (Dzhezkazgan) نومي سیمه کې ناسته وکړي. روسي فضايي ادارې (Roscosmos) څه موده وړاندې داسې راته وویل چې: 
"مومند د سویوز ټ‌م-۵ (Soyuz TM-5) په راتګ کې حیاتي رول ولوباوه. هغه نه یوازې خپل ژوند، بلکې د خپل ملګري لیاخوف ژوند هم وژغوره."

له الوتنې وروسته، مومند صاحب او لیاخوف کابل ته راغلل او د ګڼ‌شمېر افغانانو له خوا وستایل شول. مومند صاحب ته د افغانستان او شوروي اتحاد د اتلولي مډالونه ورکړل شول او په هېواد کې د هوانوردي د مرستیال وزیر په دنده هم وګمارل شو.
مومند صاحب په تشیال کې کابو نهه ورځې [یانې: ۸ ورځې، ۲۰ ساعته، او ۲۶ دقیقې] تېرې کړې چې ځینې مهمې کارنامې یې په لاندې ډول دي:
د نهو ورځو په اوږدو کې کابو ۱۳۸ واره پر ځمکې را څرخېدلی دی چې ۱۳۸ لمر خاته او ۱۳۸ لمر لوېده يې لیدلي دي.
هره ورځ یې ۱۶ لمر خاته او ۱۶ لمر لوېده لیدل.
لومړنی کس دی چې قرآن کریم یې تشیال (فضا) ته وړی دی.
پښتو په تشیال (فضا) کې څلورمه ویل شوې ژبه ده، ځکه چې له شهید ډاکټر نجیب الله سره یې له تشیاله ویډیويي خبرې وکړې.
په تشیال (فضا) کې یې خپلو روسي ملګرو ته افغاني چای هم چمتو کړي.

د 'نه روز در کیهان' په نامه کتاب کې یې تشیال (فضا) ته د خپل سفر ټوله کیسه لیکلې ده. 
مومند صاحب د ۱۹۹۲ په اپرېل کې د مجاهدینو له راتګ څخه کابو یوه اوونۍ مخکې المان ته په دې موخه وکوچېد چې څو میاشتې وروسته به بېرته خپل هېواد ته راستون شي. 
په ۲۰۰۳ کې یې د المان تابعیت ترلاسه کړ او اوس هم له خپلې مېرمنې، دوو لوڼو او یو زوی سره د المان په شتوتګارت (Stuttgart) ښار کې اوسېږي. کابو ۲۲ کاله وروسته په ۲۰۱۴ کې افغانستان ته یوه پلا راغلی وو.

له مومند صاحب څخه مې د افغانانو لپاره د یوه پیغام غوښتنه وکړه. خو د چا هېواد چې ۳۵ کاله پر‌له‌پسې جګړو سوځلی وي، هغه به نور څه پیغام لري.
په افغانستان کې د تېرو څو کلونو راهیسې پر ښوونځيو، پوهنتونونو، هوايي ډګرونو، کوڅو، څلور‌لارو، سړکونو، څلو او داسې نور باندې د چا نومونه کېښول شول؟؟؟ خو زموږ رښتینی اتل نن هيڅوک هم نه پېژني.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته