لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د يو ميليون پوښتنه
لیکوال: شهرت ننګيال   نېټه: 10.09.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 ناڅاپه د نوي کتاب د راوتو خبره خولو ته ولوېده. «از خواب ملا، تا امارت مومنين»، چې سړی به دې کوت، خوله به يې غوږ ته ورنږدې کړه، بيا به د بل کتاب غږ پورته شو: «از ملا لنګ، تا ملا کور.»

نعيم مجروح راڅخه «د شيطان تر وزرو لاندې» کتاب غوښت، تر هغه مې چې ورته مونده، له پېښوره يې پښې سپکې کړې وي. 
اسد دانش ته مې د چاپ لپاره ورکړ، خو ډډه يې ورته و نه لګېده. «از خواب ملا، تا امارت مومنين» مې د يوه کباړي په دوکان کې تړلی بنډل وموند. 
چې پر کتاب ورپېښ شوم، په خاورو دوړو پټ و. دغه کتاب د ملا صاحب پر خوب راګرځېده چې په راپورته کېدو يې ملا وتړله، توپک يې راواخيست، بيا چې څه پېښ شول موږ او تاسې ټولو وليدل. 
په کتاب کې د طالبانو د پديدې پيل او د مجاهدينو موقت حکومت د پوهنې د وزير له خوا د مدرسو له جعل سره پېيل شوی وو، ګويا موده مخکې د دغه تحريک ډيزاين په يوه نه يوه بڼه او کچه موجود و. 
له خوب سره نه شي سپېندلای، که خوب استناد ګرځېدلای شوای، دنيا به وخته ورانه وای. د پاکستان رامنځته کېدل هم د اقبال د خوب تعبير ګڼل شوی دی. 
وايي، خوب نيمه پيغمبري ده،؛ خو په خوب کې شيطان سړی تر ويښه زيات غولولای شي. 
که په رښتيا پاکستان د اقبال د خوب زېږنده وي، هرومرو به شيطان خطا ايستی وي. 
که د عطيه فيضي په څېره کې ورغلی وي، که د نګينه خانم، ښه په بېخ يې غولولی دی، کنه ده به کله هم د داسې وېروونکي خوب د تعبير هيله نه وای کړې. 
زموږ يو استاد به چې کله په غوسه شو، له ځان سره به يې بې‌کراره خبرې کولې. مدرسه ابوحنيفه ش... اګر امام ابو حنيفه زنده ميبود، مدرسه خوده در ميداد...
امام ابوحنيفه مدرسه يادوم چې له استاد رباني، تر سياف، قانوني، بسم الله خان، چکري، يوسف نيازي، اسد حنيف بلخي او ... نيم حکومت او نظام يې له غېږې رالټېدلی دی. 
که اقبال ژوندی وای، د پاکستان په خوب به يې چا ته پورته نه وای کتلي. 
ملا صاحب عمر د خوب په زور ګټلی تخت په ډېره بې‌توپيرۍ د يوه عرب ترهګر له سره لوګی کړ. به باد امد، به باد رفت. 
ښايي د بشر په تاريخ کې چا د پاچاهي او د اقتدار دغسې قمار ته زړه نه وي ښه کړی، يا يې دومره وړيا او په نه خبره نه وي بايللی. 
حيرانوونکې دا چې په دغسې مفته کې د بايللي تخت د بېرته ګټلو لپاره چې طالبانو له سره څومره وينې تلې کړې، د دغه تخت ګټل او بايلل، يو هم خپل منطق نه شي موندلای. 
خبره د کتاب وه...
د استاد رفيع په وينا، کتابونه دريابونه دي چې يو ځل سړی پرې لاهو شي، پسې اخلي يې. بیا له دغه سمندره د راوتو مخه نه شي موندلای. 
هغه وخت د کتاب په نړۍ کې يوازې زما سکه چلېده. د ګل دادا پل په ايرو کې هم نه شوای څرګندېدای. له اوو سمندرو هاخوا مې هم د کتاب درک لګولای شوای. ان چاپ ته تيار، تر ليکو لاندې او په راتلونکي کې ليکل کېدونکي کتابونه هم راڅرګندېدای شوای، خو "از ملا لنګ، تا ملا کور" کتاب پاتې راوستم، دا په دغه ډګر کې زما يوازېنۍ ناکامي وه. 
په هغو ورځو کې دغه کتاب د سرو زرو تر لټون ګران بلل کېده. له کويټې، تر لعلپور، کراچۍ او ايرانه يې لالهاندي ګډه کړې وه. ډېرو غټو سټو ځانونه ستړي کړل. ګڼ ليکوال وکړېدل، کنه لس داسې کتابونه به يې ليکلي وای. چا ويل حق شناس کښلی، چا د ظاهر طنين باله، چا به څوک ياداوه، چا څوک. 
که پښتو وای، هرومرو به يې يا پر ما يا قانع لاس ايښود، ځکه چې په مستعارو نومونو چاپ شوې ليکنې او کتابونه يې په موږ پسې قملداد کول. 
يو ځل خو د دغسې يوې ليکنې په تور موږ دواړه ونيول شوو. له بده بخته قانع صاحب وعده معاف ګواه وګرځېده، پر ما يې ګوته ايښې وه. که څه هم بيا يې دا توره وکړه چې د اصلي ليکونکي په درک لګولو يې زه او ځان دواړه وژغورلو. 
هيچا د دغه کتاب د ليدو او لوستو نه شوای ويلای. غټ غټ درواغجن چې دغه ميدان يې په خپل نامه کړی وو، د کتاب د ليدو او لوستو خبره يې په خوله نه شوای راوړای، خو پر چاپ يې بېخي اجماع رامنځته شوې وه، هيچا يې پر خپراوي شک نه شوای کولای، په دغسې ګمان يې خپل ايمان نه شوای زيانمنولای. 
لکه د مرغۍ پۍ چې ادم نشته، بوی يې شته. 
کتاب نه وو، خو نوم او اوازه يې لکه د ځنګل اور لګېدلی وو. 
کتاب شبنامه نه ده چې درک يې نه شي لګېدای، کېدای شي د ليکوال نوم يې مستعار وي. که سانسور هم وي، يو يا دوه ټوکه يې را ايستل کېدای شي.
خو د دغه کتاب اوزاه حقيقت و نه ګرځېده، لکه د کوم دبړه‌مار د ذهني عياشي اختراع چې په مياشتو مياشتو يې د خدای مخلوق په لالهاندۍ اړولی و.
دومره معصوم(!) درواغ چې اغېز او غبرګون يې خپله خطا ايست، تر دې چې د کتاب پر مسوده يې اړ کړ.
دا اوس چې زه د کوم کتاب خبره کوم، نه لکه «از خواب ملا تا امارت مومنين» د کوم کباړي په ګدام کې ځولانه پروت دی او نه لکه «از ملای لنګ تا ملای کور» په څېر د چا ناړام د ذهني عياشي اختراع ده.
نه جعلي ګڼل کېدای شي... نه ورک او ناياب، نه يې ليکواله کومه پېژندل شوې څېره ده. څو ژبو ته اوښتی... له بده بخته ما يې اردو ژباړه لوستې.
که په اردو متن کې لاسوهنه نه وي شوې، په خورا څرګندتيا د طالبانو تحريک د را منځ ته کېدا راز بربنډوي.
بريتانوۍ ژورناليستې کريسټياليمپ خپل کتاب «د طالبانو افغانستان» کې د طالبانو د خوځښت څرک ډېر وړاندې لګولی. ان په شوروي ضد جهاد کې يې د طالبانو پل موندلی. دا چې چا د دوی په مرکو، بنډارونو او عملياتو اړولي، د ملا بورجان، ملا احسان الله، ملا محمد رباني سره ليدو کتو او ناستو درته خبرې کوي، له هماغه وخته د «آزاد ګروپ» او «ملګري ملايان» پته او کيسه را اخلي.
ملا بور جان د هيټلر له وتلي جنرال روميل سره چې د دښتې په ګيدړ مشهور و، مقايسه کوي. يا دا چې د کريسټياليمپ د کتاب په اردو ژباړه کې لاسوهنه شوې، يا زما اردو کمزورې ده سم نه يم پوهېدلی، که نه د کتاب په استناد د طالبانو د غورځنګ مشر ملا محمد عمر نه دی.
دغه «بل» بيا څوک کېدای شي، د يو ميليون پوښتنه.
 
بېرته شاته