لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د زغم ظرفیت
لیکوال: شهرت ننګیال   نېټه: 21.09.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 مرحوم غلام محمد لوند خوړ د پښتونخوا بې‌باکه، زړور سیاسي شخصیت ته يې تر غوږ ورتېره کړه چې سعادت حسن منټو يې پر خلاف مضمون کښلی.

مرحوم په هماغه ورځ د لاهور پر نسبت واټ د منټو دفتر ته ورغی. چوکۍ يې مخې ته کش کړه، ویل: تا زما پر خلاف کومه مقاله ليکلې؟
منټو وویل: خان صاحب ما ستاسې خاکه «انځور لیک» وړاندې کړی.
- په خاکه کې دې څه کښلي؟
- لیکلي مې دي چې خان صاحب د ترخو اوبو شوقي دی.
- نور دې څه کښلي؟
- دا چې خان صاحب مجرو کې ډمو ته ناست وي.
- نور...؟
- بس همدا څو خبرې.
- دا خو تا ټیک لیکلي... ماته خو يې ویلي وو چې ستا پر خلاف يې لیکلي.
دغه یادونه چې عطاالحق قاسمي خپل کتاب کې را اخیستې، د زغم هغه ظرفیت دی چې مشرانو يې له خوږو ډک جامونه تر لېرې، لېرې په خورا سخاوت وېشل.
هغه وخت چې سينې لويې او زړونه غټ وو، نیوکه، مخالفت او اختلاف دښمني نه شوای ګڼل کېدای.
اوس دې که پر چا د ګلو وار هم وکړ، دومره تلولی او وارخطا وي لکه هر څه چې يې بایللي، ځکه خو يې ځواب ته سوک او د سوک هغې ته ټوپک راپورته کړی وي.
دغسې غبرګون په حقیقت کې د هغې وېرې محصول دی چې زموږ پر زړو يې منګول لګولې ده. د خپلو کمزوریو، کاواکیو وېره... پر ځان د باور تشه چې فکر کوو له یوې نیوکې سره به پر ځمکه پراته وو.
موږ لیکوال یوازې ځان ته د نیوکو حق ورکوو، لکه ملا ځان ښه، غوره او نور ګناهکار، عوام او بې‌لاري ګڼو.
پر ولسمشر، تر چپړاسي د نیوکو بې‌درېغه غشي چلوو، خو که کله موږ ته ګوته نیول شوې، بیا مو اعصاب دومره خراب دي چې په ټلېفونو او شکایتو مو کرۍ ورځ پر سر اخیستې، په سره اور کې خېژو.
د ډېموکراسي اکټ کوو، خو د زړه دړه مو کولپ ده، دننه مو تور زړی ديکتاتور د زړه پر تخت کښېنولی.
وايي: که دل شیر نداری، سفر عشق مکن!
دا ژوند دی، دلته ډېرې هسکې ټیټې، سړې تودې راځي، چې له مطبوعاتو سره پالئ، سیاست ته راوځئ، بیا سینه لویه ساتئ.
هغوی چې سیاست او له مطبوعاتو سره کور او کلی کوي، پبلک پراپرټي ګڼل کېږي. 
بیا دې ځان دومره نه بې سېکه کوي چې په یوه نیوکه د بایلات وېرې په مخه کړی وي.
لکه څنګه چې اختلاف مخالفت نه دی او مخالفت دښمني، دغسې طنز تمسخر نه شي ګڼل کېدای.
ما په خپل مطبوعاتي ژوند کې د دومره لويې سينې خاوند نه و لیدلی... چې ماته تنګ زړی ملا ښکارېده... هغسې ملا چې پنځه ګوتې نورو ته نیسي.
ما دوه واره پرله پسې د قلم تر غشو لاندې ونیو، د نیوکو تر هغسې غشو لاندې که بل څوک وای، د پېړیو دښمني به يې راسره اخیستې وه.
په ډېرو وړو خبرو ډېرو غټو سټو راسره د کلي کور پرېښودل څه چې د دښمنۍ هغسې بیرغ پورته کړی چې کله يې نیم کښه نه دی. 
ما د ده په څېره، چلند او خبرو کې د خوابدۍ، شکایت او ګیلې کومه نښه او ټکی و نه شوای موندلای. په هغسې تلوسه او توده راسره مخامخ شو چې یوه خبره يې هم د خندا له بدرګې پرته له خولې و نه وتله.
ما ورته کړه: ... هېر دوست مې در په زړه کاوه. ویل يې، د په زړه کولو څومره ښه طریقه..؟
زغم په سیاست کې د بري چابي ده، لکه انتقام چې نغده ناکامي ګڼل شوې، سیاست د ټوپکو دهشکو جنګ نه، د اعصابو جنګ دی.
د تورو جنګ به ما کولو
د سترګو جنګ دی وارخطا ولاړه یمه
 
بېرته شاته