لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
سيند په منگي کې
لیکوال: ارواښاد اسحاق ننګيال   نېټه: 29.10.2015   خپرونکئ:   سمسور  

په زلفو ورو ورو ږمنځ راکاږه 
هلته زما د زړگي کور دى وران به شينه               

دا زمونږ د فرهنگي ټولنې د يوه غرني او يا خو د يوه کليوالي انسان دا يشنده مينې شاعرانه انگازه ده، چې د لسگونو او ښايي د پېړيو په تېرېدو سره موږ ته په همدومره خوږوالي او نوي والي رارسېدلې ده او د پېړيو، پېړيو ژوندکولو وس، تومنه او قابليت لري .  شعر په لنډه او اهنگينه ژبه د اند او  تخيل عاطفي پيوند دى .  شعر له کليماتو څخه جوړه شوې او سينگاره شوې ناوې ده . شعر د تخيل، تصوير او هنر يوه ښکلې او ارته نړۍ ده او له بله پلوه شعر په يوه څپک کاغذ کې زموږ د ټولې مادي نړۍ انځورونه او په بل عبارت په منگي کې د سيند ځايول دي. 
زمونږ پښتو لنډۍ همداسې شعرونه دي، په منگي کې سيندونه ځايوي او د څو کليمو په روح کې يوه دنيا ښايسته او اندېښمنده مينه هم. 
دا چې زموږ په ټولنه کې د لنډۍ شعر د هر لوستي او نالوستي پر ژبه حک دى او دا چې د لنډۍ شعر د وخت او زمان په ټولو شرايطو کې ژوندى پاتې شوى دى، دليل يې لپه همدې لنډيز، ښکلا او سپېڅلتيا کې دى او بس. 
د دې لپاره چې د پښتو د اوسني شعر يو لړ لنډ جاج واخلو دا خبرې مو يواځې د يوې کوچنۍ سريزې په توگه طرحه کړې  . په هر شعر کې دوه ډوله جولۍ (شکلونه (  لرو: 
١ _ ظاهري شکل :  د مسرو وزن، بې وزني، قافيې که وجود ولري او د مسرو او کليماتو تول، شمېر او د حرکت بڼه يې. 
٢_ ذهني شکل :  احساس، اند، تخيل ) د محتوا حرکت  ) کله چې د پښتو شعر د پورته شکلونو يادونه کوو مقصد مو دا نه دى، چې په دې لنډه اخباري ليکنه کې د شعر پر دغو ځانگړو برخو بحث وکړو .  دلته غواړو يواځې د شعر پر ((قد او  قامت (( او د هغه پر شعري محتوا لنډې خبرې وکړو. 
زمونږ د پښتو شعر د تاريخ په اوسني بهير کې يو شمېر شاعرانو د څرنگوالي پر ځاى څومره والي ته مخه کړه  .  لکه د مخه مو چې وويل  ، شعر چې  په لنډه او اهنگينه ژبه د اند او تخيل عاطفي پيوند دى پر اوږده او غځېدلې ژبه د هغه او دغه ځاى د تشو خبرو پر لفاظي او پرېړ پيوند بدل شو. 
شعر چې بايد د شاعرانه او هنري انځورنو راغونډ شوى او راپيل شوى امېل وي، د غير هنري او غير هنري ورځنيو کليماتو په اوږدو پړو بدل شو او په همدغو))  شعرونو (( سره مو د چا خبره ختيځ او لوېديځ سره گز کړل. 
موږ نه وايو چې خداى مکړه اوږد شعر، شعر نه دى او هېڅکله شعري او هنري ارزښت نه لري ،که چېرې موږ وکولى شو چې په خپلو همدغو اوږدو شعرونو کې همغومره شعري او هنري مفاهيم او انځورونه ځاى کړاى شو دا به زموږ کمال وي او زموږ د شعر هنري کمال هم که چېرې موږ وکولى شو د حميد بابا د(( کاش له ياره سره تللى په سفر واى (( په څېر اوږد خو له معجزه جوړوونکو شعري، هنري او عاطفي کليماتو، مفاهيمو او انځورونو څخه ډک شعر او يا نظم ولرو دا به نه يوازې زمونږ د شعر کمال وي بلکې زموږ د معاصر پښتو شعر د وياړ هسکه شمله به هم وي . 
موږ نه وياو چې زموږ معاصر او اوسنى شعر دې د لنډۍ د شعر په څېر لنډ او مختصر شعر وي، مگر لږ تر لږه خو دې د خپلو شعرونو مانا ييزو او ښکلا ييزو اړخونو ته پام هم وکړو، اوږد شعر پراخو انځورونو ته هم اړ دى او))  چهل گزيان ((  خو لږ تر لږه څلوېښت گزه ټوکر هم غواړي. 
موږ شاعران دا منو چې ښايي ونه شو کولى د خپلې ټولنې او نړۍ دغه پېچلې پېښې په خپلو شعري هستونو کې په پرې کړو او لنډو مفاهيمو کې انځور کړو خو بايد دا هم له ياده ونه باسو چې موږ شاعران يو، مورخين او جغرافيه ليکوونکي نه يو. 
دوه ډوله حقيقتونه وجود لري  : علمي حقيقت او شعري حقيقت يا هنري حقيقت : علمي حقيقت د حساب او رياضي پر بنسټونو ولاړ دى او شعري حقيقت پر معنوي اند او هنري انځورونو. کله کله زموږ په شعرونو کې(( علم )) ، ))  وعظ ((  او د ((  بيانيې((  ورکولو دود دومره عام او پراخ شي، چې نه شو کولاى په يوه پينځه پاڼه ييز  ))  شعر ((  کې پينځه نوي او شاعرانه ترکيبونه ومومو کله،  کله په خپلو شعرونو کې د عيني صفتونو پر ځاى دومره مجرد صفتونه کاروو چې زموږ دغه ډول (( شعرونه ((  د لارو او بازارونو په عادي او ورځينو خبر واوړي. 
ښايي د دې خبرو يو دليل  دا وي، چې موږ د افلاطون له دې خبرې څخه سرغړونه کړې وي ،  چې وايي )) شاعر هغه پاک او سپېڅلى موجود دى چې تر څو يې الهام نه وي اخيستى پر کشف او بداعت نه شي کولاى لاس پورې کړي((   . 
او يا د ))  شلي ((  پر دغې خبرې لا سم نه يو پوهېدلي چې )) شعر د استدلال په څېر نه دى او هغه شى نه دى چې د ارادې په پرېکړه سره په کار ولوېږي، هيڅوک نه شي کولاى ووايي چې زه به شعر ووايم حتا ډېر  ستر شاعران نه شي کولى داسې خبره وکړي)) . 
موږ ډېر ځله الهام او کشف ته ارزښت نه ورکوو، مخکې له دې چې هستونې ته وهڅېږو، ليکو يې او په زوره يې ليکو  . د دې لپاره چې شاعرانه حالت راباندې نه دى راغلى او نه مو دى لمس کړى، نو ولې به مو شعر يوازې له لفظي غورو پړک ونه چوي او دا خو به پر ځاى پرېږدو چې يو نيم ))  شاعر((  خو مو د ))  شعر ))  د ليکولو لپاره د احتياط په خاطر د الفبا په ترتيب د قافيو او رديفونو د منظمو جدولونو کتابچې هم په جېب کې گرځوي .  همدا چې غږ ورته وشي ساعت وروسته ))  يا الله ((   شعر تيار دى . 
خلکو ته بايد رښتينى شعر په مخ کې کېښودل شي او دا زموږ د شاعر، وجيبه او مکلفيت دى. 

 
بېرته شاته