لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
پوست که مغز؟
لیکوال: شهرت ننګيال   نېټه: 01.11.2015   خپرونکئ:   سمسور  
يو ځوان کتاب ته دومر لېوالتيا ښووه چې په چاپ کې يې پر لږ و ډېره ناغېړۍ ما ته ځان د ده پړ ښکارېده.
چې قاري صاحب په کومو ټکيو د ده له انتظاره راته ويل، ما ځان د دغه ځوان پوروړی ګاڼه.
کتاب چاپ شو، خو ځوان د داسې نقد خبرداری ورکړ چې د ننګيال بڼکې پکې ايستل شوې دي.
دی نه دی خبر چې د ننګيال بڼکي وار له مخه ختلې، ځکه خو بربنډ له اوبو هسې نه شي وېرېدای؛ خو څوک د چا بڼکې ولې باسي؟
نقد د ټولو حق دی. کره‌کتنه بڼکې ايستل نه دي، موږ ولې نقد بڼکې ايستل ګڼو؟
د اسد دانش خبره چې ده ته يې وکړه؛ را و يې لېږئ موږ به يې چاپ کړو، که ښکنځل نه وي.
ما ويل ان که ښکنځل هم وي، پر سترګو، ځواب راسره نه شته، روڼاوی نه لرم، خوا به بده نه کړم.
دی نه دی خبر چې ما ټول عمر خپلې بڼکې خپله ايستلې، خپله لمن مې پر سر ګرځولې.
د چا خبرې د يوې څپېړې سړی يم، پر ولسمشرانو، تنظيمي مشرانو او وزيرانو ځان ته د نيوکو ان ستغو سپورو حق ورکوم؛ زه ګنې سپېڅلی يم چې نور راته ګوته و نه شي نيولای؟
ما ته ځان له ټولو پړ، کمزوری، مختوری او ګنهګار برېښي. په اته سوه مخه کتاب کې به څنګه ما غلطي نه وي کړې. 
د دغسې لړزونکيو پېښو، پرمختياوو په را غونډولو کې به څنګه نه يم تېروتلی، څنګه به د خپلې خوښې ناخوښې او تمايلاتو تر اغېز لاندې نه يم راغلی؟
صميم صاحب درې کلچ پنسيلونه د کتاب د تېروتنو په سمون کې خاورې کړي، خو بڼکې يې نه دي ايستلې.
موږ ولې نقد بڼکې ايستو ته ټيټ کړی. له همدې ځايه له سالم نقده بې‌برخې يو.
موږ په کتاب او ليکنه کې خپله خوښه لټوو چې و مو نه مونده، بڼکې ايستو ته را پورته شو.
مزمل صاحب پر ټلېفانه راته کړه؛ ته نېکمرغه يې چې له غلطيو څخه نه وېرېږې، هغوی چې له تېروتنو ډارېږي شل شوټ خېژي. ډېری د غلطيو له وېرې د کار زړه نه شي کړای.
که زه له غلطيو ډارېدای، دا کتاب نه ليکل کېدای شوای نه چاپېدای.
تر دې نورې بڼکې ايستل څه کېدای شي چې د کافر ټاپه درباندې لګېدلې وي او ته د رڼاوي مخ و نه شي لرلای. ان چې د مودو مودو ملګرو له زړونو هم دغه شک لېرې نه کړای شې.
قاضي سيد رحيم مې د مدرسې د وختو انډېوال دی، ما غوندې بې‌تعليمه نه دی پاتې، په سعودي کې يې خپلې لوړې زده‌کړې بشپړې کړې، پروسږ يې راته وويل؛ اوس د ګور پر غاړه يې، ناروغيو لاندې کړی يې، راشه توبه وباسه، کلمه ووايه ايمان تېر کړه.
قاضي نذير په پېښور کې له يو مجاهد سره په ګوړې منډيي کې کوټې ته راغی، دړه پرانيستې وه، زه پر لمانځه وم؛ مجاهد قاضي نذير ته وايي؛ دا خو مسلمان دی. قاضي نذير ويل؛ څنګه نه دی مدرسه يې ويلې شرعيات يې لوستي.
ما ايله دومره ور ياده کړه؛ خان هم دا کوي هم دا.
د صميم صاحب خبره ټولو ته مې تېر، اوسنی او راتلونکی غيبت ور بخښلی؛ خو که څوک مې پر نيت شک لري، د بخښلو زړه مې تر مرغۍ هم وړوکی خېژي.
راغلو د کتاب غلطيو ته، ما ځکه هغه د نن په رڼا کې سمې نه کړې چې له خپل پرون سره مې خيانت نه شوای کولای. 
چې هر څه وو، پر پرون مې خاورې نه شوای اړولای، ځکه مې د پرون د پټولو خواري نه ده کړې.
له همدې ځایه مې په سريزو کې خپل عرض وړاندې کړی چې لوستونکي پرون نن ته را نه ولي، بلکې په خپله پرون ته ورننوځي.
د دې لپاره چې څوک و نه وايي ننګيال د کتاب له چاپه وروسته په پټېدو او روپوشي د خلکو عدالت ته نه شي وړاندې کېدای؛ ځکه خو مې له استاد صميم او اسد دانش سره د مخکتنې لپاره ښه کړه.
د نيوکو ځواب راسره وو، خو د دې لپاره چې له ځانه يې پيل کړم، خپل ځان مشق او تمرين ته وړاندې کړم، د نيوکو ځواب مې ور نه کړ.
زه چې پر نورو د نيوکو حق ځان ته خوندي ګڼم، نور په کومو سترګو پر ځان له نيوکو بې‌برخې کولای شم؟
خو له بده‌بخته نيوکې پر پوست وې، مغز ته هيچا نوک و نه شوای نيولای.
 
بېرته شاته