لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
هېره شوې مبارزه ،افضل خان لالا، د افغان نېشنليزم د پالنې يو سړی
لیکوال: ذبيح الله احساس   نېټه: 04.11.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 ((کله چې ختيز او لوېديز المان سره جلا شول؛ لوېديز المان په خپل پارلمان کې تر پايه د ختيز المان څوکۍ خالي وساتلې. تاسې چې پارلمان جوړ کړ، له کرښې هاخوا ولس لپاره به مو هم څوکۍ په پام کې نيولې وې او تشې به مو پرې ايښې وې. ولې مو موږ له دې حقه محروم کړو؟))

دا د ارواښاد افضل خان لالا وينا ده چې د عبدالستار سعادت پر وال مې د افضل خان لالا د مړينې په وير، د ليکل شوي پوسټ په اوږدو کې ولوسته.
د ارواښاد خان لالا له همدې خبرې، د هغه د سياسي شخصيت د افغانيت اندازه په اسانه لګولای شو.
د پنچاب په ولکه کې د محکوم وطن دغه نازنين سياستمدار سړي دغه خبره؛ د ازاد افغانستان د ولسي جرګې او د ځينو وزيرانو په يوه مجلس کې هغوی ته مخامخ کړې ده او په سترګو ټيټېدو يې مجبور کړي دي.
افضل خان لالا د محکوم وطن د سوات سيمې د شتمن او پېژندل شوي سړي محمد حبيب خان زوی وو.
محمد افضل خان د 1931 زېږديز، د جنورۍ په لومړۍ نېټه د سوات په درشخېله کلي کې نړۍ ته سترگې غړولې وې چې تېره ورځ د ورپېښې ناروغي له امله ومړ.
خان لالا د افغانانو د ملي مشر عبدالغفار خان د عدم تشدد د نظريې لاروی وو.
د لوی وطن د ساتنې او د سياسي برخليک د ټاکنې لپاره د ژوند پر پېچليو لارو تللی وو. يو له هغو افغان سياستمدارو څخه وو چې د پنجاب د جبر تر سيوري لاندې يې د وطن دښمن پېژانده او د ولسي فکري مبارزې له لارې يې د سياسي پېچ و خم د بلدتيا لپاره هڅې کولې.
د افغان ټبر له ټولو جدي ستونزه، همدا برېښي چې د سياست په دارومدار کې دوست او دښمن نه پېژني.
په سياست کې د منځمهالو کړنو له لارې بنسټيز دښمن ته هم د وياړلي دوست په سترګه ګوري او همدا ده چې تل يې له برياليتوبه وروسته ماتې خوړلې ده.
د تېرو دېرشو کلونو په تاريخ کې د دې دعوې ښې بېلګې شته دي.
ډېورنډ؛ د افغان کاله پر سينه د جبر هغه کرښه ده چې زموږ د لوی ټبر او لوی کور د ټولو ستونزو ريښې ترې غځېدلې دي.
نړيوال د افغانانو د ځواک کمزوري کولو لپاره دې ته اړ وو چې د هند د ساتنې لپاره په سيمه‌ييزه کچه د افغانانو ځواک په منځ دوه کړي.
کله چې د هند ولس د خپلې ازادۍ ستنې پخې کړې؛ نو د ډېورنډ د ساتنې او په سيمه کې د خپلو کړنو د پالنې لپاره يوې سياسي مصنوعي جغرافيا ته اړتيا وه.
د وخت غوښتنه همدا وه چې بايد دغه جغرافيا د سيمې د اوسېدونکو د مذهبي احساساتو پر بنسټ رامنځ ته شي؛ خو قانون او تګلارې يې بايد ټولې د دوی وي. همدا وه، چې پاکستان د همدې دوو هدفونو د ساتنې لپاره رامنځ ته شو.
تر دې دمه پاکستان په ډېرې رښتينولۍ د نړيوالو د هغو شومو هدفونو د ساتنې لپاره ستړی او د ژوند بقا يې پکې نغښتې ده، له کومې چې سيمه‌ييز بدلونونه سرچينه اخلي او همداراز د افغان ځواک د نيمګړي کولو په موخه د ډېورنډ د ساتنې لپاره له هر سياسي چل څخه ګټه پورته کوي.
د ازاد افغانستان حکومت د ډېورنډ کرښې له رامنځ ته کېدو، تر دې دمه د ولس پر وړاندې د دوی پر سينه د راښکل شوې کرښې له امله پړ دی... وخت د کرښې دواړو غاړو ته د سياستمدار، ليکوال، شاعر او... په څېره کې د افضل خان لالا په څېر ککرۍ پيدا کړې. دوی په همدې مبارزه کې ستړي ستړي ګور ته کښته کړای شول؛ خو له سياسي پلوه د افغان حکومت له اړخه د افغان کاله د دې سترې ستونزې د حل يوازېنۍ لارې سيخې نه شوې.
لا هم زموږ له ځوان کهول څخه د افغان کاله ستر دښمن ورک دی. لا هم په دې نه يو خبر چې زموږ د نابودۍ له ټولو ستره کنده په ۱۹۴۷زېږديز کې کيندل شوې. په دغه کنده کې چې د پاکستان په نامه کومه بلا ساه اخلي؛ ژوند يې د افغان ټبر په نابودۍ پورې تړلی دی.
افضل خان لالا د محکوم وطن په هغه سياست کې ښکېل شوی چې د پنجاب تر ولکې لاندې د پښتونخوا د ساتنې دارومدار پرې څرخېده؛ خو دې حقيقت څخه سترګې پټول نه دي په کار چې دغه جبر او مجبوريت د ازاد وطن د ناکاره سياست له امله رامنځ ته شوی.
تر کومه چې د لوی کاله مشران بچي د خپل پلرني ټاټوبي د ازادولو ډيپلوماټيک چلونه زده نه کړي؛ نو دا وطن به اور وي، په دې وطن کې به د خان لالا په څېر د مبارزو سړيو ککرۍ خاورې وي او مبارزه به يې د هېرېدو پر لارو تښتي.
د افضل خان لالا، له ده وړاندې او د ده د ملګرو مبارزې، تر ډېره په ولس کې د لوی وطن د پالنې حس ژوندی ساتلی دی. تمه همدا ده چې دغه فکر د ازاد وطن حکومتي تګلارو ته لار پيدا کړي.
همدا وخت دی چې د افغان نېشنليزم د پالنې له لارې د وطن ساتنې رښتينې مبارزې هېرېدو ته پرې نه ږدو.
د روان او راتلونکي نسل فکرونه مخکې له دې چې د سيمه‌ييزو نابالغو مفکرو تر ولکې لاندې راشي؛ بايد خپل يې کړو.
کله چې موږ د نېشنليزم کليمه ذهن ته راولوو؛ نو د يو ځانګړي قوم د پالنې او ساتنې مفکوره مو ذهن ته راځي؛ چې زموږ وطن کې يې پالل د وطن د نابودۍ په مانا دي.
موږ د افغان نېشنليزم خبره کوو چې د يو لوی وطن له امو تر اباسينه د ټولو قومونو د ګټو، د همدې جغرافيې د ساتنې او پکې د مذهبي او ملي ارزښتونو د پاللو لاره ده، نو موخه مو له هر ډول تعصبونو پرته د هېودانيو ګټو، ملي يووالي، د لوي وطن د تاريخي حدودو او د افغانانو د اسلامي او ملي هويت پالل دي.
زموږ ستره ستونزه همدا ده چې د ګاونډي دښمن له خوا په وړو وړو مسايلو کې ښکېل پاتې شوي يوو او له خپله لاسه دا اړتيا نه حس کوو چې زموږ له ټولو ستره ستونزه د وطن ستره سياسي، جغرافيايي او ولسي نيمګړتيا پوره کول دي.
نو له جنګه لېرې د سياسي فکري مبارزې له لارې د خپل تاريخي ټاټوبي د پېژندنې، د همدې وطن د سياسي ستونزو د مالومولو او بيا ورته د حل ډيپلوماټيکې لارې پيدا کول دي.
دغه ډول لارې اوږدې وي؛ خو سياست همدې اوږدې لارې ته وايي چې د افضل خان لالا په څېر ستر شخصيتونه يې وزېږول او تر موږ يې ژوندۍ وساتلې؛ خو خپله ومړ، اما و نه مړ... الله دې رڼاګانې ور په برخه کړي.
 
بېرته شاته