لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه 24.04.2018 د ښاغلي شرر ساپي شعرونه 27.03.2018 د ښاغلي فریدون فطرت شعرونه 22.03.2018 ښاغلي حيران شينواری شعرونه 18.03.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 17.03.2018 د ښاغلي جاويد ودان شعرونه
 
ستړی منزل
لیکوال: اسدالله غيرت   نېټه: 16.11.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 صابر يو څه شيبه د خپل پلار قبر ته په ځير ځير وکتل . يو سوړ اسويلی يې ويست او له سترګو يې اوښکې روانې شوې

خپل شليدلی او زوړ څادر يې د قبر تر څنګ د سپيرو خاورو پر سر هوار کړ , کيناست
خپل خيرن لاسونه يې الهي دربار ته پورته کړل له سترګو يې د رابهيدونکو اوښکو په بدرګه د پلار روح ته په دغا شو.
پلاره !
خدای ج دې جنتونه په نصيب کړه , خدای ج دې بښنه درته وکړي .
زما خواږه پلاره !
زه اوس په هغو تنکيو لاسونو چې تا به راته ويل : زويه ! پدغه لاسونو به قلم نيسې او ليکل به کوي , خواري او مزدوري کوم , د يوې ګوله ډوډۍ پيداکولو پسې سرګردانه يم.  پلارجانه !
بيا به يې په سينه کې د سلګيو سيند طوفاني شو او ښه شيبه يې د زړه نم له سترګو توی کړ.
بيا يې دواړه سترګې د پلار د قبر پر شناختو باندې خښې کړې , د خپل پلار سره يې د ژوند خوشاله شيبې يو پر بل پسې له سترګو تيرې راتيرې کړې
د پلار هغه خبرې يې وريادې شوې چې ورته ويل به يې : صابره بچو ! که د خدای ج خوښه وه چې لږ رالوی شوې نو په ښوونځي کې به دې شامل کړم
زه به درته کاروبار کوم , او تا به يو لوی سړی جوړ کړم ,   تعليم يافته سړی ..
بيا به نو ته زما د لاس امسا وې او هم به  خپلو درديدلو ته خدمت کوي خلک به درته د قدر په سترګه ګوري .
صابر د فکرونو په سمندر کې لا خپلې غوپې وهلې او له پلار سره د خيال په نيلۍ سپور وو.
خو د کلي هلکانو چې د ښوونځي په لور روان وو او په خپلو کې يې سره په لوړ غږ خبرې کولې د صابر د خيال د ټال پړی ورپرې کړ.
صابر سترګې وځمبلې , د هلکانو په لور يې وروکتل  له اوښکو په ډکو سترګو او له غريو ډک ستوني په ملتيا يې له ځانه سره وويل : هی کاش زما پلار هم ژوندای وای ! زه به هم له دغو هلکانو سره ښوونځي ته يو ځای تلم او راتلم
که پلار جان مې ژوندای وای اوس به مې ولې
په دغو تنکيو لاسونو درانه کارونه کول ?
ولې به په يوه ګوله ډوډۍ پسې سرګردانه او لالهنده ګرځيدم ?
د سلګيو په څپو کې يې بيا تنکي لاسونه لپه کړل او الهي دربار ته يې وروغځول
او ويې ويل :
خدايه ته زما په خال رحم وکړه , خدايه ته زما مرستندوی شه !!
نپوهيږم چې زما راتلونکی به له څومره ستونزو او کړاونو څخه ډک وي ? خدايه ته راسره مل شې
هو !
په خيرن لستوڼې يې له سترګو راونې اوښکې وچې کړې 
له ځايه پاڅيده , شليدلی څادر يې پر اوږه واچوه 
په داسې خال کې چې څو څو واره يې د خپل پلار قبر ته په شاه وروکتل په ستړو ګامونو د کلي په لور د يوې ګوله ډوډۍ د پيداکولو په هيله روان شو.
پای
 
بېرته شاته