لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د حمزه غزل
لیکوال: حسينه عارف   نېټه: 30.11.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 غزل چې کله پښتو ته د فارسي له لارې له عربي څخه راغی؛ نو يوازې تصوف يې له ځان سره راووړ او تر اکبر زمينداوري وروسته ترې روښانيانو په خلاص مټ ګټه واخيسته، خوشال بابا بيا پښتو غزل د روښانيانو له خانقاوو راوويست او هر اړخيز يې کړ، پښتو غزل خوشال بابا حماسي کړ او دځمکني عشق رنګونه يې وروبخښل.

عبدالرحمان بابا، حميد بابا، کاظم خان شيدا، علي خان او نورو بيا پښتو غزل نور هم و ځلاوه او د بېلابيلو سبکونو له لارې يې دګاونډيو ژبو سيال کړ.
د پښتو ادب ترکلاسيک پېر وروسته پښتو غزل يوڅه پښه نيولی شو او له يوڅه رکود وروسته يې حمزه بابا لمن ونيوه. حمزه بابا د کلاسيک پېر د سبکونو پيروي و نه کړه، بلکې دخپلې وړتيا په مټ يې په پښتو غزل کې نورې هنري تجربې وکړې او له سره يې پښتو غزل راژوندی کړ چې له همدې کبله ورته د پښتو غزل بابا وويل شو.
حمزه بابا په پښتو غزل کې د تغزل سا وپوکله او د تېرو صوفي شاعرانو په څېر يې په سمبوليکه ژبه د الهي مينې درد و نغاړه.
حمزه بابا په پښتو ادب کې يو ځل بيا تصوف راژوندی کړ او د تېرو صوفي شاعرانو پر عکس يې له بشري ژوند سره وتاړه. تېرو هغو تصوف يوازې په شاعرۍ پورې محدود کړی و؛ خو حمزه بابا بيا صوفييزم دژوند د يواړخ په توګه وړاندې کړ او خلکو ته يې وښووه چې تصو ف کومه خيالي مينه او نړۍ نه ده، بلکې د بشري ژوند يوه اړتيا ده.
په پښتنې ټولنه او ادب کې د تصوف سکالو له دې کبله چې هر شاعر ترې جنډه جوړه کړې وه او هر شعر به يې پر تصوف ورتاپه، ډېره سوليدلې وه، پښتانه دخوشال بابا په څېر ديوه انساني شاعر راتګ ته سترګې پر لار وو او نور يې هيڅکله تصوفي شاعري نه شوه زغملای، حمزه بابا پر دې له پاسه هم له تصوفه غاړه تاو کړه؛ خو دټولنې غوښتنې يې هم له پامه ونه غورځولې او تصوف ته يې ځمکنۍ جامې ورواغوستې.
د حمزه بابا د غزل د شهرت دوه لوی لاملونه دا هم دي چې نالوستي پکې خپله مجازي مينه ويني او لوستي يې بيا د تصوف له رازونو او نزاکتونو خوند اخلي، لکه دالاندې بيت چې له آره د وحدت الوجود فلسفه انځوروي؛ خو نالوستي يې بيا له خپل ځمکني ياره د ايثار بېلګه بولي:
ته چې ماته وايې چې له مانه ځان قربان کړه 
ځان له ځانه څنګه قربانېږي زه حيران يم
حمزه بابا چې کله دخپلې حقيقي مينې يار انځوروي؛ نو د يوه انسان په څېر ليمه، باڼه، زلفې او... لري او شمع روی دی.
د حمزه بابا د شاعرۍ او په تېره د غزل بله لويه ځانګړنه دا ده چې تصوف يې له ملت‌پالنې سره اخښلی، سره له دې چې تر حمزه بابا له مخه په تصوفي شاعرۍ کې دملت‌پالنې څرک بېخي نه ليدل کېږي.
خوشال بابا هر اړخيزه شاعري کړې، خو هر څه يې جلا انځور کړي او له يو بل سره يې ګډ کړي نه دي، همدا راز عبدالرحمان هم چېرته په يوه بيت کې هغه هم له تصوفي سکالو بهر ويلي:
چې کشور د افغانانو معطر شي
د هر بيت مسره مې زلفې دخوبان کړه
نورو صوفيانو نه يوازې دا چې له ملت‌پانې سره ډزې درلودې، بلکې دانسان‌پالنې پر وړاندې يې يو خنډ باله او ځان يې يوازې صوفي باله؛ خو حمزه بابا بيا خپل تصوف ته دپښتونولۍ رنګ او بوی هم ورکړ او اسلامي تصوف يې د ملت‌پانې په رنګ ورنګاوه.
حمزه بابا پوهېده چې پښتانه په پښتونولۍ وياړي او بايد ددوی له ذوق سره سم غزل وپنځول شي.
حمزه بابا که له خپل جانان سره مينه کړې هم پښتنه مينه يې کړې او سترګو ته يې ګدانه ده ښوولې.
حسنه ته خود بين يې زه پښتون يمه
مانه ده ښوولې ګدا سترګو ته
او که چېرې تېروتلی هم دی؛ نو سم له واره يې پښيماني څرګنده کړې؛
دا سرکوزي پښتونه عشقه ولې
ستا دزلمو هغه پګړۍ څه شولې
حمزه بابا له دې ټولو لوړو ژورو سره سره په الفت کې افغان پاتې شوی؛ 
ما کوز ورته لېمه کړه زما سر نه ټيټېده
شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم
يا:
خدای که هم انسان وای نو پښتون به و
دحمزه بابا د شعر په ((غزونو))، ((يون)) او ((بهير)) کې د ((ژوند يون)) ډېرښه انځور شوی او د ((ژوند)) ټول فلسفي افکار يې رانغښتي. د هغه شاعري او په تېره غزل ډېر ښکلی او د هنر په ټولو خوږو بسيا دی؛ ځکه حمزه بابا په لېمو کې بوږنېدلې افسانې او د روانې زمانې د ستم نښې ساتلې او بيا يې وار په وار د شعر په اهنګينه او شيرينه ژبه ټولنې ته راايستلي او خپل درد او خوږ يې ورسره مل کړي:
زه په ليمو کې بوږنېدلې افسانې ساتمه
د ستم نښې د روانې زمانې ساتمه
ساده اشنا رانه ضامن هم د وفا غواړي
هم يې تاکيد دی چې به راز د يارانې ساتمه
ما له مخه هم ويلي او بيا يې هم وايم چې که لوستونکي د حقيقي مينې زور پلټل غواړي؛ نو د حمزه بابا شاعري دې ولولي، دحمزه بابا شاعري له تصوف سره په امتزاج کې د ژوند د ټولو اړخونو يو رنګين او روڼ انځور دی او دبوډۍ د ټال (منشور) غوندې په خپله رنګارنګۍ سره دانسان فطري تنده ډېره ښه خړوبوي.
د حمزه بابا د دومره خواږه غزل او نورې شاعرۍ يوڅه کريډت د ده خپل پير عبدالستار شاه ته هم ورځي؛ ځکه که هغه نه وای، نو خدای خبر که حمزه بابا داردو پرځای پښتو ته مخه کړې وای او که حمزه بابا پښتو شاعري نه وای کړې؛ نو زموږ پښتو ادب به نيمګړی او له يوه داسې نوي غزله به بې برخې و.
د حمزه بابا په شاعرانه تړنګونو (ترکيبونو) کې تل نااوډلي څيزونه يوځاي شوي او له يوې حيرانۍ سره يې يوه رنګينه ښکلا زيږولې؛ لکه: دوختونو په ککو کې دحواد ثو برندوالی، پښتنه حوصله، له ماضي نه خراج اخيستل، د مينې پخلاينه او نور.
که د پښتانه غزل په اننګو کې دحمزه بابا دوينو سره نه وای نو دومره به رنګين نه و.
 
بېرته شاته