لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د مور دعا
لیکوال: نقيب احمد اتل   نېټه: 06.12.2015   خپرونکئ:   سمسور  

ليکوال - ډاکټر محمد افتخار کهوکهر

ژباړن -  نقيب احمد اتل

ورځې تېرېدې، مګر ناروغي د ښه کېدو پر ځای نوره هم ډېره شوه، د اونۍ په پای کې د يوې سترې هستۍ پوښتنې ته له لاهوره سيالکوټ ته راغلم او بيا بېرته لاهور ته لاړم، دا د هغو ورځو خبره ده چې کله ما په پنجاب کې ماسټري کوله، د وروستي کال ازموينه مې مخته وه، خو له دې سره سره د يوې مهربانې هستۍ او خدمت کول هم اړين وو، د هغې رنځوري ډېره شوې وه او داسې ښکارېده، چې دا ډيوه مړه شي ! 

د ازموينې له پيله څو ورځې مخکې مې د ځان لپاره له دې مهربانې هستۍ دعا وغوښته چې خدای مې په ازموينه کې اول نمره کړي، له سختۍ رنځور سره سره زده دې مهربانې هستۍ پر سر ښکل کړم، بيا يې په لړزېدلي غږ له خولې نه دا دعا ووته چې : زويه االله دې په خپل امتحان کې اول نمره کامياب کړه. په کاله کې دننه او بهر به غټو او وړو مور بلله، مور! څومره خوږ او ښايسته نوم !
زموږ کاله سره خوا کې يو منځنی ښوونځی و، زه يې په هغې کې شامل کړم وم، پلار مې د پوځ له تقاعد نه وروسته په يوه فابريکه کې کار  کاوه، هغه به درې څلور مياشتې وروسته کور ته راته، د کور د کارونو ټول مسئوليت د مور په غاړه و، د مور په غوښتنه مې مشر په يوه لېسه کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله، بيا سرمعلم شو، ورپسې د پوهنې مدير او په پای کې پر ازموينو د څارنې مشر وټاکل شو. زما مور په مالت کې د اخلاقو يوه بېلګه وه، غټ او واړه يې له اخلاقو اغېرمن ول، هغې زده کړې نه وې کړې، خو بيا به يې هم د کور ټول کارونه په منظم ډول ترسره کول، د پلار په کم معاش يې د خپلو اولادونو روزنه کوله، له لرې نه د راغلو مېلمنو او خپلوانو عزت به يې کاوه، همدا لامل و چې مېلمنو به د نورو خپلوانو پر ځای  د اوسېدو لپاره زموږ کورنۍ غوره ګڼله. سهار او ماښام به د مالت ښځې موږ کره تلې راتلې، د ځينو کورنيو ستونزو په اړه به يې له هغې سره سلا مشورې کولې، د مالت له کوچنيانو سره يې ډېره مينه کوله او د خپلو اولادونو غوندې پرې مهربانه وه، کله به چې موږ په کوم ماشوم ظلم وکړ، نو سملاسي به يې سزا راکوله، هغې به ويل د ماشومانو په روزنه کې د مور و پلار مينه ډېر اهميت لري، خو د ورانکارۍ پر وخت يې ډبول په کار دي. زما ښه په ياد دي چې يوه ورځ د مالت له هلکانو سره په مستۍ کې زه يو هلک پر ځمکه راګوزار کړم، زه په غصه شوم، هغه مې چې پر ځمکه وغورځاوه ، نو پزه يې وينې شوه، ما چې هغه وليد، نو وتښتېدم، لږه شېبه وروسته د هغه مور خپل زوی په داسې حال کې چې له پزې يې وينې بهېدې زما مور ته په ګيله راوست، ورته ويې ويل چې ستا زوی زما هلک دې حال ته رسولی دی، مور مې ترې بښنه وغوښته او له هغې سره يې ستونزه حل کړه، کله چې هغه ښځه لاړه، نو مور مې زه يو څو څپېړې ووهلم، ويل يې دادې سزا چې بيا له کوڅه ډبو هلکانو سره لوبې ونه کړې ! د الله نه راضي يم چې له همغې ورځې بيا تر ننه پورې مې د بې لارې خلکو ناسته نه ده کړې.
زما مور نالوستې وه، خو د قرانکريم له اورېدو سره يې ډېره مينه درلوده، د جمعې په ورځ به د لمانځه لپاره نورو مېرمنو سره جومات ته تله، ټولو مېرمنو ته به يې د اوداسه لپاره په جومات کې کوزې ډکولې، دا عادت و چې هره جمعه به يې په موږ سره يو ځای جومات جارو کاوه.
زما د ماسټرۍ پايله نه وه راوتلې، د مور طبعيت مې ورځ په ورځ خرابېده، داسې ورځ راغله ، چې ما يې هېڅکله فکر نه و کړی، دفبرورۍ د مياشتې لومړۍ نېټه وه، چې د مينې، همدردۍ او شفقت لاسونه د تل لپاره زموږ له سره لرې شول ! د ژوند په ټکنده غرمه کې د يوې مېوه لرونکې ونې سيوری زموږ له سره ولاړ، په هره ستونزه او هره شېبه کې د دعاګانو لپه تشه شوه. څو ورځې وروسته زما د ماسټرۍ دورې نتيجه راغله، نو د الله ج په فضل مې دومره نمرې اخيستې وې، چې تر اوسه زموږ په پوهنځي کې هېچا نه وې تر لاسه کړې، دا دومره ښه زيری و چې هر چا به مبارکي راکوله، مګر له دومره خوشاليو سره سره زما له زړه نه هغه مهربانه هستي نه وتله، هغه هستي چې زما د بريا لپاره يې دعاګانې کړې وې، افسوس چې هغه د يوه ښه خبر اورېدو لپاره اوس په دې نړۍ کې نه وه !
کاش چې زما مور څو ورځې نوره هم ژوندۍ وای او د خپلو دعاګانو تعبير يې په خپلو غوږونو اورېدلی وای !
کاش چې زما مور ژوندۍ وای او زه يې په ډېره مينه پر سر او تندي ښکل کړی وای !
 
بېرته شاته