لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
هغه زما لاسونه راکړه
لیکوال: جمال الدین صمیم   نېټه: 07.12.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 پلار یی ډیر غریب سړی وو خو بیا هم یی پر خپله غریبی صبر درلود

دری لورګانی او څلور زامن یی درلوده
سهار به په مزدوری په سی له کوره ووت ماښام به ستنی دی
د دو لاسو خواری باندی بوخت وو خدای باندی مهربانه سو په قریبانو کی یوه ورته وویل
موټر درته اخلم په هغه باندی مزدوری کوه سره شریکان یو
خو بیلا اخیره یی موټر ورته واخست
ماښام یی موټر کورته راوسی د کور په غولی کی یی ودراوی
ټول غړی ورته خوشحاله دی او ورته وایی چی موژ ته به شرنی راکوی
پلار یی د کور څخه د یوڅه راوړلو لپاره د باندی ولاړی له هغی خوا چی راغلی
موټر ولاړ دی د ده دریم واړه زوی پر موټر لکی (خط) لیکلی دی په دی نه دی پوه چی پلار می موټر په سه تکلیفونو پیداکړی دی
خو پلار یی مور ته راغلی چی پر موټر را وګرزیدی په موټر کی یی لکی ولیدی ډیر پریشانه سو
پښتنه یی د کورودانی څخه ورکړه هغی ورته وونه ویل
د ماشومانو څخه یی وپښتل هغو ورته وویل چی عبدالله په کی ولیکی
پلار یی عبدالله راوغوښتی او لښته یی راواخیسه عبدالله یی پر لاسونو یو څو لښتی ووهی
خیر هغه سعت تیر سو
عبدالله ټوله شپه د لاسونو د درد څخه مور ته شپه ووهل په ژړا ژړا سهار سو
مور یی پلار ته وویل چی عبدالله ټوله شپه د لاسونو په درد تیره کړه او پړسیدلی هم دی
پلار یی عبدالله د ځان سره په موټر کی بازار ته راوستی
عبدالله د درد څخه تر سترګو ملغلری اوښکی بهیدی
پلار یی ډاکټر ته وروستی ډاکټر خپل معینات ترسره کړل او د عبدالله پلار یی راوښت
او په رپیدلی ژغ یی د عبدالله پلار ته وویل چی ماشوم دی بوزه فلانی ډاکټر ته
پلار یی په فکرو کی ورک سو چی خدایه دا لاسه دی
خو تر هغه ډاکټره راغلی هغه ډاکټر یی ټول معلومات واخستل او خپل معلومات یی هم ترسره کړل
د عبدالله پلار یی بیا راوغښتی او روته یی وویل چی د مریض د دواړی لاسونو واړه رګونه
شکیدلی دی دا بله چاره نه لری دواړه لاسونه به یی پری کوی تر ډیر کوښښ ورسته د عبدالله پلار
په دی راضی سو چی دواړه نازک او واړه لاسونه ورخوڅ کړی
کله چی ډاکټر بوتلی عملیات خانی ته له هغی خوا یی بی لاسو راووست
عبدالله زوی یی د نشی په حالات کی وو خو کله چی یی نشته ولاړه په هوښ کی راغلی
لاسونو ته یی وکتل لاسونه یی نه ول نو یی پلار ته په مینه سترګی ورواړه وی
په رپیدلی او وړه ژبه یی ورته وویل چی پلاره زما لاسونه بیره راجوړ کړه زه بیا ستا پر موټر لیکی نه کاژم
او پلار یی وبلګیدی د چوکی څخه لاندی راورځیدی ډاکټرانو په بیړه ایمرجنسی خونی ته یوړی او له هغی
خوا یی مړ راوویستی د ډاکټرانو څخه وپښتل سوه چی دا څنګه ؟
ډاکټرانو په جواب کی ورته وویل چی د زړه دوره پری راغلل او مړ یی کړ
ریشتنی داستان
 
بېرته شاته