لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
اې عشقه نامراد
لیکوال: څېړندوی عبدالغفور لېوال   نېټه: 13.12.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 اند خمارګېر کړم او خدايزده زما په سرو سترګوکې يې څه ولوستل چې د سندروزولنې يې راتر غاړې کړې.

ښايي پوهيده ، چې زه په دې شپو ورځوکې دخپل تېر عمر په تر ټولوډراماتيکو شيبو کې ووند کوم او ښايي پوهيده ، چې مينې خپلې وريښمينې منګولې زما په مرۍ خښې کړي دي، ښايي پوهيده ، چې شپه او ورځ د يو چادسترګو په کتاب کې دابدي افسانو کرښې لولم او بلاخره ښايي پوهېده چې ټوله نړۍ راته دمات کنډولي په شان تشه او پو چه ښکاري………. خو يوازې (شعر) داتروحي راټيټ او ترالهامه لوړ ترنګ مې په رګ رګ کې غزونې کوي او ډېر ځله يې ديو چاتورو سترګوته ديوازينۍ ډالۍ په شان وړاندې کوم، دمينې هره شيبه يو شعر راياوي ، ياخپل يادخوشال يادحميد يادرحمان يادکاروان او يا هم داجمل اند.
په همدې ورځوشپو کې (شعر) خپلې ټولې نيمګړتياوې راڅخه پټوي او خپلې ټولې ښيګڼې په سترګوراننباسي او کيداى شي له همدې امله مې دکره کتنې وريښمينه تله په لاس نه راځي او اجمل اند په همداسې شيبو کې خپله درېيمه شعري مجموعه (هيندارې او چينې) زماتر مخې ايښې ده.
که اجمل ګټه وکړه ماهم تاوان نه دى کړى ځکه دشعرپه اړه ترټولومنطقي څيړنه دهغه عاطفي څېړنه ده او داسې څېړنه دمغزونه ، بلکې دزړه کاردى او زړه هم هغه زړه چې دمينې دپيريانو قصيده يې پخه کړې وي.
نوې ارواپوهنه دانسان دلاشعور (ناخوداګاه) په سمڅوکې په لټون ، لټون ستړې شوه خو لږڅه يې په لاس ورغلل او دټولې شلمې پيړۍ په اوږدو کې يې ايله همدومره معلوم کړل چې دانسان تر ښکاره عقل ( شعور ) ورهاخوادغريزي اړيکو ، ارثي ليږدونو ، عواطفو ، پټوتمايلاتو اويو شمير احساساتو يوه پټه مجموعه داسې پرته ده لکه تر خاورولاندې دزروخزانه .
داخبره چې مطرح شوه نړېوال ادبيات او ادبي څيړونکې ورپورې ونښتل او دايې ورپسې پيوند کړه چې تر ټولو عاطفي انعکاس هماغه دى چې دناخوداګاه ساحې ته ورنږدې وي . همدلته و ، چې شعراو موسيقي په لومړي سرکې ودرېدل او دنګه هنريت سينه يې وډبوله .
دهمدې نوې تيورۍ له مخې )اسماني ګويته)‎‎‎ته حق ورکړ شو چې  هلن تر زرګونو کلونو وروسته بوځل بیا ووندۍ کړی او د (فاوست ) تر پالنګه يې راورسوي،  اوپرايي ناظمانو ته حق ورکړل شو چې ځمکې ته دادم (ع) دراکوزېدوکيسه څوډوله تمثيل کړي او ( ميو ) چې سپينهاو فليا لاهم دسنيد په څپو کې سرګردانه لېده چايې دشعرپه اورېدو تعجب ونه کړ بلکې دهغه له دې شعر څخه يې خوند واخيست چې :
پرتورو او ارامو څپو باندې چې دستورو دوېديدوځاىدى
سپينه او فلينادزېږه سو سن په شان تاويږي راتاويږي او ځي .

عشق هغه ځواک دى چې دانسان وېده ناخوداګاه راويښوي دهغې تورې سمڅې دزلزلې په شان لړزوي او هلته پټ شوي عواطف او احساسات بهر ته راباسی ، که همدا عواطف او احساسات  په خو ږه وبه او اهنګينو کلماتو تصويراوتمثيل شي شهکاره شاعري ده ، خو که پټ پاتې شول انسان يا ملنګ يا ليونى شي ځکه ټول اتش فشان يې په ځان کې خښ کړى وي.
عشق دخداى (ج) دپېوندلو برهان دى او شعردهمدې برهان غږ شعر له زړه پاڅېږي او پر زړه کيني او زړه دعشق کوردى څکه خو عشق او شعرديوې زرينې سکې دوه مخونه دي ، او که څوک يې نه مني داند دا عزل دې ولولي:
په مستو ټپو لمانځم د صنم غوندې جانان
اوس هم په زړه کې پالم د حرم غوندې جانان
د زړه پر پاڼه وړم د مقدسې ښکلا توري
ما څښلی په اوبو کې د زمزم غوندې جانان
ليمو کې مې خومار نرۍ نرۍ سرخي پيدا کړي
راياد شي مازيګر کې د چيلم غوندې جانان
خير هرڅو که بې وسه خوارو زاره زندګي ده
په ووند دې زما پريوځي د ستم غوندې جانان
خاونده! وريځې چيرې دي؟لمر يمه اخيستې
د زړه له ګل مې تښتوي شبنم غوندې جانان

ترپايه
داجمل اند غزلې صميمي دي ځکه دهغه له ناخوداګاهي (لاشعوري)زېرموڅخه يې سرچېنه اخيستې او څرنګه چې موږورسره په قومي ناخواګاه کې شريک يو ورمو تردم ، منترلاندې راولي په تېره بيا که دعشق په شان درد مو وېده ناخوااګاه راوېښه کړي هم وي.
اند له تفنن اوتکلف څخه لرې ګرځي او په غزل کې د ښکليو وبنيو او تصويري ترکيبونو دکارولو هڅه کوي، که دپخوا په شان مې داليکنه دکره کتنې په نيت کولاى نو خامخا به مې ويلي وو چې اجمل اند په خپلې دې مجموعى کې لږاو ډېرددرويش دراني دتغزلي وبې تراغيزلاندې راغلى دى .
وګورئ:
مونږ لټولي ډير سرونه يو سړی لپاره
لکه چې شګې چاڼوي څوک له غمي لپاره
پر دغه ځمکه که مونږ سره ګلونه هم وکرو
پکي ټوکيږ موږ ته کاڼي د تندي لپاره
هغه تيره توره تر ملا کړه ويل ستوري ګټم
موږ هم لاسونه پسې جګ کړه د بري لپاره
بدبينه خلک دي ، په ګل باندې يې چيرې مني
د ګل وجود نه مني بس د يو اغزي لپاره
ترپايه
خو زه داسې نه کوم او يوازې دمينې له مخې دومره ورته وايم چې خپله پخوانۍ ساده او صميمي لاره هېره نه کړي.
او داهغه خوند او رنګ دى چې ده د ( تنده ) په نامه په ښکلي چارپاره يي شعرکې خوندي کړى دى.
داجمل اند درېيمه مجموعه دازيرى له ځانه سره لري چې دچارپاره فورم په شاعرانو کې يو بل بريالى زلمى هم ورزيات شو او په دې ډګر کې په دومره خوند او چستۍ راوڅرخېده چې دډېروله وبې يې تړک پورته کړ:
باد شينکۍ پاڼې له شنو څيړيو وړي
سږ د واورو او ګورګورو مزه نه شته
اوس يې ناڅي په غاړه چينارونه
د شينکي رود د سندرو مزه نه شته
تريخ خومار لکه سکوت پرکلي خپور دی
سږ په کلي کې د بنګو قيمتي ده
غنم وسول ډيرو ګډه ځنې وکړه
چم کې خود د غنم رنګو قيمتي ده

ترپايه
چارپاره فورم دموسيقۍ او ترنم له پلو ه دغزل خوند لري او دبيان او کلام دبشپړې ارايې له نظره دازادشعر په څېر پراخه لمن ، ځکه خو دشعري کيفيت له اړخه عجيب په زړه پورې فورم دى ، که دشاعردنظرشاعرانه منځ پانګې اوږدول غوښتل او په يوه بيت کې نه رالنډيده نو کولاى شي په څو چاپارو کې يې راولي او که وينا لنډه ګڼه ښه راتله نو کيداى شي په يوه چارپاره کې څو موضوعي ټوټې ځاى کړل شي ، له همدې امله دقافيه والو شعرونو پلويان چې په ازاد شعر کې يې لاس سم نه چليږي که غواړي نيمه تمثيلي شعرونه وليکي کولاى شي له دې فورم څه کارواخلي .
اجمل اند په خپلې دغې مجموعې کې څو بريالۍ بيلګې او ترازادو شعرونو يې په مراتبو ښکلې نمونې دي.
لکه څرنګه چې ما مخکې هم ويلي و اجمل دخپل ووند دچاپيريال او دوديال محيط پياوړې ترجمان دى ، ”هيندارې او چينې يو ځل بيازموږلاس نيسي او خومار خومار مو دسپين غره ترلمنو ورولي ګوندې هلته دکوم زاړه زيارت دملنګ له قلنګه يو څه بنګ ترلاسه شي ياخو دکومې سندرمارې غرنۍ پېغلې ټپې مو دخپلې مينې ترخوبولو سترګوبېرته راولي نو چې داسې ده.
ياهو
غفورلېوال
کابل ، خيرخانه مينه
د۲۰۰۳ عيسوي کال لومړۍ شپه
 
بېرته شاته