لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د روضې چهارشنبه
لیکوال: ذبيح الله احساس   نېټه: 13.12.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 نن يې بيا زوى ته وينې اړخ په اړخ اوښتې. دشپې ناوخته راتګ يې د زوى خوى ګرځېدلى و.

_((خدايه له دې زوى سره څه چل وكړم. په خبره مې خام پياز  هم نه خوري ))
 له همدې خبرې سره كوټې ته ننوته او  له ننوتو سره سم يې مېړه  ته پام شو  چې نيمايي بوتل ورته پر مېز ايښى او ګيلاس يې خولې ته كړى. په غوسه يې وويل: ((وخدايه  له دې كو ره وتښتم او كه څه وكړم؟))
مېړه يې له ګيلاسه يو څوغړپه وكړل، بېرته يې پر مېز كېښود او په بنده بنده ژبه يې وويل: (( و و ولې د و و وږمې  مم  مم  مورې؟))
_ ((اي خداى مې دې درنه خلاصه كړې، دا ((و و و)) دې له سره پاتې شه!)) 
_ ((بيا سه سه سنګه په په په قار يې؟))
_ ((خداى به بيا درباندې طالبان  رانه ولي چې سم سړى درنه جوړ كړي.))
مېړه يې له ګيلاس نه يو بل غړپ وكړ او په غوسه يې وزياته كړه: ((اى  اى! ښه ښه  ښځې طا طا طا لبان به به به نه يا يادوې.))
_ (( هو ولې به يې يادوم هغوى خو دې  دې ميرات مړو شرابو ته نه پرېږدي،ولې به درته طالبان يادوم!!))
_ ((غه غه غلې شه د د درته وايم!))
_ (( هو ته يې څه كوې ته خو د شرابو په نېشه كې ډوب يې، ستا يې په دې خبرو څه.))
_ ((و و ولې نو نو نو سه خه خه خبره ده؟))
_ ((څه خبره ده. دادى څه كم لس بجې دي، جعفر تر اوسه نه دى راغلى.))
_ ((سه سه سه يې كوې ځوځو ځوان دى ګه ګه ګرځي به .))
_ ((ځه ! ته يې وايه زه درنه لاړم ))
له همدې سره له كوټې ووته چې وږمه له خوبه جګه كړي چې جعفر ته زنګ ووهي چې بيا چېرته ورك شوى دى خو لا بلې كوټې ته نه وه رسېدلې چې د موټر سايكل د هارن اواز يې واورېده او د دراوزې په لور روانه شو ه،  له ورسېدو سره سم يې غږ وكړ : ((جعفره ته يې؟!))
اواز يې واورېد: ((هو زه يم ))
موريې په غوسه وويل: ((مرګې زه يم.)) اوله همدې سره يې دروازه خلاصه كړه .
جعفر راننوت او ترې وې پوښتل: (( دا تا هلك څه شروع كړي دي؟))
جعفر موټر سايكل خپل ځاى كې ودراوه او ورو يې وويل: ((مورې نن ملګرو مېله كړې وه هلته لږ ناوخته ...))
_((خداى مې  دې له تاسو نه خلاصه كړي، ستامېلې نه خلاصېږي او دپلار دې شراب.))
_((خير دې مورې بيا به ...))
_ (( بس بس دا دروغو وعدې مه كوه، په خداى مو سپارلي ياست، زه مو څه كوم خو اخر  به  تاسو زوى او پلار ما ليونۍ كړئ !))
له همدې سره يې مور خپلې كوټې ته روانه شوه او هغه د خپلې كوټې په لور وخوځېد.
جعفر چې كوټې ته ورسېد ګوري چې وږمه ويده ده، بالښت يې راوخيست او يو څوګوزارونه يې پرې وكړل. وږمه له خوبه راويښه شوه اوپه ژړغونې غږ يې وويل: ((پرې مې ږده چې سبا چهارشنبه ده، روضې ته ځم بيا به ټوله ورځ خوب راځي.))
جعفر په تېزه وويل:((ته جګه شه چې د مېلې كيسه درته وكړم.))
_ (( ځه خير دى سبا به يې وكړې.))
وږمې بېرته سترګې پټې كړې او جعفر يې خپله بيستره واخسته چې دباندې ته څملي .
سهر لمر ختلى و، جعفر لا هماغسې ويده و . وږمې روضې ته د تګ تيارى نيوه، پلار يې دد فترد تګ لپاره دريشي اغوستې وه او مېرمن ته يې غږ وكړ: (( دوږمې مورې! ته راشه دا نېكټايي راته وتړه.))
د وږمې مور راغله د نېكتايي په تړلو يې پيل وكړ او  وې ويل : ((ګوره سړيه ! دا شراب مراب دې نور پرېږده . ځوان ځوى دې كور كې دى، خداى مكړه چې هغه هم ستا په ...))
مېړه يې په وارخطايي خبره غوڅه كړه، وېي ويل: ((ته پرېږده داخبرې، اوس به يې هغوئ واوري بده خبره ده.))
ښځې يې په داسې حال كې چې نېكټايي يې ورته تړلې وه وويل: ((څه څه! اولادونه درباندې خبر نشي! اولادونه دې درباندې وخته پوه  شوي دي.)) خوله يې بوڅه كړه او همداسې روانه شوه .
جعفر له خوبه راپاڅېدلى و او وږمې يو او  بل لور ته ګامونه اخستل چې مور يې ترې وپوښتل : ((داتا جلۍ څه ستن خوړلې ده، ورشه ها كوټه جارو كړه.))
وږمې په نرمه لهجه وويل: ((مورې نن خو مې پرېږده  چهارشنبه ده كنه، مامې ملګرو سره وعده كړې،  هغوى به راپسې  همد اوس راشې. موريې په غوسه وويل: ((ته شرمېږې نه! كوزده شوې، خو خپل جلۍ توب دې پرې نښود.))
_((مورې دې كې څه خبره ده زما ټولې ملګرې د روضې مېلې ته ځي، هرڅوك ځي.))
_((خلك به هر څه كوي، ته يې هم كوې، تللى نه شې خسرګنۍ به دې څه وايي او  بل مېړه دې څه اخوا دېخوا سړى نه دى . كه خبر شي ښه خبره نده.))
دوى لا په همدې ناندريو   لګيا وو چې د وږمې ملګرې راغلې او وږمې ته يې د روضې د تللو وويل،  خو د وږمې مور  ړومبۍ شوه، په نرمه يې وويل: (( تاسولاړې شئ، نن كوركې يوڅه كارونه دي وږمه به له ماسره مرسته وكړي.)) 
د وږمې له ملګرو څخه يوې كړه: ((مورې! چې كله له روضې نه راغلو، موږ ټول به درسره په ګډه مرسته وكړو . خير دى وږمه پرېږده.))
دوږمې مور زياته كړه: ((نه لورې!يوازې د كار خبره نده.))
دوږمې بلې ملګرې ورغږ كړ:((نو څه خبره ده، هلته خوټول خلك ځي كنه.))
د وږمې مور وويل: (( ګورئ !وږمه اوس ستاسو په  شان نه ده. هغه اوس كوزده شوې، له كوره يې بې ځايه وتل ښه نه دي .))
د وږمې ملګرې وويل: ((اوهو!! مورې، دا ښار دى، دلته څوك دې خبرو پسې نه ګرځي. ))
بلې ملګرې يې ورزياته كړه: ((او بل څه بې سواده سړي سره خو يې كوزده نه ده شوې چې بده به يې وګڼي، ډاكټر دى ډاكټر په دې هر څه پوهېږي.))
دوږمې له نن څخه مياشت مخكې دخپلې سيمې له ځوان ډاكټر خالد سره چې د ښار په دولتي روغتون كې يې دنده تر سره كوله كوزده شوې وه .
مور يې چې هر څه وكړل خو وې نه شو كړاى تر څو دوږمې اوملګرودليلونو ته  ځواب ووايي . دوږمې مور مجبوره شوه او په دې شرط چې ډېر به نه ناوخته كوي، اجازه وركړه .
وږمه اوملګرې يې  په خوښۍ له كوره ووتې او د روضې په لور رهي شوې . 
وږمې تراوسه پورې دغه مېله نه وه قضا كړې. هره چهارشنبه به يې له خپلو خورلڼو سره دروضې مېلې ته تلله .مېلې ته به درنګ رنګ كورنيو ښځې راتللې .څوك به په يوه فېشن كې ګرځېدلې او څوك به په بل . چا به د روضې له سپينو كوترو سره لوبې كولې او چا به دروضې د شنو ونو لاندې خپل بنډارونه كول، خو د وږمې اوخورلڼو ډله يې له دې ټولو بېله وه، دوى به ډېرى وخت د روضې په بېلابېلو خواوو كې په مستۍ او شوخۍ ګرځېدلې او د ورځني فېشن برابرې جامې به يې پر تن وې .
دوى به غوښتل چې په روضه كې هغه كار چې په كورونو كې يې نشي تر سره كولى، دلته پرې زړه يخ كړي .ددوئ په ډله كې داسې نجونې هم وې چې له ځان سره به يې د څكولو لپار ه سګرټ هم راوړل او دروضې په پنا لوري كې به يې په پټه اومستۍ څكل .
نن چې هم يو لور ته ورسېدلې نو يوې غږ كړ: (( نور مخكې نه، دود بايد كش كړو .))
بلې ورزياته كړه: ((زما د زړه خبره دې وكړه همدا ښه ځاى دى.))
يو ځل يې همداسې سيګرټ سره څكل چې يوې غږ وكړ: ((والله چې يو نوى كار مو كړى واى.))
بلې وويل: (( لكه څنګه نوى كار!))
ړومبۍ بيا وويل: ((زه هم نه پوهېږم، خو چې يو نوى كار وي.))
په همدې كې وږمې وويل: (( بل ځل به زه  پر تاسو يو نوى كار كوم او ښه خوند به وكړي.))
ټولو په شور او مستۍ غږكړ: ((واه واه!))
يوې پوښتنه وكړه: ((  خو كه وې وايې چې څه كار به وي.))
وږمې ځواب وركړ: ((بلې چهارشنبې ته به مالومه شي.))
بلې خورلڼې يې په زغرده وپوښتل: (( نه نه رامالوموې به يې!))
وږمې بيا خپله وكړه:((بله چهارشنبه.))
جعفر نن شپه بيا ناوخته كړې وه. مور يې هماغسې د كور  يو لوري او بل لوري ته ګامونه اخستل، ځمكې  ځاى نه وركوه . سترګې يې د كلا دروازې ته پاتې وې. نه پوهېده چې څه وكړي چې په همدې كې يي د موټر سايكل اواز تر غوږ شو. د دروازې په لور روانه شوه، چې تر دروازې پورې تلله د موټر سايكل د هارن اوازونه و شول.
د دراوزې له خلاصولو سره حيرانه شوه.دجعفر حالت نن بل ډول و سترګې يې يو څه سرې وې او تر  يو ځايه  بې حاله غوندې برېـښېد . جعفر په همدې يو څه بې حالۍ كې موټر سايكل را دننه كړ، وېدروه او ترې روان شو . د مور يې پرې شك شو، دخپل مېړه د شرابو د څكلو لومړي حالتونه يې ذهن كې تېر شول چې د جعفر له حالت سره يې دومره توپير نه درولود . مور يې جعفر ته هېڅ ونه وويل هر څه يې په چوپه خوله وزغمل، جعفر يې پرېښود چې خپلې كوټې ته لاړ شي او دا يې د مېړه د كوټې په لور وخوځېده. دمېړه كوټې ته له رسېدو سره سم يې خبرې تر غوږ شوې .
 _(( ښه نو نور سړى څنګه كوي؟))
وږمې يې له پلار څخه وپوښتنل  پلاريې په داسې حال كې چې له بوتل نه يې درېيم ګيلاس ډكوه په بنده  بنده ژبه  وويل : (( سه سه سړى به به بلې دنيا ته بو بو بوځي پوښښ تنه يې يې يې مم مم مكوه.))
په همدې كې د وږمې مور كوټې ته ورننوته او  بړچ يې  وهل: ((دغه ده اوس يې واخله! ابله ورځ يې  ويل چې ورو غږيږه اولادونه مې خبر نه شي اونن يې ورته بې خاره په مخ كې څكي.))
وږمې وويل: ((مورې زه خو يې لور يمه، دې كې څه خبره ده.))
موريې په تېزه زياته كړه:(( بد دې كول! زه خو يې لور يمه ... وركېږه له دې ځايه!))
وږمې بيا د نيوكې په توګه وويل: (( اوهو مورې ټوله دنيا شراب څكي،تا خو ترې كيسه جوړه كړه.))
موريې په تېزه ځواب وركړ: ((دغه ده! ورشه ته هم ورسره كېنه، شرمېږې هم نه بلا دې په دې مردار مخ شه.))
وږمې نور هم څه وېل غوښتل خوموريې لا پسې غوسه شوه او زياته يې كړه: ((درته وايم وركېږه، چې نوره دې دلته ونه ګورم .))
وږمه له كوټې ووته او پر لاره لاره يې له ځان سره ويل : ((زه يې څه كوم ماخپل كار وكړ ځان ته مې بوتل په پټ ځاى كې كېښود دروضې راتلونكې چهارشنبه مې له خيره ښه مسته شوه، بلې دنيا ته به پكې لاړ شوو.))
دوږمې مور ډېره وارخطا برېښېده، په جعفر يې  هم ګمان شوى و  چې شراب به يې څكلي وي،  له بلې خوا به د وږمې رويې هم زوروله او مېړه خو يې لا پرېږده. 
جعفر به په اوونۍ كې ضرور دوه درې شپې كورته ناوخته راتلو، په بېلا بېلو ځايونو كې به يې له خپلو انډيوالانو سره بنډارونه او مېلې كولې چې شراب به پكې تر كافي اندازې ترلاسه كېدل . هغه به د شرابو له څكلو څخه وروسته ډېرى وخت هڅه كوله چې كورته ناوخته لاړ شي چې څوك يې له څكلو خبر نه شي، خو ځينې وخت به يې ملګرو مېله داسې وخت كې پاى ته ورسوله چې دى به د نشې په حالت كې كورته په تګ مجبور شو.
سبا چهارشنبه وه. شپې وږمې د پلار له شرابو نه يو بوتل پټ كړي شراب تر خپل لاس بكس پورې رسولي وو . په دې انتظار وه چې كله به سبا كېږي چې په روضه كې له خپلو خورلڼو سره دشرابو مېله وكړي.
نن چې كله وږمه او خورلڼې يې دروضې د ښځو مېلې ته راغلې نو وږمې يې د خپل تصميم د سرته رسولو لپاره يوازې له پوليسو ډار كوه همدا و چې د خورلڼو په بار بار پوښتنو چې ويل به يې: ((وږمې! ژر كوه پروګرام دې وايه.))
وږمې په داسې حال كې چې اخوا دېخوا يې كتل وويل: (( لومړى يوګوښه ځاى پيدا كړئ!))
بلې خورلڼې يې پرې غږ وكړ: (( اوهو ته لا څومره نخرې كوې موږ دې سترګۍ سترګۍ كړو زركوه!  هر ځاى ګوښه ګوښه دى، د روضې چهارشنبه ده، نن خو هسې هم ټولې ښځې وي له چا شرمېږې!))
وږمې په غصه وويل: (( ته غلې كېنه! دا پوليس نه ګورې؟))
يوې بلې ملګرې يې په زوره وويل: ((بس بس غلې شئ ځاى مې پيداكړ .))
ټولو په يو اواز غږ  وكړ  چې كومه دى ، هغې په لاس دروضې جنوب لور ته  د يوې غټې ونې لاندې چې يو لور ته يې د روضې د كلا دېوال و، اشاره وكړه. د نورو  هم ورسره خوښه راغله او هملته روانې شوې. كله چې خپل ټاكلي ځاى ته ورسېدلې نو ټولو بيا وږمې ته سترګې واړولې خو لا يې خولې خلاصې كړې نه وې چې  وږمې له خپل لاسي بكس څخه دشرابو  بوتل راوكښه. نورې جونې حيرانې شوې، خو وږمې په ورو  وويل : ((راځئ !  څوك نه پوهېږي، دا نه ګورئ د پيپسي بوتل مې هم ورسره راوړى، په دې كې به يې اچوو او څكښو به يې.))
خو د نورو نجونو د شرابو څكلو ته زړه نه و، يوې و ويل: (( وږمې دا دې ښه كار نه دى كړى. ))
 بلې كړه: (( ګوره! دا ډېره بده خبره ده، تاته چا ويل چې ته شراب راوړه؟))
بلې ورغبرګه كړه: ((زه خو درنه لاړم، تاسو پوهېږئ او شراب مو.))
وږمې يو دم په غوسه وويل: ((ځئ! ټولې لاړې شئ! كه په چا كې غيرت وي دا ګز اوداميدان او كنه نو مزاحمت دې نه كوي .))
په همدې وخت كې يوې غږ وكړ:(( زه درسره ملګرې يم راكوه يې!))
وږمې او همدې ملګرې يې د شرابو په څكلو پيل وكړ اونورې ملګرې يې يو په بل پسې راونېدلې.
په دواړو شرابو ښه اغېز كړى و او لايې څكښل او طبعيت يې خرابېده. كله كله به يې يوه نيم لوړ اواز ووېست  چې ديو څه ښځو پام به يې هم دځان په لور كړ.
دواړو همداسې شراب څكښل، تر دې چې يو څه ښځې پرې شكمنې شوې. ورو ورويې څنګ ته راتللې خو تر هغې يې چې چار چاپېره لاپسې ښځې اوماشومان زياتېدل، دواړه ملګرې بې حاله پر ځمكه پرتې وې. په دې كې خبره دروضې پوليسو ته ورسېده پوليس راغلل او دواړه يې دولتي روغتو ن ته راونې كړلې.
روغتون ته درسېدو سره سم يې دعاجل خونې ته ورننوېستې او نرسان ترې راتاوو شول. 
يوې نرسې په زوره غږ وكړ: (( هلئ! ډاكټر صيب خالد ته غږ كړئ.))
لږه شېبه وروسته ډاكټر خالدراوسېد، د يوې پېغلې په كتنه يې پيل وكړ. له كتنې وروسته يې درمل ورته وليكل چې نرسې  وپوښتل : (( مريضي يې څه شى ده؟))
ډاكټر خالد په داسې حال كې چې سر يې خوځوه، وويل : ((عجيبه خلك دي، له خپلو اولادونو نه دي خبر چې څه كوي .))
ورپسې يې په غوسه زياته كړه: (( دا چا راوستي، هغو واريثانو ته يې  غږ كړئ!))
بلې نرسې وويل : (( صيب دا خو پوليسو راوستي دي،  هغوى وايي چې په روضه كې بې حاله پرتې وې اوشا او خوا ترې راټولو ښځو او ماشومانو ويل چې شراب يې څكلښي دي.))
ډاكټر په غوسه وويل: (( شراب يې خود څكلښي دي.))
په همدې كې بلې نرسې غږ وكړ: (( ډاكټر صيب كه دا بله هم وګورئ!))
_: (( ښه دادى درغلم )) په ويلو سره  روان شو ، كله چې يې دويمه پېغله وليدله،  هك پك پاتې شو ځمكې ځاى نه وركوه ، نه پوهېد چې څه وكړي.
چې كله يې وږمه په چپركټ كې په بد حال پرته وليدله او په روضه كې يې دشرابو دڅكلښو حالت   را په زړه كړ، نو لار ترې وركه شوه.
ډاكټر خالد وږمه د يوڅوو ساعتونو لپاره په روغتون كې پرېښوده،  چې كله يې حالت  په ښه كېدو شو نو د كور په لور يې روانه كړه .
پر لاره يې وږمې ته هېڅ  ونه ويل خوكله يې چې كور ته ورسوله بيا يې هم پرته له دې چې څه ووايي د ټولو په مخكې د وږمې له ګوتې دكوزدې ګوتمۍ راوښكله په خپله ګوته   يې كړه ا و د هغوئ له خوا يې دكوزدې په دود وركړل شوې ګوتمۍ  د وږمې مورته وروسپارله.
 
بېرته شاته