لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
پتنګ
لیکوال: هانس کرستین اندرسن   نېټه: 13.12.2015   خپرونکئ:   سمسور  
لیکوال : هانس کرستین اندرسن
پښتوکوونکی : یوسف هېواددوست
دغه کیسه د ( هانس کرستین څوک و؟)د  کتاب له متن څخه رانقل شوي چې پښتو ته راژباړل شوی  

پتنګ د یوې مینې په لټه کې و، او طبیعی ده چې یو کوچني ګل پسې ګرځېده ، ځکه نو باید پر ټولو ګلانو ګرځېدلای وای.هر ګل لکه  د نه کوژده شوې ځوانې نجلۍ په شان د څانګو پر سر غلی او دروند ناست و .ګلان ډېر ول  چې دی یې وټاکي ، خو پتنګ نه غوښتل ټاکنه یې له ځانه سره  سرخوږی ولري ،له همدې امله خو د مارګریت ګل پر خوا وروالوت ، هغه ګل چې کولای شي د راتلونکې وړاندوینه وکړي .ځوان مینان د هغه په وسیله ،فال ګوري او هغه د خپلو ګلپاڼو په دانه دانه کېدو هغوي ته ځواب ورکوي .
(( پرې ګران یم
پرې نه یم ګران 
پرې ګران یم
پرې نه یم ګران  ...))
او تاسو هم کولای شئ دا خبره په هره بله ژبه څرګنده کړئ .پتنګ هم راغلی و چې د خپل بخت او اقبال څرک ولګوي،خو هغه د ګل پاڼې و نه رژولې ، او پر ځای یې له هرې پاڼې مچکې واخیستې ، ځکه هغه ډاډ درلود چې په مینې سره کولای شي ډېر زړونه لاسته راوړي .ګل ته یې وویل : (( ښایسته مارګریتې ! ته د ټولو ګلانو په مینځ کې تر ټولو غوره مېرمنه یې ، ته کولای شې زما فال وګورې !ما ته ووایه چې له کوم ګل سره واده وکړم ؟ دغه ؟ او که هاغه بل  ؟ووایه  له کوم یوه سره واده وکړم ؟که پوه شم ،کولای شم مخامخ د هغې پر لورې ور والوزم او ملګرتیایې ورڅخه وغواړم . )).
خو ګل هېڅکله هم ځواب ور نکړ .پتنګ  د (( ګلانو  مېرمنې )) د  نوم په یادولو سره هغه له ځانه خپه کړې وه ، ځکه هغه لا پېغله وه او واده یې نه و کړی . پتنګ خپله پوښتنه  بیا وکړه ، خو له هغه ځایه چې هېڅ ځواب یې ترلاسه نکړ ، نور نو د پوښتنې کولو لپاره یې ځانته زحمت ور نکړ . وزرونه یې پرانیستل او والوت چې له هر ګل څخه ریباري وکړي .
پسرلی پیل شوی و ، ژیړو او زعفراني ګلانو غوټۍ کړې وې .پتنګ له ځانه سره وویل: ((  ګلان ډېر ښایسته  او په زړه پورې دي ، خو ستړي کوونکي دي .)).او هغه هم لکه ځوان سړی ، د منځنیو کلونو په نجونو پسې و .پتنګ د سرو غاټولو پر خوا وروالوت ، خو هغوي یې ډېر ، تریو مخه ولیدل  ،ارغوان  هم  له احساساتو ډک ول او ګلاب هم له ښکلا او ځلا څه کمی نه درلود ،او نرګس ګلان ډېر ډېر د درنښت وړ ول .د پنیرګ ګل ، غوټۍ ډېرې وړې وې او لویه کورنۍ یې درلوده .د مڼو غوټۍ که څه هم سور ګل ته ورته وې ، خو نن سپړیږي او سبا رژيږي ، کټ مټ لکه د باد چلېدل .پتنګ له ځان سره فکر وکړ چې  واده به ، لنډ وي .نخودي ګل دومره ښایسته و چې پتنګ یې د ځان لیوال کړ .ګلابي او سپین رنګه ګلان سپېڅلي او نازکه ، لکه د کور د هغو نجونو په شان  ښایسته و چې هم ښکلي او هم  د پخلنځي په چارو پوهیږي .پتنګ غوښتل چې  له هغې څخه ریباري وکړي ... خو کله چې یې د هغه خوا ته د نخودو پوټکي  او مړاوې ګلان د ځېلیو پر سر ولیدل ، له وېرې سره یې وپوښتل : ((  هغه بله نو څوک ده ؟ )) .ښکلي نخود ځواب ورکړ : (( هغه هم زما خور ده .)) .پتنګ وویل : (( ښه ، نو ته به هم  وروسته ، همدا شان شې )) .پتنګ دومره ووېرېده چې وزرونه یې ووهل او لاړ والوت . عشقه پیچان ګلان له لوړ دېوال څخه راځړېدلي و .هرې خوا ته   له الوتو څېرو او ژېړ رنګه  مخونو سره  ډېرې  نجونې لیدل  کېدې .دغه نجونې له هغې  ډلې نجونو څخه نه وې چې د هغه پام ځانته راواړوي  .ښه نو ، اوس نو د هغه څوک خوښېدل ؟ .
پسرلی پای ته ورسېد ، اوړی تېر شو ، منی راورسېد ، خو پتنګ لا هم ملګرې نه درلوده .ګلانو خپلې تر ټولو ښایسته جامې په تن کړې وې ، خو څه ګټه چې د ځوانۍ تازګي او عطر نه وي ؟ لکه زړه چې زوړ شي ،  ډېر عطر  او ښکلا په کار ده چې هغه بیا وهڅوي ،خو کوکب او ختمی ګلانو دا  یو هم نه درلود  .پتنګ د هغو نعنایي بوټو پر سر کېناست چې خورې ـ ورې پاڼې یې درلودې .له ځان سره یې وویل : (( دا بوټي ګلان نه لري ، خو ټول ګلان دي. له سر څخه ترپایه خوشبویه دي .هره پاڼه یې د ګل خوږ بوی لري . زه له هغې سره واده کوم.))او په پای کې د هغې ریبار شو .نعنا ، ټینګ او چوپ ولاړ و، او وروسته یې وویل : (( سمه ده ، دوستي ، خو نه ډېره زیاته اړیکه !زه هم زړه یم او ته هم زوړ .موږ کولای شو ، یو بل ته ژوند وکړو ،خو ، واده نه .مه پرېږده چې په دې عمر خوړلي وخت کې خپل ځان وغولوو .)).او په دې توګه پتنګ واده و نه کړ او یوازې پاتې شو .هغه اوږده موده لټه کړې وه . بنی ادم باید داسې کار و نه کړي ، خو پتنګ هماغه شان چې خلک یې وایي په یو مغروره او بې ښځې پتنګ بدل شو . 
د مني په پای کې ، هوا باراني او نری نری باران و .باد هلته لرې د زړو چنارونو تر شا چلېده او هغوي یې غږېدا ته، اړ کړي و.هوا په هېڅ ډول د الوتنې نه وه ،په تېره بیا چې د اوړي کالي دې پر تن وي .خو پتنګ د باندې الوتنه نه کوله .ناڅاپه هغې کوټې ته ورننوت چې هلته په دېوالي بخارۍ کې اور بلېده او د کوټې هوا ، لکه د اوړي ګرمه وه .دا هغه ځای و چې کولای یې شول ځان ژوندی وساتي .پتنګ وویل : (( خو یوازې ، ژوندي پاتې کېدل مهمه نه دي ، باید له ځانه سره د لمر وړانګې ، خپلواکي او کوچني ګلان ولرو .)) او د کړکۍ ترڅنګ ایښي جام ته وروالوت .لیدل کېدل چې هلته یې هرکلی وشو او هلته یې د ملا پر تیر   سنجاق  و نښلېده چې د(( وچ شویو پتنګانو په ډله )) کې یو ځای خپل کړي ...آدمیانو نشو کولای هغه ته زیات څه وکړي ! پتنګ وویل : (( اوس کولای شم لکه د ګلانو په شان پر څانګه کېنم ،لکه واده په زړه پورې نه ده  ، چې...  تاسو په کې ...بند شئ .)) ، او له دغه اند سره  یې ځانته ډاډینه ورکړه . د ګلدانۍ د وښو ګلانو چې د کړکۍ  د خولې مخه یې ډکه کړې وه ، ویې ویل : (( زیاته په زړه پورې نه ده .)) پتنګ له ځان سره فکر وکړ چې  (( خو د ګلدانۍ د وښو پر ګلانو باور نشي کېدای ، د دې لپاره چې هغوي له آدمیانو سره ډېر ورګډ شوي ! ))
 
بېرته شاته