لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
زۀ او هغه
لیکوال: ممتاز اورکزی   نېټه: 16.12.2015   خپرونکئ:   سمسور  

وس که زه تاسو ته دا قصه کوم چي زه او هغه د کله نه ملګري يوو نو کيدے شي خبره داسي مقام ته اورسي چرته نه به چې زه بيا هغه خبرې ته بيرته نه شم راتلے چي زه يې نن تاسو سره شريکول غواړم.

خبره دا ده .هغه ڼه په خپلې سټريا دے او نه زما په ستړيا څه کار لري. ښه به ستړے وي خو په خپله به هم روان شي او ما به هم زړه نا زړه د ځان سره روان کړي.
د پرون خبره ده .روان يې کړم .په ښار کښي يې ګرځولم .بازارونه وو . سوداګانې وي . شور ماشور وو . تګ راتګ وو . ګاډي وو . لوګي وو . خو دا هر څه داسې هيبت نيولي وو .چي د هر څه نه د خوف يو سيورے داسې راوتے وو لکه په نمر کښي چې زمونږ او ستاسو د وجودونو نه سيوري اوځي.
دا د ښار داسي علاقه ده چرته چي ماړه خلق اوسي . لويې لويې بنګلې دي .او تقريبا د ټولو دروازي داسي بندې دي لکه د مودو نه چې نه وي خلاصې شوي ،د يوي نيمې بنګلې مخې ته د ټوپک سره ولاړ سړے د ژوند يواځينے علامت وي. 
اوهو ...موسيقي ؟؟ په دي ښار کښې د موسيقۍ بازار هم شته ؟؟ هغه چې پويي شو چي زه په موسيقی کښي خپله ستړيا ورکول غواړم نو نيغ مې مخې ته اودريدو .زما په سترګو کښې سترګې راښخې کړې . د سترګو نه نه يې اور وريدو . خو چې ما يې شونډو ته اوکتل نو مسکے وې
ما ډيره توجه هغه ته ور نه کړه او موسيقۍ ته غوږ غوږ شوم . خو په ما داسي کيفيت طاري شو لکه چې تول سازونه چا په چړو وهلي وي او د دويي د سينو نه پورته کيدونکي نغمې .نغمې نه وي بلکه هغه فريادونه وي چې يو زخمي يې د ځنکدن په وخت کوي.ما هغه ته او نه کتل او وراندې روان شوم . هغه راپسې شو . 
اوس مونږ دواړه د عدالت د تک سپين عمارت په کتو کښي ورک وو. چې يو نا څاپه يې اوسکونډلم .ما چي مخ ورتاو کړو نو د هغه سترګې د عدالت په پوړو کښې ښخې وي . چي ما د پوړو په لور اوکتل نو د پښو نه مې زمکه او تښتيده .د عدالت په پوړو کښي يو مړے پروت وو ،کفن يې ټول په وينو لړلے وو .يو نيم ځاے پکښې سپين پاتې وو . د دې نه اندازه لګيده چې څومره په بې دردۍ وژلے شوے دے. زه چي ورنزدې شوم نو د شکل او صورت نه ډير محترم ښکاريدو . مرګ يې هم د مخ نور نه وو وژلے . زه هيبت واخستم او په زړه کښې مې او وييل چي څه انصاف دے؟ هغه زما په اوږه داسي لاس کيښو چې لکه زما خبره يې اوريدلي وي .زه بيا روان شوم . بيا مې په زړه کښي تير شول چې دا څه ( حال) دے'
اوس مونږ دواړه په يو تور غار ورننوتوو. په دي غار کښي تپه توره تياره ده . خو هغه راته وييل چې پام کوه دلته ټول قبرونه دي . دلته مونږ د يو بل سره جنګيدلي وو . مونږ دلته يو بل وژلے وو . او دلته مو يو بل ښخ کړے وو. 
لږ وړاندي په غار کښي هغه زه د لاسه اونيوم او او يې درولم .وييل يې دلته زنګ وهلي توري او تار تار پګړئ پرتې دي . دلته زمونږ باچاهي وه . خو مونږ دلته هم د يو بل په راغورځولو کښې بادري ښکاره کرے وه .او غلامي مو نصيب شوي وه..ده نور هم ډير څه وييل خو زه روان شوم . او ما په دي خاطر چې دا ځل مې له تاثراتو خبر نه شي د ګمان په يوه داسې واورينه جزيره کښي ،چرته چي اواز منجمد کيږي ډير په احتياط د ځان سره او وييل..دا زمونږ ماضې چرته اختتام هم لري او که نه؟؟ ما چې د هغه په لور اوکتل نو په تيارۀ کښي د هغه مخ نه ښکاريدو خو داسې حرکت يې هم او نه کړو چې ما ته ترې دا اندازه اوشي چې ده زما منجمده خبره هم اوريدلي ده . زه روان شوم او ډاډه شوم چي دا ځل خو پرده په پرده پاتې شوه.
زه او هغه اوس په يو لوے ميدان کښې روان يو . کله تياره شي . کله رڼا شي . کله ګرمي شي او کله يو دم يخني شي .کله د ګلونو خوشبو راشي او کله د سوو غوښو بوي راشي . ما په هم هغه منجمده جزيره کښې د ځان سره ډير په احتياط او وييل ...دا خو ډيره مشکوکه فضا ده.
هغه زه داسې کلک په غيږه کښې او نيوم لکه د ډيرو مودو ورک يار. او په غوږ کښې يې راته او وييل چي ...د مستقبل په حقله دي څه خيال دے؟؟؟؟
 
بېرته شاته