لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ګام په ګام له رمضان سره (۸)
لیکوال: ګل آغا احمدي وردګ   نېټه: 03.10.2007   خپرونکئ:    

د روژتیانو خطاګانې

په دې کې شک نشته چې مومن روژتیان د خدای د غوره بندګانو له ډلې څخه دي لکن کله کله د رمضان په میاشت کې  یو شمیر خطاګانې له روژتیانو څخه پیښیږي چې روژه یې ښې نه ګڼي او روژتیان یې له کولو څخه باید تیر شي لکه:
لومړی: د ښه کار له دوام سره مقاطعه کول
 ډیر خلک د رمضان په لومړیو ورځو کې د جوماتونو لومړنیو صفونو ته حاضریږي، په لمانځه ښه پابند وي، دعاوې او لوی خدای ته زارۍ کوي چې د رمضان په لومړیو شپو ورځو کې جوماتونو ته د خلکو د بهیر زیاتوالی د دې ادعی ښه ثبوت ګڼل کیږي چې دا یو غوره او ستایل شوی کار دی او مسلمان یې باید د خپل ژوند په اوږدو کې هر وخت عملي کړي. خو د رمضان د میاشتې د څو ورځو په تیریدو سره ورو ورو په نوموړي شمیر کې کمی راځي او د څو ورځو په اوږدو سره نور نو هغه د لمانځه د ادا کولو هغه راز تلوسه، نشاط، ګڼوالی او د خلکو بهیر په جوماتونو کې نه سترګو کیږي چې د ر مضان د میاشتې په لومړیو کې لیدل کیده. دا منظره یو داسې خطرناک حالت منځته راوړي چې ګواکي مسلمانان یوازې د رمضان او هغه هم د دې میاشتې په لومړیو کې شپو او ورځو کې خدای (ج) په ښه توګه پیژني او له رمضان وروسته بیا بیل ډول اختیاروي؟ دغه ډول یوه حالت ته مسلمانان باید متوجه وي او د ښه کار په کولو کې داسې استمرار ته لاره پرانیزي چې د خپل ژوند یوه نه بیلیدونکې برخه یې وګرزي.
په دې لاره کې اسلامي لارښوونکو، ملا امامانو، روحانیونو او پوهانو ته لازمه ده چې مسلمانان خپلو دیني وجایبو ته په ښه شکل متوجه کړي او د اغیزمنو خبرو، خطبو، لیکنو او موعظو د بیانولو  له لارې  هغوی په رمضان او له رمضان پرته په ښه توګه خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي. همدارنګ خبري رسنۍ، لکه ورځپاڼې، مجلې، رادیو، تلویزیون او انټرنیټ هم په دې لاره کې اغیزمن رول لوبولی شي.
دوهم: له یو شمیر محرماتو سره بې پروا چلند
ځینې وګړي د رمضان په میاشت کې له خوراک، چښاک او جماع څخه ډه ډه کوي او له یاد شوو څیزونو څخه روژه نیسي خو د یو شمیر نورو محرماتو لکه غیبت، چغلي، نمامت، ښکنځلو، ناروا شهادت، درواغو، مکر، خطاویستلو، غلا، یرغل، جګړې، ځورونو او داسې نورو قولي او فعلي محرماتو څخه روژه نه نیسي او په ډیره بې پروایۍ یې سر ته رسوي. باید وویل شي چې له شک پرته یادشوي او یو ګڼ شمیر نور داسې څیزونه د روژې له طبیعیت سره هیڅ راز اړخ نه شي لګولی بلکي د رمضان د میاشتې روژه د دې لپاره فرض شوې ده چې مسلمانان د بدني روزنې تر څنګ روحي روزنه او د نفس تزکیه هم تر لاسه کړي، له هغو څیزونو څخه په کلکه ډه ډه وکړي چې حرام ګرزولي شوي او په کولو سره یې روژه د خرابوالي لوري ته ځي.
ځینې اسلامي پوهان په دې نظر دي چې که چیرې د رمضان په میاشت کې یو روژتی له یاد شوو او داسې نورو محرماتو څخه ډه ډه نه کوي او هغه په استمراري  ترسره کوي نو روژه یې ماتیږي.
دریم: د روژې اساسي موخې او اخروي ګټې په مناسبه توګه نه یادیږي
ځینې واعظان، لیکوالان او د روژې د ګټو بیانوونکي د روژې یوازې ځینې دنیوي ګټې بیانوي او د خپلو تبلیغاتو ټول تمرکز یوازې په دنیوي محدوده ساحه کې خلاصه کوي. په داسې حال کې چې د روژې د روغتیايی او محدودو دنیوي ګټو بیانول هم ضروري دي خو پکار ده چې د روژې د هغو بنسټیزو موخو او اهدافو بیانولو ته هم د خپلو لیکنو او وعظ دوربین سم کړي چې لوی خدای (ج) یې د حصول لپاره روژه پر مسلمانانو باندې فرض ګرزولې ده. همدارنګه که د روژې یوازې د روغتیايي ګټو یادونه په ځانګړې توګه وشي نو آیا خلک به فکر و نه کړي چې ښه نو له روژې پرته زمانه غیر صحي ژوند دي؟ او په لسګونو داسې نورې پوښتنې شاید د انسان ذهن ته راشي.
نو له همدې کبله جوته خبره ده چې د روژې د نیولو څخه موخه یوازې د هغه دنیوي یا روغتیايي محدوده ګټه تر لاسه کول نه دي چې ګواکي د انسان بدن له ځینو افاتو څخه و ژغورل شي او یوه بیړنۍ  ګټه په لاس ورشي بلکي د دې تر څنګ د روژې اساسي موخه د هغه ستر عبادت سر ته رسول دي چې الله (ج) پر مسلمانانو فرض ګرزولی، اجر یې د جنت حصول او په آخرت کې د مومن نیکمرغي ده  چې له دې سره به تبعا ګڼ شمیر دنیوي ګټې هم ملګرې وي. نو له دې ټولو یادونو څخه موخه دا ده چې د روژې د دنیوي ګټو تر څنګ باید د هغه د اساسي موخو په یادولو ټنیګار وشي.
څلورم: بداخلاقي او تندروي د روژې له طبیعیت سره برابر نه دي
په خواشینۍ سره باید ووایو چې د ځینو روژتیانو له کړو وړو، اعمالو او خبرو څخه تندروي له ورایه ښکاري چې په بدن باندې د خوراک او چښاک د بندیدو په سبب یې حوصله په بې ساري توګه له لاسه ورکړې وي. همدارنګه د خپل کور، میرمنې او اولاد په وړاندې له قهر، ښکنځلو او سخت زړیتوب څخه کار اخلي، ناوړه الفاظ یې له خولې وزي او داسې ناوړه تصرفات کوي چې د غوره اخلاقو خلاف کار او د روژتي لپاره یې سر ته رسول مناسب نه دي.
پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( روژه د یوې پردې او مانع کوونکي څیز حیثیت لري، که چیرې له تاسو ځینې یو تن روژه نیولې وي، نو ښکنځل او تندخويی مه کوﺉ، که چیرې چا درته ښکنځل وکړه او یایې درسره جګړه کوله  نو ورته ووایه ماته امر شوی دی چې روژه وم) رواه البخاري
نو د هغو کسانو د روژې په هکله مو خیال څه دي چې کله روژه ونیسي اعصاب یې په داسې ډول شارت وي چې حتې د څیرې رنګ یې بدلون موندلی وي، په غصب وي، خپلو اولادونو، میرمنې او د کور نورو غړو ته ناوړه الفاظ استعمالوي خو له روژې پرته یې اعصاب آرام او ډیره تندخويي نه کوي؟
پنځم: ځینې کسان روژه د زیات خوب، سستۍ او لټې وسیله ګرزوي  
ځینې روژتیان د رمضان میاشت د سستۍ او ټمبلۍ لپاره یوه وسیله ګرزوي او ځانونه به یې پټ غلي کړي وي چې ګواکي له یوې بیل او غیر نورمال حالت سره مخ دی او له خپل کور څخه د راوتلو جرئت په ځان کې نه ویني.
خو باید وویل شي چې روژه د هڅو، د پوهنې د حصول او کار میاشت ده د اسلام په لومړي سر کې به مسلمانانو د ژوند په هر اړخ کې زیاتې هلې ځلې په همدې میاشت کې کولې، سخت غزاوات تر سره کړي دي، د پوهې د خپریدو په لاره کې یې هڅې کړې، د نیکمرغه ژوند د برابرولو زیاتو کوششونو په همدې میاشت کې صورت موندلی، د تاریخ په اوږدو کې د اسلامي ټولنې د هر اړخیز پرمختګ، سولې، یووالي او ورورګلوۍ لپاره همدغه میاشت یوه وسیله ګرزولې شوې ده.
ځینې کسان د خوب د ډیروالی لپاره د رمضان میاشت یوه وسیله ګرزوي او په ځینو ضعیفو اقوالو ځانته فتواوې را باسي چې ګواکي د روژې د میاشتې خوب عبادت دی. په داسې حال کې چې داسې نه ده د اړتیا پر مهال د مناسب خوب د سر ته رسولو سره سره روژه د داسې یوه نشاط او انساني تحرک میاشت ده چې په هیڅ شکل په بوزه کې نه شي تر سره کیدای خو یوازې عادت غواړي چې څنګه انسان خپل بدن عادت کړي نو په هماغه ډول کړنې ور څخه غواړي.
شپږم: په روژه کې د خوراک او چښاک ډیروالی
ډیر خلک د رمضان دمیاشتې لپاره بې نهایت زیات خواړه، شربتونه، په ستلونو آچار، ډول ډول مرباوې، شات او داسې نور څیزونه تیاروي چې په بوزه کې یې نه وي استعمال کړي چې په حقیقت کې نوموړی کار د روژې له اصلي طبیعیت سره برابر نه دی خو د معمول مطابق مناسبه تیاري بد کار نه دی.
همدارنګه ځینې روژتیان بیا له روژه ماتي وروسته د خپلې معدې له ټاکلي حد څخه  دومره زیات خوراک او چښاک وکړي چې سمدلاسه خوب ورباندې راځي، د لمانځه اداکول ترې پاتې کیږي او په ډول ډول ناروغیو اخته کیږي.
له دې ټولو یادونو څخه موخه دا ده چې خلک باید د رمضان په میاشت کې د خوراک او چښاک په هکله له داسې منځلاریتوب څخه کار واخلي چې له افراط او تفریط څخه خالي وي.
د دې سلسلې نهمه برخه به د رمضان او قرآن تر عنوان لاندې لیکنه ستاسو د مطالعې د لېمو کور ته میلمنه شي له موږ سره اوسی.....   

 
بېرته شاته