لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
هنر او لیدلوری
لیکوال: ډاکټر احسان الله درمل   نېټه: 03.01.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 د لیدلوري مسله یوازې له داستان سره غوټه نه ده، بلکې په ګردو هنرونو کې د اثر د پُرکیفه کېدلو او په هغه کې د هنري منطق د پیدا کېدلو مهمه وسیله کېدای شي. استاد شپون د لوی شاعر سلیمان لایق پر یوه ناول (ښایي غرونه او کساتونه) د یوې نیوکې په ترڅ کې وویل چې لایق د بزګرانو او کارګرانو له خولې د مارکسیزم فلسفه راوباسي او یو بل چا د سالک صیب د ناول (پاتې شه باران دی) په اړه ویلي وو چې د دولسم ټولګي شاګردانو ته فلسفي مکالمې په خوله کې ورکول شوې دي. دا دواړې نیوکې له لویه سره له لیدلوري سره تړاو لري.

په داستان کې د لیدلوري مسله استاد غضنفر په خپلو ډېرو لیکنو او ویناوو کې روښانه کړې ده، خو ما ته په شعر کې هم د لویې شاعرۍ د رامنځ ته کېدلو لپاره اړینه برېښي. 
د انسانانو د بېلوالي لپاره یوازې د رنګ، څېرې او فزیکي کیمیتونو پولې اړینې نه دي، بلکې د فکر کولو او له حوادثو او نړۍ نه د هغوی د برداشتونو توپیرونه هم مهم دي. دوه کسان چې یوې عین پېښې ته ورګوري، ممکن د دواړو برداشتونه جلا، جلا وي. ځکه چې د دواړو کسانو د سترګو تر شا دوه جلا، جلا عصبي سیسټمونه فعال دي. دا عصبي سیسټمونه په کوم چاپېریال کې روزل شوي دي؟ د هغه چاپېریال اقلیم څنګه و؟ کومه عقیده موجوده وه؟ ارزښتونه څه وو؟ زده‌کړې وې نه وې؟ او....
د انسانانو د فکري او عقیدوي لیدلوريو په جوړېدو کې دا ټول عوامل اړین دي. تاسو د لمر په اړه د سایبیریا او ملتان د اوسېدونکیو فکرونه نه شئ یو کولای. همدارنګه د لمر په اړه زموږ د اوړي او ژمي قضاوتونه له یو بل سره توپیر لري. حتی د مذهبونو د رامنځ ته کېدلو زمینې هم، وایي چې له جغرافیوي او اقلیمي شرایطو نه اغیزمنې وې. زردشتیان چې د یخو سیمو اوسیدونکي وو، په مذهب کې یې اور مهم دی او په هندوییزم کې ګنګا، اوبه او ځان مینځل ځکه مذهبي مقدسات دي چې هندوییزم په ګرمو سیمو کې رامنځ ته شو، هلته که څوک و نه لامبي، د ګرمۍ او خولو له امله یې وجود بد بوی پیدا کوي. د ښځې د حقوقو او ازادۍ په اړه د شرقي او اروپایي تصوراتو توپیر هم اقتصادي بنیه لري. په اروپا کې تر صنعتي انقلاب وروسته په فابریکو کې د ښځو لپاره د کار او ګټې زمینه پیدا شوه او دې زمینې د ښځو د حقوقو مسله رابرسیره کړه، خو په شرق کې، چې سړی د شاقه کارونو لپاره په ټولنه کې و او ښځه مجبوره وه، چې کور او ماشومان سمبال کړي، نو ښځه یې یا د کور او یا د ګور وګڼله.
دا خو د ټولنو، جغرافیو او اقلیمونو په کچه د انسانانو د فکري لیدلوریو د توپیرونو ځینې وړې بیلګې وې، زما په فکر په یوه ټولنه، حتی په یوه وړه کورنۍ کې هم د دوو انسانانو لیدلوري ناممکنه ده، چې کاملاً سره یو شي، د میرزا غالب خبره:
بامن میاویز ای پدر پسر ازر را نګر
هر که شد صاحب نظر، دین بزرګان خوش نکرد
او یا د مولینا روم په وینا:
نوبت کهنه فروشان درګذشت
نوفروشانیم و این بازار ماست
له بلې خوا د حقایقو د نوعو توپیر هم د فکري لیدلوریو ډېرېدو او جلا کېدو ته زمینه جوړوي. زما په فکر یو ساینسي حقایق دي او بل غیر ساینسي. ساینسي حقایق د زمان او مکان له قیده ازاد دي او ځکه نو له دې حقایقو سره ممکن د ټولو انسانانو برداشت د ساینسي علومو په عام کېدو سره یو شي. مثلا د دوه جمع دوه نتیجه د سایبیریا او ملتان د خلکو لپاره یوه ده او په ژمي او اوړي کې هم نه بدلېږي. د غیرساینسي حقایقو په اړه ګڼ علوم بحث کوي، دین، فلسفه، ټولنپوهنه او....په دې ډله کې هم ځینې فکري بنبستونه شته. مثلاً په دیني ټولنو کې چې د عقایدو جوړوونکي متون له اسمانه ګڼل کېږي او د فکر کولو اجازه پکې نه شته، د زیاترو مواردو په اړه عقاید یو شان دي؛ خو په فلسفه، ټولنپوهنه او نورو اجتماعي علومو کې د فکر او نظر زاویې بدلېدای شي.
هنر چې زیاتره له تخیل سره سر و کار لري، پر ساینسي حقایقو نه غږېږي، ځکه هلته نه د فکر او نظر زاویه بدلېږي او نه تخیل شته؛ مګر له فلسفې او ټولو هغو علومو سره مشترکات لري چې مطلقیت پکې نه شته. مثلا ښکلا‌پیژندنه د فلسفې د بحث موضوع ده او ښکلا په هنر کې هم د یوې تلپاتې او تر ټولو لویې موضوع په توګه مطرح ده. اخلاق په فلسفه کې یو متنازع فیه بحث دی او ټول لوی هنرونه په غیرمستقیمه توګه د انسان وجدان صیقل کوي او خیر ته یې رابولي. له بلې خوا هنرونه زیاتره د انسانانو له احساساتو سره سر و کار لري او احساسات د ارواپوهنې موضوع هم ده. په لویه کې هر څه د هنر موضوع کیدای شي، خو په دې شرط چې هنري چلند ورسره وشي نه ساینسي.
څرنګه چې غیرساینسي موضوعات تل متنازع فیه دي او هنر زیاتره له همدې موضوعاتو سره دلچسپي لري، نو هنرمن ته بویه چې د زاویې او لیدلوري خیال وساتي. که هنرمن د ښکلا په اړه غږېږي او موږ د ښکلا په اړه د ده خپل لیدلوری و نه پیژنو، دی لا هغې مرحلې ته نه دی رسېدلی، چې ځانګړی هنري هویت ورکړو. که شاعر د ښو او بدو په اړه هغه خبرې بیا بیا کوي چې موږ همېشه اورېدلې، په اصل کې یو ګام نور هم ورته پاتې دی چې لوړ هنر ته ورلنډ شي.
لویه شاعري هله رامنځ ته کېږي چې د لوړې هنري پیرایې تر څنګ د حوادثو، احساساتو، ښکلا، ښو بدو او نهایتاً هر څه په اړه د شاعر لیدلوری ځانګړی او نوی وي. که شاعر ښکلا، اخلاقو، مینې او نورو لایتناهي حوادثو ته په هغو سترګو ورګوري چې دده په کلاسیک ادب کې ورکتل شوي، په هنر او شعر کې د اضافې قوت یې کم دی. البته دلته باید دا خبره هېره نه کړو چې زیاتره وخت د شاعرانو د بیان ځانګړی انداز هم زړې خبرې نااشنا کولای شي؛ خو په دې لیکنه کې پخپله پر خبره یا پر موضوع بحث دی، نه د اظهار پر پیرایه. د اظهار پیرایه هم په ادبیاتو کې ځکه مهمه شوه چې له امله یې ځینې زړې خبرې نااشنا شوې او څرنګه چې نااشناتوب په هنر کې مطلوب دی، نو د هغه عوامل هم تر بحث لاندې ونیول شول. زموږ په دې لیکنه کې د نااشناتوب پر یوه بله لویه وسیله (لیدلوري) خبرې روانې دي.
البته دلته یوه بله خبره هم اړینه ده او هغه دا چې په داستان کې لیدلوري د کرکټرونو او پېښو د لا ښه پېژندلو لپاره اړین دي او د داستان‌لیکونکي د هنري خلاقیت په اړه غیرمستقیمې اشارې کوي، خو په شعر کې د حوادثو او شیانو په اړه د شاعر ځانګړی لیدلوری مستقیماً د شاعر د هنري هویت په پېژندلو کې مرستندوی وي.
د خوشال بابا د هنري لویي یو علت دا هم دی چې هغه جهان ته په هغو سترګو نه دي ورکتلي چې تر ده وړاندې شاعرانو پرې کتلي وو. دی پخپله هم پر دې ارزښت خبر و او د شعر په اړه په خپله یوه مشهوره قصیده کې یې د هغې ادبي دورې پر شعر کلکې نیوکې کړې دي چې تر ده وړاندې حاکمه وه:
په پښتو ژبه چې ما علم بلند کړ
د خبرو ملک مې فتحه په سمند کړ
په روښاني دوره کې د میرزا خان انصاري او دولت لواڼي په څېر لوی شاعران هم وو، خو خوشال بابا په یوه پسې هم اقتدا و نه کړه او په شعر و ادب کې یې د فکر او ارایې نوې لارې پرانیستې. تر خوشال بابا وړاندې په ټولو ادبي دورو او شعري اثارو کې د انسان لویي له خاورې کېدو سره تړلې ده، خو خوشال بابا ښایي په پښتو شعر کې لومړی سړی وي چې دا نظریه یې بدله کړې ده او انساني لویي ته یې له خپل لیدلوري ورکتلي دي:
څو دې وس رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
بابا په خپل یو بل غزل کې هم د انسان د لویي راز له لویو چارو سره تړي، نه له بې‌زړه توب او بې‌ځایه ریا سره، وایي:
د بلندې په قامت باندې مین شوم
هر چې لویې چارې کاندي هغه لوی شي
زموږ په کلاسیک ادب کې تر ګردو لویه موضوع تصوف او له خدای ج سره مینه ده. خوشال بابا هم ددې مینې زاویه نوې کړه او هم یې د مینې په اړه پر ادبیاتو او شعر حاکم لیدلوری بدل کړ. خو تر خوشال بابا وروسته هم تصوف پر خپله پخوانۍ بڼه په شاعرۍ کې پاتې شو او حتی حمزه بابا هم د میرزا خان انصاري اغېزه پر ځان منله. مګر غني خان پر شعر دا ډېره مکرره حاکمه موضوع نوې کړه. د غني په شعر کې له خدای ج سره مینه په پښتو کلاسیک کې بیلګه نه لري، دا مینه له انساني احساساتو سره ګډه ده، غوسه ده پکې، سوالونه دي پکې، جذبه ده پکې، مرورتوب دی پکې او بلاخره خدای ج پکې د یوه داسې معشوق په توګه مطرح دی چې د هیڅ کلاسیک شاعر په دیوان کې یې هغسې نه شو موندلای.
خدایه ستا وړه دنیا مې نه ده خوښه
ماته راکړه په خپل لوی جهان کې برخه
ما په ګل کې وموند ته یې نه مومې کتاب کې
ای ملا ستا نیم کتاب مې واورېده رباب کې
د غني د نوي انداز او نوي بیان له مخې ځینې کره‌کتونکي دی تر خوشال بابا وروسته یوازېنی شاعر ګڼي چې بېلې خبرې لري او د بېلوالي علت یې د غني نوی لیدلوری دی.
د معشوق د ښکلا معیار په کلاسیکه شاعرۍ کې نرۍ ملا، اوږدې زلفې، تورې سترګې، لوړ قامت او ځینې نور دي، خو حمزه بابا چې په پښتو شعر کې د پښتني اقدارو مبلغ دی، حسن له یوه بل او یا که ووایو خپل لیدلوري راپیژني، وایي:
زه برندې سترګې او شډله ځواني حسن ګڼم
نه نرۍ ملا لکه وېښته نه ټيټې مړې سترګې
همدارنګه حمزه بابا د حسن پر وړاندې د شاعرانو د هغه عکس‌العمل لوری بدل کړ چې په کلاسیک کې دود و. په کلاسیکه شاعرۍ کې د یار د کوڅې سپیتوب ویاړ دی، حسن ته سرټیټي مقام دی او د یار د پښو خاورې کیدل پادشاهي؛ خو حمزه شینواری له حسن سره د چلند کولو خپله طریقه او خپل لیدلوری لري او همدا د حمزه بابا هویت دی:
حسنه ته خودبین یې زه پښتون یمه
ما نه ده ښوولې ګدا سترګو ته
ما ټیټ ورته لیمه کړل زما سر نه ټیټېده
شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم
ته د خپل تندي له ګونځو تپوس وکړه
چې ما هسکه له پخوا ولې شمله کړه؟
په معاصره شاعرۍ کې یو هغه شاعر چې په زیاترو برخو کې خپل هویت او خپل لیدلوری لري استاد محمدصدیق پسرلی دی. د استاد پسرلي زاویې تقریباً ټولې نوې دي، د حسن، مینې، اخلاقو، ژوند، ټولنې او نږدې د ژوند د هرې برخې په اړه.
استاد د رنګ او حسن اړیکه کمزورې ګڼي او وایي:
رنګ او ښکلا نه دي تړلي سره
اوبړۍ هم شنې وي خو ښکلا نه لري
زموږ په افراطي او تکمیل‌پرسته ټولنه کې ښه کس هغه دی چې هیڅ نیمګړتیا و نه لري، خو استاد پسرلی نیمګړتیا د شخصیت د جوړېدو لپاره اړینه بولي:
جوړ شي شخصیت له لوړو ځوړو نه
خوړې یې چې خوا کې نه وي غر نه دی
موږ لوړ یوازې هغه کسان ګڼو چې موږ ته لوړ ښکاري، خو استاد وایي چې ممکن لوړ همېشه لوړ نه وي او د خپلې شاوخوا ټیټوالي د هغه لوړېدو ته زمینه برابره کړې وي:
غره ته ختلو کړم په ډېرو منل شویو شکمن
چې غر به لوړ و خامخا که شا و خوا ناسته وه
زموږ په معاصره یا که ووایم د ځوانو شاعرانو په شاعرۍ کې ډېر زور پر دې راوړل کیږي چې ځینې ویل شوې خبرې بېرته په نوي انداز کې وکړي. د حسن، ژوند، مینې، ټولنې، طبیعیت او زرګونه نورو پدیدو په اړه لا هم هغه خبرې اورو چې اورېدلې مو دي. د دوی د انداز تغيیر او لفاظي به مو د یوې شېبې لپاره خوشحال کړي، خو هغه اوږدمهاله سرور ممکن را نه کړي چې د واقعي لویې شاعرۍ له لوستو سره تړلی.
لویه شاعري زموږ د فکر او نظر زاویې بدلوي، په خپلو تېرو منل شویو مو شکمنوي او زموږ په تجربو کې اضافه کوي. بیا هم د استاد پسرلي خبره:
خدایزده کمزوري وه د دماغ که خوشبیني د زړه
نیم یې د منلو نه وو څه چې موږ منلي دي
په هغو ټولنو کې چې د فکر ازادي له کفر سره مترادفه ګڼل کېږي؛ فکرونه د خښتو په څېر په حاکمو کولتوري قالبونو کې جوړیږي، ماشومان د مشرانو پر وړاندې له ډاره خوله نه شي پرانیستلای، ادب له ډب سره تړلی وي او شاعران هرې پدیدې ته د کلاسیک په عینکو کې ګوري د نویو لیدلوریو او نویو فکري زاویو د پیدا کېدو زمینه کمه وي. ښایي همدا وجه وي چې موږ هغه شاعران ډېر کم لرو چې خپلې خبرې لري. موږ ته هغه مرحله لا پاته ده چې یا د استاد پسرلي په څېر ناره وکړو چې:
نه زوړ منطق چلېږي، یاره نه زاړه فکرونه
ځیرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي
او یا د مولینا روم خبره وکړو چې:
نوبت کهنه فروشان درګذشت
نوفروشانیم و این بازار ماست
سرخط‬ ورځپاڼه
 
بېرته شاته