لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ګام په ګام له رمضان سره (۱۱)
لیکوال: ګل آغا احمدي وردګ   نېټه: 03.10.2007   خپرونکئ:    

د تراویح د لمانځه او ختم القرآن څرنګوالی

ضروري خبره دا ده چې د تراویح لمونځ په داسې شکل سره ادا شي چې د لمانځه ټول اړوند شرایط او احکام یې په پام کې نیول شوي وي. که څه هم چې د تراویح لمونځ سنت او نفل دی خو د سنتو ادا کول هم د فرضو او واجباتو له ادا کولو سره هیڅ کوم توپیر نه لري بلکي د عباداتو د ادا کولو طرز او طریقه یوه وي. د ساري په توګه یو روژتی فرضي او نفلي روژه په یو ډول سره نیسي او هیڅ راز کوم توپیر په هغه کې نه راوړي مانا دا چې په فرضي روژه کې هم روژتی د پشلمي څخه تر روژه ماتي  پورې له خوراک، چښاک او جنسي اړیکو څخه اجتناب کوي او په  نفلي روژه کې هم ورته نظام په پام کې نیول کیږي او که د کوم څیز څخه په دې هکله سرغړونه صورت و مومي نو د روژې د خرابوالي سبب کیږي. همدارنګه په لمانځه کې هم باید دغه ترتیب په پام کې و نیول شي او کله چې لمونځ کوونکی د نفلي لمونځ او یا تراویح نیت کوي نو باید چې د هغه په احکامو، شرایطو او ارکانو کې بیلوالی را نه وړي بلکي نفلي لمونځ هم په هغه ترتیب سره ادا کړي چې فرضي لمونځ یې له مخې ادا کیږي. خو موږ نه یوازې په افغانستان بلکي د سیمې په کچه د تراویح د لمانځه او د قرآن شریف د ختم له داسې  یوه عجیب او غریب نظام سره مخ یو چې د لمانځه او ختم له شروطو سره تر زیاتې اندازې برابر نه دي.
لومړی: د تراویح لمونځ
په هغو سیمو کې چې زیات مسلمانان یې د امام ابي حنیفه (رح) د مذهب پلویان دي شل رکعته تراویح لمونځ په جمع سره ادا کیږي خو یو فکر چې د دې عبادت په هکله له عامو وګړو سره  موجود دی هغه دا چې د تراویح لمونځ باید په بیړه سره ادا شي. د تراویح لمونځ هم په ښاري او هم د کلیوالي سیمو په جوماتونو کې د ماسختن د لمانځه وروسته په متصل ډول ادا کیږي.
الف: د ښارونو جوماتونه
د ښارونو په جوماتونو کې نسبت د کلیو جوماتونو ته د تراویح د لمانځه د ادا کولو پر مهال هغه شرایط او ارکان تر یوې محدودې اندازې پورې په پام کې نیول کیږي چې باید د یوه لمانځه د ادا کولو لپاره په پام کې و نیول شي. د ښاري سیمو په جوماتونو کې بیا د قرآن کریم د ختم عجیب او غریب رواجونه شته دي چې ځینې یې د تلاوت احکام په پام کې نیسي خو په زیاتره کې بیا قاریان د تراویح د لمانځه پر مهال داسې تلاوت کوي چې مقتدیان د قرآن الفاظ په هیڅ ډول نه شي درک کولای بلکي یوازې د قاري غږ اوري او هغه غږ نه یوازې د جومات په انګړ کې ایساریږي بلکي د لوډ سپیکرونو په وسیله تر لرې لرې ساحو پورې هم رسیږي. مانا دا چې که چا غوښتي وي او که یې نه وي غوښتی نو تر نیمو شپو پورې د لاسپیکرونو د آوازونو یو داسې عجیب زوږ لګیږي چې د هیڅ یوه غږ هم د کشف کولو او پوهیدلو وړ نه وي چې څه وایي؟ خو د ښارونو د ټولو جوماتونو تراویح هم په یوه شکل نه وي بلکي داسې چټکې تراویح هم پیدا کیږي چې د کلیو د جوماتونو تر ملاامامانو یې هم په زیاته تیزۍ سره ادا کوي خو په عمومي توګه د ښارونو د جوماتونو تراویح نسبت د کلیو جوماتونو ته د لمانځه ځینو شرایطو او ارکانو ته ورلنډې وي.
ب: د کلیو په جوماتونو کې د تراویح لمونځ
نه یوازې د افغانستان بلکي د سیمې په کچه په زیاتره کلیوالو سیمو کې د عامو وګړو سره دغه نظر او عقیده په خپل ټول ځواک سره موجوده ده چې د تراویح د لمانځه په ادا کولو کې باید بیړه وشي البته دغه بیړه بیا داسې یوه حالت ته رسیږي چې د لمانځه د  ارکانو او شرایطو په نظر کې نیول هیڅ مهم نه ګڼي او د هغه ملا امام زیات صفتونه د وګړو تر منځ کیږي چې په لږ وخت او زیاته بیړه د تراویح لمونځ پای ته ورسوي. ځینې ملا امامان خو بیا داسې تلاوت کوي چې مقتدیان یې هیڅ درک کولای نه شي چې دې ملا صاحب څه وویل، قیام، رکوع، قومه، سجده، قعده او درود شریف یې څرنګه ادا کړل؟ بس هغه د پښتو خبره یو تور درب وي، زیاتره مقتدیان په دې قادر نه وي چې حتی یو ځلې په رکوع کې سبحان رب العظیم او یا په سجده کې سبحان رب الاعلی ووایي.
د کلي د تراویح د لمانځه عملي نمونه:
څو ورځې د مخه مې له یوه کلیوال دوست سره  د روژه ماتي وروسته داسې مهال تیلفوني خبرې وشوې چې ما خپل ځان د ماسختن د لمانځه او تراویح لپاره آماده کاوه تر جوړ په خیر وروسته مې ترې و پوښتل چې یاره تاسو د ماسختن لمانځه او تراویح ته نه ځی؟ هغه راته وویل موږ خو د وخته لمانځه او تراویح څخه خلاص شوو. ماشاالله داسې یو ملا امام مو دی چې د ماسختن لمونځ او تراویح له وتر واجبو سره یو ځای په ۲۰ یا ۲۵ دقیقو کې راته خلاصوي. اوس نو تاسو خپله تصور وکړی چې ۴ رکعته فرض لمونځ، دوه رکعته سنت، ۲۰ رکعته تراویح او ۳ رکعته وتر واجب لمونځ له دعاګانو سره یو ځای ټول په ۲۰ یا ۲۵ دقیقو کې ادا کیږي نو دا به څه ډول  ادا کیدل وي چې یوه رکعت لمانځه ته حتی یوه دقیقه وخت هم نه ور رسیږي پداسې حال کې چې که یوازې فاتحه له مناسب ګړندیتوب سره یو ځای د امام له خوا ویل کیږي نو نږدې یوه دقیقه وخت نیسي؟ تاسو خپله فکر وکړی چې دا به څه ډول لمونځ وي چې ۲۹ رکعته لمونځ  دې په ۲۵ دقیقو کې ادا شي؟ په څه ډول سرعت به ادا کیږي؟ په څومره چټکتیا به یې ارکان رکوع سجده او نور تر سره کیږي؟ آیا فکر کوی چې په دې ډول لمانځه کې به د لمانځه شروط او ارکان په پام کې و نیول شي؟ غور په کار دی او د بیړنیو لمونځ کوونکو  ته په دې هکله عبرت په کار دی.
په دې لړ کې زیات مسوولیت د همدې جوماتونو ملا امامانو ته متوجه دی چې د اسلام د احکامو د تطبیق او عبادت د اجرا پر مهال باید د شخصي مزاجونو له رضایت څخه تیر شي بلکي د اسلامي شریعت د لارښوونو سره سم خپل خلک پوه کړي او په ټولنه کې د دې نظر د اصلاح لپاره لاس په کار شي او له چټکې بیړې څخه په دې هکله ځان و ساتي.
په دې هکله د یوه بد رواج د دود کیدو له امله د ډیرو کلیوالو مقتدیانو له هغه امام څخه بد راځي چې د تراویح د لمانځه د امامت پر مهال د لمانځه د احکامو څه ناڅه  پابندي کوي او لږ په آرمه یې ادا کوي. ګڼ شمیر مقتدیان  بد پسې وایي، ورته قهرجن وي او وایې چې ګویا دا خو تراویح دي، څه فرضي لمونځ خو نه دی، نو دا امام یې ولې په قراره سره ادا کوي؟ یاره د فلانکي ملا سترګې جار شم، چې په ۱۵ یا ۲۰ دقیقو کې تراویح درته خلاصوي. په داسې حال کې چې یو مسلمان په خپله خوښه د لمونځ کولو لپاره د رمضان په دې مبارکه میاشت کې د خدای (ج) دربار ته دریږي او د عجز منګولې اوږدوي بیا نو دومره بیړه، چټکتیا او داسې نور څیزونه  د څه لپاره خپل لمونځ او عبادت خرابوي؟
دوهم: د تراویح په لمونځ کې د قرآن کریم ختم
د قرآن کریم ختمونه هم زیاتره د سیمې په ښاري جوماتونو کې ادا کیږي خو په ندرت سره به داسې امام پیدا شي چې قرآن آهسته او په ترتیل سره تلاوت کړ بلکي له یوې خوا په یوه رکعت کې دومره زیاته اندازه بیړنی تلاوت کوي چې مقتدیان یې ښه په تکلیف وي او نور نو د دریدلو توان په ځان کې نه ويني له بلې خوا په داسې یوه سرعت سره به یې وايي چې یوازې د قاري غږ د اوریدلو وړ وي نور نو د قرآن کریم د تلاوت، احکامو او تجوید د ادا کولو هیڅ پته نه لګیږي.
له همدې کبله ډیر داسې پیښ شوي دي چې زیاتره مقتدیان د قرآن کریم د ختم پر مهال د تراویح د لمانځه په لومړي رکعت کې قرار ناست وي پس پسی کوي او پټې پټې خبرې کوي خو کله چې رکعت هغه ځای ته راوسیږي چې نور نو امام رکوع ته ښکته کیږي نو دوی هم ژر نیت ورپسې وتړي او رکوع ته ورسره ولاړ شي.
له دې ټولو یادونو څخه مطلب دا دی چې په دې هکله د یوې داسې ټولینزې اصلاح راوستل ضروري دي چې زموږ عبادت، لمونځ، روژه، تراویح او د قرآن ختم په شرعي چوکاټ کې داخل شي او د دې کار لپاره تر ټولو زیاته د پوهانو او ملا امامانو د مسوولیت دنده درنده ده څو لومړی په خپله هغه نواقص سم کړي چې د لمانځه پر مهال په قصدي توګه صورت ورڅخه مومي او بیا په تدریجي او دایمي توګه خلک داسې و پوهوي چې خپل عبادت په سمه توګه ادا کړي.
زموږ د دې سلسلې راتلونکې برخه به رمضان د صدقې او انفاق میاشت ده تر عنوان لاندې وي له موږ سره اوسی.....

 
بېرته شاته