لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ماشومان ولې دروغ وايي؟
لیکوال: آرش ننګیال   نېټه: 13.01.2016   خپرونکئ:   سمسور  

دروغ څه شي دي؟

دورغ هغه څه ته وایی چې حقیقت ونه لري. څوک چې درواغ وايي په نا خدا ګاه ډول حقیقت تعریفوی. ځینې کم عمره ماشومان د دروغو په حقیقت نه پوهېږي ځکه خو دروغ وايي اما ځینې غټکي ماشومان کله کله داسې درواغ وايي چې هغه له مخکې نه یې ورته تدابیر سنجولي وي و د هغې نقشې له مخې دروغ وايي. دا ډول دروغ د یوې موخې لپاره ویل کېږي.

په ماشومانو کې د دروغو ویلو لاملونه  
ـ کله چې مېندې او پلرونه د ماشومانو غوښتنو ته سم او منطقي ځواب ونه وايي، ماشومان به یې دروغجن شي. 
ـ  کله چې ماشوم په کور او یا هم له کوره د باندې توهین او تحقیر شي نو دروغو ته مخه کوي.. 
ـ  کله چې ماشومانو ته توجه ونه شي، ددې لپاره چې د نورو پام ځانته را واړوي دروغ وايي.
ـ کله چې د ماشوم ملګري او یا هم د کورنۍ غړي دورغ وايي نو دوی هم تقلید کوي او په دروغو ویلو پیل کوي.
ـ  هغه ماشومان دروغ وايي چې د ملګرو او د کورنۍ د غړو لخوا وهل کېږي. 
ـ هغه ماشومان دروغ وايي چې د کورنۍ لخوا ډېر سخت څارل کېږي. ددې لپاره چې د کورنۍ د غړو لخوا نقد نه شي ځکه دروغ وايي. 
ـ کله د کورنۍ غړي د ماشومانو  پر وړاندې په ټوکو درواغ وايي نو ماشومان یې هم زده کوي او په دروغ ویلو پیل کوي.

کوم وخت کې د ماشومانو دروغو  ویل د اندېښنې وړ دي.
 که ماشومان مو پینځه  یا هم شپږ کلن وي که دروغ وايي دا نو د اندېښنې وړه ده. د کورنۍ مشران باید په دې څېړنه وکړي چې ولې یې ماشوم دروغ وايي. خو څېړنو ثابته کړې ده چې په اووه کلنۍ کې ډېرې ماشومان له دروغو نه لاس اخلي، یا هم لږ دروغ وايي.

مور او پلار باید خپلو ماشومانو ته ښه مثال شي
 ـ  کله چې مور، پلار یا هم د کورنۍ نور غړي یو بل ته دروغ وايی حقیقت کې دوی ماشومانو ته دروغ زده کوي. همدا ډول په تیلفون کې د خبرو پر مهال هم دروغ ویلونه ماشومان زده کړه کوي. ځکه چې ماشوم له زېږېدو  وروسته هڅه کوي چې ځانته الګوي پیدا کړي، یا هم غواړي چې پلار او مور ځانته مثال جوړ کړي نو دوی هغه څه زده کوي چې پلار او مور یې ترسره کوي.
کېدای شي د ماشومان د دروغ  لامل د مور او پلار قهر او غوسه وي. که کله ترې کوم څیز ماتېږي نو ددې لپاره چې هغوی ستاسو له قهر او غوسې نه وېرېږي دستي واي ( دا کار ما نه دی کړی) ځکه چې دا تر ټولو اسانه او ارزانه لاره ده چې ځان محفوظ کړي. خو که دوی وېره ونه لري هېڅ کله به دروغ ونه وايي.
 
ـ د دروغو  درمل په دې ډول کېږي چې د دروغو  ویلو لامل او علت مالوم شي. مور، پلار او یا هم د ماشومانو ښوونکي باید له ماشومانو سره خپل سلوک ته ډېر متوج و اوسي، پراخه حوصله ولري، د ماشومانو سهوې باید ومني او خپل قهر کنټرول کړي. رښتیا که هر ډول وي تر دروغو دي. کله چې ماشوم پوی شي چې دوی دروغو  ویلو ته نه اړ کېږي هېڅ کله دروغ نه وايي.

ماشوم باید د رښتیا ویلو په ارزښت پوی شي
که ماشوم د دروغو او رښتیا ویلو په ارزښت پوی شي هیڅ کله به دروغ ونه وايي.  پکار ده چې ماشوم و پوهول شي چې دورغ  پست کار دی او رښتیا ویل انساني او اخلاقي ارزښت لري. باید هر حال کې د رښتیا وو ملاتړ وکړي.
 
غوره چاپېریال
ـ کور او د ماشومانو د اوسېدو ځای، ښوونځي او مدرسه له ریا، چل، دوکې او دروغو نه پاک وساتئ. خپل ماشومان له دروغجنو  ماشومانو لرې وساتئ ان هغه ماشومان چې په ټوکو درواغ وايي.

  ـ عفوه او بخشش
 د کورنۍ مشران، مور او پلار باید د خپلو ماشومانو پر وړاندې مهربانه و اوسي. د ماشوم سهوه باید دومره جدي ونه ګڼل شي چې ان د سزا وړ شي. څو چې سهوه ونه کړي سمه لار نه شي موندلی.

 ډېره تمه
له خپل وړوکي ماشوم نه د څه شي تمه کوئ؟ هغوی نه دا تمه مه لرئ چې خپل ټول ژوند ستاسو په خوښه تېر کړي. یا هم ستاسو  ټولې هیلې در پوره کړي.

په درنښت
آرش ننګیال
ـ ژباړه او زیاتونه
11/01.2016
 
بېرته شاته