لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د لویوو ارمانونو سړی
لیکوال: محمد نعمان دوست   نېټه: 18.01.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 سمدلاسه مې سترګې پر مخامخ دیواله ولګیدې. یو غټ عکس ځړېدلی و. عکس د یوه سپین‌ږیري و. پر اوږو یې شنه خط‌داره چپنه پرته وه او پر سر یې اوږده قره قولۍ ایښې وه. د سترګو په رپ کې مې ذهن شا ته لاړ. په یو شېبه کې یې کابو شپاړس کاله ریورس مزل وکړ:

د قلعه‌فتح الله د څلورم سړک پر غاړه یو لوی جامع جومات دی. مازدیګر جمعې ته روان وم. یو دنګ او نری سړی د سړک پر بله غاړه ولاړ و.اخوا دېخوا یې وکتل، له سړکه را تېر شو او د جومات په دروازه کې سره یو ځای شوو.
د دغه سپین‌ږیري پر اوږو شنه خط‌داره چپن وه، قره‌قول یې پر سر و او لنډې تسبیح یې په لاس کې وې.
جمعه خلاصه شوه، بیرون له جوماته ووتم او همدې دنګ سړي ته منتظر پاتې شوم. راغی، ور وړاندې شوم په مینه مې ورته ستړي مشي ورکړل او په مینه یې را سره روغبړ وکړ.
د دغه سړي له نوم سره اشنا وم. له لیکنو سره یې اشنا وم. خو د دیدن تږی یې وم او دا تنده مې هم ماته شوه. خو دا تنده داسې وه لکه د یوه ستړي تږي چې په ګرم موسم کې په یو جام اوبو ګوزاره نه کېږي او بار بار یې سړو اوبو ته زړه کېږي.
دا سړی استاد محمد صدیق پسرلی و چې اوس یې له نوم سره ارواښاد هم اضافه شو. 
د پسرلي صاحب کور زما لپاره یو مکتب و، داسې مکتب چې په لنډ وخت کې یې ډېر څه را زده کړل. دا یو ځانګړی مکتب و. په دې مکتب کې به ټولو استادانو د شاګردانو رول هم لوباوه.
هغه وخت استاد اسدالله غضنفر د داستانونه په نوم مجله چاپوله، دې مجلې ته ما هم لنډې کیسې لیکلې. کیسه به مې په همدې مکتب کې ولوسته، استاد پسرلي به نظر ور کړ، خو دا نظر به یې کله ومنل شو او کله به د استاد غضنفر او اجمل پسرلي له خوا پرې نیوکه وشوه، مشر استاد به په ټولې لویي، د یوه شاګرد حالت خپل کړ، هر څه به یې واورېدل او کله به یې د شاګردانو نیوکه په ځای وګڼله او له خپل نظره به منصرف شو. دغه شان کله به د اجمل او غضنفر صاحب پر کیسو نقد وشو او ټولو به پرته له کوم تکلفه خپل نظریات بیان کړل.
پسرلی صاحب یوه اکاډمي وه خو یوازې د علم اکاډمي نه؛ کردار او خواص یې هم داسې وو چې باید تقلید یې شوی وای. بې‌تکلفه و. بې‌تمې و. خاکساره و، غني او پر ځان ډاډه انسان و.
هغه د لویو او سپېڅليو ارمانونو څښتن و. په یوه مرکه کې ترې وپوښتل شول؛ تر ټولو لوی ارمان دې څه دی؟ استاد ځواب ورکړ: ارمانونه خو ډېر دي، خو لوی ارمان مې دا دی چې افغانستان په فقر او بیوزلۍ کې نه وي او دلته ټول خلک د ارام ساه واخلي!
استاد، یو وطن‌دوسته شخص و. د وطن مینه یې ته پښو ته زولنه شوې وه، داسې زولنې چې دی یې د ارام ژوند لپاره بل ځای تګ ته نه پرېښود.
استاد ته اجمل پسرلي د پراګ بلنه ورکړې وه، ورته ویلې یې و چې پراګ د ژوند لپاره ښه ځای دی، ښکلی وطن دی، خو استاد ورته د نه ځواب ورکړی و او دلیل یې دا و چې هسې نه د پراګ ارامه ژوند او ښکلا ترې خپل وطن هېر کړي.
نن (جمعه) ختیځ ادبي بهیر د همدې سترې هستۍ د دویم تلین په اړه غونډه جوړه کړې وه.پر دېواله یې د هغه غټ عکس ځړولی و. د هغه روح ته یې دعاګانې وکړې، د هغه پر ادبي ژوند خبرې وشوې او د هغه د ستر شخصیت قدرداني وشوه.
استاد، په خپل ژوند کې د شهرت علاقمند نه و. د ځان لپاره یې د ځینو په څېر مارکیټنګ نه کاوه. خو رڼا کله له سترګو پټه پاتې کېدای شي؟ د هغه لوړ شخصیت، د هغه عالي اخلاقو او د هغه بې‌جوړې ادبي پنځونو ډېرو زړونو ته لاره وکړه او د وخت په تېرېدو به نورو زړونو ته هم لاره وکړي.
د دې خاموش شاعر او لیکوال شهرت به د وخت په تېرېدو شور پیدا کړي، داسې شور چې د ادب د هر مینه‌وال د غوږونو پردې به وکړنګوي. په هر زړه کې به ځان ته لکه قدرمن مېلمه ځانګړی ځای پیدا کړي.
دا به هغه پسرلی وي چې د هیڅ خزان زور به پرې و نه رسېږي، همیشه به یې د یادونو او افکارو ونې تکې شنې وي.
سرخط‬ ورځپاڼه
 
بېرته شاته