لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
سوله په دوزخونو کې
لیکوال: سليم شاه   نېټه: 20.01.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 - گرانه ياره دا وار دې خپله بلا  هم ته پخپله واخلي  !

- گرانه پرون مې يو کتاب لوستلو چې ناڅاپه مې دتورو اوکلماتو په هنداره کې ستا څيره وليده ۔ته دفول سټاپ پر ځای ودريدي اوچې روغبړ مو وکړ نو دې وپوښتل په څه اخته يې ٬؟ مادرته وويل چې سړی نو په څه اخته وي يا په دې اويا په هغې !
- تا بيا پو ښتنه وکړه چې چې دا اوهغه يې لا څه وي ۔ ؟ خو مادرته په رموز کې وويل چې اغه دهندو کيسه دې اوريدلي ده چې په دوکان کې ناست وي اومشترې ونه لري نو څه کوي ؟ تا وويل نه ۔ 
- ما ويل چې پرې پوه نه شوې نو دخدای په کارونو کې مداخله په کار نه ده ځکه چې خدای به نه غواړي چې ته پوه شي موږ خاکې بنده گان يو دادم جې اولاده يو او۔۔۔۔ 
- بيا مې درته وويل چې سوله مل جانه يو شي مې په دې کتاب کې وليده اوپه هغه کې دکرما فلسفه تشريح شوي وه ٬ اوهغه دا چې پس له مرگه دانسان روح په يو بل موجود کې بيا راژوندی کيږي ، نو زما اتم اونهم حس راته وايي چې له تا نه پوښتنه وکړم چې که ته بيا دونيا ته راشي څه کارونه به وکړي ؟
- خو ته په فکر کې ولاړې ۔ يوه شيبه له فکر نه وروسته دې وويل ۔ 
- -يره چې بيا دې نړی ته راشم ۔  که ته ژوندی وې نيغ به تاته درځم اوله تانه به مشوره اخلم اوکه مړ وي نو قبر ته به دې دريږم اوستا دروح نه به الهامي غږونه واورم ۔ اومشوره به درنه واخلم ۔ 
- ما ويل دا خو يوه خبره خو اصلي خبره دې وکړه ۔ 
- تا وويل چې دادعسکرۍ کار خو به ونه کم ۔ دا ځکه چې زما پوشار  خو يې را جگ کړ۔سر مې درد کا ۔د سترگو ديد مې لږ خړ پړ بريښي ۔ ددې پر ځای چې نور څه مې را جگ کا زما پوشار (فشار)يې را جگ کړ ۔ بله دا چي يو داستان به ليکم اوپه هغه کې به هغه عشق اومحبت چې ما په دوزخ کې دحورو اوغلمانو سره کړې دي  هغه به انځوروم ۔ اوخلکو ته به يې ښايم ۔ 
- خو زه درته وايم چې هلکه په دوزخ کې خو حورې اوغلمان نه وي ۔ ؟ 
- خو ته وايي چې دژرندې له سره زه راغلم ته وايي چې ډهول خالي وو۔ بيا راته وايي چې مزې خو هلته دي په جنت کې خو هسې حلوا خوري ده اودا چچ چچ ږيري ناسستي دي ۔ ډوډۍ پرې ډيره شوي وي ۔ اواوږده اوږده ارږمي کوي ۔ 
- زه درته حيرانيږم اوبيا هم پوښتنه کوم چې خير نور نو څه کوي ؟ 
- خو ته راته وايي : ډير عمر مې په محروميت کې تير کړې دی ۔ بس پوشار مې کښته کوم اونور څه راپورته کوم ۔ 
- وسلام 
 
بېرته شاته