لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د غزلستوري استاد محمد صديق پسرلي دویم تلين
لیکوال: محمد اتل انګار   نېټه: 21.01.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 د غزل‌ستوري استاد محمد صدیق پسرلي د دویم تلین په مناسبت د افغان ادبي بهیر د اوونيزې غونډې بشپړ رپوټ:

 

ګور که د ارام بستر وي زه هم پسرلیه اوس
څو وخته ارام ته له یو ډېر لرې مزله راغلم
د افغان ادبي بهیر دا غونډه، چې د ۱۳۹۴ ل. ل. کال د مرغومي په څلرویشتمه، د پښتو غزل‌ستوري استاد محمد صدیق پسرلي د دویم تلین مناسبت ته ځانګړې شوې وه، د ماسپښین دوه نیمې بجې کتاب ښار کې بلال عبدالرحیمزي د قرآنکریم مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل کړه. په دې غونډه کې د استاد پسرلي په ژوند او شاعرۍ خبرې وشوې.
نورګل شفق د استاد محمد صدیق پسرلي د ژوند مستند فلم جوړ کړی و، او بهیروالو د پروجکتور په پرده باندې ننداره کړ. ددې فلم په پیل کې د استاد لنډه پېژندنه وه، چې استاد په ۱۳۰۷ ل. کال د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې زېږېدلی او د کندز په شېرخان لېسه کې یې زدکړې کړې دي او همالته یې شعر او ادب ته مخه کړه. استاد خپله ځواني په کندز کې تېره کړې او بیا کابل ته راغلی و، چې ډېر ژر د کابل په ادبي حلقو کې و پېژندل شو. په ۱۳۵۹ل. کال استاد نورو هیوادوالو غوندې د شوروي یرغل او تنظیمي جګړو له امله پېښور ته مهاجر شو.
هر څه چې و مونږ ته وطن ښکلی و کب ته وي خوږې د سمندر اوبه
استاد د مهاجرت په دوران کې د سپېدې مجلې مسؤل و او د زرکې او ښارو په مستعارو نومونو یې ډېر نظمونه دې مجلې ته لیکلي دي. د استاد د نورو ادبي هڅو په سر کې د افغان ادبي بهیر نوم ډېر یادېږي، چې له پېښوره پیل او تر اوسه روان دی.
مجیب الرحمن امېري، چې د استاد په غزلونو یې د ماسترۍ تېزس لیکلی، په دې فلم کې وایي: هندي سبک، چې په پښتو کې عبدالحمید بابا پیل کړی و، تر کاظم خان شیدا پورې راوغځېده؛ خو له ده وروسته په ټپه ودرېده او استاد پسرلي دغه سبک بیا را ژوندی کړ.
په دې مستند فلم کې ادیبانو، شاعرانو او سیاستوالو د استاد په ادبي کړنو، شاعرۍ او لیکوالۍ باندې خبرې کړې دي. دې فلم کې د استاد پسرلي خبرې هم ضمیمه شوې دي، چې یو ځای کې وایي: که څوک غواړي چې ښه شاعري وکړي؛ نو د وسواس تر درجې دې یې بار بار وګوري او بار بار دې اصلاح کړي.
په دې فلم کې استاد سعدالدین شپون، استاد پیرمحمد کاروان، استاد نجیب منلي، اغلې نعیمه غني، ډاکټر احسان الله درمل، د افغانستان اوسني ولسمشر محمد اشرف غني، استاد حبیب الله رفیع، استاد اسدالله غضنفر، ومان نیازي، پرتو نادري، علم ګل سحر او نورو ادیبانو او فرهنګیانو د استاد پسرلي په شاعرۍ او ژوند خبرې کړې دي، چې د نمونې په ډول د ولسمشر محمد اشرف غني نقل قول را اخلم: ما د استاد له اشعارو، کیسو، ناولونو او مخصوصآ دده له ویناوو څخه ډېر څه زده کړي دي. استاد د خاصې سیاسي او ادبي تقوا خاوند و، استاد ددې تر څنګ چې خپله د ادب په اسمان کې لکه حمزه بابا یو ځلانده ستوری دی؛ خو د خوشال بابا په څېر یې پښتو ژبې ته یوه ادبي کورنۍ پریښې ده لکه استاد اسدالله غضنفر، عصمت الله څاروان، اېمل خان پسرلی او اجمل خان پسرلی، چې هر یوه یې د ادب، خبریالۍ او د پښتو ژبې د روزنې په برخه کې ځانته ستر مقامونه ګټلي دي.
استاد محمد صدیق پسرلی په ۱۳۷۷ل. کال له پېښوره کابل ته راستون شو. استاد ته پخواني ولسمشر حامد کرزي مډال ورکاوه، چې ده نه و منلی. استاد د ۱۳۹۲ل. ل. کال د مرغومي په دوه ویشتمه د ۸۵ کلونو په عمر د هندوستان په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ او د کابل په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. روح دې یې ښاد وي. استاد خپل ۶۵ کاله عمر پښتو ادبیاتو ته وقف کړی و او په دې موده کې یې کڼ شمېر اثار و پنځول چې: غزل بڼ، د نی کوڅه، د لمر کجاوه، کوچی ملا، بخملي صحرا، کوکچه، د بلېتس ترانې، د وطن ویر، ماته شپېلۍ، لېونی باد، د خیام رباعیات، سره غالۍ، پاسته اور او ګڼ شمېر نور چاپ او ناچاپ اثار یې پښتو ادب ته پرېښودل. په جنازه پسې هم ډېر ځي خلک څه افتخار دی که څوک تا پسې ځي
ډاکټر احسان الله درمل لومړی د استاد په ژوند وغږېده: زه ځان خوشبخته ګڼم، چې له استاد سره یوه روحي رابطه لرم، ما په لسم ټولګي کې د استاد ماته شپېلۍ لوستلې وه. استاد به ویل، زه چې ماشوم وم، ما په طلوع افغان کې د استاد عبدالحی حبیبي لیکنې لوستلې؛ نو ما به ویل چې کاش له مانه استاد حبیبي جوړ شي. درمل زیاته کړه: استاد پسرلی په پښتو شاعرۍ کې دومره لوی نوم دی، چې په ځینو برخو کې تر کاظم خان شیدا تېری کوي. هندي سبک له شیدا وروسته بل پیرو نه درلود. ابلته نه یوازې په پښتو ادب، بلکې په فارسي او اردو ادب کې یې هم نه درلود. په ایران کې سهراب سپهري و، چې هغه هم د بېدل ډېر ترکیبونه کارول؛ خو استاد پسرلي دا سبک بېرته را ژوندی کړ.
درمل د استاد د شاعرۍ بېلابېل اړخونه داسې وشنل: عواطف د شعر ډېره اهمه او اساسي برخه ده، چې انسان له بېروني چاپېریال سره اشنا کوي او عاطفه د انسان ذهن له بهرنۍ نړۍ سره نښلوي. د استاد په شعرونو کې د شخصي عواطفو هېڅ څرک نشته؛ د استاد په شعرونو کې یا ټولنیز عواطف دي او یا هم انساني. عاطفه شعر ته ژوند ور بښي او که په شعر کې عاطفه نه وي او خیال، اهنګ او ژبه یې څومره پیاوړې هم وي؛ نو د شعر د ژوندي پاتې کېدلو امکان به ډېر لږ وي او که عاطفه د شعر په نورو اجزاوو لاسبرې وي؛ نو شعر به تر ډېره ژوندی پاتې شي. لکه:
په مونږکه قیامت وي د دنیا یې باندې څه هوسۍ که مري که پایي د صحرا یې باندې څه
د استاد په شاعرۍ کې اجتماعي عواطف ډېر دي؛ ځکه خو د استاد موقف په معاصرو شاعرانو کې لوړ دی. ځینې مسئلې د ټولو انسانانو سره ګډې دي، لکه: مینه، ښایست، ژوند او د مافوق الطبیعت په اړه تصورات، چې د استاد د شاعرۍ یوه غني برخه په همدې عواطفو باندې راڅرخي.
څه بې مطلبه مزلونه نغاړو په څه پسې ورک یو څه پسې غواړو
د ژوند د بست هم دوې دروازې وې په یوه راغـــــــــــــــــــــــلو په بله لاړو
درمل د استاد د شعر بل عنصر ژبه وښودله، چې د استاد د شعر ژبه د پښتنو له محلي ژبې نه سرچینه اخلي. د شعر په ژبه کې مهم توکي کنایې او اصطلاحات دي، چې کنایه عمومآ له ژبې نه شعر ته راځي؛ خو تشبېهات، استعارې او اسطورې له شعر نه نثر او عامې ژبې ته راځي. د استاد په شعر کې کنایې او د محلي ژبې ښکلا ډېره لیدل کېږي. لکه: خیال مې د خیر په غونډۍ ناست ورته له لرې ګوري چې مې لفظونه کړي پسرلیه له مانا نه ګیله
درمل زیاته کړه: د استاد په شاعرۍ کې د ژبې مسئله ډېر ارزښت لري، د استاد په شعر کې د افغانستان د اطرافو ژبه، طبیعت، عقیده، انګېرنې او جغرافیه داسې محلول شوي دي لکه په اوبو کې چې بوره ویلې شي او په همدې حلول کې ماناوې پټې دي.
درمل وویل: د استاد په شاعرۍ کې بل عنصر اهنګ دی. اهنګ یوازې د شعر عمومي وزن ته نه وايي، په اهنګ کې د شعر عمومي وزن، د شعر کناري وزن، چې قافیې او ردیفونه دي او د شعر داخلي موسیقي په اهنګ کې ډېره مهمه ده، چې د تورو تکرار، سجع او تناسبات یعنې ایهام تناسب او د الفاظو نور تناسبات دي. د استاد په شاعرۍ کې ددې ټولو اهنګونو زبردستې بېلګې شته او د اهنګ لویه دنده هلته وي، چې کله اهنګ د موضوع د روح سره مناسب وټاکل شي او د استاد د شاعرۍ کمال په همدې کې دی، چې د موضوع له روح سره یې سم وزن ټاکلی دی. د مثال په ډول د استاد په څلوریزو کې لس سېلابه وزن. ددې وزن ځانګړنه داده، چې پنځه پنځه سېلابه سره جلا کېږي او تر منځ یې ځنډ راځي او همدا ځنډ مونږ ته دا احساس راکوي، چې یو با تجربه سپین ږیری مونږ ته خپلې تجربې بیانوي، ځکه چې ډېری سپین ږیري خپلې جملې په یو وار پای ته نه شي رسولی او ساه ګانې یې په منځ کې نیمې نیمې کېږي. لکه: د غرونو منځ کې، د سیند په غاړه وه یـــوه بـــوره، ونـــــه ولاړه
وېل یې افسوس چې، زړه مې نږدې کړ هرې څپې ته، را څخـه ولاړه
د استاد تشبېهات ۹۰٪ نوي دي او که زاړه تشبیهات یې هم کارولي وي؛ نو ضرور به یې یا د تشبېه وجه نوې وي او یا مشبه به، چې دا د تشبېهاتو اوج دی. لکه:
ماشوم تر مېوې په غورې وي میېن د ښکلیو منلی وي خام لېونی
د استاد په شاعرۍ کې ولسي انګېرنې ډېرې دي لکه په کلیو کې چې د سر وېښتان په دېوالونو کې ږدي. استاد وایی:
د دېوالونو په چولو کې ږدي توی شوي وېښته زه هم په سمڅو کې بې دردې دنیا پرېښودمه
د استاد پسرلي شاعري، فکري خوبۍ هم لري او زه چې کله د استاد نظریات لولم، ماته فرانسس بېګن یادوي، چې وایي: د یو څه شي په اړه چې مونږ قضاوت کوو؛ نو مونږ د خودغرضۍ له زاویې ورته ګورو، چې نه باید له دې زاویې ورته وکتل شي او استاد همداسې یوه نظریه وړاندې کوي چې:
تول ناجایز دی د شخصي غرض په کاڼي که دا تول دا ترازو و ښه به بد او بد به ښه کړم
درمل په پای کې د استاد روح ته دعا وکړه او هیله یې وکړه، چې د استاد ناچاپ اثار چاپ شي. د درمل ترخبرو ورسته د استاد پسرلي مناجات د سردارعلي ټکر په جادوګر غږ بهیروالو ته واورول شول.
استاد پیر محمد کاروان خپلې خبرې په دې لنډۍ پیل کړې: 
په چا به کور کلی ړنګېږي په چا ړنګېږي لرې لرې وطنونه
د استاد غم وړوکی نه دی، چې یوازې استاد غضنفر او یا د هغه کورنۍ ته دې یې تسلي وویل شي؛ بلکې ټول ملت او یو یا دو کاله نه؛ څو پېړیو ته یې تسلي ویل پکار دي. دا چې استاد زمونږ په منځ کې نشته دی، الله ج دې یې د جنت زرغون وزری بلبل ولري او استاد په ژوند کې هم زرغون وزری بلبل و، چې ګلابي نغمې او نرګسي سرودونه یې مونږ ته پریښي دي او مونږ مجبور یو، چې په دې سرودونو یې زړه تسل کړو. استاد کاروان خپلې شاعرانه خاطرې د مقالې په بڼه بهیروالو ته واورولې، چې زه یې دوه غونډلې دلته راخلم: د هجرت موسم او استاد د سپېدې مجلې مسئول و او ما د غزلونو پیر وموند. افغان ادبي بهیر د هغه د عاطفې زېږنده ده او افغان ادبي بهیر د استاد تر مشرۍ لاندې زرین ګامونه پورته کړل.
تر استاد کاروان وروسته محمد یار یار خپلې خبرې وکړې، چې له استاد پسرلي څخه د زدکړې ډېر ټکي شته؛ خو یو اساسي ټکی، چې مونږ یې باید زده کړو هغه د استاد روښانفکري ده. دا روښانفکري به زمونږ په ټولنه کې ځینې استادان، مشران یا ځینې نور مخور به یې یا په سیکولریزم تعریفوي، یا به یې په کفر او یا به یې په انحراف تعریفوي؛ خو مونږ له روښانفکرۍ څخه بله چاره نه لرو، چې مونږ د انسانیت او تمدن په لاره برابر کړي او هغه انساني ژوند ته پرې ورسېږو، چې د نړۍ متمدن انسان ور رسېدلی دی؛ خو مونږ اوتاسې ترېنه وروسته پاتې یو. روښانفکري داده، چې ته تل خپله خبره وکړې. د پلار او نیکه په پله به پل نه ږدې، چې هغه څه کول زه به هم خامخا هماغه کار کوم او استاد داسې کار نه کاوه، چې د هغه پلار او نیکه کول.استاد به خپله خبره کوله. نورو خلکو چې څه شی عظمت باله؛ استاد ته به عظمت نه ښکارېده. استاد به ویل چې خپل فکر وکړه، خپل مغز په کار واچوه، خپل تحلیل ولره او خپله فکري پنځونه وکړه. په نورو پسې مه ځه او تقلیدي ژوند مه کوه.
که بدلون غواړې پسرلیه فکر مه هېروه موډ خو خولۍ بدلوي فکر دی چې سر بدلوي
نقیب احمد عزیزي لومړی خپله یوه خاطره بیان کړه، چې په کامې ولسوالۍ کې د استاد محمد اصف صمیم په حجره کې د علومو اکاډمۍ له یوه نامتو غړي سره زمونږ بحث و، ما ورته د پسرلي صېب څو بیتونه وویل. هغه راته کړه، چې زه به د زړه خبره درته وکړم؛ مونږ او تاسې په توافقاتو او پرېکړو کې عجله کوو او چې په یوه شي مو توافق وکړ، بیا هماغه ښه ګڼو یا یې بد ګڼو؛ نو استاد پسرلی کله دومره لوی شاعر دی. د پښتونخوا یو شاعر یې یاد کړ، چې هغه ډېر لوی شاعر دی. عزیزي وویل: دا دخندا وړ خبره نه ده، په دې باید وژاړو، چې زمونږ په منځ کې داسې کسان پټ پاتې دي. یوازې نن چې د استاد د تلین ورځ ده، یو څو خبرې جبرآ پرې کوو؛ خو نه دا باید یو مسؤلیت وګڼو. نقیب احمد عزیزي د استاد په یوې څلوریزې مقاله لیکلې وه او بهیروالو ته یې واوروله، چې هغه څلوریزه دا وه: د عدم غېږ کې، سوکه ویده و نه خیر نه شر، نه بد نه ښه و
که بیا عدم وي، نو پاکه ربه د پاڅولو، مطلب دې څه و
استاد نجیب منلي د ډاکټر درمل ددې خبرې مخالفت وکړ، چې ګواکې استاد پسرلی د هندي سبک بیا راژوندی کوونکی دی. استاد منلي وویل: دې کې شک نشته، چې استاد خپل ژوند هندي ادبیاتو ته وقف کړی و، د هندي سبک شاعران یې لوستي وو او هغوی ته یې په درنه سترګه کتل. مګر ایا استاد پسرلی د هندي سبک شاعر دی او که نه؟ که چېرې د هندي سبک نه موخه پېچلي تشبېهات او یو په بل کې نغښتي تصویرونه وي؛ نو کېدای شي چې استاد دې خواته پل ایښی وي؛ خو د هندي سبک غوټه کوم ځای کې ده؟ په فارسي ادبیاتو کې هندي سبک هغه وخت راځي، چې چنګېزي یرغل تېر شوی دی او په دغو کلونو کې ددې سیمې ادبیات، فرهنګ او ژوند له منځه تللی دی او یو وخت ددې سیمې خلکو د بیا احیا او ژوندي کېدلو لپاره کوښښ کړی دی. دا هغه وخت دی، چې په صفوي ایران کې شیعه د رسمي مذهب ځای نیسي او په سونیانو باندې یو څه ځای تنګېږي؛ نو هندي سبک د یوه نوي بغاوت زېږنده ده. دغه بغاوت په بېځایه شوې جغرافیه کې د یوه بېځایه شوي تاریخ زېږنده ده او دلته هندي افکار او هندي تصویرونه د فارسي په جامه کې راغلي دي؛ نو د هندي سبک اغماز له دغه ځایه شوی دی. د پسرلي صېب پېچلتیا له دغه ځایه شوېده. که پسرلی صېب نوي او ښکلي تشبېهات لري او نوي استعارات لري، هندي سبک به یې په روزنه کې رول لوبولی وي؛ مګر همدا ښکلا، پېچلتیا او همدا نازک خیالونه زمونږ په لنډیو کې هم له ډېرې پخوا نه شته. لکه: حجره یې وه طالب جان نه و لکه د مارې په دېوال و ګرځېدمه
ددې معادل په هندي سبک کې نشته، پېچلی تصویر دی؛ مګر ساده بیان شوی. د استاد پسرلي شاعري ددې ټولنې شاعري ده او ددې ټولنې په ژبه شاعري ده. استاد پښتو وایي، بلکې سوچه پښتو وایي. استاد پسرلی ددې زمان او ددې جغرافیې شاعر دی او همدې خلکو ته یې شعر ویلی دی. استاد منلي بهیروالو ته د مشورې په بڼه وویل: راځئ کله چې مونږ په ادبیاتو باندې څېړنه او نقد کوو، هغه وسایل چې نورو راکړي دي هغه څنګ ته کېږدو، د کارېدو په وخت کې به استفاده ترېنه کوو؛ خو مطلق به له هغو وسایلو نه استفاده نه کوو. مونږ باید د خپل ادب تیوري پیدا کړو؛ خو که مونږ د پښتو ادب لپاره د دري او عربي د قافیې په روي پسې ګرځو او یا یې عروض په پښتو شاعرۍ باندې تطبیقوو؛ نو لاره به رانه ورکه شي، ځکه چې هغه په پښتو کې نه چلېږي. له شلمې پېړۍ را په دېخوا کمو شاعرانو او لیکوالانو د پښتو ادب په باره کې د پښتو ادب له منځه فکر کړی دی او په هغې ډله کې یو هم استاد پسرلی دی. راځئ چې پښتو له پښتنو زده کړو او راځئ چې پښتو ادب له پښتو ادبه زده کړو؛ که دا کار مو وکړ، یو خو به مو د پسرلي او ده ته ورته شاعرانو درناوی کړی وي او بل به مو خپل پښتو ادب ته خدمت کړی وي.
تر استاد منلي وروسته محمد یونس تنویر د استاد پسرلي په خیال او فکر خپله لیکلې مقاله ولوستله.
غره ته ختلو کړم په ډېرو منل شویو شکمن چې غر به لوړ و خامخا که شاوخوا ناسته وه
په پای کې استاد اسدالله غضنفر غونډه وارزوله او د غونډې د نظم ستاینه یې وکړه، چې ځوانان ډېر راغلي وو او ډېری ځوانان په څوکیو هم نه وو ناست؛ خو بیا هم د غونډې نظم ته یې پام نیولی و. غونډه هم د مانا او محتوا له پلوه او هم د نظم له خوا درنه وه.
استاد غضنفر وویل: ماشومانو ته خپل پلار ډېر لوی انسان ښکاري. ورو ورو دې پایلې ته رسېږي، چې زما پلار هم نورو انسانانو غوندې نیمګړتیاوې لري او کامل نه دی؛ خو د وخت په تېرېدو سره زما باور په خپل پلار ډېر شوی دی او دهغه کمالونو ته به مې پام کېده. ډېر داسې وخت راغلی چې ممکن زر مخه به یې لیکلي وي؛ خو چاته به یې نه ورښودل، ځکه چې هغه به یې بار بار اصلاح کول، هغه به ویل چې بیا به چاپ شي؛ خو اړینه ورته دا وه چې د خپل زړه خبره وکړي.کله به چې مایوسه و؛ نو هغه وخت به یې ډېره لیکنه کوله؛ خو اکثر خلک د مایوسۍ په وخت کې هېڅ هم نه لیکي. زه وایم ستاسې اصلي سرمایه، چې تاسې ژغورلای شي، هغه ستاسې وخت، شپې او ورځې دي، ځکه کومه موضوع چې ستاسو په ذهن کې وي هغه لومړی قلم بند کړئ دا له هر څه نه مهمه ده. ځکه چې هم به مو ټولنې ته ګټه ورسېږي او هم به مو خپل ادب ته خدمت کړی وي.
مزمل هوتک د هند یونلیک کتاب، روهي ادبي بهیر د استاد پسرلي په هکله مجله او تېر یادونه کتاب، چې د استاد پسرلي په څلوریزو کره کتنه وه، په بهیروالو ووېشل شول.
څوک د مرغلرو پېژندوی نه وو تل د سمندر ته ګوهر بېرته وړم
راغلم جهان ځای د اوسېدو نه وو کډه په زېړي مازدیګر بېرته وړم
غونډه د ماښام له اذان سره سم پای ته ورسېده.
 
بېرته شاته