لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
رومانټسیزم او غني خان
لیکوال: مصطفی سالک   نېټه: 27.01.2016   خپرونکئ:   سمسور  

رومانویت،رومانتیزم،او رومانټسیزم د لویدیځ د ادبیاتو يو مشهور مکتب دی چې دګڼو کره کتونکوپه باور یې سرنامه د ژان ژاک روسو هغه انقلابي ناره ده چې چیغه یې کړه( بیرته د طبیعت لور ته ورشئ)په دې جملې سره روسو د عقل او فکر ټولو زیرمو ته اور واچو او ښکاره یې وویل چې ساینس او ورسره اړوند پرمختګونه د انسانیت دښمنان دي،انسانان باید خپل تیر مهال ته ستانه شي،او بله دا چې پر ډاګه یې لکه د اسلامي صوفیانو زړه د عقل په پرتله غوره باله،له دې نه رومانوي ادب پیل شو،د فلسفې تاریخ لیکونکي نه دي چمتو چې روسو د یوه فیلسوف په توکه ومني خو دا ټول مني چې د فرانسې پر انقلاب،د کانټ پر فلسفه او د ګویټې پر شاعرۍ د روسو اغیزې ډیرې جوتې وې،رومانویت یو بشپړ بغاوت و،دطبیعت بغاوت و د علم پر وړاندې،د احساس بغاوت و د فکر پر وړاندې،د ذهنیت بغاوت ود عینیت پر وړاندې،د یوازیتوب بغاوت و د ټولنې پر وړاندې د تصوراتو بغاوت و د حقیقت پر وړاندې،د افسانو او اسطورو بغاوت و د تاریخ پر وړاندې،د نسوانیت بغاوت و د نارینتوب پر وړاندې،د فرد بغاوت و د ریاست خلاف ،د ځانګړي خدايي احساس بغاوت و د مذهب پر وړاندې لنډه دا چې دا د ۱۸ میلادي پیړۍ پر وړاندې د ۱۹ پیړۍ بغاوت و.د رومانویت په زمانه کې اروپایانو بلا شی فارسي ادبیات خپلو ژبو ته وژباړل کله چې په عقلانیت پسې توغ پورته شو د مسلمانو صوفیانو د زړه او وجدان فلسفه یې د هغه د ځای ناستي په توګه وکاروله او همدغه رومانوي شاعران دي چې ادب یې له افادیته لرې کړ او یوازې ښکلا یې د ادب لپاره کافي وبلله.

رومانویت په خپل وخت کې چټک یون وکړ،او وروسته ددغه مکتب پرنګي شاعرانو بایرن،کیټس،شیلي،ورډز ورت،شیرډان ،جین اسټن بلیک،او کالرج دغه مکتب پر مخ بوت،پوشکین ،ټالسټای او ګویټه هم ستر رومانوي شاعران ووپه فرانسه کې سربیره پر روسو چې سویټزرلنډي طبعت یې درلود شاتو بریان،هوګو او لمارتین د نامې جامې رومانوي شاعران و.په امریکه کې تهورو میل ول او تر څه حده ایمرسن دغه رنګونه لرل ،خو ما ځکه د انګریزانو شاعرانو یادونه وکړه چې کله انګریزان د هند نیمه وچه کې میشت شول تعلیم انګریزی رنګ واخست او ما چې د کومو پنځو شاعرانو نومونه واخستل د هند د نیمې وچې په تعلیمي او ژبني نصاب کې شامل و،او په ادبي ناستو کې یې شعرونه یادیدل ،پښتنو ځوانانو هم دغه شاعران ولوستل او د یو نوي مکتب په رڼا کې یې شاعري پیل کړه،فضل الحق شیدا،سید رسول رسا،اشرف مفتون غني خان او یو شمیر نور شاعران په دې کتار کې و،خو د رومانویت کره خصوصیات په غني او مفتون کې لیدل کیږي.که ددغه سټایل ګڼ استازي شته خو یو استازی شاعر یې غني خان دي خو دا به هم ناجایزه وي چې یوازې د رومانویت د نړیوال مکتب د بیان شویو او نابیان شویو ځانګړتیاو په رڼا کې وڅیړل شي او د هغه خپل نوښتونه ځانګړتیاوې او هغه خبرې دې هیري شي چې ان له رومانټسیزم سره په ټکر کې دي،هڅه به وکړو چې د غني په برخه کې لږ تر لږه دغه راز اړینو برخو ته اشارې ولرو.
غني څنګه دغه لاره ومونده یو خو خان و،او رومانویت خو هسې هم د خانانو د ژوندانه یوه برخه وي،ارام ژوند د ښکلیو په زلفو کې خوبونه او د پازیبونو په شرنګا ویښیدل او چې نشه یې کړي وي نو بیا خو کاذب ارفعیت ورته وايي چې له جنته هم ښکلي ځای کې یې! 
بله دا چې غني داسې مهال ښي او چپ پیژني چې د هند په نیمه وچه کې انګریزي ژبه واکمه ده او د هغو رومانتیکو شاعرانو شعرونه ویل یو فیشن جوړ شوی و چې مایې مخکې یادونه وکړه.بله دا چې د انګلستان او امریکې تعلیمي سفرونو هم غني ته موکه ورکړه چې د رومانټسیزم ادبي رویې په ژوندانه کې هم تجربه کړي.
همدا راز ددغه مکتب نړیوال کیدو د سیمې نورو ژبو ته لاره کړې وه ،دوی دغه ادب ولوست،او په دې باور چې دا نوي څه دي پښتو ته یې هم لاره وکړه،چې څو لسیزې وروسته یې غني د یوه استازي په توګه لویه پیژندګلوي لري.
د غني رومان او خدای!
دغه ډله شاعران هر یو د خپل ادراک د لوښي په کچه له خدای سره مینه پالي،خو دا مینه دودیزه مذهبي مینه نه وي چې د کتاب له لارې دې خدای وپیژندل شي،بلکې دوی په خپل وجدان کې د حقیقي ښکلا ننداره غواړي،عقل غندي او زړه د لارې مشال بولي،خو اصل خبره داده چرته چې فکر او فلسفه د حیرت په برید پای ته رسي عرفان پیلیږي او مشاهده د ټولو پوښتنو يو ځواب ګرځي،راځئ د غني خدای پرستي څه راز ده:
یو تصویر دی د جانان
چې یې نه کیږي بیان
د هر چا د سترګو پټ دی
خو ښکاریږي هر زمان 
د غني مینه د یوه صوفي مینه ده،او په وروستي بیت کې خو ټول وحدت الوجود نغښتې،خو که د غني وروستی بیت مې په بله ژبه کې لیدلی وی نو ویلي به مې و چې د خوشال خان کامیابه ترجمه یې کړې ده خان وايي:
په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم
چې له ډیرې پیدایه نا پدید شو
اوس که ددې عارفانه مفهوم ژورو ته کوزیدل غواړئ د حمزه شینواري هغه کتاب ولولئ چې( د خوشال خان خټک یو شعر) نومیږي او د خوشال بابا ددغه د دغه بیت پر اړه لیکل شوی دی.
لیکن انسان چې د صوفیانه ریاضت پر ځای د شرابو په دروغجن اسمان کې حقیقت لټوي هغه له حقیقي مشاهدې بې برخې پاتې کیږي ستړی کیږي او دې نتیجې ته رسي چې ای خدایه! زه چې تا نه شم احساسولې نو څنګه دی احساس کړم،غني وايي:
اول سترګې ستا د لیدو خو را
بیا کوه د مینیدو تمه
خو ساز او سرور او خمار پیژنم
هغه خورم چې څکلی شم
زه خو شرنګ او غورځنګ او ستار پیژنم
او جانان هغه چې لیدلی شم
زه خو ناز مکیز مسخره پیژنم
دغه د مشاهدې نه شتون دی چې د رومانوي شاعر لاره له یوه صوفي شاعره بیلیږي،صوفي وايي چې زه حقیقي ښکلا وینم خو بیان یې نه شم کولای.
او په پای کې د رومانتیک شاعر پریکړه څه داسې شي:
مینه د الله سره دا هسې خوب او خیال دی
نه وي چې وجود نو خشته څنګه راښکاره شي.
د غني پر مذهبي تصور مې منشور کې بحث کړی نو ځکه ورته ډیر نه تم کیږم.
مخکې مو وویل چې رومانویت یو بشپړ بغاوت دی.غني که هر څو د باچا خان زوی دی خو د یو روماتیک شاعر په څیر له مذهب او ټولو روایاتو بغاوت کوي او هر څه له یوې خولګۍ ځاروي،دا څیز زموږ په کلاسیک ادب کې نشه.
شرم دستور،رواج اسلام او پښتو
ټول ستا له شونډو مې ځار کړي دي
تر دې چې دغه رومانتیک شاعر د خپل احساس په ا تش فشان کې هغه د ښکلا
د حیا روایتي او مذهبي تصور هم لمبه کوي.
ښکلې چې شي ورانه لامزه په کې پیدا شي
شیخې داړه ورې نه ښایسته کاسیره ښه ده
که نړیوال روماتیک ادب وکتل شي له ابشارونو،تالندو او ورانو کنډرو سره په کې ډیره لیواتیا ښوول شوې ده چې د جمال نه بلکې د جلال یو رنګ دی،په غني خان کې ډیر نه سهي خو بیا هم دا څیز شته.
د ځوانۍ شړق او د اسمان تندر
زور یې مزه کا اور یې مزه کا
د حسن ذهني (موضوعي نظریه)
رومانویت د ظاهر پر وړاندې د باطن بغاوت هم دی،د حسن ددې نطریې منونکي وايي چې ښکلا په څیزونو کې نه ده،بلکې د انسان په وجود او حواسو کې ده که نړیوال روماتیک ادب وکتل شي داسې کم شاعران به وي چې پر دې نظریه یې نظمونه او شعرونه نه وي لیکلي،غني هم پر دې اړه ډیر نظمونه لري،د یوه یوه برخه:
د ادم د نظر تول دی
که دا تور دی که دا سپین
د ادم د ژبې خیال دی
دا سپلمۍ او انګبین
دا اواز زما د ګوتو
پوست مړوند ښکلی مهین
دا زما د ځیګر لوبې 
ګل اندامه او شیرین
غني او د رومانویت له خوله راوتل:
د رومانتیک شاعر له ‌ذهنه د تصوراتو او خیالاتو د ښکلا یو رنګین خول تاو وي هغه یوازې ښکلا ته اجازه ورکوي چې ددې جنتي خول دننه ته لاره پیدا کړي،اوچې کوم څیز ورته ښکلی نه ښکاري نه یې پریږدي چې دې تصوراتي دنیا ته ورشي که د خدای تصور مني نو دوزخ او هغو نورو څیزونو ته لاره نه ورکوي چې د شاعر په باور ښکلي نه دي:
ظلم زور او درد او عذاب ربه څنګه ومنم
دې کې یو هم ستا د ښایست سره نه ښايي
شاعر چې له خپل رومانتیک خول نه وتلو ته اړ شي نو یو ذهني عذاب تیروي غني وخت په وخت له خپله خیالي جنته وتلو ته اړ شوی دی،ولې؟
ځکه چې هغه د پاچا خان زوی و ،هغه چې د نفوذ او د ژوندانه د عملي ډګر سړی و او له غني یې عملي مبارزه غوښته دې چارې غني اړ کړی چې د رومانتیک تر څنګ دې ریالیست هم ووسي.
زه چې چرته وتی یم
توره په میدان کړمه
یا به دشمن خاوری کړم 
یا به خاوری ځان کړم
خو بیا هم دا ورته ستونزمنه ده:
زه د مینې توریالی یم
د جنګونو تورزن نه یم
د غني په اشعارو کې ډیر شعرونه شته چې ریالیستیکې نښې لري.
ماته څه مغل مغل کئ
ورک مغل او ورک یې کور دی
ولې نوم د هغه نه اخلی
چې دې نن په اوږو سور دی.
غني خپل نوښتونه هم لري او د بیلو ادبي مکتبونو ځانګړتیاوې لري خو د رومانټیسیزم رنګ یې ډیر پوخ دې ما په دې لیکنه کې د هغه د شاعرۍ رنګونو ته اشارې وکړې که همدغه نکتې راوسپړل شي روغ کتاب ترې جوړیدې شي.یوه خبره پاتې شوه چې د یوه رومانتیک شاعر په ژوندانه کې به رنګینه شیبه څه وي ښايي د واده شپه،رومانتیک غني ته غوږ شئ چې د واده په شپه څه رومانتیکه پوښتنه رامخې ته کوي ځواب په پوښتنه کې نغښتې هغه مینه او یو نوی تړون دی.
څوک دې ماته ووايي 
څرنګې شیدا شي څوک
څوک چې چاته وخاندي 
ولې په خندا شي څوک
 
بېرته شاته