لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د ننواتې او لیونۍ د خالق ویر
لیکوال: عبدالهادي هادي   نېټه: 31.01.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 د ۱۳۶۳ ام لمریز کال پسرلی وو چې د قبایلو د نشراتو د ریاست له خوا د حضرت رحمن بابا په پسرلنۍ مشاعره کې مې د ډېرو ملکي مامورینو په منځ کې پر ناست یواځني منصبدار سترګې خوږې شوې، لوی سړی راته ښکاره شو، اوږې یې ډکې وې.

دریځ یوې ښځینه چلاوه، نوم مې یې نه دی په یاد خو چې ناست منصبدار یې دریځ ته غوښته ویویل چې: اوس به زړه سواند صیب ته بلنه ورکړو چې ستیج ته راشي او تاسو ته خپل شعر در واوروي. ما شونډه بوکه کړه او یون که آزمون ته مې کړه چې ، منصبدار او زړه سواند؟؟؟ او سره ومو خندل.
٭٭٭
له هماغې مشاعرې وروسته مو زړه سواند صیب نیژدې په هره مشاعره او سیمینار کې لیده. هغه ښایي له محدودو هغو کسانو نه وو چې تخلص یې له شخصیت سره بیخي ډېر لګیده، هغه په رښتیا زړه سواند وو. زه تر ننه د زړه سواند صیب په باب د خپل لومړني قضاوت، انګېرنې او خندا له امله خجالته یم . منصبداران اکثر کلک زړي خلک وي، د منصبداري دریشي او منصبداري معمولن د زړه سواندو خلکو سره نه جوړېږي، زه تر اوسه هم نه پوهېږم چې د زړه سواند په شان د نرم زړه او پاسته خوی لرونکي انسان څنګه منصبداري ته مخه کړې وه او څنګه یې د نظام له ستونزمنو او سختو شرایطو سره ګذاره کولای شوه؟؟؟
٭٭٭
کابل هغه وخت هم له اوسني کابله ښه نه وو. هره ورځ به د طالب او داعش تېر نسل، له ښاره د راتاو غرونو له سرونو او پر سپین ټوکرد لیکل شوي ( نصرمن الله فتح قریب)د سیوري له شا، د ښار یوه برخه په نښه کوله او میندو به لکه د نن په شان خپلو مخونو ته څپېړې نیولې وې، خپل ویښته به یې شکول اود بچو په ویربه اخته وې او پلرونو به په نمجنو سترګو، ماتو ملاوو، زوړند سرونه د خپلو زامنو تابوتونه له چهارصد بستره په اوږو جګول او د شهیدانو غونډۍ ته به یې چې وروسته سیاپ که بل کوم رهبر!!! خنځیر تپه بللې وه ، رسول. 
زړه سواند په یادو کلونو کې د کابل همدغې تراژیدي ته د سندرو ژبه ورکوله. د زړه سواند د همدغو کلونو شعرونه که ولولو نو هر یو یې د یادو کلونو د غمجنو ورځو یوه سانده او یو ژوندی انځور دی خو داسې انځور چې نه یې رنګ تیز دی، نه یې کرښې نا متناسبه دي او نه یې لکیرې نا متجانسې.
٭٭٭
زما، یون، آزمون او صفیه صدیقي د شاعري پیل، کال دوه وړاندې وروسته یا سره یو دی. له زړه سواند سره مو پېژندګلوي هم همداسې درواخلئ. په شپیتمو کلونو کې د زیاترو مشاعرو او سیمینارونو ځایونه پر همدې یوه کرښه پراته وو، نوي ښار کې د قبایلو د نشراتو ریاست، د نوي ښار له پارکه د زینب سینما غاړې ته د لیکوالو اتحادیه، آریانا څلور لارې کې د آریانا هوټل او حضوري چمن کې د ځوانانو کلوپ. هغه وخت له دوه درې لیکوالو ور اخوا نور موږ ټول بې پایکشه وو، او په نوي ښار کې د لیکوالو له ټولنې د ځوانانو تر کلوپه لاره به مو هره اونۍ یو یا دوه ځلې په پښو وهله. په دې لاره به چې له هرې خوا راتلو نو په دا منځ کې، د آریانا له څلور لارې سره نیژدې،د اردو د نشراتو ریاست او د زړه سواند صیب دفتر وو ، چې همدا زموږ دمه ځای وو. په رسمي وخت کې به لکه د قحطي ملخان په دفتر ورشیوه شوو، هم به مو چای ورنه وڅښه او هم به مو خپل مات ګوډ شعرونه ور واورول او د ده به مو واورېدل. په دې ټوله موده کې مو د زړه سواند صیب ټنډه تروه او رویه سړه ونه لیده، همیشه په ورین تندي، همیشه په مهربانۍ او همیشه له زړه سوي ډک چلند.
٭٭٭
زړه سواند له محدودو پوځي منصبدارانو څخه ووچې پر یوې ژوندۍ بهرنۍ ژبې یې تسلط درلوده، زړه سواند شاعروو، زړه سواند کیسه لیکوال وو او زړه سواند ژباړن وو.
همدې ځانګړنو او امتیاز، هغه ته دا چانس ورکړی وو چې تر پوځي چارو ډېر په ادبي او فرهنګي برخو کې یاد او فعال واوسي.
د روانې پیړې شپیتم کلونه چې زموږ پرجغرافیې د دوه سره دښمنو ایدیالوژیوغوبل په اوج کې وو، په دواړو غاړو کې شعر، کیسه او له لویه سره ادبیات، له سیاست سره غاړه غړۍ شوي وو. سره او شنه شعر، سرې او شنې کیسې او سرو او شنو ادبیاتو، شعر، کیسه او ټول ادبیات داسې د ایدیولوژیو او سیاستونو خدمت ته ګمارلي وو چې د هنر د تږو زړونه په تغزل،هنر او ښکلا پسې چاودي وو. دا هغه کلونه وو چې حتی د هنرمند له پاره به هم حسودو سیاسیونو بې طرفي بې شرفي ګڼله، فقط هغه شعر او هغې کیسې خریدار درلوده چې یا به نګه سره وو یا به نګه شنه.
زړه سواند له هغو محدودو شاعرانو او کیسه لیکوالو څخه وو چې د اختناق په هماغو کلونو کې یې هم د هنر خوا ونیوله، نه خپله سور او شین شو او نه یې خپل هنر په سره او شنه رنګ ورنګاوه.
٭٭٭
پر کابل چې بده ورځ راغله موږ وارو ځان ساتي پیښور ته وتښتېدو خو زړه سواند صیب خپل خلک او د زړه کابل په بدو ورځو کې یوازې پرېنښودل. د داعش او طالب د تیر نسل د غوایمنډ په ټولو کلونو کې مې له هغه سره اړېکې یا نه وې یا کمې وې، خو داسې نه وو چې له حاله یې نه خبرېدو.
هغه د خپل کابل د ړنګېدو درد او د خپلو خلکو بدو ورځو د زړه په رنځ اخته کړی وو، موږ خبرو وو چې زموږ مشر شاعر زړه سواند صیب ناروغ دی خو له دعاوو پرته مو څه نه شوای کولای.
د مهاجرت په هماغو لالهاندو ورځو کې د پیښور په ارباب روډ کې ورسره مخ شوم، کلکه غیږه یې راکړه، دواړو د یو بل دردونه وژړل، دواړو کابل او افغانستان ته وژړل او ما د ده کمزوري شوي وجود ته اوښکې ایسارې نه شوای کړی. رفیق الله لا ډاکتر نه وو او دی پاکستان ته د زړه د بندو والونو د علاج له پاره راغلی وو، تر دې وروسته مو فقط دوه ځله نور سره ولیدل او بس.
٭٭٭
پروسږ مې سندرمار او هنرمند شاعر په زړه راوورېده، یاد مې کړ او څو کرښې مې یې په باب ولیکلې، زموږ فرهنګي ټولنې مې وننګولې چې زموږ سپین ږیری شوی او بابا شوی زړه سواند مه هیروئ، او که ممکنه وي وې نمانځئ. هغه لیکنه ګران رفیق الله زړه سواند ور رسولې وه، خپله یې په خپلو لاسونو لیک راته لیکلی وو چې فرهنګپال او درانه زوی یې ډاکتر رفیق الله زړه سواند راته سکن کړی وو او راویلېږه. همدا مو وروستۍ اړیکه وه او هماغه لیک یې له ما سره نښه پاته شو.
٭٭٭
د کور انترنیت مې قطع وو( د نیټ کمپنۍ مې بدله کړې وه)، موبایل مې په اوبو کې لوېدلی وو،آن لاین وم خو له فیس بک سره مې دا څو ورځې اړیکې یا بیخي نه وې یا دومره وې چې خپله مې نه کومنټ لیکلای شوای او نه مې مسیج اخیستلای او لیږلای شوای، په همداسې بدو ورځو کې مې د زړه سواند صیب د مرګ خبر واورېده. یوه دوه ورځې هر یوه پر زړه سواند اوښکې تویولې، حتی هغو چې په یوه ښار او ګاونډ کې ورسره اوسېدل خو کله یې هم د هغه خدمت ته د رسېدو میړانه ، نه وه کړې، لاسونه مروړل چې ... نه پوهېږم هغه فرهنګي ټولنې چې د تمې په لالچ کې یې نه سړو ته هم د عزت پټکي ورپه سرول خو د ژبې او فرهنګ د نیمې پېړۍ خدمتګار زړه سواند نه په څنګ تېرېدل، هغوی به اوس خپل وجدانونه څومره زوروي؟؟؟
ما د ارواښاد زړه سواند د مرګ یو خبر هم نه لایک کړ، او نه مې ور لاندې څه ولیکل ، له عجیب حالت سره مخ وم، نه مې غوښتل د مرګ خبر یې ومنم، نه مې غوښتل چې د بې رحمیو او کاڼو د زړونو په دې زمانه کې د خپل یواځیني زړه سواند د مرګ حقیقت ومنم ، بلکه نه مې وشای منلی، ان تر دې چې محب جان مسیج راکړ چې هادي کاکا دا چېرته یې؟ خبر یې که نه چې پلار مې مړ شوی دی؟؟؟ ما د محب جان پیغام واخیست خو جواب مې ورنکړ، نه مې غوښتل یا مې نه شوای کولای دا ومنم چې زړه سواند مړ دی.
اوس هم وایم چې دا به لویه بې انصافي وي که ووایو زړه سواند مړ دی، هغه زړه سواند چې لا هم د جنګ هیولا ته غزلیزې ننواتې کوي او د خپلې لیونۍ مینې په پار د خپلو خلکو له پاره د سکون د یوې یوې شیبې غوښتنه کوي، هغه زړه سواند چې د پسرلي د زړه راښکونکې وږمې په شان راغی، زموږ د وطن هره زخمي شیبه یې سندریزه کړه او دا دی نن د ډاکتر رفیق الله زړه سواند او محب زړه سواند په شان هنرپالو زامنو په څیرو کې راڅرګندېږي موږ ته د رانه تللي زړه سواند د هنر او آثارو د پازوالي زېری راکوي او د تلپاتې کېدو سپېدې څیري.
 
بېرته شاته