لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
توتــي
لیکوال: دسمسور ويبپاڼي اداره   نېټه: 25.11.2008   خپرونکئ:    

يو سړي  يو توتي درلود. کله چي به د کوره واته (وتئ ) توتي به يې  هم له ځانه سره يووړ او په يوه ځای کښي به يې ځوړند کړ. سړی به چي په کار بوخت شو، توتي به په خبرو پيل وکړ  او ورته ويل به يې ( ورځ مو په خير.)

 يوه ورځ دې سړي ته ضروري کار پېښ شو توتي يې  کور پرېښود او ولاړ. پدې وخت کښي د سړي ګاونډی راغئ، توتي يې واخيست او خپل کور ته يې

 يووړ. کله چي د توتي خاوند کور ته راغئ ګوري چي توتي نه سته. نو ډېر خواشينئ شو او د ګاونډي کور ته ولاړ او ورته ويې  ويل: ( وروره زما توتي چا وړئ دئ ته خبر نه يې؟

ګاونډي ورته وويل. يه.  پدې وخت کي توتي د خپل خاوند اواز واورېد او نارې يې کړې: ما يوسه. د توتي خاوند کوټې ته ننوت او توتي يې واخيست. پر ګاونډي باندي خولې را ماتي سوې او له ځانه سره يې وعده وکړه چي بيا به غلا نه کوي. 

 
بېرته شاته