لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د شاعر همزولې ښاپیرۍ
لیکوال: مصطفی سالک   نېټه: 08.02.2016   خپرونکئ:   سمسور  

همزولې ښاپیرۍ په افسانو کې راغلي ما بس پري په ښاپیرۍ اړولې چې د هر انسان له تولد سره،د هغه همزولې ښاپیرۍ یا پیرۍ هم جهان ته راځي چې یو شمیر یې د جنس پر اړه اختلاف لري،همزولې ښاپیرۍ انسان ته ورته وي او هم مهاله ورسره وده او رشد کوي دغه باطني همرنګه ټول عمر له انسان سره وي او متقابل چلند ورسره کوي،په اردو او فارسي ادب کې دغې همزولې ښاپیرۍ ته همزاد وايي،لرغونو مصریانو هم پر همزولې ښاپیرۍ باور درلود او (کا) یې بلله،د هندویزم فعالانو هم همزاد تایدوي او وايي همزاد نه مري،بلکې داسې به ووایو چې دغه افسانوي ارزښت ته یې د تناسخ رنګ ورکړی دی،د همزاد د تصور په اړه د نړۍ په بیلو برخو کې حکایتونه هم لیکل شوي دي،خو تشې افسانې دومره پاخه بنسټونه نه لري لکه د همزولې ښاپیرۍ تصور یې چې لري،اوس ارواپوهان هم مني چې همزولې ښاپیرۍ شته .نو را ځئ چې ددغې همزادې یا همزولې ښاپیرۍ پر اړه خبرې وکړو تر شاعرانو عاطفي خلک به چرته وي،دومري عاطفي او خیالي شي چې له حقیقي نړۍ سره یې اړیکي کمزوري شي،دومره په خیالونو کې ډوب شي چې پر مخ یې د تصوراتو د یوې نوې دنیا کړکۍ پرانستل شي دلته څوک شته دا د خیال په څیر نه ده ته یې احساسوې،یو تربله خبرې کوئ هغه ستا په خبره مثبت یا منفي غبرګون ښيي،ښاپیرۍ له شاعر سره خبرې کوي ددغه مجذوب شاعر اصل شاعري هغه نه وي چې خپریږي د شاعر نبوغ هغه دی چې له همزولې ښاپیرۍ سره په خبرو کې لکه د اتش فشان غرغنډه کوي دغه مهال شاعر بل څه وايي ای کاش دغه راز شاعرانو له همزاد سره د مینې د سرور نیمايي هم شعر ته انتقالولی شوی،د شاعر ډیر وخت له همزولې ښاپیرۍ سره تیریږي،ډیر وخت ددوی خبری نرمې احساساتي او عاشقانه وي ډیر ځله داسې ځای ته ورسي چې شاعر د احساساتو تاب را نه وړي،په سلګو شي کله په خندا شي او کله ورسره په فکرکې له دې هم لرې لاړ شي،خو دا خبرې تل عاشقانه نه وي،له ژوندانه سره تړلې هره موضوع په کې راتلی شي خو ډیره تذکره به د ماضي وي،دغه راز شاعران ان کله چې سندرې اوري دا هیروي چې هغه سندره ده زه یو اوریدونکي یم او هغه یو خیال هغه احساسوي چې ګواکې دا سندره خپله دی وايي او په دومره سوز سره یې وايي چې سندرغاړي به ابدآ نه وي ویلي

او کله چې کله په ښځینه غږ سندره پیل شي نو بیا هغه د همزولې ښاپیرۍ سندره وي داسې سندره چې خوند یې یوازې د همدې په سندرو کې وي،ددغو سندرو چاپیریال هم ډیر 

ښکلی وي دومره ښکلی چې د فلم کیمره یې نه شي اخستی،دغه همزاد ښايي د پښتو ادب له ډیرو شاعرانو سره راز او نیاز کړی وي ،خو اشرف مفتون نوم ورکړی او هغه زهرا ده،هر څوکه ارواپوهان دا یوه ناروغي بولي چې په ذهن کې د ځانګړو مقناطیسي موجونو له خپریدو څخه پیدا کیږي خو ددغه کیفیت د شتوالي پخلی کوی.خو دا چاته معلومه ده چې ارواپوهان به سبا خپل دغه اند بدل نه کړي،همزاد په عرفان کې هم خپل ځای لري خو دلته زموږ موضوع داده چې مفتون پر خپلې همزولې ښاپیرۍ زهرا نوم ایښی له نوموړي مې یوه ورځ وپوښتل چې زهرا کوم رښتیني انسان دی چې ستا د شاعرۍ په هره برخه کې لیدل کیږي؟ تاید یې نه کړه نو زما دا شک په باور بدل شو چې زهرا د مفتون همزولې ښاپیرۍ ده،نن مې ددغه لوی شاعر کلیات سکونډارې لوست ځای په ځای د هغه د شعر په هنداره کې د زهرا ښاپیرۍ عکس ښکاریده نو ویې هڅولم چې دا خبره له تاسو سره هم وکړم د زهرا لومړۍ یادونه د مرحوم مفتون د لومړۍ شعري ټولګې سکونډارې په لومړیو مخونو کې څه په دې ډول مخې ته راځي.

زهرا ته!

ای زما د خیال د فردوس حورې نازنینې

ای د روحاني جهان میرمینې ماه جبینې

ما ستا د وصال شراب د خیال کاسه کې څښلي دي

حورې مې حیرانې ستا دې حسن ته لیدلي دي

تاسره د عشق ښایسته جهان کې ګرځيدلی یم

پښو کې ستا پریوتی،لوغړیدلی،ژړیدلی یم

ته ما تصور کې څو څو ځله تخنولې یې

ما په تخیل کې زر کرته خندولې یې

ماته د جذباتو سمندر کې لمبولې یې

ما ته د زمان مکان نه بیرته لوبولې یې

نو دغسې څه چل کیږي چې شاعر ته ځان یې او ورسره همزولې ښاپیرۍ د زمان او مکان له قافه ډیر ها خوا په یو بل کوډګر ښکلي جهان ښکاري،شهکار ادبیات همدغه خلک پنځوي چې له همزولې ښاپیرۍ سره تار لري،دا ښاپیرۍ ده دغسې ددنیا له هر کاره به دې وباسي خو دا لیونتوب د هنر د جهان په کهکشان کې ځلبلاند ستوري درکولی شي.

مفتون چې زاهرا لري نو خامخا به ورته ځان تر مجنونه لوړ ښکاریده دادی په دې نظم کې یې لږ تر لږه ځان د لویو شاعرانو په زرین نوملړ کې راوستی.

د سپوږمۍ نه تپوس

ای د اسمان پیغلې نازنینې راته وایه

ای سپینې سپوږمۍ ای مه جبینې راته وایه

تاته د مجنون او د لیلی ژړا یادیږي؟

تاته د فتح او د رابیا وفا یادیږي؟

تاته د وامق او د عذرا غوغا یادیږي؟

تاته د مفتون او د زهرا خندا یادیږي؟

وایه راته وایه د لیلی غمونه څنګه وو؟

څنګ کې د فتح به د رابیا خوبونه څنګه وو؟

هجر د وامق کې د عذرا دړدونه څنګه وو؟

خوا کې د مفتون به د زهرا نازونه څنګه وو؟

موږ مخکې وویل چې هندويي فعالانو ویلي چې همزاد نه مري،بلکې خپلې څیرې ته بدلون ورکوي،خو هسې هم دغه شاعران چې ځان او ښاپیرۍ ته ګوري نو پوښتنه ورسره پیدا کیږي چې زه خو فنا کیږم خو ایا دغه لافاني ښکلا به بیا هم ما یادوي.

د زهرا نه تپوس

زه چې مړ شم خاورې شم ستا دوه سترګې ژړیږي به؟

تاته زما مینه محبت اخلاص یادیږي به؟

څړیکي د ژوندون چې په مرګي د اړخه لاندې کړم

ستا نیازبین زړګی نیازبینې ما پسې دړدیږي به؟

دا تر نیمې شپې سپینه سپوږمۍ ‌کې دوه مشغول زړونه

یو چې ترینه لاړ شي بل یوازې مشغولیږي به

دا وعدې د مینې د اخلاص او د وفا ګنې

زه چې درسره نه یم دا هر څه ستا یادیږي به

موږ مخکې وویل چې دا لاره لویه ښکلا لري،چې همزولې ښاپیرۍ سره دې د مینې بریښنا فعاله وي،ټول کاینات به درته ښایسته او رنګین شي او کاینات رنګینول ساده خبره نه ده،مفتون صاحب هم دغه خبره کوي.

رنګ د زهرا په محبت کې شاعر

کل کاینات ورته رنګين ښکاري

دا دومره لویه جذبه ده چې څه ووایم،بس یو کاذب وحدت الوجود یې بللی شئ،کله کله د نندارې پر وخت دنیا او ما فیها ورکه شي او یوازې د همزولې ښاپیرۍ ښکلا پاتې شي مفتون وايي.

ته ته یې نور څه نشته دی،خو ته یې زهرا ته یې

والله! که زه پوهیږم اخلاص څه وي وفا څه وي

خو لکه څنګه چې وجودي صوفیان همیشه د مشاهدې په حال کې نه وي یانې همیشه وصل نه وي فصل هم شته یوه ورځ که مخ وي بله یې زلفې وي،دغسې همزولې ښاپیرۍ هم تل نه وي او چې نه وي نو شاعر ځان په عذاب کې احساسوي،مفتون هم په دغسې حالت کې زهرا یادوي.

د حسرتونو په تورتم کې زهرا

لکه د شمعې د رڼا غوندې شه

د مفتون شاعري د زهرا له تذکرو ډکه ده،ما درته هسې دا خبره په ګوته کړه نور نو چې دغه لوی شاعر لولئ دا هم په پام کې نیسئ.

په زلمو شاعرانو کې میر احمد یاد داسې څوک دی چې په شاعرۍ کې یې دغه راز یو نوم شته او هغه نوم (خشبو) دی ،فکر نه کوم چې خوشبو دې د یوې انسانې ظاهري تصور وي خو یاد زلمی دی او همزولې ښاپیرۍ په پاخه عمر کې ډیر ځلنده او رڼه ښکاري،که دا کیفیت لري نو پوهیږي به چې دده همزاد د صوفیانو د وجودي مشاهدو کرشمه ده،او که یوازې د رومانتیک شاعر همزولې ښاپیرۍ ده خو لا هم دی دغه تصور په بهر کې لټوي خو ژر احساس کوي چې دا خو خوشبو نه بلکې بل څوک ده وايي:

نه نه خوشبو هم نه یې، نه نه بې خوشبو هم نه یې 

نه چانه بیله نه یې، نه د چا څیره هم نه یې 

ښه هم جنسیته همزاد،د شاعر همزولې ښاپیرۍ او د رواني ناروغۍ مهر پوهیږم ګڼ لوستونکي به ددې هر څه منلو ته تیار نه شي،او ماته دا د حیرت وړ خبره نه ده ځکه دا د ځانګړو خلکو تجربې دي نه د ټولو انسانانو،ما په پښتو کې پر دې اړه څه ونه موندل نو دا لیکنه راته اړینه وبریښیده ګوندې یو شمیر شاعران دغه راز تجربې ولري او کله یې ولیکي.

درنښت

 
بېرته شاته