لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ګيدړه او بڼ
لیکوال: دسمسور ويبپاڼي اداره   نېټه: 25.11.2008   خپرونکئ:    

يوه  ګيدړه  چي  ډيري  لوږي  وار خطا کړې وه، د يوه بڼ په لور چي له راز راز مېوو څخه ډک  وو، راغله او قصد يې  وکړ  چي بڼ ته ننوزي  او هلته  څه مېوه و خوري. د بڼ ور تړلئ وو او بڼ ته د ننوتلو هيڅ لاره نه وه. نو د بڼ  پر ديوال

 شاو خوا را وګرزېده تر څو د ننوتلو لاره پيدا کړي. په پای کښي د باغ د مورۍ څخه ور ننوله او هلته يې دومره مېوه وخوړه او اوبه يې هم وچښلې چي نس يې و پړسېد. کوم وخت يې چي وغوښتل له بڼ څخه بيرته ووزي، نو هغې مورۍ ته ورغله. خو له دې کبله چي نس يې پړسېدلئ  

 وو، په  مورۍ کي بنده پاتي شوه، ګيدړه ددې پيښي په نسبت ډېره خواشينې سوه او فکر يې وکړ چي کومه چاره وسنجوي. په پای کښي يې له ځان سره فيصله وکړهچي په مورۍ کښي پاته شي تر څو بيرته وږې شي او د نس پاړسوب يې کښيني.

څو ګړۍ وروسته يې دنس پاړسوب کښېنوست او له بڼ څخه ووتله. د روانېدو په وخت کښي يې مخ د بڼ پر لور راواړاوه او داسي يې وويل: 

 ( ای ښکلې بڼه، ته ډېر ښايسته يې، مېوې دي خوږې، اوبه دي سړې او خوندوري دي. خو ما ته دي هيڅ ګټه و نه رسېدله، ځکه د ننوتلو په وخت کي هم وږې وم او اوس هم در څخه وږې ځم.)

 
بېرته شاته