لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
تحمیلي ذوق!
لیکوال: مصطفی سالک   نېټه: 18.02.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 پر یوې تیرې لیکنې کې مو د ‌ذوق پیژندلو هڅه وکړه کوم ملګري چې له دې اصطلاح سره اشنا وو ،ووبه خو چې نه وو د هغوی په ذهن کې به هم یوه خاکه جوړشوې وي نن پر تحمیلي ذوق خبرې کوو چې ښايي مخکې شوې نه وي،په ټولنه کې یو شمیر کره کتونکي او شاعران دي چې د نورو په پرتله لوړ ذوق لري،او دا خلک په خبره کولو هم پوهیږي دوی دا خبره رامخې ته کړې ده چې ګواکې تراشلي ذوقونه لري او همدغه ذوقونه د هنر تله ده په دوی کې ډیر یې داسې دي چې د ذوق د ټیټې کچې له کبله په یو شمیر شاعرانو او د هغوی پر اثارو د رد کرښه راکاږي ان دا ټينګار هم کوي چې دغه راز اثار باید له سره خپاره نه شي خو دا فکر نه کوي چې ټیټ ذوق تر ده ښکتنۍ خښته ده،که هغه نه وی دا به هم نه وه ،لږ روزل شوی ذوق د روزل شوي ذوق د یون یو پړاو دی هغه دی چې دده ذوق دی،او چې داسې ده د لږ روزل شوي ذوق ارزښت هم تر ډیر روزل شوي ذوق لږ نه دی،بله خبره داده چې د لږ روزل شوي ذوق کچه هم د ټولنې د ګڼ شمیر وګړو له ذهني کچې سره برابره ده،او د هغوئ ذوقونه خړوبوي اوس له کره کتونکو دا پوښتل په کار دي چې د لوړ ذوق خلک په ټولنه کې ډیر دي که د ټيټ ذوق او د ټولنیز شعور واګې د چا په لاس کې دي،خبره داده چې ټول شاعران ارزښتمن دي او موږ په بیله بیله کچه دغو اثارو ته اړتیا لرو تقویم الحق کاکاخیل د طاووس بڼکې ( شعري ټولګه) په سریزه کې لیکي.(نن هم په میاشت دوه کې د ځلمو شاعرانو یو دوه مجموعې زما د نظره تیریږي،او خدای خبر څومره زما د نظره نه تیریږي، دا ټولې مجموعې په خپل ،خپل ځای قیمتي دي او د قام فکري،معاشرتي او جذباتي تربیت کې مدد کوي او دا ټول شاعران داسې دي چې د مبدا فیاض نه یې یو تیز شعور او حساس طبیعت راوړی دی او هغه احساس نورو ته وررسول غواړي)اوس دا هغه نظر دې چې ما د خپل عمر د مطالعې پر مهال یوازې له تقویم الحق کاکاخیل سره وموند.


ولسي ذوق!
 ولسي ذوق خبره او د هغې ښکلا حس کوي مثلآ د ولس یو نالوستی کس له ټپې چاربیتې ولسي غزل نه ډیر خوند اخلي دا شاعري ساده وي او ددیواني شاعرانو تخنیکونه نه په کې لیدل کیږي مضامین د وینا انداز او ژبه ټول ولسي وي،نو دا یو ذوق دي چې ټول ولس یې لري،او دلته هم شاعران خپل مقامونه لري په ختیځو ولایتونو کې سپین ږیري د ملنګ جان چاربیتو ته پوخ مجلس وايي مانا دا چې ملنګ جان ته یو لوړ مقام ورکوي،اوس څوک ویلی شي چې د ملنګ جان چاربیتو ته اړتیا نشته او هغوی چې د ملنګ جان ذوق لري دا یوه ښه خبره بولي. ټپه ولسي شعري صنف دی او ټول پښتانه د ټپې ذوق لري او همدغه خبره د ولسي شعري ذوق د معیار لپاره بس ده،هغه ټوله شاعري چې دیواني تخنیکونه نه لري د ولسي ذوقونو ډیره د منلو ګرځي.
 د سړک غاړې ادبیات!
 اوس خو د سړکونو پر غاړو هر راز کتابونه پلورل کیږي خو په لنډ تیر مهال کې د سړک د غاړې ادبیاتو د ځانګړو ادبیاتو مانا لرله چې تر ډیره به زلمو لوستل لکه د ښاپیریانو کیسې،لکه د علي حیدر جوشي شاعري لکه د سنګر د جمال رومانونه،لکه د عبدالله صیب نعتونه او داسې نور د رحمان بابا یوه کم لګښته نسخه هم د فوټپات لیټریچر برخه وه،دا ادبیات تر ډیره د نویو زلمو د خوښې ادبیات وي په ځانګړي ډول ولسي عشقي رومانونه او د ښاپیریو کیسې د ښاپیریو کیسې خو ځکه د ماشومانو خوښیږي چې خپله د خیال له زمانې یانې ماشومتوبه راوتلي وي،عقل یې نه وي پوخ شوی نو ځکه دغه خیالي کیسې ډیر خوند ورکوي،او عشقي رومانونه ددوی احساس له مینې او ښکلا سره اشنا کوي،هغه څه چې لومړۍ وړانګې یې د یوه زلمي د ‌ذوق د غره په هسکه څوکه پریوزي.دا ادبیات خپل یو ذوق لري،دغه هر څه د زلمکیو د ذوق لپاره اړین دي که دا ترې واخلو څه به ورکوو؟
 زه چې د خپل وخت له یو شمیر ښو شاعرانو سره غږیدلې یم ډیر یې په زلمیتوب کې په دغه راز ادبیاتو کې ډوب پاتې شوي دي.
 
 تحمیلي ذوق!
 ددغه ټولو ذوقونو منډپالو ته خپل خپل ذوق تر نورو غوره ښکاري او که پریکړه د ذوق وي نو حق هم لري چې خپل ذوق غوره وبولي،خو دغه ټول شاعران ددې وړتیا نه لري چې خپلې خبرې دې په علمي حساب کره کړي،نو د ادب ناپ –تول د لوړو ذوقونو کار وګرځي هغه چې ادبي اصطلاحات او تیورۍ ورته یادې دي.دغه ډله هڅه کوي چې خپل ذوقونه د نقد او نورو په نوم تحمیل کړي،دوی چې لیکل کوي نو تر ډیره یې تله خپل ذوق وي .راځئ ووایو چې د حمزه عشقیه تجربې د شیدا نازکخیالي د بدیع او بیان پسولونه د تصوف باریکۍ، د فلسفو رنګونه له سیمیز او نړیوال ادب سره جوختیدل،دا او داسې نور ددغو ادیبانو ذوق ټاکي،دا لوړ ذوق دی چې لرونکو یې تل او هر چرته تحمیل کړی او بیا به یې هم تحمیلوي،خو دا کوم علمي چلند نه دی،زما یوه پخوانۍ جمله ده چې څوک ایرکنډیشنر ته کیناست نو نه دی وايي چې د پکیو کارخانې دې نورې بندې شي دغه خبره د ذوق هم ده،موږ باید پر هر ډول ادب داسې خبرې وکړو چې هم هغه ذوق مو معیار وي د لوړو ذوقونو لرونکو ته اسانه ده چې بیرته ښکته پوړونو ته ستون شي ځکه چې له دغې مرحلې تیر شوی،خوله ښکته ذوقونو بیا دا تمه نه شي کیدی ځکه هغوی لا د لوړ ذوق تجربه نه لري نو زه دا وایم چې ذوق لرونکي لیکوال دی ،د یوه ذوق منونکی نه ګرځي بلکې د هر ادب د لوستو پر مهال دی هماغه ذوق تله وګرځوي او پریکړه دې وکړي،تحمیلي چلند یوه تیوری ګرځیدلې خو زه پرې شک کوم.
 
بېرته شاته