لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
یو ښه اثر او څو عادي ټکي
لیکوال: سرمحقق زلمی هېواد مل   نېټه: 18.02.2016   خپرونکئ:   سمسور  

زما په پوهه ښاغلی محمد اکبر کرګر د فکر او نظر خاوند فرهنګي شخصیت دی، دده خپل لیکلی هنري آثار دي او که یې د ادبیاتو په باب تحقیقات، ټول فکري تومنه لري. له با یزید روښان ( ۶۲۶ – ۹۸۳ هـ ق) او روښانی آثارو سره دده علاقمندي هم له همدې طرز فکره ناشی ښکاري.

شاوخوا پنځه ویشت کاله دمخه ښاغلی کرګر د روښانی نهضت د سرلاری با یزید روښان د فکری او عرفاني مسیر د څېړنې په منظور ( په حالنامه کې د با یزید روښان عرفاني او فلسفي څېره) په نامه کتاب وکېښ ( لومړی چاپ ۱۳۶۸ هـ ش). په دې اثر کې ښاغلی مؤلف قضایا له یوه نوي دیده کتلي دي.
د روښاني آثارو د مطالعې په سلسله کې دا ځل ده د موحد شاعر، د روښان د عرفاني مفکورو د شارح او د ځینو روښاني شاعرانو د استاد مرزاخان روښاني ( ۱۰۴۰ هـ ق مړ) مطالعه کړې ده.
دلته ددې خبرې یادونه ضروري ده چې مرزا خان انصاري یو له هغو روښاني شاعرانو څخه دی چې د ژوند پېښو د ځینو اړخونو، سیرت او صورت، پوهې او شاعرۍ خبرو یې پر ژوند کتابونو ته لاره پیدا کړې ده؛ کله چې غربیانو د پښتو ژبې او ادب څېړنه پیل کړه، ان د نولسمې پېړۍ په اوایلو کې د مرزا نوم د هغوی کتابونو ته هم لار پیدا کړه.
په یوولسمه هجري پېړۍ کې روښاني شاعرانو او د تاریخي افغانستان نورو پښتنو شاعرانو ته د مرزا شعرونه رسیدلي وو او دده پر شاعرۍ او شعري صلاحیتونو یې قضاوتونه کړي وو. له روښانیانو نیولی تر خوشحاله، دده ځینو زامنو او ان تر دیارلسمې پېړۍ پورې ډېرو شاعرانو هر چا دده له شعره دخپل برداشت، سلیقې او سویې سره سم خپل نظر څرګند کړی دی او د اشرف خان هجري ( ۱۰۴۴ – ۱۱۰۶هـ ق) غوندې متصلف شاعر - چې څوک هم خپل سیال نه بولي - د مرزا خان د شعر په باب ویلي دي :
شــــاعران د پښتنو ګویا څېره دي
د مرزا شعر شمله، بلکه افسر دی

د پښتو کومو شاعرانو چې د مرزا پر شاعرۍ خبره کړې ده، په ټولو کې ماته د دولت 
( ۱۰۷۰ هـ ق حدود ژوندی) نظر ډېر مناسب ښکاري.
دولت ویلي دي :
د مرزا د نورالدین صفت به څو کړم
میا روښان د پوهې ښهر دی یې درو
هېڅ افغان ده غوندې شعر کړی نه دی
په خپل وخت کې دی تر هر شاعر بهتر و

د مرزا د فکري او شعري استعداد د ښوولو په باب د فقیر دولت خبرې زما په پوهه له واقعیتونو سره سمې دي او د وروستي نیم بیتي مفاهیم یې د ډېر تفصیل وړتیا لري او د یو پرمختللي نظر ښکارندویی کوي. ځېنې ادبپوهان په دې عقیده دي چې شاعران د خپل هنري او فکري استعداد د تبارز په جریان د عروج یوې لوړې نقطې ته رسي او دا یې د کمال وروستی حد وي تر هغه وروسته ورور ورو نزولی سیر طی کوي، ددې خبرو مانا داده چې ډېر ښه د عالي استعداد او لوړو خیالونو پالونکي شاعران هم هر وخت ښه شاعران نه وي، بلکه د خپل وخت ښه شاعر وي. دولت کابو درې، درې نیم سوه کاله دمخه د معاصرو ځینو ادبپوهانو نظر ته ورته نظر بیان کړی او مرزا غوندې د روښانیانو استاد شاعر یې د خپل وخت بهتر شاعر بللی دی.
کله چې د پښتنو په معاصرو فرهنګي حلقو کې د پښتنو د زړو ادبیاتو د څېړنې په لړ کې پر مرزا او دده په آثارو څېړنې پیل شوې او دیوان یې هم پنځه ځله چاپ شو، نو د شعر او فکر بېلا بېل تحلیلونه یې وړاندې شول. ددې سلسلې وروستی لیکل شوی اثر، د ښاغلی کرګر ( د مرزا خان انصاری عرفاني – فلسفي لیدتوګه) نومی اثر دی، چې تحلیلونه، تفسیرونه او له مسالې سره د برخورد شیوې یې ددې لړۍ له پخوانیو څېړنو ښکاره فرق لري او څرګند نویوالی پکې لیدل کېږي زه دا اثر پر مرزا خان روښاني شویو څېړنو کې یو ښه اثر بولم او ښاغلی مؤلف ته د زیاتو نورو بریاوو غوښتنه کوم.

په درناوي
سرمحقق زلمی هېواد مل
 
بېرته شاته