لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
شپږگونې پښتو (ياگانې) (يوه فونېتيکي - فونيمېکي او ارتوگرافيکي شننه)
لیکوال: پوهانددوکتورزيار   نېټه: 09.03.2016   خپرونکئ:   سمسور  
يوه کره ليکنۍ پښتو ٣۶ اوازونه (phonemes) لري، خوابېڅې(الفبې) يې تردېر شو نښو(توريو يا حرفونو) تېری نه کوي. له اوو  واوېلو (vowels) څخه يې يوازې درې دا ليکنۍ نښې يا توري(و-ا-ی) لري. د زور(فتحې)او زورکي لپاره(-ه) له پخواراهيسې، هغه هم يوازې په پای کې رادود شوې ده. خو (ء) او يا چرگۍ(هه) کارونگ د ژبپوهنيز قانون« مخاوي، کونترست » تر ډېر ځايه زيانمنوي او له لوستونکي لار لودن ورکوي. په دې مانا چې ليک او ليکدود د ژبې غوندې پر يوه پرتليز (نسبي) توپير(کونترست) ټيکاو لري يا يې با يد ولري او بېلابېلې نښې يايوونونه (واحدونه) يې سره ټکرونه کړي.
. يوازې د«ياوو» د پېنځگونو، په بله وينا، شپږگونو ډولونو له رامنځته کو لوسره يو څه ليکدودي سمون راغلی دی، خو دلاسبرې پارسي(دري) ژبې تر څنگ د رسميت په اويا- اتياکلن پېرکې د يوراز کارونگ شخړه او ورسره تړلی دوه گونی گړدودي-ليکدودي مخاوی يې نن سبا له کمپيوټرايزېشن  سره کورټ پر سيمييزې مورچلبندۍ اوښتی دی. لره پښتونخوا بيا له گردې برې پښتونخواسره د (ياوو) په تړاو، هغه هم د باړه گلۍ د نيم نيمگورو ليکد ودي پرېکړو په ترڅ کې د کا غز پر مخ  څلور يا پېنځه (ی،ۍ،ئ،ي،ې) منلې وې، او په کړن کې يې مټې  درې (ئي،ي، ې) را دود کړې دي،ان  پر پېنځو دېفتا نگي (-ی) گانو يې  هم  همزه (ء) ورسرباري کړی او په دې توگه يې پښتو ليکدود، لکه  ارود هغه نورهم پسې کړکېچن اوکرغېړن کړی دی !
پېښوريانو بياپه هغه ترڅ کې(ے)   دکره پښتو دنرينه پايلې (-ی) پر ځای  زموږ پر((کابليانو)) په وچ زور منلې وه او ما ۲-۳ کاله روسته په يوه بله غو نډه کې ور زباده کړه چې دا يوازې د شمالختيز گړدود (له ننگرهار و کونړه تر مارگلۍ) د(←وازې ềopen ) وينگ(تلفظ) استازي کوي، له  هندکو، اردو او نورو هندي هغو يې اَره اخېستې او له ټوليزې کره ليکنۍ پښتو سره د واز واوېل په توگه اړخ نه لگوي. نوکه په کره ليکنۍ پښتو کې د نرينه يوگړي لپاره د شمالختيزې گړدودي ډلې ( پېښورۍ پښتو) دوې نرينه ياوې(ی-ے) څنگ تر څنگ منل کېږي، د سوېل- لويديزې ((کندهارۍ پښتو)) گړدودي ډلې دو بليکېټونه (دوې نرينه ی-ئ)او دوې ښځينه ې-ي ) ياوې هم بايد ومنو او له دې سره د ←کره ليکني آرومعيار پر خلاف، څو تړلې سرباري دويې (قاعدې) پر پښتو نورې هم ور پېټی کړو!
له يوڅه زيات څرگنداوی سره:
 په (سوېل- لوېديزه) ډله کې د ځانتنۍ (منحصر بفرد) خجپوهنې تر اغېز لا ندې د نورو درستو گړدودونواو بيا د ډېري (اکثريت) پر بنسټ دکره منل شوې ښځينه ډېرگړې پايلې(-ې) ترڅنگ دويمه پايله (-ي)، او د نرينه (-ی) تر څنگ دويمه پايله (-ئ) هم کارول کېږي او همداسې  د اړوندو وييکو او نو مځرو (دې= دي،دی= دئ) هغه هم درواخله. له دې سره د کره والي له دوو بنسټيزواَرونو څخه يو( فونولوجيکي، مورفو- فو نولوجيکي، او بيا د دوا ړو گرامري] مورفولوجيکي (صرفي) او سېنتېتيکي (نحوي)[ اړخونو يووا لی) ترپښو لاندې کېږي، په نورو ټکو، په دغو څلورگونو څانگو کې دوې دوې يا غبر گې غبرگې دويې (قاعدې) سرباري کېږي؛ په داسې ترڅ کې چې د ژبپوهانو له گواښنې سره سم د پښتو په گډون د نړۍ هره ((کره- ليکنۍ)) ژبه له پر لپسې نويو نويو علمي- فرهنگي- تخنيکي جاجونو (مفا هيو) له يوه نېز او ان سمندر سره مخامخېدونکې ده او  ورته په کار ده، د وييپانگيز پېټي يا بوج د  سپکوالي او زغمنې او سهنې (هضمونې) په پار داسې سربا ري  تار يخي- جغرافيايي گړدودي دويې (قاعدې) له  معياره وغورځول شي!
له همد لامله يې، لکه چې وويل شو، اړوندو ليکوالو او د نورو درو گړدودي ډلو  دٌٌ يوې يوازېنۍ - کره ليکنۍ پښتوٌ  پر وړاندې د ژبپوهنيز هواري او د ژب - دېموکراتيک يا سوسيو- لېنگوېستيک جوړ جاړي پرځای يوه مور چلبندي رامنځته کړې او له څو کلو راهيسې  يې پر  يوه ډېره جنجالي او پاموړه ربړه ( پرابلم) اړو لې ده.
شپږگونې (ياوې) له پېنځو نښو(توريو) سره:
دا يوه هېښنده ( حيرانوونکې) ربړه ده چې ولې د نړۍ   په گڼ شمېر ابېڅې (الفبايي) ليکډولونو کې عربي دا د څو بېلابېلو فونيمونو لپاره   څو څوتوري يا سېمبولونه په ورته بڼه رامنځته شوي او په يوه غونډ نوم (کولکتيفوم) نومول کېږي]همداسې د(ه- دوچشمه يا سپين سترگې هې) او(ح-حلوا)، ( غټ-ق) او (ووړ-ک) ، (الف- گوډی الف ء)او داسې نور پښتو او پارسي غونډنومونه در واخله چې له عربي سره يې دغږپوهيز توپير زېږنده بلل کېږي[. 
د ياگانو په تړاو،که پخپله عربي (ی) درې (,y īi , ) او له يوه نېغ زېر (عمودي کسرې) سره يوه بله (مقصوره -ی) رانغاړي، لکه په موسی او عيسی کې چې وينگ يې له الف سره هېڅ توپير نه لري] په دې  راز له دغه راز سپېڅلو نومونو پرته، نور وگړ نومونه، ټبرنومو نه، ځاينومونه... بايد له پښتو وينگ سره سم وليکو،لکه: موسا- موسا خېل، موسازی، موسا کلا، عيسا- عيساخېل...[، په پښتو کې يې شمېر  بياتر شپږو(ياوو) رسېدلی  دی:  يو يې عربي (کسره) له وينگ سره سمه پر اوږده (ې) راړولې ، څلور نورې  يې په لږ څه بدلنونو سره رغولې، او په دې لړکې ←نيمواکه يا سيمي واوېله (یy) کومه ځا نته جلا نښه نه لري، يا پوره نه نومېرل کېږي.  
شپږگونې کره «ی»گانې چې  دوی يې خپلواکې يا واوېلي (ې،ي) دي، درې يې غبرگغږې يادېفتانگي (ی،ۍ، ئ) او يوه يې نيمواکه، يا سيمي واوېل (ی y). له بشپړې شننې سره : 
۱) اوږده(ې):
الف- په  نوماوړون (اسمي گردان) کې ښځينه يوگړې پايله رغوي: ادې، تر وې يا شړومبې روې... او ښځينه ډېرگړې پايله: ښځې،ترلې، خولې، پزې... چې اوښتې يوگړې ښځينه پايلې لپاره هم راځي: ښځې مې راته نارې کړې، د ښځې درناوی په کاردی او  همداراز دکمزورو نومځرو (منفصلو ضميرونو) او وييکو (اداتو) د پايلو په توگه: مې،دې، يې؛ چې، کې، پسې، ترې، پرې، وړاندې، لاندې، باندې... ؛ 
ب- په کړاوړون (فعلي گردان) کې:  وسمهال دويم يوگړي (حال مفردمخاطب): خورې-وخورې، کړې- وکړې؛ د کړريښې اوگر داني پايلې تر منځ د تړ خپلو اک (تېم) په توگه: رسېږم، ويدېږم... او همداسې دتېرمهالکړ د ښځينه پايلې په توگه: ته راغلې، راتلې، تېرېدې...
۲) لنډه(ي):
الف- په نوماوړون کې: د مانيزواونوږيزو(مجرد او جنس) ښځينه نومونو په پای کې : ښادي، خپلوي،خېښي، تربگني، وداني، وراني؛ همداراز د نرينه چارنوم (کسبي اسم) د پايلې په توگه: دوبي، موچي، چړي، ډاگي، سپاهي؛ د نرينه (-ی) د ډېرگړي او اوښتي پېر (-ي) هم همداسې درواخله.
ب- په کړاوړون کې وسمهال درېيم وگړي (غايب) لپاره: ځي، راځي، خوري... 
۳) نرمه، ملينه يا زورواله دېفتانگي (ی-ay):
الف- د (نرينه) نومونود پايلې په چارکې: سړی، ژوی، ورغوی، لرگی، مږ وی، وری، خوسی، غويی، ويی...؛ همداراز د اړيکنومونو(نسبتي اسمو نو) د پايلې په توگه: کابلی، لوگری،کندهاری، هېلمندی، فراهی، سيستانی، هراتی،کوندوزی، ورگونی، ورزگانی، کونړی، نورستانی، بدخشانی...؛ په يو کم شمېر پښتو وييونو(پَيل،سَيل) او پورويزونو(مستعارو کلمو)، لکه عربي دَين (قرض) ،مَيل (شوق)، سَير، غير؛ پارسي دَير، پَی، نَی، مَی ؛انگر ېزي لَيڼ(lane)، دی (day)، وی (way)... ؛
ب-  په کړاوړون کې: د بشپړ تېرمهال درېيم نرينه يوگړي (د مطلقې ماضي  غايب مذکر) پای ته: راغی، چې  دکره ليکنۍ پښتو يوازېنۍ بېلگه ده؛ پوره بېلگې يې په  خوگياڼي گړدود کې د لېږند او نالېږند دواړو لپاره موندلای شو: پاڅېدی، ويې خوړی، ودې خوړی، پو دې کی... .
۴) زورکيواله دېفتانگي، درنه  يا ثقيله (ۍ ئ yә -) هم پر نوموالو او کړوالو ډولو وېشل کېږي:
الف- نومواله (ۍ)، لکه په نړۍ ، ډوډۍ، مړۍ، څوکۍ، بلۍ، نجلۍ، بوډۍ ...کې 
ب- کړواله(فعلي): ډوډۍ دويم ځېل (ئ) چې  له اَره يو گرافيمي ځېل يا وارينټ برېښي، په کړاوړون (فعلي گردان) کې د لومړي ډېرگړي کړ(جمع مخاطب) لپاره راځي او له همدې کبله يې فعلي زورکيواله (ئ) بولو، لکه: وخورئ، ښه کوئ، بد مه کوئ؛ د ويي په منځ کې داهم زازو پر لنډه-ي-اوړي يا ليکل کېږي، لکه په (پېړييز، نړييز) کې لومړۍ هغه. 
داچې يو نيم ليکوال دواړه ډوله په همزه واله بڼه خوښوي او بل يې سرچپه، دواړې په لکۍ واله بڼه، هسې يو خورمنځي (سليقه يي) خبره ده، دغه بېلتون د څو ليکدودي  ټکرونو،او لږ ترلږه د يوه فونيميکي ټکر له کبله اړين بر ېښي، لکه: خورۍ (موئنث پرخور) او خورئ (بخوريد!)چې (دپق پر بنسټ)  دواړه (yә xwr) غږآړه(ترانسکرېپشن) کېږي او له دې لامله يې پر دوو ياوو شمېرو، په نورو ټکو،نومواله (ۍ) څلورمه بولو او کړواله (ئ) پېنځمه.
۶) نيمواکه ياسيمي واولي(يy)، په دوديز ليکدود کې  د نورو پېنځو ياوو پرخلاف  کومه جلا نښه نه لري او له نوروسره  گډېږي او مدغمېږي: د ويي (کلمې) په سر او منځ کې له لنډې (ي i)  سره گډېږي يا التباسېږي،لکه په يون، يونل، يو(و) ړ، يوسه، ياد،بيا، بېديا، يو، يوه، يور، دويم، ژيړ(زېړ)، وريځ(ورېځ)، بيرته(بېرته)او په پای کې هم د څلوروغبرگغږونو(دېفتانگونو)، لکه (سړی، ځای، زوی، خوی...) د دويم  توک په توگه جلا راڅرگندېږي يا جلا ليکل کېږي، خو بيا هم راته خپلواکه نه برېښي؛ هرگوره، په غږيزه ابېڅې (فونيميکي الفبې) کې يې انډول توری يا سېمبول ((y)) پر دېفتانگونو سربېره، هر چېرې راتلای شي، بې له دې چې له بل توري سره ټکر وکړي.
له (یy) سره پښتو غبرگغږونه ياغبرگ خپلواک (دېفتانگونه) ټولټال پېنځه  دي،  مانا يې داچې پر زورواله-ی (ay) او زورکيوالې-ۍ-ئ (yә-) سر بېره درې نورې غبرگغږې يا دېفتانگي ياگانې هم لرو چې  په دوديز ليک کې هماغه يوه بڼه لري ، لکه:
الف واله دېفتانگي -ای (-āyای): ځای، خدای، بډای، کالخوای، گای (ويی) اشنای... ؛
 (اوږد- و) واله دېفتانگي (-oy): زوی، لوی، پوهندوی  
او(لنډ-و) واله هغه ( -uy). بېلگې يې:  خوی، بوی، دوی.
 يو نيم دوديز گرامرکښونکي (ايازي، مولوي شېرگل!) دغه روستۍ دوې (موقوفه ياوې) بللې.
لکه چې په سر کې ورته نغوته وشوه،پېښوريان  پر دغو گردو دېفتانگي (ی گانو) باندې هسې بېځايه همزه (ء) اچوي چې  ښايي،  له تش په نامه (باړه گلۍ) پرېکړې سره يې هم اړخ  ونه لگوي؛ يوازې د اجمل خټک په ليکنه (←کليم شينواري تېزس) کې د (لوئ) پرځای بل ناسم ځېل (لوې)  هم راغلی دی!
غځېدا (length) کوم فونيمي ارزښت نه لري:
غځېدلې لنډه-ي (ī)، لکه په څيز، اړخيز... يا د کره اوږدې (ې) پر وړاندې دکندهاري کړوال تړخپلواک (د ريښې او گرداني پايلې تر منځ ارتباطي وا وېل= تېم)  هغه، لکه په  (کيږي)، بېريږي...يا (چيري) کړول کې ړومبۍ هغه.
 لومړۍ اوږده (ې) هم  په ټولو گړدودو، په نورو ټکو، په کره ليکنۍ پښتو کې اوږده او لنډ يا  غځېدلي او ناغځېدلي ځېلونه لري، چې له لويه سره په پارسي اوکره پښتو اوازپوهه (فو نيمېکس) کې کوم مانيز يا پښوييز بدلون نه شي را وستلای؛ هرگوره، په عربي، اردو، انگليسي ... ژبو کې دا راز فو نېتيکي توپير ښايي، فونيميکي بدلون او ماناونج رامنځته کړي، لکه : انگرېزي sit په غږليک (:setکښېناستل) اوsatپه غږليک (sēt,saet : کښېناست)؛ تر څنگ يې(ē ,ӕ  a=) چې دالماني umlaut (ä)) غو ندې يې غځېدا له a پرته بله فونيم نه راپنځوي. په دې لړ کې د هندي انگرېزۍ پر بنسټ د درو څلورو بېواکو (کنسوننټوt,d,n…) غبرگژبيزوالی هم يوه ورته غځېدا برېښي چې نه يوازې دگردې برېتش انگرېزۍ ، بلکې د نيمې وچې پر کچ هم  د کوم فونيمي ونج لامل شوي نه دی؛ خو له بده مرغه يې (ټ-ډ-ړ-ڼ) له دوه زريو راهيسې په پښتو فونيمېکس کې داسې رامېخ کړي چې ان لا تيني، يوناني، الماني، چيني، جاپاني ... (ت،د، ن) هم  (ټ، ډ، ڼ...) ادا کوواو ليکو، لکه: ډاکټر، ډېموکراټ، کمپيوټر،انټرنېټ؛ روڼ round، اېنجڼ، ماشينگڼ، ليڼ ديڼ) او داسې نور! 
 ټول پښتانه د اوږدې (ې) غځېدلی بڼه (ē)، همداسې اوږده وايي، لکه په  تېر، هېر، پېر، ښکېل، تېل، غېږ ...کې، او نا غځېدلی يې له عربي (زېر e) هومره وينگ سره لنډه ادا کېږي، لکه په ادې، هېواد، هېلمند، هېڅوک، اخېستل،پرانېستل... کې چې ځينې ليکوال يې د عربي، پارسي، اردو... په پېښو (هواد، هلمند، اخستل، پرانستل...) کاږي. په دې لړکې پارسي گله (گېله) نه، بلکې (گيله) له پښتو غږپوهې او ليکدود سره اړخ لگوي، همدا سې د(ارلنډ، هالنډ) پرځای (اېرلېنډ، هالېنډ، او د (اتنيک، دموکرات) پرځای (اېتنيک، دېموکرات) کره راځي او داسې نور. 
لکه په سر سر کې چې ورته نغوته وشوه،پېښوريان هم د نرينه لپاره د ديفتا نگ(ی ay)پرځای ((تأنيثيه ے)) کاروي اوزورواله  (ی) هېچ په رسميت نه پېژني: 
د نورو نرينه دېفتانگو په توگه ورباندې يو همزه سرباري کوي، لکه (yā-) په (ځائ، خدائ) ، (-oy) په لوئ،زوئ، پو هندوئ، او(-uy)، لکه په بوی، خوی کې؛ ان  د ويي  په سروپای پورې نښتې نيمواکه (y) زموږ د(ي-) او (-ي-) پر ځای له همزه سره کاږي، لکه د ستر خوشال په چاپ کړي شعر کې يې چې نو رې همزه والا هغه يې هم ورسره راليکه کړې، لکه: 
که مې هرڅو تۀ بادشاه ئې زۀ گدايئم/ مخ له مانه مۀ جارباسه مبتلا ئيم...
که مئين زۀ پۀ گلزار يئمه په ځائ يئم/ که ئې د مخ په ننداره يئمه پۀ ځائ يئم
 په دې لړ کې پېښورۍ نرينه (ے)، لکه  چې وار له مخه وويل شول، کوم نوی  فونيم يا(ی) ډول نه، بلکې د نرينه (ی) غځېدلې او هممهاله واز ځېل دی چې د ټوليزې شمال ختيزې گړدودي ډلې له وينگ سره  سم د(ی ay) واز(ề) ځېل دی او  د غځېدا غوندې له لويه سره په پښتو فونيمېکس کې د فونيمونو (وازوالی) هم کوم مانيز او پښوييز ارزښت نه لري، په نورو ټکو، کوم بل جلا فونيم نه رامنځته کوي، که نه دا به ۷مه (يا) وای.  هرگوره، تر باړه گلۍ پر ېکړې وړاندې دااوږدړی توری زياتره د (ې) او(ی) دواړو پرځای د ښځينه او نارينه پا يلې په توگه دود وه، او بې ټکو دايې د پق (پښتوقاموس) په څېر د لنډې (ي) پرځای کاروله!
 
بېرته شاته