لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
اطلس هېواد او سمندر(المغرب او اتلانتيک)
لیکوال: پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار   نېټه: 09.03.2016   خپرونکئ:   سمسور  

د المغرب (مراکش) يونليک:

المغرب (موراکو)، يا په  غلط مشهور نامه (مراکش) يو شمال- لويديز افريقايي ټولواکی اسلامي هېواد دی. سوېل او سوېل ختيځ ته يې لويه  سارا اواړوندمديتراني هېوادونه (الجزاير، موريتانيا، تونس، ليبيا ...) ټيکاو لري او  په منځ  منځ کې يې اطلس غرونه، چې يوه ريښکه يې د مديترا نې له کڅ (ساحل) سره مخ پر سوېل ختيځ ورغځېدلې ده.  په دې توگه له لويه سره يو غرنی هېواد دی. اطلس (اتلا نتيک) سمندر او د مديترانې سمندر گی يې له اروپا څخه رابېلوي.  ٌالمغربٌ ورته له دې لا مَله وايي چې عربي  لښکرو تر ختيزو او سوېل ختيزو اوېجو( مصر، سو ماليا، ليبيا، تونس او الجزاير) روسته  د لوېديزترين افريقايي اسلامي هېواد په توگه له ۵۰۰ زرو کېلو متر مربع اوېجې سره پر ۶۸۳ ز. کال را خپل کړی دی.ويل کېږي چې نوميالي  اسلامي سوبمن بولندوی  ٌطارق بن زيادٌ  هم د۷۱۱ ز. کال د اپرېل  پر۲۹ مه د خپل نوي اسلا مي هېواد له روستۍ لوېديزې پيڅکي څخه د سمندر او سمندرگي له څه ناڅه لنډ بېلندويه گودره په گټه اخېستنه جبل الطارق(جبلتار) ته  له دولس زرو جنگياليو او ماڼو گانو سره ټولې جنگي بېړۍ پورېستې او په دې توگه يې د اسپا نيا تر گرېنادا (قرنا طه) او ان د گول ( فرانسې) تر سمندرغاړو پورې پر مخ ولاړ، خو په اروپاکې د لومړي ستر اسلامي تلپاتې سيا سي- فر هنگي منځۍ ٌ الحمرأ ٌ د ودانونې په موخه اسپانيا ته را پرشا شو!
دالمغرب عرب تر۱۱-۱۳ زېږدي پېړيو پورې د بربرو شاهي کورنۍ لا سکتوي پاتې شوي او راروسته يې د فرانسي تر ښکېلاک ( ۱۹۱۲ز. پورې  خپل شاهان درلودلي چې روستۍ لړۍ يې د ٌمحمدٌ کورنۍ په نامه يادېده، او له ازادۍ (۱۹۵۶) راهيسې پرې ٌ حسن ٌ  نومي شاهي کورنۍ واک چلوي. 
يې د برلاسو عربو او بومي  ٌبربروٌ  استوگنوشمېره تر پېنځويشتو ميليو نو وراوړي. سراسري ملي- رسمي ژبه يې عربي ده او  له بهرنيو ژبو څخه يې د فرانسي، انگيسي او الماني ژبو زدکړه زياته  توريستي انگېزه لري. تر ډېرو پرمختيايي هېوادونو يې د پرمختگ لا ره ښه ترا پرمخ اخېستې او د شتمنو او نېستمنو تر منځ واټن يې  څه ناڅه مخ پرکمېدو دی. د ټولواک ٌ دويم حسن ٌ  گرانښت و منښت د نورو عربي ټو لواکانو او هېواد مشرانو په پرتله زيات برېښي. د مثبت او فعال نا پېيلي او ناتړلي بهرني  سياست له  بروبرکته ورته  د نړ يخورو پانگواکو (سرمايه سالارانو) دا پلمه نه جوړېږي چې ترهگر ورته راصادر کا ندې، يا يې  د ننه ور ورغوي او يا هم ٌ عرب پسرلی ٌ ورته د پزې پېزوان کړي، تېل خو هډو لري نه؛ ان پر عربي نړۍ له را تپلي صهيونېستي بلوسگر دولت سره د ناببرۍ (تصا دف) له مخې د بيرغ له نښان پرته نوره څه  ښه او بده  نه لرې. په دې توگه ، نه يوازې د اسلامي نړۍ، بلکې پر جهاني کچ  له هغو کمپېښو هېوادو څخه گڼل کېدای شي چې  له بنسټپا لۍ او تر هگرۍ څخه بچ پاتې دی. کال وسر ورته  گرځندويان او سيلا نيان را مات دي، په تېره اروپايان، چې ښايسته ډېر بوډاگان يې درست ۴-۵ مياشتې ژمی په لوکسو بندري هوټلونو کې تېروي د  وړو وړو صادراتو تر څنگ يې کاني پيداوار (فاسفېت) تر هرڅه غوره اقتصادي بېخبنا جو ړوي او  پر دې سر بېره  يې د خليج اماراتو په څېر بانکي، تورېستي ... خدمتونه هم يوه په زړه پورې پشتوانه بلل کېدای شي...
۱۵فېبروري۱۶- له لندنه تر اگاديره :
برابري ورته وايي،  يا ناببري ، ورځ  دوې  مخکې راته پښتيانا زنگ راوواهه چې د المغرب په  اته ورځني هوساييز يانه ( تفريحي سفر) کې ورسره۶ کلنه اوېستا د پا سپورتي ربړې له کبله تلای نه شي او پرځای يې  د پېنځلس کلنې اسرې تر څنگ زه ملگرتيا وکړم. اکسفورډ ته را پسې راغله او  پر همدغه پاسنۍ نېټه، گهيځ۸ ورسره د لندن له ٌ گېتو يکٌ الوتغالي (هوايي ډگره) لومړی ځل مخ پر افريقا والوتم. 
درې گړۍ روسته د تاوده لمرين المغرب اگادير (أکادير) په ښکلي ډگر کې له نورو ۵۰- ۶۰ هميونو سره يوځای کښته شو. تر لنډ گنډ امنيتي ډال و ډېله له وتو سره مو د پاچا همنومي مېلمه پالٌ حسنٌ  په ورينه ټنډه او موسکو شونډو هرکلی وکړ او په اېرکنډېشن سمبال بس ته يې ور و خېژولو. د اتلانتيک همغاړي اگادير ښار تر اړوندو هوټلونو پورې يې د ۱۲کېلومتره واټن په اوږدو کې په روانه انگرېزۍ پر ښايسته ډېرو اړ ينتياوو او اسانتياوو زموږ د ټولو سرونه خلاص کړل. له رسېدو سره يې پر درو بېلابېلو مېلمستونونو ووېشللو او  روستیٌ کېنز اروپاٌ نومي ته يې  زموږ ډله وسپارله. 
 دغه  هوټل درې برخې رانغاړي:  په سر سر کې يوه ستره گومبزه له هر کلي دوتر، خورا کخونې او درو څلورو ناستخونو او ناستوځو او په منځ منځ کې د نڅا،  ټنگ ټکور او راز راز نندارو لپا ره يو ژورغالی ټيکاو لري. له دغې گومبزې څخه دوه غبرگواته پوړه بلاکونو ته ډېوډۍ ورغځېدلې دي. د دواړو بلاکونو تر منځ ارت و بيرت لوړ او ځوړ  ور بوی (احاطه)   په شنو کبلو، سرو ژيړو، گلونو،گلبوټو، خورماوو او ښو نو پوښلې او پسوللې ده. په يوه گوټ کې يې د تېنس لو بغالی، يوه کوشنۍ ورزشي خونه (ميني کلب)، او هوارغالی دوه درې  لمباځي له بهاندو ښوينديو او اوږدړيو ارامڅوکيو سره رانغاړي. په دې راز لويان او کو شنيان گرده ورځ بوخت ساتي، ان تر دې چې ډېری مېلمانه، په تېره لمبونکي د اوبو په هره لارغه (وقفه کې) له نا الکولي څښاکونو او لمرينو لمباوواو پينکي خوبونو سره د ښارچکراو  لاس پر لستوڼي سمندرغا ړې ته دومره زړه نه ښه کوي، که څه هم هغلته  يې هم د خپلو مېلمنو لپاره څپري، ارامڅوکۍ او نورې اسانتياوې ځا نگړې کړې دي. 
۱۶فېبروري۱۶- د ښار و بازار (سوق) چکر:
 برايي ارام و هوساخوب او د مړې خېټې گهيځنۍ (سباناري)  په موږ درېواړو کو رنيو غړيو کې دا متره او هڅه را پيدا کړه چې د لمر تر راتودېدا وړاندې  پر يوه اوږده پلي چکر ووځو. له تر لاسه کړې ښارنقشې سره له مېلمستونه راووتو، د پاچا له سمندرغاړې باغ و بڼه  په ننداره ننداره، راوڅرخېدو او مخپورته اوږد غځېدلی سړک مو پسې واخېست. په يوه گړۍ کې د مېوو، سبو او نورو خورا کتو، او پتليز ور سره  د کورجوړو ښايسته  مزري ټوکريو او کتوليو او نورو لاسرغوليو او سکويلو ښځينه او نرينه کاليو، لاسي کارونو او يادگاري څيزونو  يوه ارت و بيرت  مخپټي منډه يي ٌ(سوق) ته ورسېدو. دغه سوق د نورو په توپير له بې شمېره لويو وړو لارو کوڅو او سلگونو هټيو سره کومه کلا  او دروازه نه لري. د شور ماشور تر څنگه پکې گڼه گوڼه له دې لامله  له زغمه وځي چې د خو راکتوکو هر پېرونکی منډه يي ته له راننوتو سره يو غټ وسپنيز لاسگاډی را ځغلوي. د نورو ډېرو ختيځوالو په څېر يې پلور وپېر هر چېرې له اوږدو چنو سره تر سره کېږي، خو له  برنيو ارزونو (اسعارو)  سره يې د درهمو په راکړه ورکړه  کې دومره چنې وهنو او گوتې ماتونو ته اړتيا نه پېښېږي، نو موږ هم  هر چېرې له هر لوی واړه پلورونکي  سره يو پونډ د هوا يي ډگر له نرخ سره سم په  هماغه څه له پاسه  ديارلسو درهمو بدلا وه. همداسې يې د ټکسيو او بسونو کرايې هم دروا خله، په دې توگه د نورو سيلانيانو غوندې موږ ته هم د ښار دننه د لنډ و اوږده وا ټن لپاره په شل- دېرشو درهمو ټکسي واره يې  برېښېده.  په هغه هېواد کې راته د وزگارتيا کچه له دې ولگېده چې که له هر لاروي به مو ديوه بازار، پلورنځي پته وپوښتله، خوښامندانه (رضاکارانه) به  راسره بدرگه شو او د څو ييکيو کمېشن په اسره به يې د خپلې خوښې  پرهټيوال وسپارلو! 
تر هرڅه په زړه پورې يې داچې ځای پرځای ځينو پوخمنگو مېرمنو د هټيو مخې ته پلتۍ وهلې وې او په ساده لاسي لوښو اوزارو يې تازه پر تازه د خپل هېواد له گرانبيو مغزبابو ځوښاوې اېستلې او په پاکو سر پټو لوښيو کې يې پرمينه والو پلورلې. هسې خو دغه هېواد د آرې اسلامي ازاد دينۍ (سېکولرېزم) د چوکاټ دننه، نه يوازې پر ښځمنو با ندې پرده او حجاب نه تپل کېږي، بلکې پرې هما غومره بنديز لگېدلی، لکه په فرانسه کې!
 ۱۷فېبروري۱۶- د اتلانتيک ړومبۍ ننداره:
تر غرمنۍ روسته لمباځيوته ووتو او په لمبا او ښوينديو مو تر لمرپرېواته پورې پر اوږدړيو څوکيو ارام  او د چايو او خوږو مازيگرنۍ دېته وهڅولو چې سمندر غاړې ته ورکښته شو. لور و نمسۍ مې په هر ډول، خو  زمايې له ليدو سره ناڅاپه غونی رازيږ کړ او په نامه  يې د نومولي ٌ پوځي تړونٌ   هغه  ټولې انساني ضد نا خوالې او بخولې سترگو ته نېغې را ودرولې چې له  هماغې افريقايي اسلامي هېوادو، له الجزاير، تونس، ليبيا، سوماليا، نايجريا، مصر... تر اسيايي يمن، سوريې، عراق او افغانستانه را پنځولې  دي. نور مې ليدل، چې څوک پکې هسې لوڅې پښې ورگډېږي او څوک پکې لمبا او سکي هم کوي، خو زه يې پر وچه غاړه چپرځای ( پښه پرځای) ودرېدم، تر څو يې څپه ننواتې را غله او لوڅې پښې يې راښکل کړې. که نه، هسې خو يې تر لبنا نه را غځېدلي بچي (مديترانې سيندگي) ته ۴۵ کاله پخوا داروپا د لومړي (زدکړيز) يانه پر مهال  په  ټوله مينه او لېوالتيا ورگډ شوی وم او پښې مې پکې مينځلې وې؛ په ډېره خواشينۍ چې هغه پر مختللي ارام و هوسا او سوله ييز  لبنان له  ښکلې پلاز مېنې سره پر هغه اکر بکر پاتې نه دی، د منځني ختيځ تر نورو هېوادو څخه ترې لا کلونه وړاندې  کورنيو شخړو او صيهيونېستي بلوسنو د ٌختيځ-لوېديځ پلهٌ  دريځ لوټلی، او نن سبا هم له شاوخوا بلو لمبو څخه  ځان بچولای نه شي! 
۱۸فېبروري۱۶- د مراکش په زړه پورې، خو ستونزمنه ليدنه کتنه:
پښتيانا ۷ کاله پخوا له اته کلنې اسرې سره  داگادير شاوخوا لرې نژدې مېله ځايونه د اوښ په سپرلۍ ليدلي کتلي ول، خو داځل ما او اسرې د يوڅه لري مراکش د ليدو تکل وکړ. په گهيځنۍ مو ځانونه ښه ډيډه کړل، ۱۲ بجې ټکسي  تر بس اډې ورسولو، خو سم له سمونې خوځېدونکی گاډي څخه په دې پاتې شو چې وارله مخه مو ټکټ نه وو ريزرف کړی، نو يوه گړۍ مو  په  شاوخوا چکر گوډه کړه. ټيک دوې بجې بس ته وختو او د خپلې موخې پر لوري وخوځېدو. د اگادير له پيڅکو  نه له وتو سره د اطلس پر وچو کانکرو دښتو او لمنو سرشوچې له کيکر يا کرکڼو ورته خړو بوټو پرته پکې د کوم شنيلي څرک نه لگېده. شل- دېرش پېله (دقيقې) به تېرې وې چې  پر پېچومو ور وختو. بس د دوه پټه ښايسته  ښکلې لويې لارې  گرځني او کږلېچونه مو، لکه يرغه آس پرلپسې ترشا پرېښوول او  مټې يوه گړۍ رو سته بيرته  له لوړو نه مخ پرځوړو شو. له ورايه مو لږ و ډېره ابادي له يونيم پټي او سپېرې  خاورينې کوډلې جونگړې سره  تر سترگو شوه. په دغه ترڅ  کې د وچو غرنيو تړو تر منځ  مو يو ډنډ هم سهي کړو چې د کمپېښو بارانونو اوبه يې رازېرمه  کړې وې او د لنډ تنگ  چاپېريال ستوني  ورسره يو څه لوند برېښېده. هرچېرې چې کوم څا څکی اوبه پيدا شوې، يوه سپېرچنه جونگړه او پوله پټی ورسره غاړه غړۍ شوي، کټ مټ، لکه د نورو ډېروافريقايي او اسيا يي سيمو په څېر د دغه هېواد د کمې غوړېدا او روستوالي لامل تر هرڅه له مخه د اوبو سوکړه ده. د اروپا وسمهالې اسمانڅکې صنعتي او تخنيکي غوړېدا او پرمختيا له آره او بنسټه د پرېمانه اوبو او ورسره دکرنيزې سمسورتيا يېبره او زېږنده ده. موږ ختيځوالو خپل پخواني توکيز او ما نيز تمدنونه له عربي ټاپو وز مې نيولې، تر هند نيمې وچې د همدغو اقليمي بد لنونو، سوکړو او وچکاليو له  کبله له لاسه ورکړي دي، او راپاتې  نښې نښانې يې هم همدغو اروپايانو، ډېری  په زاړه ښکېلاک کې راڅخه لوټلي او پاتشونيو ته يې په اوسني دې کې د زېږو ليو مټينگيو او لاسپوڅو په سروالۍ ملا تړلې ده! 
مراکش که کوشنۍ ميامي:
دغه ښار که څه هم فرانسيانو د خپلې ٌمارسۍ ٌ پر مخبېلگه جوړکړی، خو کور نيان او نور بهرنيان يې کوشنۍ ٌ ميامي ٌ هم بولي. په هره توگه ، که نوی هم دی، بياهم تر پلازمېنې ٌ رباط ٌ  راروسته دويم نومور او  ارت و بيرت ښار دی. ٌقورطيبهٌ جومات يې له اسمانڅکې منارې او څېرمه کنډوالو سره د لومړي اسلا مي  برم و پرتم ښکارندويي کوي چې  د ښه ترا ښکلا اوخونديينې لپاره يې د قبلې له خوا پرې د نارنجو او خورماوو باغونه راڅرخېدلي او ښار خواته يې لوی ميدان  او دوه پوړه مېلمستونونه اونورې نومهالې ودانۍ. هسې يې خو د نورو ښارونو په څېر پللارې (پلې لارې) سر ترپايه  په تلسمسورو مديتراني گل ونو، گلبوټو، په تېره نار نج ونو پسوللې، چې  له مني راپاتې نارنجانو او ورسره ورسره نويو راغوړېدونکو گلغوټيو يې د ننگرهار همېش بهار  پسرلني يادونه پر زړه راورول.
له  بده مرغه هغه زړه راکښونکي دوه دوه نيم ساته سيالونه نندارې او چکرونه راباندې هله  گنډېر شول چې د اگادير مازيگری بس راڅخه تللی وو او د بل شپږ ساته  ځنډ يې له درست يانه بېزاره کړو. هسې خو يې بې هغې  دښتي هوا له لمر  پرېوتو سره په سره اوړي کې هم تر صفره راکښته کېږي، او چې بياورسره  ناببره ورښت هم غاړه غړۍ شو، نو موږ نيکه او نمسۍ له نريو نازکو کاليو سره چار نا چار په بس اډه کې ښکېل پاتې شو: په اړونده چايخونه کې مو يوڅه خواږه ترخه تر ستوني تېر کړل او بيا د لوی گاراج  وزمه  هال  پر اوږدړيو لرگينو څوکيو با ندې له  راننوتونکوسړو څپو سره، راته نه ناسته زغموړ وه او نه ملا سته، اوچې لا بس هم پر ټاکلي مهال ٌ لس نيمېٌ رانغی. له بده بتره يې بيا داچې پازوالو هم په هغو دغو تېرېستلو او رښتيا خبره يې راته نه کوله.  په پای کې مې له يوې کار گرې مېرمنې هيله وکړه چې له دوه غبرگو شالونو څخه يو را کړي، هغې هم دواړه پر غځېدلې اسره واچول او شېبه نيمه يې سترگه پټه شوه. ما بيا په گرځېدو را گرځېدو ځان توداوه او چې د يوولسو خبره هم دروغه وخته، د يوه واړه جومات څرک مې وکيښ، پرې ورننوتم، يوڅه وخت مې په لمنځونو نفلونو او تلاوت گوډ کړ. بيامې چې وليدل نروښځې پرلپسې لمانځه ته راننوځي او بيرته وځي ، نو ماهم خپله اسره هملته توده وساتله. پسې دولس بجې شوې او تر ما پورې د  ډېرو سپر ليو شورماشور پازوال دېته اړېست چې د اگادير بس پرځای  مو د کزنبلاکه هغه ته وروخېژوي. د سرپازوال له بښنې غوښتنې راته مټې جوته شوه چې د آر را غلي گاډيٌ مزه باران وړې وهٌ . که څه هم دغه بس راباندې د دروساتو لاره تر څلو رو اوږده کړه، خو له نيم چالانې تودخي سره  يې گهيځ مهال يوڅه تاوده او ارام  ترٌ اگا ديرهٌ  ورسولو.
۱۹فېبروري۱۶- باراني لمباوې:
هماغومره چې له پرون مازيگر راهيسې راپيل شوي باران ما او نمسۍ ته د سر په کاسه کې اوبه راکړې  او  د مراکش خوندوره مېله يې را زهرژلې  کړه، خو خپلو هېوادوالو، د هوټل د کارمندانو او کارگرانو په گډون ورته له ډېرې خوښۍ خو شا لۍ اتڼونه کول. ځکه له  نيم کال را هيسې يې ورباندې راټنگېدلی وو. په دې راز ورسره موږ دواړو سيلانيانو هم تېر پر هېر وشمېرل او تر بيرته راتگ پورې  مو له هرې باراني شېبې خوند اخېست. ښاريو ته له وچو للمو اوسوکړو دښتو د پناراوړو له زړونو هم يو خدای خبر وو چې له گهيځه تر ماښامه د کار روزگار په اسره د سړکونو پر غاړو تېروي او بيا د خپلو وږو تږو کورنيو څپرو ته تش لا ور ستنېږي. که نه، د لويې  سارا د شگلنو هېوادونو پر خلاف   د دغه هېواد ژيړې يېبرورې (حاصلخيزې) خاورې دکروکروندې له پلوه د درست هېواد بېوزله او بېکاره بوختولای او بسيا کولای شي.
  هو، که  ټولواک يې کورني  او بهرني پانگوونکې نو مهالي کرني سکتور ته راو هڅوي او ورسره د کليوالي پراختيا پروژې لپاره جهاني بانک ته مخ ورواړ وي، ډېره شونې ده چې د يوه صنعتي هېواد هومره  خپل  ټولنوټيز (اجتماعي- اقتصا دي) پرمختيايي بهير گړندی کاندې !
د هوټل د نورو لويو وړو، ښځمنو او نارينه وو مېلمنو په څېر موږ درو سرو کور نيو غړو له باران سره سره  خپلې لمباوې پرې نښووې، بې له دې چې د لمرينو وړ انگو هغه هم ورسره غاړه غړۍ  کړای شو. همداسې مو د ښار وبازار او سمندر غاړې له چکر هم لاس پر سر نه شو. ځکه نه باران پرلپېيلی وورېده او نه يې هوا دومره راسړوله. کله ناکله به مو د چکر لپاره له کرايي لاړيسونو (بايسکلونو) هم گټه اخېسته چې د پللارو په گوټ گوټ کې درول شوي ول.
۲۰فېبروري۱۶- اروپايي ټنگ ټکور او فولکلور:
هسې خود مېلمستون ځانگړې پازوالې نڅاگرې ډلې  هره شپه تر ماښامنۍ رو سته د  لويو وړو هنري بنډارونو تابيا کوله، خو د ننني ماښام لپاره يې يو خورا په زړه پورې او زړه راکښونکې مېله را سازمان کړې وه. لومړی يې له جاز موسيقۍ سره پوخمنگې اروپايانې گډامۍ (گډې نڅا)  ته راوهڅولې او ورپسې لږوډېرې ځوانې. هغوی چې خپل ملگري يا مېړونه نه درلودل، همدوی ورسره نڅل. همدا چې د فولکلوريک ياوطني ټنگ ټکور وار راورسېد، همداچې نرينه ډلې زموږ  اتڼ ته ورته يو مست اتڼ له له ډول و سورني  او شپېلۍ سره  راپيل کړ،موږ ټو لوته يې هم بلنه راکړه، خو بيا يې هم اروپايي نرينه مېلمنو ملگرتيا وکړه. ورپسې يې چې د غنمرنگو عربو او تورو ارغوشو بربرو ښځمنو نڅاوې پيل شوې، يوازې لورو نمسۍ مې ورسره شېبه نيمه  هسې لستو ڼي واچول او نورو مېلمنو ورسره تر پايه پښې دربولې او چورلکونه يې  وهل. بله په زړه پورې ننداره يې سورني ته د راز راز مارانو نڅاوه، که څه هم، ويل کېږي چې ماران  نه غوږونه لري او نه څه اوري، خو ماره يي (مارگير) د هندي هغو غوندې  خوښ ناخوښ پر گډا راوستل، تر دې چې تر موږ پورې يې د ټولو مېلمنو په غاړو کې راچول او هرچا يې په کمرو او او غږملو (موبايلو) يادگاري انځورونه اخېستل.
موږ ته په اته ورځني يانه (سفر) کې دا پوره راډاگيزه شوه چې مراکشيان  له ارو پايي پېښو او پليونۍ سره سره خپل  ملي- وگړني کولتور او دود و دستور خو ندي ساتي. په غړولو سترگو مو ليدل چې  د نورو نومهالو او لوکسو مېلمستونو نو په لړکې زموږ هغه هم  رازباده کړه چې  نه يوازې په هنري، بلکې،  په خوراک څښاک کې هم  خپل څيزونه راگډوي. د بېلگې په توگه يې د خوراتوکو په برخه کې د رنگارنگو لوېديزو هغو تر څنگ ساده وطني څيزونه، لکه سابه، کورت، پياتي، د وريجو، ميو، ږدنو غوښتو.. شولې، ښورواوې او راز راز ترخې، تروې او خوږې سلاتې  او اچارونه، هغه هم په ساده کورجوړو لوښيو کاسو او کنډولو کې  د مېلمنو لوهه او لېوالتياراپاروله.  له دغه پلوه يې گهيځنۍ بيا تر غرمنۍ او ماښامنۍ زياته زړه راکښونې او اشتها پارونې وه: د راز راز اروپا يي ډوډيو، خاگينه او اېشولو هگيو په ترڅ ترڅ کې وطني پراټې  او غړي هم توده پرتوده پخېدل او مېلمه ته  سم له سمونې لاس پرلاس وړاندې کېدل. د کېک و کولچو سره يې خپل ځانگړي هغه  هم پر مېز اوڼل. د راز راز  چايونو، قهوو او اېټا ليي کپچينو سربېره ، له سپينو کاليو او لوړې  سرې ځونډيالۍ دوديزې خولۍ سره يوه گوټ ته پر توشک ناست سپينږيري خوږې او ترخې چايوې هر مينه وال ته  په مينه او درناوي هم وړاندې کولې.
داهم د مېلمستون يو په زړه پورې دود وو چې ماښامنۍ يې ، لکه  د رسمي يا واده مېلمستيا له ځانگړي ډال و ډيل سره غاړه غړۍ وه. مېلمانه له فېشني سوټ و بوټ سره د خوراکخونې په وره کې د ورته فېشني کوربنو له تاوده هرکلي سره مخامخېدل او په ورينو ټنډو او موسکو شونډو يې له مخې تېرېدل. 
۲۱فېبروري۱۶- روستۍ ليدنې کتنې: 
د لږوډېر ورښت له کبله مودغه روستۍ ورځ  د اوبو او لمر لمباوو پرځای تر ډېره د ناليدلو بازارونو، سيالځايونو، او په هغه لړ کې د مرغانو د يوه ځانگړي ژوبڼ او يونيم  سيمييز موزيم وزمه نندارتون په ليدنه کتنه گوډه کړه. مابيا  د خپلې څا نگيزې لېوالتيا له مخې دا کابو هم ترلاسه کړه چې د مېلمستون له کارمندانو او په تېره دهنري پروگرامونو له پازوالو څخه د پوښتنو اښتنو په ترڅ ترڅ کې د هغه هېواد له ژبتوکميز اکر وکره څه ناڅه ځان خبرکړم. په دغه تړاو راته تر ډېره دا زياته هېښنده وبر ېښېده چې بومي بربر يې له واکمنو عربو سره څنگه اخښلي را خښلي ، يا په علمي نومونه (اسيميلېټ) شوي دي. که له اقليمي  بدلون او اغېز سره سپين توکمي عرب په يو نيم زرکلن مهالپېر کې غنمرنگ شوي، نو بربر هم  نور دومره تور افر يقايي نه برېښي. خو له بده مرغه، نه يې توکمپوهانو په تو کميزې آرې ريښې پسې سرگرځولی او نه يې ژبپوهانو په ژبنۍ هغې پسې!  پخپله بيا دا داوه کوي چې له آره يهود دي او عربو په زوره مسلمانان کړي دي. په دې لړ کې يې ژبه هم د برلاسې رسمي عربي تر اغېز لاندې مخ پر غړندېدو ده او يوازې په کورو او خپلو منځو کې پرې غږېږي، تردې چې يوه نيمه بېلگه يې پر ما  هم و نه لوروله، که نه، يو اټکلي څرک مې ور لگولای شو او ورسره ورسره د توکم هغه! 
دبهرنيو زدکړو اقتصادي- توريستو ژبو په لړ کې بربر له فرانسي سره ډېره لېوا لتيا لري. لامل يې داچې فرانسيانو په ۴۵ کلن مهالپېرکې تر عربي ژبې بربري اسانه زده کولای شوه او په دې توگه ورسره بربرو هم پرخپل وار فرانسي زدکړې ته تر عربو زياته لېوالتيا درلوده. له همدغه برکته يې په مېلمستونو او نورو تو ريستي برخوکې د کارموندنې شونتيا ډېره ده، هرگوره، له دغه پلوه يې دانگرېزي او جرمني ژبې لږکۍ زده کړې هم بې اغېزې نه برېښي. عربو هم ورسره د رخې سخې پرځای د دغو ژبو په زدکړه کې سيالي غوره گڼلې ده؛ کاشکې زموږ  ډېری پښتانه هم  په دغه تړاو له ناپښتنوهېوادوالو، په ځانگړي ډول هزاره لږکيو سره د بد نيتۍ نه، بلکې روغنيتۍ له مخې د  رغنده سيالۍ لاره پر مخ واخلي!
هيله ده، گران لوستونکي زما دغه لنډ تنگ يونليک په ډېر څه وشمېري او په ترڅ کې يې د ٌ کره کېښکليٌ پښتو سبک و سټايل پليوني وکړي!
په ټوله پښتني- فرهنگي مينه او مننه. ستاسې دټولو منندوی زيار
 
بېرته شاته