لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د باقر د یوه غزل درایت
لیکوال: یونس تنویر   نېټه: 19.03.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 ما خو په نورو مقالو کې دا خبره هم کړې وه، چې شاعري د یوه شي، د فطرت انځور ګري ده. دغه انځور که د پیغام له جور، خالي هم وي؛ مګر شاعري ده. او شاعري د پیغام رسولو نه هم ډېره لوړه ده. په همدغه ځای کې شاعري نګه هنري کیږي. همدا ځای دی چې شاعري د وسیلې له ښکیلاکه را وځي. او غایي علت پیدا کوي. او هنر چیرې هم وسیله نه شي کیدای. تاسې د باقر صیب دغه بیت وګورئ:

دومره خاموشي او تنهايي ده راپسې ولې ؟
مانه پاتې کېږي د خاپونو په ځاى پښې ولې ؟
(شاه نواز باقر)
د شعر په اړه به معقوله نظریه، هغه وي چې معقوله مشاهده، پکې نغښتې وي. د تخنیکي لوازمو ضرورت شته. خو د دورو، ویشل باید په تخنیکي لوازمو باندې بار، نه کړو. ځکه چې تخنیکي لوازم د یوه قالب ضرورت وي. او قالب د ژانر په ټاکلو کې د بحث وړ دی. د یوې دورې، نفسیات ترې تشریح کیدای، نه شي. او نفسیات د انسانانو، فکري هدف جوړوي. د یوه قوم فکري تمیلات د انسانانو له فطرته را ولاړیږي. یو چاته فکر ورکول د وسیلې په واسطه، نه کیږي. بلکې هنر غواړي. او علم د وسیلې په واسطه انسان ته انتقالیږي. خو فکر بیا د هنر په واسطه، انسان ته ورکول کیږي. مثلا: حسن تعلیل یو قالب دی. او په دې قالب کې باید د یوې طبیعي پېښې لپاره، یو خیالي علت وي. دغه تعریف مو که په کتاب کې لوستی وي یا مو د استاد له خولې اوریدلی وي، موږ یې ورسره منو. دا علم شو. ځکه چې ثابته خبره ده. ثابت فرمول دی. همدا کتاب یا استاد مو وسیله شوه. خو په دغه قالب کې چې کومه محتوا ده، هغه بیا داسې ثابت شی نه دی. د دغه محتوا ارایه کول هنر غواړي. دغه محتوا په چا منل هنر دی. او دې دغې محتوا ارایه کول، مطلق حکم نه وي.
اوس که د یوې دورې ټاکل په تخنیکي لوازمو وشي؛ نو فکر به یې څه وړ تلو؟ مهمه خبره همدا ده، چې شاعري هنر دی. او د هنر لپاره ژانر کافي ګڼل ناقصه تګلاره ده. د شاعري د ماهیت په راسپړلو هم غور په کار دی. دغه دواړه شیان باید په نظر کې ونیول شي. مګر ډېر زور باید د ارایې په طرز وشي.
پورتنی بیت ممکن ډیرو ته مبهم ښکاره شي. خو خبره دا نه ده. د شاعري هنر په همدې کې دی، چې یو مجرد شي ته یې انساني صفت ورکړی دی. خاموشي او تنهایي په چا پسې روانې نه وي. دغه تګ انساني صفت دی. یا انساني کردار دی. چې یو مجرد شي ته یې ورکړی دی. د اروا پوهنې له نظره د انسان د پرمختګ خنډ یو اځیتوب دی. نو شاعر ځان دومره محرومه احساسوي، ته وا چې د خاپونو پر ځای یې پښې پاتې دي. د پښو پاتې کیدل په ځای ودریدل دي. نو خاپونه د پرمختګ جوګه، نه وي. دا یوه داسې نفسیاتي مشاهده ده چې مستقیم پیغام نه لري. او نه د پلي کیدو دعوه کوي. یواځي یو انځور درښکاره کوي. یواځې یو کیفیت درښکاره کوي. د خپل فکر د منلو دعوه پکې نشته؛ همدا ددې بیت درایت دی. همدلته شاعري، نګه هنري شوې ده. همدا د شاعر رسالت دی چې خپل فکر په هنر باروي.
د تصوف د مشایخو ترټولو لوی انساني کردار سوله ایز ژوند کول دي. انسان دې دنیا ته، خدای (ج) د خپلې لویي د پېژندنې لپاره رالیږلی دی. او په دغه لوی نظام کې چې فکر ونه کړې؛ نو څه وړ به یې وپېژنې؟ کله چې بدمرغه جګړه روانه وي، نو فکر، به څه وړ وکړې؟ ځکه چې فکر خو ارام ژوند ته اړتیا لري. سوله ایز نظام غواړي. نو چې دا وحشت موجود وي، د الله تعالی(ج) لوی نظام به څه وړ وپېژنې؟ او باقر صیب مو همدې ته را بولي:
زړه چې درسره دى نو په سترګو باندې څه کوې ؟
لاس چې درسره دى نو په کاڼي سر کېږدې ولې ؟
(شاه نواز باقر)
کاڼی په شاعرۍ کې تل د ظالم زړه سره، شباهت لري. ولې کاڼي د جګړې د تودولو یوه وسیله هم ده. همدلته شاعرپه روایت کې نوښت راوستی دی. په کاڼي یو سړی وژل کیدای شي. وینه تویولی شي. او ... او په کاڼي باندې سر ایښودل، د آرام خوب مانع کیدای شي. په کاڼي دا باور پیدا کول چې سکون به را ولي، له کاڼي سره مینه ښودل دي. خو کاڼی سړی ته ارام خوب نه ورکوي. د ارام خوب تر ټولو ښه وسیله لاس دی. ځکه چې پوست دی.
د خدای (ج) سره د قربت وسیله، تر ټولو زیاته د زړه صفایي ده. په سترګو د خدای (ج) دیدار په دې دنیا نه شي کیدای. او زړه د صوفیانه مشاهدې سترګې دي. په دې دنیا د عشق د پلیونوتر ټولو ستر سکون همدا زړه دی. چې د خدای (ج) جلوه پرې ویني. هغه خوشال بابا خو ځکه ویلي دي: 
عرفان دسر په سترګو ګوتې کیږدي
د خپل زړه په سترګو ګوري تماشا کړه
(خوشال بابا)
نو دباقر صیب په بیت کې دوه داسې صوفیانه موضوعات دي، چې مضمون افریني یې راوستې ده. او د مضمون افریني دوې ځانګړنې، لري. یو خو یې په روایت کې نوښت راوستی دی. او بل یې په مضمون کې مضمون پیدا کړی دی.
او بله ښیګڼه یې دا ده چې د معاصرې صوفیانه شاعري خواص لري. معاصره صوفیانه شاعري مطلق یو شی نه ښکاره کوي. بلکې دال یې په څو مدلولونو دلالت کوي. او همدا د سیمبول ښیګڼه هم ده. نو که دمعاصر او کلاسیکې شاعرۍ په توپير څه لیکو، باقر صیب به د هغو شاعرانو په ډله کې وي، چې دغه تنقید په راته اسانوي. ځکه دده، دغه غزل او یو څو نورغزلونه چې مو لیدلي دي. یو داسې نوښت لري، چې نه خو مطلق په روایت کې پاتې شوی او نه خو یې ترې افراط کړی دی.
د باقر دغزل درایت په دې کې دی چې لطیفه انځورګري کوي. د احساساتو انځورګري کوي. کوم مضمون چې په احساس روان شوی وي، شعریت دی. ځکه دشعریت یو توکی احساس هم کیدای شي. او احساس د لوستونکي حواس بیداروي.او همدا هنر دی. ځکه د هنر په پیژندنه کې دا خبره عامه ده چې هنر د احساساتو ښکارندویي کوي. نو همدا شیان دباقرصیب په دې بیت کې وګورئ:
ما که ستا وعدې پوره کولو ته تادي نه وه 
ما به اغوستلې بيا په څټ خپلې جامې ولې ؟
(شاه نواز باقر)
نو همدا کیفیتونه دباقر صیب ددې غزل په نورو بیتونو کې هم وګورئ:
دا سړى به نه مري سبا دومره فکر نه کوي 
ليکي په دې ښار کې په قبرونو بيا لوحې ولې ؟
ځان مې موده پس ځان ته راغلى دى خفه يمه
شيندمه اوبه د خپل وجود په دروازې ولې ؟
هسې مې باقره ! کېښودلې د ګلدان سره
پاڼې د ګلونو په ډېوو کې شوې راشنې ولې ؟
(شاه نواز باقر)
پای
 
بېرته شاته