لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
دروشن ځوانې کيسې
لیکوال: بختيار تلاش   نېټه: 08.05.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 د لنډو کيسو دغه ټولګه ( کوچنۍ  ناوې ) راته ښاغلي روشن صيب را وسپارله، چې يو څو کرښې پرې تورې کړم، که څه هم زه چندانې کيسه ليکوال نه يم ؛ خو وخت نا وخت ځېنې کيسې له نورو ژبو پښتو ته را ژباړم. 

     د روشن صيب د لنډو کيسو ټولګه مې ټوله ولوسته ، رښتيا هم ډيرې  يې داسې کيسې وې،چې د لنډې کيسې تعريف يې په خپل ځان کې ځايولي شي، که چېرې لنډه کيسه داسې وپېژنو چې لنډه کيسه يو داسې فن دى چې ځان ته ښکلاييز اصول اوفني غوښتنې لري لکه کوټلى تاثير، رمزيت او دموادو فنکارانه اوډل، هره کيسه بايد تلوسه، پيل ، منځ او پاى سره يوه هيجاني پايله ولري، کيسه بايد له پيل څخه منطقي وي بايد پلاټ او بيان يې منطقي  او له ولولو ډک وي، که موږ د ښاغلي روشن  کيسې په دغه تعريف کې را انحصارې کړو، نو په تول  تللې  دي.
دا چې لنډه کيسه يو حکايت دى چې خيال او حقيقت سره نغاړي  تلوسه او خوند لري ، همدا علت دي،چې له لوستلو وروسته لوستونکى ډېر خپه کوي او يا يې ښه خوشاله ساتي؛ نو په دې اساس ويلى شو،چې د يو بريالي او هنر پال کيسه ليکوال پياوړتيا  او کاميابي په همدغه ټکي کې ده ،چې دا ښېګڼې ما د ښاغلي روشن ( سبا اختر دى ،کوچنۍ ناوې،دښوونځي جامې،د ژوند رنګونه،نابلده سوالګره،پلټنه، او ستا يادونه)   کيسو کې وليدلې، يعنې روشن پياوړى کيسه ليکوال دی.
    سبا اختر دى، کيسه موږ ته د روانو ناخوالو يو روڼ انځور راکوي، په کيسه کې د دوو کوچنيانو پلار د سيمې د اوسيدونکيو په لمسون او شېطانۍ د شومو او نا کره دسيسو له امله د بهرنيو ځواکونو له خوا وړل کېږي ، په کور کې يو زوى او لور،په دې تمه وي،چې پلار به يې اختر ته راځي او دوى به د نورو ماشومانو په څېر له خپل پلار سره مېله ځايونو ته ځي؛ خو مور يې د حال نه ويلو په صورت کې له ډېر زورېدونکي حالت سره مخ وي.
     ستا يادونه هم د ټولنې مجبوريتونه راښيي، يو ځوان له يوې نجلۍ سره په مينه کوژده کوي،بيا د ولور د پوره کولو لپاره ګاونډي هېواد ايران ته ځي. کوژده شوې نجلۍ يې په کور کې په تمه ناسته وي ،چې خاوند يې  له ځان سره د ايران نه لاس نيولې ښځه راولي، کوژده شوې نجلۍ ددې حالت په ليدو سره ضعفت کوي او بيا په روغتون کې ساه ورکوي.
     د دې دواړو کيسو پيل په ښو جملو سره شوي،يانې ښه پيل لري ، دلته به يې د بېلګې په ډول د ( سبا اختر دي) کيسې پيل راواخلو،چې له پيله څومره ښې لنډې جملې، انځوريزه ژبه د ماشومانو له پوهې سره سمې کارېدلې مکالمې او تلوسه لري:
     په هر صورت د روشن صيب کيسې لا په ځوانه مرحله کې دي، دا چې دى ځوان دى ، نو کيسې يې هم ځوانې دي، ځېنې سوژې يې دومره نوې دي،چې د هېڅ يوه ليکوال هم ورته نه دي پام شوى لکه زما موټر، زما ليکونه او داسې نورې.
   دده د کيسو ښې ځانګړنې، دا دي چې دى د کيسو لپاره خوږه او معياري کيسه ييزه ژبه لري او لنډې لنډې خو مانا لرونکې جملې  کاروي ، همدا علت دي،چې د کيسو لوستونکي يې ډېر دي.
زه ښاغلي روشن ته ددغې ټولګې د چاپېدو مبارکي وايم او دا وايم،چې د روشن په هره کيسه باندې يو کتاب خبرې کېداى شي،خو د اوس لپاره همدومره.
د  ښه کيسه ييز نثر د روڼتيا په هيله يې،تاسودکتاب لوستوته رابولم.
بختيار تلاش
جلال اباد – صفا راډيو 
 
 
بېرته شاته