لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
دښوونځي جامې
لیکوال: رفيع الله روشن   نېټه: 08.05.2016   خپرونکئ:   سمسور  
په وړوپښو ولاړدالمارۍ خانه يې خلاصه کړه يوڅه يې ترې راواخستل دکورنۍ نورو غړوته يې شا واړوله او له المارۍ څخه له را اخيستي څيزسره بوخت شو، هغوى په خپلوکې پرې بحث پيل کړ،مشرې خور يې وويل داڅه شى يې پيداکړ چې له موږنه يې پټوي،پلار يې وويل پرې يې ږدۍ کار مه پرې لرئ،  چې دى خوښ وي،موږ کوم اعتراض نلرو،ټولوغلي غلي وخندل،خوده په هېچاخيال رانه وړه اونه يې ددوى خبروته کوم اهميت ورکړ څوشيبې وروسته دټولوهېرشو،هريوپه خپل کارپسې پورته شو، دغرمې يوولس نيمى بجې وي چې کلثوم بکسه پرشاه له ښوونځي را ورسېده، سلام يې واچاوه پلاريې په مخ ښکل کړه، شا بسې لورکۍ، هله ژرولاړه شه جامې دې بدلې کړه کتابونه دي هم پرځاى کړه، چې ساحل يې درته ونه شلوي ، هغې هم دکوټې په لور منډه کړه ، شېبه لانه وتېرشوې چې دکوټې له دننه څخه دساحل چيغې پورته شوې ، پلاريې ژر ورغى ، کلثوم ته يې وويل مه کوه له هلک سره غرض ، ساحل چې پلاروليده ، لستوڼى يې په سترګو راکش کړ،اوښکويې ګرېوان ته غاړه ورکړه،ويې ويل زه يې نه ورکوم، دازما دى، دواړه لاسونه يې په تخرګونوکې داسې ننوويستي وولکه يخ چې نيولى وي ، خوده هغه شى چې له کلثوم څخه يې پټه وو اوله المارۍ نه رااخستى وو، پټ نيولى وو، کلثوم له ځانسره غلې غلې خندېده ،په څټ يې راوکتل اوله کوټې ووته لږ وروسته دسترخوان هوارشو يوبل ته يې اوازونه وکړل   څودغرمنۍ  دخوړلولپاره اماده شي،خوريې په ورورپسې ورغلله ورته وويل  ساحله! مونږ درنه ټوله ډوډۍ خلاصه کړه ، ته يې نه خوريې ؟ 
هلک ځواب ورکړنه ! نه يې خورم ، ته پرې مړه شه، چې ډېره وږې شوې يې پلاريې پسې راغى خوهلک نه  غوښتل له خپلې خبرې تېرشي ، پلارته يې وويل مونږ ډوډۍ نه خورو.
 تاسو يې وخورۍ!. پلار دکوچنۍ په وړو، خوډېرو درنو خبروهک حيران شوڅه!؟موږ يې نه خورو! موږ ؟ نور څوک دي؟دپلار په ټينګار ډوډۍ خوړلوته چمتوشو دالمارۍ خانه يې خلاصه کړه،پلارته يې وويل خوته به نه راګورې،هغه هم ورسره ومنله،څه يې دننه کېښودل،اوله کوټې ووت،ولاړډوډۍ يې ژر وخوړه هغوى دچايوپه څښلو بوخت وو،چې ساحل يوځل بياپورته شو، کلثوم،غوښتل چې پسې ورشي،خونازولى ساحل ورته  په قهر شو مه راځه شيشکې ، بيزو، موږپکې تانه منو! اوکوټې ته ننوت! څوثانيې تېرې نه وي چې له يوه درزسره مل دساحل وېرونکې چيغې دټولوپه غوږو نوکې کړنګهارى وکړ ،کلثوم چې ډېره وېرېدلې اوله کوټې څخه راپه منډه وه په حوېلۍ کې پريوته ژبه يې د دواړوژامومنځ کې راغله او سرو وينويې له خولې لارې وکړې، پلار يې اول کلثوم پورته کړه اوبيا کوټې ته ننوت،دتره ښځې يې کلثوم په غېږ کې ونيوله،خوهغې په داسې حال کې چې ژبه يې نيمه پرې شوې وه،ساحل ساحل ويل خو څوک نه پرې پوهېدل . 
پلاريې کوټى ته له ننوتو سره چيغه کړه:
 نا اا!  ساحله اا! ساحل چې المارۍ پرې راچپه شوې وه له سرنه يې ويني روانې وي، په کوچنيولاسونوکې يې دمور هغه عکس نيولي ووچې دهغې له مړې کېدوڅخه يې يواځې درې مياشتې دمخه دساحل په ځلورمه کليزه کې  اخستى وواو ساحل يې اميل په غاړه په غېږکې نيولې وو.                                             
 
بېرته شاته