لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
عبدالغفور لېوال
لیکوال: ژوند ښکلی دی!   نېټه: 24.05.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 ګلغوټۍ وغوړېده او زه  ایله پوه شوم، چې ( ژوند ښکلی دی !). 

ځینې یاران  راڅخه وپوښتي : ایا ریښتیا ژوند ښکلی دی؟ 
په دې زخم زخم چاپیریال کې، په دې کرکه کرکه ماحول کې. دلوګیو، لنبو، زګیرویو، ساندو،  غمونو او دردونو په دې زمانه کې به نو ژوند څنګه ښکلی وي؟
زه وخاندم او همدومره ورته ووایم : تاسو دخپلې ګلغوټۍ خندا او غوړیدا لیدلې ده؟ 
دوی نور هم حیران شي؛ کومه ګلغوټۍ ؟ کومه خندا؟ 
هو موږ همداسې یو، د اور اولنبو په چم کې نو د ګلغوټۍ خندا له کومه شي؟ موږ خو دنړۍ پرسر دوزخیان پیدا یو، خو ماته، هو!  ما نېکمرغه ته ګلغوټۍ وخندل او زه یې دې باور ته ورسولم، چې:   (ژوند ښکلی دی!)
زه د ژوند د ښکلا پر تفسیر بوخت شوم، خلکو ته مې دژوند ښکلا ورښووله، ماویل دا غمځپلي دا ژوند رټلي، دا لنبو سیزلي او دا زخمونو دردولي به هم د ژوند ښکلاته بوځم، زه به دوی ته دخپلې ګلغوټۍ خندا وروښیم، دوی به باوري کړم، چې ژوند ښکلی دی... زه بوخت وم، خواري مې کوله، ماویل دا د زمکې پرسر دوزخیان حق لري، چې پوه شي : ( ژوند ښکلی دی!) ما ځان همدې ته سپارلی و او بوخت وم، چې د ژوند ښکلا وژباړم ...
... اوګلغوټۍ لا ماته په تمه وه، زما انتظاریې کاوه، ماویل : دا دی در وزګاریږم او له خندا څخه دې ځانته دژوند سیوری جوړوم، له شونډو دې د ښکلا خوند زبېښم او له عطرو دې دروح تنده خړوبوم.  ماویل بس همدومره، چې خلکو ته یې سپینه کړم؛ ( ژوند ښکلی دی !) نور نو بېرته ګلغوټۍ ته ورګرځم.... خو چې شاته مې کتل : ګلغوټۍ تللې وه. 
ګلغوټۍ چېرته لرې په خپل یوازیتوب کې ورکه شوې وه، نه پوهېږم سپرلي په مخه ورغلي وو، که خزانونه، واورې که توپانونه ؟ شبنم که عطرورینې وږمې؟ خدایزه څه به پرې راغلي وو؟ 
هو ! ګلغوټۍ تللې وه، له مانه مروره تللې وه، تر ډېر انتظار وروسته ورو ورو  ستومانه شوې وه، ژړلي یې وو او ژړلي یې وو....
زه لا لګیا وم، خلکو ته مې ویل : ( ژوند ښکلی دی!) ما دژوند الهام دهغې ګلغوټۍ له خندا او ښکلا څخه اخیسته، چې هغه نوره نه وه، چې انتظار ستومانه کړې وه او له ما څخه یې زړه صبر کړی و، نه  نه،  توبه  !  زړه یې نو چېرته صبر کړی و؟ دهغې خو له مانه زړه نه صبریږي، خو هسې یې په زړه دصبر ډبره اړولې وه، چې تلله، نو کوم چا لیدلې وه او ویل یې : هغې نور نه خندل، ښکلا یې خزان شوې وه او نوره نو هغه مسته او په زلما کې ګلغوټۍ نه وه ...
زما پر شونډو د : ( ژوند ښکلی دی!) نغمې لا سندرو ته ښکلا بښله، چې پام مې شو، ګلغوټۍ نوره نه شته، هغه تللې ده، خدایزده په کومه او چېرته، څنګه او ولې؟  
خلکو زما په ترانو او سندروکې د ګلغوټۍ دخندا، ښکلا، زلما او مستۍ نښې لټولې او ورو ورو یې باور راته، چې ( ژوند ښکلی دی!) دخلکو زخمونو ورو ورو خولې راټولولې او غمونه یې مړاوې کېدل، خو ما په خپلو سترګو کې داوښکو دباران ترشا لیدل چې ګلغوټۍ نه شته، ګلغوټۍ تللې ده. 
زما سندرې هم غمجنې شوې، زما په سندرو کې سوز پیدا شو، زما په ترانو کې د ګلغوټۍ دبېلتانه  اور  نڅا پیل کړه، زما په شعرونو کې دګلغوټۍ یادونو لنبې پیل کړې او خلکو لا د ژوند دښکلا تفسیر غوښته ... 
اه ! خدای دې څوک په داسې غم نه اخته کوي! یوه خوا غمجن خلک او بله خوا دګلغوټۍ بېلتون! 
ما دګلغوټۍ یادونو ته ترانې وویلې، په هغې پسې مې ژړاوې سندرې کړلې، کله مې چې په خوب ولیدله،  نو ښې ډېرې کیسې مې ورته وکړلې، څوځلې مې ورغږ کړل : 
اهای ! ګلغوټۍ ! 
اې د ښکلا او خندا نښې ! 
اې زما ټولې  مینې ! راوګرځه ! بېرته راشه ! ما مه پریږده! 
خو دګلغوټۍ هېڅ غږ بېرته رانه غی. یوازې زما خپل غږزماپه شعرونو او ترانو کې ازانګې کولې او چیغې یې وهلې ، ګلغوټۍ نه وه. 
ما خپلې ساندې، چیغې، دردونه  سر یوځای کړل، د ژوند د ښکلا تفسیرونه مې راټول کړل، دګلغوټۍ د ښایست ستاینې مې وپییلې او دهغې د خندا، عطرو او مستۍ په تار کې مې هار کړلې. دغمونو، بېلتانه، ښکلاوو، مستیو، عطرونو، زخمونو، خنداګانو او یادونو ټول غمي مې سره و اوډل او دا ټولګه ( ګلغوټۍ ته اووم سرود)  ترې جوړه شوه. 
ستاسو په یاد دي؟  چې ابل ځلې مې درته ویلي وو: ولاړ شئ او هغې ته ووايئ چې : (( ته زما ټوله شاعري یې !)) 
نه پوهیږم، هغې خوږې رسوايي څه پېښ کړل؟  ګلغوټۍ زما ټوله شاعري وه ، ده او وي به ! خو ګلغوټۍ اوس تللې ده او زه د ژوند د ښکلا د تفسیر او په هغې پسې د ساندو او ژړا په برید کې لا ژوندی یم، شاعري کوم، ترانې وایم او له ساندو څخه سندرې جوړوم. 
زما ګلغوټۍ تللې ده، هغه بېرته  نه راګرځي، هغه مروره ده او د تل لپاره یې زه پریښی یم. لاهم باور لرم چې هېر کړی یې نه یم ، لا یې په یاد یم، لا هم زما لپاره خاندي او زما په نامه ښکلا او عطر ښندي ، زه دګلغوټۍ عطر او خواږه په خوب وینم، ځکه خو باور لرم ، چې لا یې نه یم هېر کړی او لا یې په یاد یم. زه سوزم، ځوریږم، په ګلغوټۍ پسې خپه یم، خو... تاسو ته لاهم وایم، چې


ژوند ښکلی دی !
درناوی او مینه !
لېوال
دکب شپږمه ۱۳۹۴ لمریز
کابل ـ کرغه 
 
بېرته شاته