لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
نوملړونه يا ويي ټولگې (لغوي گروپونه )
لیکوال: پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار   نېټه: 11.06.2016   خپرونکئ:   سمسور  
(nomenclature categories) 
 
د نورو پرمختيايي ټولنو د ژبو غوندې زموږ  پښتو هم  له خپلې افغاني او بيا پښتني ټولنې له پرلپسې ټولنوټيز (اجتماعي- اقتصادي) او هممهاله علمي- فرهنگي پرمختيايي بهير سره د همغږۍ لپاره، زازو اړه ده چې ورځ تر ورځې  دنويو نويو جاجونو (مفا هيمو)  پر وړاندې بې توپيره پاتې نه شي. د دې مانا داده چې د نو رو پرمختللو  علمي- فرهنگي ژبو پر پليونۍ(پيروۍ)  او ور سره  د سيالۍ په هڅه خپله وييپانگه (vocabulary) پرلپېيلې وغځوي. خو لکه چې په نورو ليکنو کې مو څرگنده کړې ده، دغه غځونه له  ټولمنلي وييپوهنيز آر (اصل)  له مخې له يو برابر څلور گوني انډول  سره پر مخ ولاړه شي:  ۲۵٪ گړدودي (ښاغلی، ستو نزه، اکر، وکر، کډوال، برېښنا، پېلبو، مړېستون،...)، ۲۵٪ زړه (نړۍ، هېواد، آر، اتل، وياړ، وېلاړ، يون، ويی، نياو...)، ۲۵٪ نوې (رغو لې : مخينه، روغتون، درملنه، درملتون، پوهنتون، پو هاند، ليکوال، څېړنوال، څار نتون، ژبپوهنه، ټو لنپوهنه، ټوليز، ټولنيز، ټولټا کنې، خپلو اک،  ټولواک، ولسواک، زورواک،  مها لو ېش، نو مهالی، وسمهالی، مها لنۍ، لنډ مهالی، اوږدمهالی، هممهاله، اونۍ، رسنۍ، پاڅون، لاريون، بريدگی، بريد من، تو رن، جگړن، ډگروال، سمونوال...) او ۲۵٪ پورپانگې (حکومت، محکمه، دو لت، سياست، سفارت ، مله يا ملگري ملتونه، متحده ايالات؛ بېلگه، يرغمل، جرگه، ولس ، آش، پلو؛ بانک،  بانکنوټ، ويزه، پا سپورت، سکرتر، پوليس، ژاندارم، ميليون، بيليون، راد ېو، راديوا کتيف، تېلېفون، اتوم،الکترون، پارلمان،  ستر اتيژي، ناتو يورو، ډالر، پونډ...) سره.
موږ  پر خپل وار  د پښتو د نومهالې سرڅڼې او سيالۍ لپاره د وييپانگې د غځونې او دودونې په لړ کې دېته اړوځو چې دغه پا نگه د يوه يوازېني-کره ليکني چوکاټ  دننه دننه پر بېلابېلوډلو ټپلو وويشو: يوخوا پر بيلابېلو ټو لنيزو ټوليو(کتېگوريو) او بل خوا پر بېلابېلو علمي، فرهنگي او تخنيکي نومونپوهنو (ترمينا لوجيو).  له دې  وېش سره به د بېلابېلو څانگيزو سيند ونو (اختصا صي قاموسونو) لپاره له څلورگوني انډول  سره سم يو کره پوخ بنسټ اېښوول شوی وي او همداسې به خپل بشپړتياي پړاوونه وهي.  دادی، موږ په همدې نيت و نمات خپل کار له ټولنيزو ويي ټولۍ يا نوملړو نو، او په دې لړ کې تر دغه  لاندې سر ليک لاندې خپله لومړۍ ټولۍ يا نوملړ د پښتو د نومهالېٌ  سر څڼې او سيالۍ ٌ  مينه والو ته وړاندې کوو او هيله لرو چې خپلې زياتونې، کرونې او وړانديزنه را څخه و نه سپموي.
۱- د خپلوانو او اړوندانو نوملړ nomenclature)
له نومونو او ستاينومونو (القابو سره)
دلته هڅه کېږي، له اړتيا او ښه ترا پوهېدا په موخه لږوډېرگړدو دي او ليکدودي ځېلونو (وارينټونو) پارسي انډولونو ، او همدا راز له  يو گړي او ډېر گړي (مفرد او جمع)  سره په کرښۍ (-) سره ښوول کېږي، هغه هم له دې لاندې اوډون سره:
مور- ميندې (مادر)، تيمور يا تيي (دايه، ماما، مادر رضاعی)، پلار- پلر ونه (پدر)، خور-خويندې (خواهر، همشيره)، ورور- ورونه (برادر)،لور-لو ڼې (دختر)، زوی- زامن (پسر)، نمسی- نمسي ( نواسۀ مردينۀ دختری يا پسری)، نمسۍ- نمسيانې ( نواسۀ مادينۀ دختری يا پسری)،کړوسی (کوا سۀ مردينۀ دختری يا پسری)، کړوسۍ (دخترکواسۀ  دختری يا پسری)،کو دی (کاسۀ مادينۀ دختری يا پسری) ، همداسې په کودي پسې ٌ پردی ٌ هم درواخله چې پار سي انډول يې په لاس کې نه لرو، نيا-انا-وې ( مادرکلان مادری يا پدری)، نيکه- نيکو نه (پدر کلان مادری يا پدری)، وره، ورنه ياغوره انا-وې (مادر کلان مادر يا پدر)، ورنيکه يا غور نيکه (پدرکلان پدر يا مادر )، ترنه انا (مادرکلان مادرکلان يا پدرکلان)، تر(ټر) نيکه (پدر کلان پدرکلان مادر يا پدر)، ترور- تريندې (خاله-عمه)- لږوډېر پښتانه يې د تو پير لپاره  آره بڼه (ترور) د (عمه) او کو شينبڼه ٌ توړۍٌ د ( خاله) لپاره کاروي چې د نرواکي اند توگې زېږنده يې بللای شو او زړه وييرغاونه يې  هم ٌ تر+ ورٌ ده چې  ړومبی توک يې له ٌ تره ٌ او دويم ٌ يې د پرتلې (قياس) له مخې له ٌمورٌ   څخه آره  اخېستې، ماما (ما ما، ديی ياخالو)، تره (عم، عمو )، خورځه (دختر خوا هر)، خوريی ( پسر خواهر)، وراره (پسر برادر)، ورېره (دختر برادر)، ورېند ار (زن برا در) ] دار مېستېتر ٌ - دارٌ هندي بولي چې ما نا يې ښځه او مېرمن ده! [،ماني- مواني (زن ماما)، تر ېندار-کاني-کواني (زن کاکا)،)، مېړه، مېرمن، خواښې (مادر زن يا شوهر)، خسر (پدر زن يا شوهر)، خوښينه- ښينه (خياشنه)، اخښی- اوښی (برادر زن يا خسربو ره)- کا بليان  بياد خور مېړه ته  ٌيازنهٌ  وا يي، نږور- نږيندې ( زن پسر)، ندر ور- ندر يندې (ننو)، يور- يوڼې (زن اېور)، لېور (اېور)،لېورزی (پسر اېور)، لېو رزۍ (دختر اېور)، ندرورزی (دختر ننو)، ندرور زۍ (دختر ننو)، بن (امباق)، بنزی (پسر امباق يا پسر ناسکه)، بنزۍ (دختر امباق يا دختر نا سکه)، نا سکه خور، سکه ورور (برا در اعيانی)، مورنی ورور(برادراخيا فی)، پلندر (>پدراندر)، پرکټی (پسر اندر يا بچه اندر)، پرکټۍ (دختر اندر)، ميره (ما دراندر)، ميره ييز يا ناسکه ورور، ميره ييزه خور، مامازی (پسر ماما)، ما مازۍ (دختر ما ما)، ترورزی (پسر خاله ويا عمه)-  ترورزۍ (دختر خاله و يا عمه)، ترله- تره لور (دختر کاکا)، تره زوی يا اکازوی (پسر کاکا) چې تر څنگ يې زوړ بېلنگ  ٌٌتربورٌ  د گډ نيکه يا کهول تر کړوسي او کودي پورې هر نارينه را نغاړي او  تر ډېره د د ښمن په مانا کارول کېږي چې د گډې پا تمړې يا پا توړې ( ميراث) د شخړو زېږنده برېښي، دغه جاج يې له بېلښتي مانانوم  ٌ تربگنيٌ څخه  بيا ښه ترا جوتېږي؛ پارسي انډولونه يې هم (اودرزا ده)- (او درزاده گی) کېدای شي. د زوی نيو (بچه خوانده← پخ ۱۸) پر مخبېلگه: لورنيوه (دخترخوانده)، پلارنيو (پدرخوانده)، مور نيوه (مادر خوانده) رارغېدای او دودېدای شي.
کابل مېشتو پښتنو د ښځې د ځينو خپلوانو د پارسي نومَونو يومخيزې پېښې  دومره ښې نه برېښي ، لکه: خاله خوشو، عمه خو شو،خوشوکلان)؛ هرگوره، ماما خسر، کاکا خسر،  ٌ مشره خواښېٌ، ٌ مشر خسرٌ   ښايي، ورو ورو  را خپل کړای شو؛  خو د ستا ينومونو پېښې يې بيا پښتو او پښتنو لي رازيانمنوي ، لکه: گل اغا، شېراغا، شېرين اغا، قنداغا، اغا(ی)گل، اغای شېرين، جان اغا...) يا ښځينه هغه (شاکوکو، شاجان، گلجان، نفس جان، شيرين جان،گل بي بي، بي بي شير ين،بي بي خورد، بي بي کلان، ريزه گل، گل دادا...او بي بي جان هم زياتره نيا ته وايي او لږ و ډېر هرې  سپينسرې او مشرې ښځې ته).  ټوليز نا ښاري پښتانه ډېر لږ ٌ گلٌ ، هغه هم زياتره له لالا او دادا سره مختاړی يا رو ستاړی کوي، لکه  گل لالا- لا لا گل، گل دادا- داداگل؛ هرگوره، ورته ښځينه ستاينومونه د آرو نومونو په توگه لږوډېر دود لري، لکه: ببو،گل ببو،گل بي بي، بي بي کو، بي بي نجلۍ، بي بي گل (گله)، قنديگل، ببوجان (جانه)، شاجان،گل جان، مېرمن جان، خانم جان... ؛ ٌ جان ٌ او ٌ گل ٌ بيا  په نارينه پښتو نومونو کې ، په تېره د نامه د دو يم ټوک په توگه ډېر دود لرلی چې له شډلتيا سره سره  ورته له گرا مري پلوه  گوته نه نيول کېږي، لکه: خيالي جان، خانجان، ولاجان، مولا جان، دواجان، سيدجان، سيداجان، گلاجان، گلجان، يا غبرگ ٌ جانانٌ. له ٌ ٌگلٌ  سره ٌ گلجنان ٌ ، محمدجان زرجان...يا شهيد ٌملا بورجانٌ؛ د لومړي رغنده ټوک په توگه، ٌ جانداد، جان محمد... جانگل، خانگل، دادگل، لال گل، عربگل ، جنت گل، خيرگل، پسرلي گل، اختر گل، شينديگل، اېنځر گل، زېړگل، تورگل، سپين گل، سورگل، انارگل، زردالوگل، ببري گل، پومبه گل،  پشم گل، پياو گل، رڼاگل، احمد گل، محمدگل، محمدا گل، محمديگل، سيدگل، سيداگل، محمد گلاب،اميرگل يا ميرگل په مير گله جان... سندره کې  تاريخي نوم ٌ  مهراکهولا=لمرکهولیٌ  پر زړه راوروي (حبيبي: ← لويکان؛ سرچپه، لکه: گلمير، گلخان، گلرحمان، گلرحيم،  گل محمد، گل احمد،گل جمال، گلداد، گل ولي... . 
 ٌ جان ٌ هم ، څه ناڅه تر پار سي اغېز لاندې د گرانښت لپاره د همزولو او کشرانو، خپلوانو او دوستا نو له نومو نو سره روستاړی کول له نومها لي دودومود پلوه په زړه پورې برېښي، همدا سې يې ښځينه انډول ٌ جانهٌ  هم درواخله!
ٌ شازلمی ٌ  بيا د پارسۍ ٌجوان رشيد و برومندٌ او  يا ٌ جوانمرد و فتَی ٌ   انډ ول کېدای شي چې ښځينه انډول ٌ شاليلاٌ يې، لکه شهۍ او شهو شاعرانه بلل کېږي.
اړوندستاينومونه: مور( ابۍ، ببو، ابو،ادې.../ پلار( دادا، بابا...اغاجان- د ٌدادا ٌ کندهاري انډول دی چې ٌداداٌ او ٌدادکهٌ بيا مشرې خورته وايي؛ کاکا-اکا...ٌ  د ٌتره ٌ ستاينومونه دي او ٌلالاٌ زياتره (مشر ورور) ته ويل کېږي، او  د پلار  لپاره  يې هغه څوک کاروي چې  پلار او تره ( ياترونه) يې سره يوځای اوسي او  کشر، مشر ته لالا وايي، او  دوی يې ترې په هماغه وړکينه کې د پېښو له لارې زده کوي ، او همداراز ځينې چې پلار ته ٌکاکاٌ وايي، د تره زوی يا زامنو د پېښو ښکارندويي کوي؛ د ٌمېرمن  ٌ هممانيز انډولونه   کور مېرمنٌ ، ارتينه او ٌجگهٌ دي او گړدودي ځېلونه يې ٌ ورمن، وېرمن، خو ستا ينومونه يې ښه گڼ دي، لکه: کډه،کور،کوړمه،  خېلخانه، د بچو مور، د... مور او نور؛ د مېړه دا، لکه: خاوند، څښتن، د بچو پلار، د... پلار او دا سې نور، او پنجابيانې يې هم ٌخاوندٌ بولي. (نوربيا) 
 
بېرته شاته