لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
لومړۍ برخه د زلمي خلیلزاد Envoy یا استازی!
لیکوال: انجينر یونس ارین   نېټه: 26.07.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 لومړۍ برخه

دغه کتاب په لومړي ځل د سږني عیسوي کال د مارچ د میاشتې په ۲۲ د St.Martins Press له خوا د(6.4x1.1x9.5) سایز کې په انګریزي ژبه له چاپه راووت. دغه کتاب د لطف الله لطف له خوا په روانه او خوږه پښتو له ترجمې وروسته د اکسوس د کتاب پلورنځي له خوا دوه ځلي چاپ شو. دغه کتاب د امریکې لپاره په افغانستان، عراق او ملګرو ملتو کې سفیر زلمي خلیلزاد له خوا په ۲۶ څپرکیو کې په انګریزي ژبه په ۳۳۶ مخونو او پښتو په ۴۱۶ مخونو کې کښل شوی.

ما مخکې د زلمي خلیلزاد د لیکلو کتابو په هکله څه نه دي اوریدلي یا لوستلي، خو که دا کتاب پخپله نوموړي لیکلی وي نو ښه لیکوال، مورخ، سیاستپوه، دموګراف او اتنولوژیست یي بللی شو. زلمی مونږ او لوستونکو ته یو د لغمان اصلي اوسیدونکی، چې پلار یي د دولتي ماموریت په سلسله مزار شریف ته کډه کړې ځان راپیژني. خلیلزاد د افغان ماشوم ژوند د همغه وخت له اصلي تصویر سره رسموي او دې کار کې ډیر هنرمندانه بیلګې او نمونې هم وړاندې کوي. هغه د غرب د سیاست سره په لوییدو کې د خپل کوچنیوالي د وخت افغان ټولنه یوه پاړکیره (طبقاتي) ټولنه یادوي او دا ښایي لومړی ځل وي چې یو امریکایی دې د طبقاتي ټولنې موجودیت ومني.

هغه په لومړي څپرکي کې خپل د مزارشریف ژوند، چاپیریال، مکتب، د هغه وخت اداره او شته دودونه په ښه توګه څیړي او د همغه وخت مزارشریف د سني او شیعه ډلو د کشمکشونو د مرکز په توګه یادوي.
(( پر دې سربیره، مزارشریف د اسلام د لارویانو (سني او شیعه) تر منځ په کشکمکشونو کې د اسلام له پیله تر ننه پورې ستر رول لري. همدا عامل له پیله تر ننه په اسلامي نړۍ کې د کړکیچ منځنۍ نقطه ګڼل کیږي. د یاد مذهبي کشمکش مخینه د اسلام له پیغمبر څخه وروسته د اسلامي نړۍ په قلمرو کې د واکمنۍ د برخلیک ټاکلو ته رسیږي.))

هغه تر یوه حده د افغانستان تاریځ را سپړلی او د اسلام دور ته یي لږه ډیره توجه کړې. هغه د اسلام مقدس دین ددې خلکو په ژوند کې د یووالې او اتحاد د وسیلې په توګه ښه معرفي کوي.
((په ورته وخت کې اسلام د بهرنیو زبرځواکو پر ضد د جګړې په ډګر کې یو موټی کونکی شعار اود مذهبي او قومي مشرانو د سیاسي او ملي مشروعیت لپاره ځواکمنه وسیله ده.))

هغه د افغانستان د ګڼ ملیتي حالت د منلو په طرځ کې اسلام د خلکو د یووالي وسیله بولي او وایی:
((مذهبي مشرانو هغه وخت عروج تر لاسه کړ، چې اسلام د یوې کڼ ملتي ټولنې عمومي داعیه وګرځیده.))

خلیلزاد په دې څپرکي کې د خپل مکتب، کورني، مور او پلار او خویندو او شته ستونځو په باره کې په لوڅه خبرې کوي، هغه لا د خپل پلار نه زغم او د مور مهربانیو او تعهد ته روښانه اشارې لري.
هغه د هغه وخت معمولو ماشومانه سرګرمیو ته اشارې لري خو په نا ویېلې ژبه د د پتنګانو د الوزولو په لوبه کې د بل د پرځوولو عجیب منظر وړاندې کوي. ((د لوبې یوازینۍ موخه تر هغې پورې د پتنګ الوزول و، چې نور ټول ځمکې ته رانسکور کړي.))
زلمی خلیلزاد د حاکم خاندان او بیا د سردار داود خان تند او له شرارته ډکو چارو ته هم اشاره کوي او د کوم ډرایور د غوږ د پرې کولو منظر بیانوي. هغه له مزار شریف ته کابل ته د پلار د تبدیلی په وجه را کډه کیږي او د غازي د لیسې محیط او ماحول هم بیانوي. هغه په همدې څپرکي کې کوشش کړی، چې خپل درک او پوهه اوافغانستان له هغه حالته د راویستو خوبونه خلکو او لوستونکو ته بیان کړي. هغه ځان د افغانستان د تاریخ او ادبیاتو میېن ښیي او امیر عبدالرحمان خان او شاه آمان الله یي د خوښې مشران دي، هغه هم امیر عبدالرحمان خان اوسپنیز پاچا او شاه آمان الله خان هم د عصري کولو اصلي باني بولي. هغه څو ځایه اشارې لري چې دې دواړو مشرانو په ده لویه اغیزه لرلې.

خلیلزاد د نورو لیکوالو پر خلاف د شاه آمان الله په جلاوطنۍ کې د انګریزانو رول ډیر برجسته کوي. ((د آمان الله خان د واکمنۍ پر مهال ستونزی هغه وخت زیاتې شوې، چې نوموړي د استعمار د له منځه وړلو په موخه هغه مهال په بریټانوي هند کې یو شمیر پښتني قبیلې تاوتریخوالي ته وهڅولې. انګریزانو په غبرګون کې افغان قومي مشران، چې د آمان الله له کړنو خوښ نه وه د کالا پر ضد پاڅون ته راوپارول. آمان الله خان په ۱۹۲۹ کال کې پاچاهي پریښوده او ایټالیا ته جلا وطن شو.)) 
هغه د کرزي له خوا په ۲۰۰۵ کې د ماموریت په پای کې د آمان الله خان په مډال د ویاړ کوشش کوي.

د کتاب دوهم څپرکی د خلیلزاد د اتو بیوګرافي هغه برخه ده، چې څنګه امریکې ته لاړ۱۹۶۶ کال. هغه لومړی نیویارک بیا سان فرانسیسکو او بیا کلیفرنیا ته ځي. هلته له درسه نیولې تر هغه کوره چې په کې اوسي قیصه کوي او بیانوي چې امریکا او امریکایي کلچر څه څه ور زده کړل؟ هغه یو ځای د امریکې د ټولنې دې خوا ته ، چې ((هیچا د اکثریت له لوري د تر سره شوې پریکړې مشروعیت تر پوښتنې لاندې نه نیوه)) هم اشاره کوي. هغه د کتاب په اوږدو کې د ولسواکی ښې امریکایي نمونې او له هغه اخیستل شوي درسونه په ګوته کوي. هغه غواړي او یا یي غوښتي دموکراسي او ولسواکي د مثالونو په راوړو تعریف کړي او له متنه داسې ښکاري چې د لیکوال اصلي لوستونکي او ټارګیټ هم د افغانستان لوستي کسان دي.

لیکوال خپله شوخ مزاجي له لوستونکو نه پټوي او نه هم په هغو ټوکو کوم باک راوړي، چې په ده باندې کیدې. هغه په جرآت وایي، چې ټولګیوالو به د شمال کدو بللم خو هغه د دغه کدو د بدلیدو پوره داستان یادوي، چې څنګه د صنف له ترقي، لوړو نومرو او امریکې ته تګ سره بدل شو.

کله چې د کتاب دوهم څپرکی ګورئ داسې انګیرنه به درته پیدا شي، چې ګواکې هغو افغان مهاجرو ته لیکل شوی کوم چې امریکې ته تللي یا د تګ په حال کې دي. (د لومړۍ برخې پای.)

نور په دوهمه برخه کې!
 
بېرته شاته