لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
دوهمه برخه: د زلمی خلیلزاد Envoy یا ((استازی))
لیکوال: انجینر یونس ارین   نېټه: 26.07.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 دوهمه برخه

دریم څپرکی بیروت کې د خلیلزاد زده کړو، روابطو او کړو وړو ته مختص شوی، هغه د عربو له خوځښتونو او په سیمه کې له شته چاپیریال نه تر ډیره حده دقیقه او پر ځای عکاسي کوي، هغه په لبنان کې لا د ایران لویې غوښتنې پوره په غور څارلي او د کتاب په یو ځای کې وایي:

((ایران په سیمه کې له خورا پیاوړي نفوذ څخه برخمن و. تهران د خپلو امپریالیستي موخو تر لاسه کولو لپاره د عربي نړۍ په شیعه ټولنو کې د اقتصادي او سیاسي ځواک غځولو ته لاره هواره کړی وه. ایران هڅه کوله، چې په ۱۹۷۱ کال کې له خلیج څخه د بریټانوي پوځ د وتلو په پایله کې رامنځته شوې تشه ډکه کړي. خو هغه مهال په بیروت کې یو شمیر قهرجنو ایراني زده کوونکو د لاریونونو په ترڅ کې د ایران د شاه د لویدیځ لاسپوڅی وباله.))

خلیلزاد کوشش کړی هغو ستونځو ته ګوته ونیسي کوم چې مونږ ورسره لاس او ګریوان یو، هغه بیا بیا کوشش کوي وښیي، چې نوموړی په ویشل شویو ټولنو کې د ملي یووالي د جوړیدو پوره مهارت لري. کتاب د افغان لوستونکي په ایډیال داسې برابر شوی، چې د خلکو آندونو ته په کې زیان ونه رسیږي.

یو ځای د منځني ختیځ د کړکیچ په هکله د امریکې د رسمي پالیسۍ خلاف وایي: (په پایله کې د یهودو له لوري په سیمه کې د سوکاله سیمې د لټون هڅې د ښکیلاک په غریزه بدلې شوې.)

بل ځای بیا د امریکایي لوستونکي توجه او پام هم ځان ته را اړوي: (فلسطینیان هغه وخت د بدمرغۍ په لومه کي راښکیل شول، چې مشرتابه یې په ۱۹۴۷-۱۹۴۸ کلونو کې له اسرائیلو سره د ممکنه سیاسي جوړجاړي وړاندیز رد کړ.)

هغه نه غواړي د اسرائیلو او فلسطین په هکله خپله خبره وکړي او په یو ډول یې له دې بحثه په داسې حال کې ځان ایستلی، چې د هغو ملکو په ګاوڼډ کې اوسیده او په همدې هکله یې درسونه ویل. هغه د ښخو او د هغوی د حقوقو په هکله بحث اوږدوي تر څو له خپلې معاشقې او مینې نه چې شیریل ( د زلمي خلیلزاد میرمن) سره پیدا شوي وه هم پرده پورته کوي. هغه د لبنان په بیروت کې زمونږ اوسنی ولسمشر هم یادوي او غواړي د هغه له سیاسي ژوند څخه هم یو ابهام لرې کړي.

هغه لیکي: په بیروت کې د افغان محصلینو تر منځ اشرف غني هم وه. نوموړی د امریکا متحده آیالتو ته د زده کړې په موخه له مونږ سره یو ځای راغلی وه. اشرف غني په افغانستان کې له نامتو کورنۍ سره تړاو درلود او پلار یې په حکومت کې مهمه دنده او لوړ مقام درلود. اشرف غني له سیاسي اړخه خورا فعال وه. هغه مهال اشرف غني خپل ځان افغان ملتپال باله، خو زما په پرتله یې سیاسي لیوالتیا د افغان سیاست کیڼ اړخي محاذ سره وه.

څلورم څپرکی د امریکې ټولنې، د ده د دکتورا تکمیل، د سیمې په هکله د ده تړاو او د اویایمې لسیزې وروستیو پیښو ته اختصاص ورکړل شوی، چې د ۱۳۵۷ کال د ثور پیښې او د ایران د انقلاب پیل ښيي. هغه له هغو بحثو یادونې کوي، چې د سي آی ای، بهرنیو چارو وزارت او ځینو امریکایي مقاماتو سره شوي. د جهاد پیل او د امریکې له پاملرنې سره سره ځینې داسې مسایلو ته هم اشارې شوي، چې تر اوسه امریکایي مقاماتو د هغو په هکله کومې څرګندونې نه درلودي.

هغه له پاکستانه د لیدنې په محال، چې له تنظیمي مشرانو او پاکستانیو مقاماتو سره یې درلودې لاندې څرګندونې لیکي: (پاکستان غوښتل، چې د اسلامپالو ګوندونو په ملاتړ خپلې پیچلې موخې تر لاسه کړي. ضیا غوښتل، چې د افغان مقاومت ټول خوځښت کنټرول کړي. آی ایۍ ای افغان مقاومت پر اوو برخو ویشلی وه. درې یې منځلاري او ملتپال او پاتې څلور یې سخت بنسټپال وه. د (ایل یې کړه بیل یې کړه)) تګلارې پر ټول مقاومت د پاکستان کنټرول ته لاره هواره کړې وه. په همدې ترڅ کې ضیا غوښتل افغانستان سره د پولې کړکیچ حل کړي. د افغان مقاومت ځینو اسلامپالو غړو د معاصرو دولتونو پر ځای غوښتل، چې ستر اسلامي خلافت رامنځته کړي.ضیا هم ورته نظر درلود. نوموړي غوښتل د پاکستان، افغانستان او منځنۍ آسیا سیمې په یو کنفدراسیون کې راونغاړي. هغه باور درلود، چې د سعودي د تیلو په شتمنیو تمویل د اسلامي بنسټپالنې ککړ کنفدراسیون به وکولای شي پاکستان ته د هند پر ضد ستراتژیک عمق په لاس ورکړي.)

لیکوال په پنځم څپرکي کې د مجاهدینو د مشرانو او امریکې په روابطو او راشه درشه باندې رڼا اچوي، چې د ۱۹۸۰ نه تر ۱۹۸۹ کلو د پیښو لڼډیز دی. هغه د مولوي یونس خالص د امریکې د سفر کیسه کوي، چې څنګه د امریکې ولسمشر ته د خپل سفر په وخت د اسلام د دین دعوت ورکوي. خلیلزاد چې د ریګن او خالص په ناسته کې د دوی ترجمان دی لیکي:
(ما ولسمشر ریګن ته په غوږ ګې خبرې ور ژباړلې، خو ریګن له ما وغوښتل چې په لوړ آواز یې ووایم... ښاغلی ولسمشر! خالص غواړي تاسې ته د اسلام بلنه درکړي.

ولسمشر په نرمه لهجه وویل: ښه! ښاغلي خالص ته ووایه، چې مونږ خپل دین لرو. نننۍ جګړه د دین او بې دینه تر منځ ده. د عقیدې د ملګرو په توګه ځکه خو له تاسې سره اوږه په اوږه د شوروي پر ضد ولاړ یو. خالص د آرام سا واخیسته. 
هغه یو ځای یو جالب انکشاف کوي.
زه وروسته پوه شوم، چې ریګن له سپینې ماڼۍ څخه د تلو پر مهال له مولوي خالص سره ګډ اخیستل شوی انځور وړی وه. د اوږدې ږیرې لرونکی لوړ خالص په افغاني کالیو کې د کمونیزم ضد جنګیالیو رومانتیکي بیلګه وه.

کتاب افغان مجاهدینو ته د امریکې له سرسام آوره مرستو پرده پورته کوي، د وسلو لیږد، د سټنګر توغندیو ورکړه او نورو لوژستیکي آسانتیاوو ته واضحې اشارې کوي. هغه ادعا کوي، چې د ګورباچوف پریکړه د امریکې د هځو پایله وه کومه چې مجاهدینو ته د امریکې له خوا ورکول کیدې.

هغه لیکي: په ۱۹۸۶ کال کې ګورباچوف هغه وخت نړۍ حیرانه کړه، چې افغانستان یې د ((ناسور ټپ)) په نوم یاد کړ. خلیلزاد ددې تر څنګ چې د ژنیو هوکړه لیک چې د شوروي اتحاد په وتلو منجر شو د خپل فعال ګډون او مشورې پایله بولي او وايي چې دده له نظریاتو سره یوازې ولسمشر ریګن همغږی وه د امریکې او پاکستان له هغو سیاستونو هم پرده پورته کوي کوم، چې د دغې لوظنامې خلاف د دوی له خوا په پټه تر سره کیدل.

وګورئ:
... امریکایې اړخ ضیا ته وویل: پر دې سربیره، چې پاکستان به په افغان قضیه کې د نه لاسوهنې تړون لاسلیک کړی وي، خو متحده آیالتونه غواړي افغان جنګیالیو ته وسلې او مرسته ورسوي. مجاهدینو ته وسلي د امریکا او پاکستان د پټ څارګریز پروګرام له لارې استول کیدې. ضیا امریکایي پلاوي ته په کرکتري چالاکۍ وویل:(( څوک وایي چې مونږ تر اوسه افغان جنګیالیو ته وسلې استوو؟)) ضیا له امریکا سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

کتاب په زغرده د امریکې او پاکستان هغو ګډو هلو څلو ته اشارې لري کوم چې د هغه وخت د حاکم نظام او شوروي د کمزورتیا او پاشلو سبب کیدل. هغه کتاب کې وايي، چې د افغان جهاد مشران د ژنیو د توافقاتو د لاسلیک په وړاندې څنګه وارخطا وه تر څو سپینې ماڼۍ له هغو سره د مذاکراتو لپاره خلیلزاد پیښور ته ولیږه. هغه د ۱۹۸۸ کال کیسه کوي چې د الخالد نومي پاکستاني ټانک په پرانیستونکې غوڼډه کې یي برخه وانه خیسته او د پیښور ته ولاړ.

توجه وکړئ:
افغان جهادي مشرانو سره د کتنې پر مهال د هغوی ویاند حامد کرزي ته زنګ راغی. نوموړی په چټکۍ له ځایه پورته شو او بهر ووت. څو شیبې وروسته له ما څخه د تلفون په کرښه وغوښتل شول، چې سمدستي په پیښور کې د امریکا قونسلګرۍ ته ځان ورسوم. ما ته خبر راغی، چې د ولسمشر ضیا په الوتکه کې تخنیکي ستونزه پیدا شوې. وروسته خبر شوو، چې ضیا او رافایل د الوتکې په پیښه کې وژل شوي دي.

د دوهمې برخې پای
 
بېرته شاته