لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
خاپ
لیکوال: رفيع الله روشن   نېټه: 27.09.2016   خپرونکئ:    

 د لکونو ثانيو خوابدۍ وروسته مې بيا ورسره وليدل،هغه می لمس کړه، حس می کړه،او يوځل بيا دهغې له ماضي سره ناڅاپه مخ شوم،په ليدو يې حواس راڅخه وتښتول،تش کالبوت يې مخې ته داسې ودرېدم لکه دمسلمان دښمنو په اسارت کې چې د نه زغمېدونکې شکنجې تر سرحده ورسېږي،فاعلين غواړي په پښو دې ودروي خو پښې دې ځمکې ته کش کوي ،خپل ضمير ته ډیر خجالت شوم،دهغي په کتلو او زړه نازړه خبروکې اوس هم راته ډیره مينه ښکاره شوه،هېڅ يې په سرو اننګيوکې د پښېمانۍ او پړتوب نښه نه ليدل کېده ،په خپله خوږه او ملايمه ژبه يې په شاتوکې ډېرې زهرجنی خبري په داسې حال کې راته وکړې لکه د بل چا له تعذيبونو کې راته سر ټکوي،په خپل نازک زړه خوړلي داغونه يې د نرمې ژبې په واسطه زما دسترګو په وړاندې کېښودل. زه يې يوځل بيا ډېر ملامت کړم سره له دې چې نه يې غوښتل خو ورڅخه ملامت شوم،شايد دابه زما د کړنو او اعمالو پايله وه.

هغې اوس هم نه غوښتل چې زه دې يې پر وړاندې شرمنده او دمجرم پشان ودرېږم،يادې دهغې دښځينه جنسيت پروړاندې،چې زما په ټولنه کې يې خلک تر پښو لاندې پروت احساسوي او دلاس پاکي په توګه ورڅخه استفاده کوي، کم ځواکی او بې سکې شم خو له ماڅخه ټول جرئت،فکر،عقل او حواسو کډه وکړه،مانشول کولی دهغې معصوميت ته په لوړه او جګه سترګه وګورم،هغې زما ګوتې په خپلو نازکو ګوتو کې يوځل بيا ونيوې،ويې مروړلې ،تر ګلابي شونډو يې پورته کړې،په کمزوري زړه کې مې بيا وېره را پيدا شوه انګېرله مې چې اوس مې په ګوتو خوله لګوي اويابه مې نوکان راڅخه په غاښونو وباسي،خو داسې هېڅ يې ونکړل،زما ګوتې يې په خپل ښآيسته مخ کېښودې او مخ يې له اوږې سره ولګوو،له دې سره سره هم زما په ګوتو کې ساه نه وه،هغې غوښتل د خپل ښايست ساه پکې پوه کړي خو دامتره نه وه چې زما ګوتې دې دهغې پروړاندې حرکت وکړي او یا مې دې ژبه دهغې په مخکې څه ووايي. شايد همدا لامل به و چې دهغې له ښکليو سترګو د صدف په شان اوښکې را تويې او زما پر بوټونو ولوېدې، هغې اوس هم خپله مينه ماته دخپلو اوښکوپه شان زما پښتوته سملوله خو کاش په ماکې دومره ځواک وای چې مايې هم د مينې ځواب په مينه ورکړی وای. 
مااوس هم دهغې د فکر او اعمالو خلاف هغه له خپلې ځالې الوتې او له قفسه د ازادي شوې مرغۍ په څېر بلله او دبل چا په دايمي اسارت کې مې ښکېله ګڼله.
ګوتې يې را سستې کړې زما په بوټ دخپلو اوښکو خاپ ته يې کتل ويې ويل: که ته پرې خوشحالېږي نو زه اوس هم وايم چې زه ملامته يم.
 
بېرته شاته