لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
هممانيزونه(مترادفات Synonyms)
لیکوال: پوهاند دوکتور م.ا. زيار   نېټه: 01.11.2016   خپرونکئ:   سمسور  

د سريزې په پلمه:

 
 اودا ټولگه
داد((باوري)) دوست دويمه ټولگه ده چې تر گړنو او څرگندنو(محاورو او اصطلاحاتو) راوروسته يې د خپلې مورنۍ ژبې د ناپايه پانگې يوې بلې کم لټلې برسېرلې برخې ته ځانگړې کړې ده. کاشکې د دوديزې ژبپوهنې پليونيان، او بيا د نوې ژبپوهنې پېښاووان د بېځايه څانگپوهيزو لاسوهنو پرځای د باوري په څېر دغې راټولونې ته مټې راونغاړي او د اومو توکيو په توگه يې د څېړنې او شننې لپاره د رښتينو اکادېميکو ژبپوهانو په واک کې ورکړي. په دې کار سره ، د دې پرځای چې په بېځايه ماويلو تاويلو او داوو دنگلو وخت ورولوټوي، د راټولو وخت ورو سپموي!
هرگوره، کوم سيندونه چې دغو ويي ډولونو او يا هم بېلابېلو علمي، فرهنگي او تخنيکي څانگو او ښرانگو ته ځانگړي شوي اوسي، په لاتين يې (thesaurus) بولي چې موږ يې د آرې يوناني مانا (treasure) له مخې ((خزانه)) يا يې د جاج له مخې((ځانگړسيند)) او ((څانگسيند)) نومولای شو، نو په دې لړکې  د همما نيزونو ځانگړی سيند((د هممانيزونوسيند))، يا په لنډ ډول((هممانيز سيند)). په دې مانا دا مخته پرته ټولگه، هله دغه نوم گټلای شي چې د سيند کښنې(لېکزيکورافۍ) له آرونو دويونو(اصولو او قواعدو) سره سمون او اوډون ومومي او له څومره ييز پلوه نوره هم پسې بشپړه شي. 
 
 هسې خو دوی د نورو ليکوالو او فرهنگيالو غوندې پوره خبر دي او د لمر په څېر ور ښکاره ده چې تر اوسه د پښتوگړدودي پانگې يوه نيمايې سلنه هم را ټوله شوې او خوندي شوې نه ده، او په تېرو ۶۰- ۷۰ کلو کې د محمدگل مومندپر ((پښتوسيند)) او د محمدگل نوري پر دوه ټوکيز ((پښتوقاموس)) دومره زياتونه نه ده شوې او ډېری سيندکښان (لېکزيکوگرافران)، هغه هم په ناڅانگپوهيز ډول پر هماغه راخوندي شوې پانگه بيا بيا شخوند وهي؛ د عبداله نويس درې ټوکيز((افغان قاموس)) او د نوري((پښتو محاورې او اصطلاحات)) چې ډېرۍ برخه يې نوې ټولونه ده، نه پرې کابل او پېښوراکادېميو سرگرولی او نه تر قلندره ازادواماتورانو؛ د دوست شينواري زړه پانگه او ژبپانگه او د آصف صميم وييزېرمه... اود پوهاند رشاد فرهنگوټي خو لاڅه کړې، څه کړې. د زاهد مشواڼي دې کور ودان وي چې دليکوال د نويزونو له سيندگي يې يو څه راخېستي دي!

په دې موخه چې د پښتومين ليکوال گران او هڅاند باوري دغه ښکلې ټولگه د مينه والو، په تېره، سيندکښانو(فرهنگ نويسانو) لپاره لاپسې په زړه پورې او گټوره شوې اوسي، پر هممانيزو باندې يوه  لنډه څانگپوهيزه رڼا اچوو:
په پښتو کې داوييزه ټولۍ(لغوي کتېگوري)، يا د نورو ډېرو لرې نژدې خپلوانو ژبو په څېر تر نورو وييزو (لغوي) ټوليو(کتېگوريو)، لکه: څومانيزو(polysemous)، بډمانيزو(antinoyms)، همجوليزو (hymonyms)، آړمانيزو يا مجازي- کنايي (metonyms)، سرغږيزو لنډيزونو يا مخففاتو (acronyms)... څخه زياته ده او څه ناڅه يې بشپړوالی هم تر پرتليز والي(نسبتيت) ډېر برېښي.
هممانيز والی د دوو يا ډېرو وييونو ترمنځ مانيزې همرنگۍ ته وايي او هغه وييونه چې سره کټ مټ يوراز او يا ورته ماناوې ولري، هممانيزونه بلل کېږي. هممانيز وييونه د بېلابېلو، گړويزونو يا ديالېکتېزمونو (ټبريزو، سيمه ييزو، ټولنيزو وييونو)، زړويزونو يا ارکاييزمونو او بيا پورويزونو يا فارنېزمونو، اداپتېز مونو(دخيلو، مستعارو... وييونو) زېږنده بلل کېږي، هغه هم چې د بېلابېلو ويونکيو ترمنځ  له جغرافيايي، ټولنيز، وټيز او فرهنگي پلوه يو گړدودي گډون او يووالی راشي، هرگوره په (( يوه-کره ليکنۍ)) ژبنۍ بڼه کې دغه پېښه پديده ښه ترا سمبالتيا مومي.

د دې لپاره چې هممانيز ويی(کلمه) مو لا ښه ترا پېژندلې اوسي، لومړی به يې  له يومانيزو وييونو ،لکه (غر، لمر، لرگی، شپه، ورځ...) راپيل کړو او هغه هم په دغه لاندې  يوه دوه سري غشي کې، په دې ډول:
            ا(ذهني انځور)

            و(ويی)
او دوه، يا څو هممانيزونه داسې انځوروو:
     ا(ذهني انځور)
و و و
 په پښتو کې د داسې هممانيزونو، په بله وينا وييونو څرک لگولای شو چې د هرې ډلې د غړيو شمېر يې تر لسگونو رسي، لکه واخلې د پارسي((کوزپشت)) پر وړاندې چې ليکوال د پښتو قاموس او گړدودي څېړنو له لارې تر پېنځه ويشتو هممانيزونه را خوندي کړي دي، نو که نوره لټه پسې وشي، تردې بريده به هم ورواوړي. ملا (چرگک) ښايي، په دويم، دښت په درېيم او شمشتۍ په څلورم کچ کې راشي او همداسې تيږه او نور درواخله.(پښتو سيندگی، هممانيزونه؛ وييپوهنه۸-۱۰)  

داهم هېرول په کار نه دي چې په رامنځته شوې گړدودي او بياکره ليکنۍ بڼه کې د ژبې  د يوه بل آر ((مخا مختيا، تقابل contrast)) له مخې هممانيز وييونه سره لږ وډېر مانيز او کارونيز بدلون راخپلوي او په پايله کې له پرتليزوالي سره مخامخېږي، په نورو ټکو، بشپړ هممانيزوالی پر ورته مانيزوالي اوړي. نو بيا هله وايو چې هممانيز وييونه، د څواړخو له پلوه همماينز دي، نه د ټولو اړخونو له پلوه.که يوخوايې څو اړخه سره همرنگ دي، نو نور يې سره ناهمرنگ دي ؛ په دې توگه هممانيز وييونه په دوده عربي نومونه ((مترادف)) نه، بلکې((مشابه)) نومول په کار دي.
په پښتو کې يو گڼ شمېر جوړه تړنگونه(copulative compounds) هم له هممانيزونو رغېدلي، يا په سرچپه توگه، ځينې جوړه تړنگونه هممانيزې بڼې لري، لکه: لوڅ لغړ، لوڅ لپړ، لوڅ بربنډ، شاړ شډل، شاړ شپاړ، پاک سپېڅلی، ښاغلی منلی، غل غدوی، زارۍ او جگۍ، ښوونه روزنه، روزنه پالنه، تېری زياتی، زور زياتی، ظلم و زور، کام و کبيل، کام و ټبر، غاړه غړۍ، هيله اسره، هيله امېد، دښت و ميره، وران ويجاړ، تبا او برباد، خواري مزدوري، يار و دوست، مار و منگور، يکې يوازې، غورځې پرځې، خوند ومزه، سم سيده، سم سيخ، سم سهي، چست و چالاک، گېلې او ماڼې، ټينگ و ترينگ، هاند و هڅه يا هڅه او هاند، هلې ځلې، خوار و زار، زار زهير، ځارځپلی، کونډه رنډه...اوښتي دي. هرگوره، په جوړه تړنگونو، هغه هم په بې تړوييکي هغوکې ځينې هممهال د ستاينوتړنگونو (attributive compounds ) ځانگړتيا راخپلوي،لکه: په پاسنيو بېلگو کې او ځينې هم د ټاکنتړنگونو يا تعييني ترکيبونو (  determinative compounds) هغه، لکه: لوڅ لغړ، لوڅ بربنډ، پاک سپېڅلی، شاړ شپاړ... چې لومړی تړښتي غړی د دويم ټينگارتوک (intensifier) او ټاکندوی(determiner) گرځي. (Nominal komposita 31-74؛ وييپوهنه ۲۶۶- ۳۲۳؛ پښويه ۲۲۶-۲۲۷)

هممانيزونه يوازې د گړدودي يووالی او ليکني کره والي  د بهير په هماغه  پيلامه کې رښتيني او بشپړ هممانيزونه بللای شو، خو راوروسته پکې د بل ژبني آر يا ښکارندې(( contrast)) له مخې نيمگړتيا راځي، په ورته مانيزونو اوړي، او هغه هم له دې لاندې لارو څخه:
۱) ښايي، د يوه هممانيز دکارونگ ډگر تر بل يا نورو يوڅه ارت وي او ډېر کارونځايونه ولري، لکه: تيږه يا  ډبره دکاڼي،گټې... يا کمر پروړاندې. 
۲) ښايي، يو تر بل يا نورو لنډ، اسان يا خوږغږی وي، لکه: جگ تر لوړ، هسک، پورته، دنگ... اوچت؛ کنځا تر ښکنځا، ښکنځل، ښکانځې، زورلې... يا زېړې؛ بړبکۍ تر بوړبوکۍ، بړبوکۍ، بړبښکۍ، گرگلې، گردلې، دوړدوړکې...
۳) ښايي، يو تر بل يا نورو له رواني پلوه زيات توند و تېز،لمسوونکی او پاروونکی وي، لکه: ويرژلی تر ويرجن، غمجن ، اندېښمن،خپه... ياپرېشان؛ همداسې سخت، کنجوس او بخيل يا سوکړ، سوگت، لړوڅټو هم درواخله.
۴) ښايي، يو پکې کره- ادبي وي او بل يا نور يې  عاميانه وي، لکه تالنده او تنا د غورزي، غورغوري،... پر وړاندې . 
۵) ښايي، يو له بل يانورو سره په شعروادب کې زيات د دې جوگه وي چې د آرې مانا ترڅنگ په مجازي، استعاري، کنايي يا سېمبوليکه مانا هم وکارول شي
۶) او ورسره ورسره يې ډېرپېښي او کارونگ هم زيات وي، لکه: بيابان، سارا يا بېديا د ډاگ، دښت، دښته،يا(تورک- مغولي چول، ميرې)... پر وړاندې.
۷) ښايي، يو تر بل يا نورو زيات درنښت يا بېلابېلې پوړۍ( درجې)  ولري، لکه: پياوړی تر (غښتلی، ځواکمن... ياسېکور ؛ مېرمن د (wife) په جاج تر (ماندينه، خانمه،کډه، کور،کورواکې،کورودانه، کورودانې، ايال، کوړمه، ټبر(ډبر)... يا د بچو مور)؛ مېرمن  د نومهالي ستاينوم(lady) په جاج تر(ښځه، ښځمنه، تور سرې، سياسرې يا زنانه)، او د واده ښځې(منکوحه) په جاج مېړوښه يا مېړوښې تر(جگه، جيگه،ژگه، نکاښکلې، کاوين ښکلې) څخه؛ مېړه د (شوهر) د انډول په توگه تر(خاوند، څښتن، سړی... د وړو پلار)؛ غټ(سړی)، لوی(سړی) او ستر(سړی). 
۸) ښايي، د يوه ولوليز(عاطفي) اړخ مثبت وي او دبل يا نورو منفي او ياهم عادي ياخنثی، لکه: په(گړندی، چالاک او چابک) کې لومړی مثبت، دويم منفي او درېيم عادي هممانيز ستاينوم دی. 
۹) ښايي، يو تر بل يا نورو اخلاقي، ديني، دوديز او يا فرهنگي پلوه زيات ارزښت او منښت ولري، لکه:
ارامځای تر (مړيستون، قبر،گور، ډورۍ ... ياگورنډې) ؛ امېدواره تر(بلاربه، دوه ځانې، پرځندانه، شگاره، ټنډه، ډډه، ورله...)، چې وروستي درې يې د سپکاوي لپاره ويل کېږي، په تېره(( ورله)) چې له آره، او زياتره د خرې لپاره کارول کېږي، او بلاربه هم زياتره په ژويو اړه لري.   
۱۰) ښايي، يو له دوو وييونو څخه د سېمانتېزم(ماناونج) له لارې يوه پوهنيزه يا ورهڼيزه نومونه(ترم، اصطلاح) گرځېدلی، په بله وينا،) پکې کارونيز بدلون راغلی:وي،لکه چاپېريال د چاپېرچل پروړاندې چې د آرې مانا(محيط) تر څنگ يې پارسي(محيط زيست) او لاتين(environment) ماناته  هم ورغځول شوی او بيا چاپېريالي(ستونزې)، چاپېريالپوهنه (ecology) هم ځنې رغېدلي دي؛ همداسې برېښنا د پېلبو پروړاندې او داسې نور. 
زه په دې ترځ کې چې د خپلې مورنۍ ژبې د پانگې په لټونه او ټولونه کې ښاغلي او منلي باوري يار ته لازيات بری او بريا غواړم، گردو پښتو مينو ته يې د پليونۍ سپارښتنه کوم. که په رښتيا سره، د ده په څېر هر زده کړه وال او ليکوال د خپلې سيمې او ټبر پانگه  د رسنيو او خپرنيو له لارې راوپېژني، شک نشته، پښتانه هم په نژدې راتلونکې کې، د لويو لويو سيند ونو، څانگسيندونو او ان سمندرونو له پلوه، لږ تر لږه د نژدې تربرو ايرانيانو د سيالۍ جوگه شي. چې له ښه مرغه يې گران او هڅاند ولي اڅکزي بنسټ اېښی او تر اوسه يې دوه دوه نيم لکه وييپانگه رابرابره کړې ده. 
د باوري او اڅکزي هاندوهڅې دې تلبهاندې وي!
په گرده پښتني مينه
پوهاند دوکتور م.ا. زيار
اکسفورډ، وری-۱۳۹
 
بېرته شاته