لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
يوه ځولۍپښتو گړنې(اصطلاحات)
لیکوال: پوهانددوکتورم.ا.زيار   نېټه: 01.11.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 يادښت:

(Idioms&Expressions)
ښاغلی پيرمحمد باوري له کلونو کلونو، په تېره له جلاوطنۍ راهيسې په دې هاند و هڅه کې دی چې څنگه وکړای شي، بې له څانگيزې زده کړې د شاته پاتي او جنگ ځپلي ولس، ژبې او فرهنگ په ژغورنه، پالنه او سرڅڼه کۍ يوه پاموړه برخه بنډه پرځای کاندې!
گړنۍ پښتو خو يې، د چا خبره د مور په غېږ کې زده کړې وه، خو پر ليکنۍ- ادبي بڼه يې له لومړنيو زده کړو سره سره، بياهم دومره لاسبری موندلی نه وو. له دې لامله يې وار له مخه، له خورا په زړه پورې ادبي ځېل((ټوکو ټکالو)) راپيل کړه، پرله پسې يې راټولې کړې او هو بهو يې په هماغه ساده وگړنۍ ژبه په څو ټولگو کې راونغښتلې. دغه کَړاو او کړاو(مشق) په پای کې دومره ژبني لاسبری ور پر برخه کړ چې دادی، د((گړنو)) راغونډولو او اوډلو ته مټې رانغاړي، بې له دې چې د يوشمېر ليکوالو او بيا متنوالو غوندې د ژبپو هنې او بيااړ وندې څانگې د راخپلولو باټې ووهي؛ دا د ژبپوهنې د څانگپو هانو کار دی، په خپلو څېړنو،  په تېره په خپلواکو او يا لويو سيندونو(فر هنگونو) کې ځنې د اومو توکو په توگه گټه پورته کړي!
گړنې له داسې کېښکليو او نچوړليو(فشرده) ژبنيو توکو څخه گڼل کېږي چې د نورو تو کو په توپير، لکه شعري انځورونه له مجردو ماناوو او هنري پرداز و نو سره،  په ناسيده توگه په لنډه تنگه جوله کې ډېر څه را نغښتلای شي. داچې د وينا د لويترينو يوونونو، غونډلو(جملو) دننه ناشننوړ او ناونجوړ(غير قابل تجزيه او غير قابل تعويض) جوړښتونه دي، نو له دې کبله قالبي رغنده توکي (stereotypes)هم  نومول کېږي، لکه څنگه يې چې دوکتور سپين غر  څه مهال وړاندې په همدې نامه د اسپيرانتورۍ د تېزس دفاع وکړه.  دا توکي، هرگوره د کېښکلتيا له اړخه له ورمو وراشو، غورو ويناوو، او بيا متلونو سره په يوه ډله کې ټيکاو مومي چې له عربي((قَلّ و دَ لّ)) جاج سره سم په((لنډو او پخو ويناوو))، يا په پارسي نومونه ((سخنان قصار و بليغ)) کې راځي. دا هغه څه دي چې د يوې ژبې ادبي- معياري سبک و سټايل کره کوي، لکه واخلې په اروپايي او څه ناڅه په عربي او پارسي او ځينو نورو ختيزو ژبو کې. په پښتو کې يې، له بده مرغه دومره څرک ځکه نه ليدل کېږي چې تر اوسه يې لابېشمېرو سيمه ييزو او ټبرنيو گړدودو((يوې- يوازېنۍ کره ليکنۍ پښتو)) ته لوړتيانه ده موندلې. په دې لړ کې د داسې بېلگو څرک هم لگېږي چې په گړنۍ- ورځنۍ پښتوکې  دلته او هلته ډېر کارول کېږي، خو دومره ورته څوک نه ځير کېږي، لکه واخلې: روغ رنځور يا مړ و ژوندی کول يا پالل او داسې نورې. 
په هره توگه زه د يوې څانگپوهيزې(علمي- مسلکي) پازې(مسؤوليت) او تر څنگ يې د يوې دوستانه پېرزوينې له مخې د هڅاند ليکوال گران او منلي پيرمحمد باوري دغه فرهنگي هاندو هڅه ډېره گټوره او په زړه پورې ارزوم او د خپلې مورنۍ پښتو د د اسې نورو نالاسوهلو زېرمو په راسپړلو او خپرولو کې ورته د لاډېرو بريو او برياوو غوښتنه کوم.
د گران او هڅاند باوري دوست قلم دې  تاند و بهاند وي!
     پوهانددوکتورم.ا.زيار
    اکسفورډ،٢-٩-٢٠١٠
 
بېرته شاته