لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د افغان پارسي پوهې، فرهنگ او داستان يوه درنه گرگه راچپه شوه
لیکوال: پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار   نېټه: 01.11.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 د دوکتور ا. عثمان  پرياد:

ډېر پښتانه کيسه ليکوال او کره کتونکي به راسره دا ومني، هماغسې چې له استاد خليل اله خليلي تر واصف باختري د پارسي شعر تر ټولو ښې ځلېدلې څېرې پښتون ټبرې دي، دغسې يې د داستان داهم همداسې درواخله:  غلجی دوکتور ببرک ارغند او محمد زی دو کتور اکرم عثمان. 
دابه پرځای پرېږدو چې دوی په دويم او درېيم پښت کې کابل مېشتي شوي او مورنۍ ژبې يې پارسي  شوې، خو د نورو ډېرو ديجنرېتېډيو په توپير له ټولې هومانېستي انترناسيونا لېستي اندتوگې سره سره خپل  پښتني - افغاني وياړاو  ولوله له لاسه نه دي ورکړي.  دا خو ځکه چې نن سبا، د  ناسپېڅلې جهادي- ستمي ټلوالې تر دغه منځ يوه سره شنه بېلتون کرښه راکښلې او له ځان سره يې نه گډوي. 
دا څه بابيزه سياسي پېښه نه وه چې دوکتور نجيب اله دوکتور عثمان ناڅاپه د تاجيکستان له کونسلگرۍ څخه ايران  ته د افغان سفارت چارې سمبالي  په توگه ولېږه: دی هغه مهال  د کونسل او بيا يوه نومور فرهنگيال او ليکوال په توگه  تا جيکانو خپلې ادبي غونډې ته بللی وو او يوه ورته له ټوکو او  پيغوره ويلي ول:  ٌمو شينيد ستی که شما يک پوشتو  يی!
ده هم ورته په توند و تېز گړدود ورغبرگه کړې وه:  ٌبلی، من نه صرف پشتون ، بلکه از نخبه گان اين بزرگترين تبار اصيل کشورم استم و بر آن ميبالم، ولی خيلی متأسفم که زنده گي پربارم را برای زبان و فرهنگ شما مردم ناسپاس وقف کرده ام! ً
ماته له ارواښاد دوکتور محمد اکرم عثمان سره د اشنايۍ دوستۍ وياړ د کابل پوهنتون له لومړي زدکړيز (۱۳۳۸ل) کال له مني څخه را پر برخه شوی وو، ټيک له هماغو شپو ورځو را هيسې چې د  خپلې لويې کورنۍ د پښتو ښوونکي په توگه يې  گومارلی وم.  دی که څه هم د حقوقو زدکړ يال وو او زه د ادبياتو، خو د لرې سيمو ټولگيوال يې راسره د نوي ښار په شپېځي کې له ماسره يوځای اوسېدل او هماغو ور پرگوته کړی وم . زما پوهنځي او شپېځي  بيا دواړو د ايران سفارت څنگلوري ته ټيکاو درلود. له ماښام تيارې سره به ، د مېرمنو ټولنې ورڅېرمه د عثمان کورنۍ چم  ته ورگډ شوم چې  تر حاجي يعقوب جوماته غځېدلی وو. 
هسې خو، تر  اکرم جان پورې ټول مشران او کشران ورونه پر دې بسياول چې ٌخپل ځل له اوبو کښلای شيٌ ، خو خويندو يې له پښتو زدکړې سره ټينگه لېوالتيا درلوده، نه يوازې دخپل نيکه محمد عثمان خان بارکزي د نمسيانو په توگه، بلکې تر څنگ يې په ملالۍ لېسه کې د سرگڼۍ (اول نمره گۍ) د سيالۍ  په انگېزه هم؛ سره له دې چې کالنيو ازموينو ته لا دوه درې مياشتې پاتې وې، خو د زړه له کومي  يې غوښتل ، بې له هغې هم پر دغه نيکنۍ ژبه  پوره لا سبری  ومومي  او په ورځني ژوند و ژواک کې ځنې کارواخلي.
لومړی کور يې د ٌعايشه جانېٌ  خور وو چې را روسته يې د نوي ښار پارک خواته مخ راواړول شوه او له درو لسيزو راهيسې پکې د ٌ افغانستان د ليکوالو ټولنه ٌ کرايي اوسېږي  چې پخپله دوکتور  عثمان يې هم  دوه درې کاله مشر وو.  دغه خور يې له خپلې موراو يو نيم سکه ورور خورسره اوسېده. پښتو زدکړې ته يې نورې  دوه درې سکه او ميرنۍخو يندې  هم  له ځان سره ملگرې کړې وې. د کوڅې پای ته يې د مشرې خور  ٌمريم جانېٌ  کور وو چې  په پښتو لوست کې  ورسره کومې بلې برخه نه اخېسته. پر هماغه ړومبني ماښام    د پښتو لوست  له پايته  رسېدو سره سم مې ليدل چې  له بلې نا ستخونې څخه يو کوربه او يو مېلمه  راغلل ، په دې ډول مې له (کوربه) اکرم جان سره لو مړۍ ٌ رسمي ٌ پېژندگلو وشوه.  هسې خو مو سره، لږوډېر په پوهنتون او کابل رادېو کې  له ورايه سالام عليکې پاللې وه او د وياند په توگه يې له  زړه راکښوني غږ  سره زما غوږونه پوره  بلد ول، ور سره  (مېلمه) ډاکتر غرزي ناصري خو مې وار له مخه پېژا نداو په  اېکسرې سمبال کتنځي ا ته کله ناکله ورتلم. د  مريم جانې د پښتو زدکړې په تړاو يې  راباندې سپار ښت  وکړ، او په ټوکو ټوکو کې يې راته وو يل: ٌتر څو  دې سمه سهي پښتنه کړې نه وي ،د فيض محمدناصري نږور کېدای نه شي! 

له زوم سره مې مخه وکړه او اکرم جان راسره بدرگه راووت. خو همدا چې يې راته دچکر وړا نديز وکړ، راته پته ولگېده چې غواړي، يو څه خبره خواله راسره شريک کاندې. له شهاب الدين ميدانه تر انصاري څلارۍ چکرراچکر شو او  تر يوې  غوړې  او ادبي سريزې  سره يې راته کړل:
ٌ ته به سوچ کوې، زه د پلار و نيکه پر شتمنيو او نوم ونښان وياړم او  له شهزاده گانو سره په سوټ و بوټ، فېشن و درشن کې سيالي کوم...  . د روسته پاتې  ټبرنۍ- ځمکواکې افغاني ټولنې د امېد سترگې تر بل هر زدکړوال  او روښاند پوړ (فشره) زموږ  ځوان پوهنتوني پښت ته ډېرې راوړي چې له دغه کرغېړن ټولنوټيز (اجتماعي- اقتصادي) اکروکر څخه د ژغور لپاره ((دورا نسازه)) ليد توگه راخپله کړو...ٌ  . 
که څه هم ما ورته له ادب ونزاکته هسې سرخوځاوه، خو  زړه مې پرې ځکه اوبه نه څښلې چې   څنگه کېدای شي، هغه د  هېواد او بيا کابل پر کچ  تر شاهي کورنۍ  تر څنگ د دويمې لوړ ترينې فيوډالې کورۍ  تر ټولو نازولی بچي په توگه زماغوندې له ټيټې ترينې پاړکيزې آرې  سره پر يوه مورچل جنگ جگړې ته راودانگي. دا شانزول چې له يو درجن سکه او ناسکه خويندو ورونو څخه  يې يوازې هما غه  ٌ عايشه جانهٌ  له ځان سره هممورچله کړې وه، کلونه کلونه  پس ما او نورو يارانو دو ستانوته راډاگيزه شو.
 هسې يې خو يې  له هماغه لومړيو څخه يې د پاړکيز اړوپېچ (طبقاتي تضاد) او کنټرسټ  پر بنسټ داستاني کرکټررغاونې، په ټوله ما نا ، دچپي ليدتوگې پوره ښکارندويي کوله او تر پايه يې  په يوڅه توپير د يوه پرمختللي انتقا دي ريالېست او ټولمنلي کيسه ليکوال او علمي څېړنوال په توگه خپله انساني لاره رَوده د ژو ند تر روستۍ سلگۍ پورې له خپل لوړ پاړکيزې  مخينې بلهارې نه کړه؛ ان  په وصيتنا مه کې يې پردې ټينگار کړی وو چې په هغه لويه پاتوړې (ميراث) کې له خپل قبر هومره څو لوېشتې  ځمکې هم تېر شي او پرځای يې د پردېسۍ مړيستون غوره او غنيمت وبولي! 
زه   پر خپل وار د هېواد د پوهې او فرهنگ ټولملني او نوميالي همزولي او دوست قلموال ارواښاد دو کتور محمداکرم عثمان  د مړيني له کبله د ځان او نورو اړوندانو له خوا له در ستې ويرژلې عثمان بارکزي او بيا د پوهې او فرهنگ کورنۍ، په تېره په ستوکهولم کې ٌ کلوپ قلم ٌ له  رښتينو استازو سره د زړه له تله  خواشيني او خواخوږي شريکوم او ورته ستر اجر و زغم  غواړم.
ياد دې يې تلژوندی او تلښېرازه وي!
ستاسې د ټولو زيار
 
بېرته شاته