لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د پښتو غزل پاچا استاد خيال محمد په کندهار کې هم ونمانځل شو
لیکوال: بشير احمد نادم   نېټه: 02.11.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 دلړم ١٢مه، ١٣٩٥، پژواک خبري اژانس


په کندهار کې هم د خيال اوونۍ- دامن اوونۍ تر سرليک لاندې د پښتو غزل د پاچا استاد خيال محمد نمانځنه او درناوى وشو.
په دې اړه نن مازديګر د کندهار مېشتو فرهنګيانو او استاد خيال محمد د مينه والو له خوا غونډه جوړه شوې وه چې سلګونو کسانو په کې ګډون کړى وو.
پښتو ژبې او پښتو موسيقۍ ته د استاد خيال محمد د خدمتونو ستاينه، د تمثيل په بڼه د هغه د غزلونو وړاندې کول، د استاد خيال محمد د هنري ژوند په اړه ازاد بحث او نور د دغو مراسمو عمده برخې وې.
د غونډې په پيل کې ليکوال او ژورناليست غوث الدين فروتن د استاد خيال محمد د هنر او ژوند په اړه وينا وکړه او ويې ويل، استاد د پښتو ژبې د کلاسيکې، ولسي او نوې موسيقۍ په برخه کې نه يوازې په پښتونخوا، بلکې په اسيا کې يوه پېژندل شوې څېره ده.
هغه زياته کړه، استاد خيال محمد د رزم او بزم په سورونو او خپل ساحرانه غږ د پښتنو په بيدارۍ کې لويه ونډه اخيستې او تل يې د امن، ښکلا او مينې سندرې او غزلې ويلي دي.
د ده په خبره، د دغسې هستيو ستاينه او قدرونه بايد د هغوى په ژوند کې وشي.
نوموړي يادونه وکړه چې استاد خيال محمد ته څښتن داسې غږ ورکړى چې خوږ هم دى او له درده ډک هم، سوز هم په کې شته او ساز هم، ځکه خو يې د پښتو غزل د پاچا لقب ګټلى دى.
ليکوال او ژورناليست محمد ابراهيم سپېڅلي هم د استاد خيال محمد د هنري ژوند په اړه وينا وکړه.
هغه وويل: ((ما ته اکثره وخت فکر پيدا شي چې که استاد خيال په پښتنو کې نه واى پيدا شوى او په يوه بله ژبه کې يې هنر ته دومره خدمت کړى واى، نو څه فکر کوئ چې د هغې ژبې ويونکو به څومره نازولى او نمانځلى واى؟))
هغه زياته کړه، د هنر، مينې او ښکلا دغسې اتلان بايد تل ونمانځل شي، درناوى يې وشي، څو په خلکو کې لا ډېره مينه خپره کړي او ټولنې ته لا ډېر هنري شهکارونه وړاندې کړي.
سپېڅلي له ژورناليستانو، فرهنګيانو او قلموالو غوښتنه وکړه چې د استاد خيال له اوونۍ وروسته د پښتو ژبې د بل وتلي هنرمند ډاکټر محمد صادق فطرت ناشناس او نورو وتلو هنرمندانو لپاره هم اوونۍ ځانګړې کړي او په ورته توګه يې په لر او بر سربېره د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د نمانځلو او درناوي لړۍ روانه وساتي.
هغه پر دولت هم غږ وکړ چې د هنرمندانو پالنې او لاسنيوي ته پاملرنه ډېره کړي څو هغوى وکولاى شي په ټولنه کې د امن، مينې او انسان دوستۍ لپاره کار وکړي.
د غونډې يوه برخه د استاد خيال د هنر په اړه ازاد بحث ته هم ځانګړې شوې وه.
د غونډې يوه ګډونوال ډاکټر محب روښان پژواک اژانس ته وويل، د استاد خيال نمانځنه شايد ډېر پيغامونه له ځانه سره ولري، خو تر ټولو جوت يې دا دى چې که په دغسې غونډه کې د پښتو موسيقۍ د يوې سترې هستۍ درناوى کېږي، نو په څنګ کې ورسره د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د پروت يوه ولس تر منځ يووالي هم پياوړى کېږي.
ليکوال او ژورناليست عبدالواسع هڅيال وويل استاد خيال محمد د موسيقۍ په هنر کې لوى انقلاب راوستلى، پښتو غزل ته يې نوى رنګ او اهنګ ورکړى او د ډېرو مشهورو شاعرانو شعرونو ته يې روح بخښلى.
په پروګرام کې د استاد خيال په ياد او درناوي د کندهار د مشهورو سيمه ييزو هنرمندانو له خوا په ژوندۍ بڼه سندرې هم وړاندې شوې او دغه راز برخه والو ته د هغه مشهور غزلونه هم وړاندې شول چې د غونډې کيف او ښکلا يې ډېره کړه.
غونډې ته د استاد خيال محمد پيغام هم وړاندې شو چې د دې غونډې لپاره يې ثبت کړى و.
استاد خيال د خپله مينه والو د ستړياوو او هڅو مننه کړې وه چې هغه يې ونمانځه او د ده د خدمتونو درناوى يې وکړ.
نوموړي ټولو افغانانو ته پيغام ورکړ چې د امن لپاره هڅې وکړي او په خپل منځ کې مينه هومره ډېره کړي چې د افراطيت او تشدد تيارې په رڼا بدلې شي.
د استاد خيال د نمانځې دغې غونډې د شپې تر ناوخته دوام وکړ.
د خيال اوونۍ- د امن اوونۍ د روانې مياشتې (نومبر) له لومړۍ نېټې د افغانستان او پښتونخوا تر څنګ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل شوې او نمانځل کېږي.
تېره ورځ د خېبر پښتونخوا په پېښور ښار کې هم د استاد خيال محمد په وياړ پروګرام جوړ شوى و چې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا ورته د غازي مير بچه خان عالي دولتي مډال هم ورکړل شو.
په دې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په ورکړل شوي فرمان کې راغلي چې استاد خيال محمد د پښتو ژبې د کلاسيکي موسيقۍ، ولسي موسيقۍ او نوې موسيقۍ په برخه کې د ځانګړي مکتب خاوند دى، د لرغونو او معاصرو شاعرانو شعرونو ته يې روح او ولس ته يې د سندرو او غزلو په بڼه خوشحالي وربخښلې ده.
د يادونې ده چې په لر او بر کې د استاد خيال محمد د اوونۍ نمانځلو ته تر هغه وروسته پام واوښت چې پښتونخوا مېشتي مشهور خبریال فاروق فراق د هغه د ژوند په اړه راپورونه خپاره کړل او د يوه کمپاين له لارې يې خلک وهڅول چې د دغه لوى هنرمند نمانځنه او درناوى وکړي.
 
بېرته شاته