لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
په سکروټو کې ګلونه
لیکوال: محمد نعمان دوست   نېټه: 29.11.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 ماشوم د سټیج شاته ودرېد، خبرې یې پیل کړې، په روانه انګریزي یې وینا کوله، ما ویل که خارجی دی، د کومې بهرنۍ موسسې د مشر زوی دی او له کورنۍ سره همدلته اوسېږي. د پروژو پیسې دي، نر غوندې یې وهي او د حساب والا یې نه‌شته.

بل ماشوم پورته شو، په فصیحه عربي یې خبرې شروع کړې، ما ویل که د عرب زوی دی پلار یې د جهاد له‌پاره له خپلې کورنۍ سره راغلی او همدلته ثوابونه ګټي.
بل ماشوم په فرانسوي وینا پیل کړه حیران شوم ما ویل که د کوم فرانسوي جنرال زوی دی او له پلار سره په پوځي میشن راغلی.
شېبه وروسته ډله ماشومان کښېناستل، کاغذونه یې په چمن کې مخې ته کېښودل او رسامي یې شروع کړه، ما ویل که د روم په ښار کې یم، هلته مې یو وخت لیدلي وو چې نقاشان به پر څوکیو ناست وو، پنسلونه به ورسره وو او په یوه شېبه کې به یې بهترین رسم وکړ.
ماشوم پر یوه لوی کاغذ منظره رسم کړې وه. د خپل وطن منظره، په منظره کې ښکارېدل چې ښوونځي ته لاره تللې، یوه خوا مخ‌پټی وسله‌وال ولاړ دی، بله خوا یونیفورم کې ماشوم د ښوونځي په لوري ګامونه اخلي او شاته ځمکه په وینو لړي. زده‌کوونکي د خپل رسم تشریح شروع کړه، زما سترګې ډکې شوې، لکه هر څه چې پخپله وینم.
شېبه وروسته ډله ماشومان راغلل، د ښوونځي په شوق راغلي وو. په خپلو کې یې په مینه خبرې کولې، یو دم ګړز شو، چیغې شوې. د ماشومانو خبرې په ژړاوو بدلې شوې. داسې تمثیل یې وکړ لکه د هاليووډ اداکاران چې وي.
نور ماشومان پورته شول خپل لاس‌چاره یې وښووه، سکواټور یې جوړ کړی و، د کالیو پرېمنځلو ماشین یې جوړ کړی و او... او بل خپله اوږده مقاله په ټول جرات واوروله. د سټيج مخې ته هم ماشوم ولاړ وو او خپل همزولي به یې په ښکلي انداز رابلل.
حیران وم، لکه په ویښه چې خوب وینم. لکه د سکروټو په منځ کې چې غوړېدلي ګلان وینم. هیڅ مې باور نه راته چې دا دې زموږ د ګران خو جګړه‌ځپلي هېواد ماشومان وي. دا ګلونه په جلال‌اباد ښار کې د استقلال د لیسې زده‌کوونکي وو. دا بېلابېل استعدادونه د همدې لېسې په منځ کې غوړېدلي وو.
د ماشومانو نقاشي مې ولیده، د هغوی تمثیل مې ولیده، ټولو له یوه پرهاره چیغې وهلې او ټولو له یوې بلا د ویر کیسې کولې. دا پرهار جګړې جوړ کړی و او دا بلا د جګړې وحشي او توره بلا وه.
شېبه وروسته سټیج ته راوبلل شوم، خپل احساسات مې نه‌شوای کنټرولولای. خوشالي او خپګان دواړو مې تر مرۍ لاسونه تاو کړي.
خپه وم چې ولې زموږ د هېواد بچیان په دې کم عمر کې هم له جګړې رنځېږي؟ ولې د دوی پر تنکیو ذهنونو د جګړې وېرې خونکارې پنجې خښې کړې دي؟ دا جګړه‌ماران زموږ له ماشومانو نور څه غواړي؟ د کوم جرم سزا ورکوي؟ ولې یې له شونډو خندا لوټي؟ او...
خوشاله په دې وم چې په دغه شان ویرجن ماحول او قتلګاه کې هم د روښانه سبا له‌پاره جذبې ژوندۍ دي. په اوښکو ډکو سترګو کې هم د وطن د ښېرازي خوبونه لیدل کېږي.
زموږ ماشومان عجیبه استعدادونه لري، ما نن د دې استعدادونو ننداره وکړه. عجیبه نه ده نو څه ده؟ چې یو ماشوم دې په دواړو سترګو ړوند وي او بیا دې د سټیج سر ته راشي، په انګرېزي دې خبرې وکړي او د خپل ټولګي اول‌نمره دې هم وي؟
سرکاره! 
د رب خاطر وکړه معارف ته پاک، سپېڅلي او په کار میین خلک راوله. معارف د روابطو قرباني مه کوه. داسې خادمان ورته راوله چې د دغو استعدادونو په قدر پوه شي، د غوړېدا له‌پاره یې هلې ځلې وکړي، له خپلو دفترونو راووځي.
د استقلال لېسې نننۍ غونډه د ماشوم د ارزښت په ویاړ وه، خو په دې غونډه کې چې د بېلابېلو استعدادونو نندارې پکې وړاندې شوې او د پوره تشویق وړ وو، له معارف ریاسته ورته هیڅوک هم نه وو راغلي.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته