لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
له پيلوټۍ تر سوالګرۍ
لیکوال: محمد ابراهيم سپېڅلی   نېټه: 07.12.2016   خپرونکئ:   سمسور  

 د کندهار ښار ختیځ پلو هوايي بلاکونه، دا بلاکونه یو وخت د ښار مهمه برخه وه او مهمو نظامي کسانو پکې ژوند کاوه. 

اوس دا بلاکونه د وخت په تېرېدو زاړه شوي او د بېلابېلو ولایتونو په اقتصاد کمزورې کورنۍ پکې اوسي. 
یادو شويو بلاکونو ته نرۍ خامه لار جلا ښوې، د دويم بلاک په درېیم پوړ کې درې زړې تاریکې خونې دي.
په یوه خونه کي يې معلول ډګروال او د هغه جګړنه مېرمن شرمیلا ژوند کوي.
د دې خونې له نمجن بوی سره د درملو او زړو توشکو بویونه د انسان سپږمې تخنوي.
شرمیلا درې لسیزي له مخه په افغان هوايي ځواک کي یوه پېژندل شوې پيلوټه وه، دا وايي د پيلوټۍ او د جیټ الوتکې تخنیک يې په روس، هند او ترکیه کې زده کړی دی. 
انجنیر شرمیلا په لسهاوو الوتنې کړې او څو ځله په پراشوټ کې د جګړې ډګرونو ته له ملي ځواکونو سره د مرستې په موخه تللې ده.
دا وايي پر پښو ویشتل شوې، سترګې او دماغ يې لکه څنګه چې ښايي کار نه کوي، خو د چارواکيو له یاده وتلې ده. 
څو ځله يې د چارواکيو دروازې ټکولې، خو ګټه يې نه ده کړې. 
اوس اړه شوې چې په بازار کې پر دوکاندارانو وګرځي او خیرات ټول کړي. 
د دې په قول، په خیرات لاس ته راغلي پیسې يې د خاوند او ځان د درملنې نه بسېږي.
غوښتنه 
د مخکېنۍ پیلوټې شرمیلا په سترګو کې اوښکې ډنډې او غږ يې په ستوني کې وچ شو، په ژړغوني غږ يې راته وویل؛ ناروغیو او نیستیو ډېره کمزورې کړې یم، نور د فقر ټولولو توان نه لرم!
انجنیر شرمیلا له دولته غواړي چي یو کور ورکړي، له خاوند سره يې هندوستان ته د درملنې له‌پاره ولېږي او د خوراک او څښاک غم يې وخوري. 
د دې په قول، د همدې وطن په دفاع کې دغه حالت ته را رسېدلې چې اوس نو د پاڼ او پړانګ تر منځ ژوند تېروي.
پښېماني 
دا پخوانۍ پيلوټه زیاتوي، د هیواد مینې او له پيلوټي سره ځانګړې لېوالتیا دغه سخت ډګر ته راوستلې، لکن که خبره وای چي دا به د ژوند په وروستیو کي پر سپېره میدان یوازې پرېښودل کېږي، یوه ورځ به يې هم کمربند تر ملا نه وای تړلی. 
دا وايي، له خورا لوړو هیلو سره يې د هېواد په هوايي ځواک کې هرې سختي ته اوږه ورکړه، خو اوس دغسې حالت ته رسېدلې ده چې عریضه يې لا څوک نه مني. 
مخکېنۍ افغانه پيلوټه شرمیلا وايي، د ژوند کمزوری اقتصادي يې نور د زغمولو نه دی او پر تېرو خدمتونو سخته پښېمانه ده.
ناهیلي 
شرمیلا په تېرو دېرشو کلنو کې په کندهار، کابل او بګرام هوايي ډګرونو کې دنده اجرا کړې ده.
د دې خاوند ډګروال عبدالمالک هم لوړې زده‌کړې په روسیه کې کړې او بیا يې د استخباراتي ماموریت پر بنسټ په پاکستان کې تر نیولو وروسته اتلس کاله بند تېر کړی دی.
دی وايي، تر را خوشې کېدو وروسته يې دندې ته ملا وتړله چې د وسله‌والو طالبانو په کمین کې پر ملا او پښو په ثقیل ویشتل شوی او اوس فلج پروت دی. 
دی وايي، سخت ځورېږي چې یو وخت يې له خپلې میرمنی سره د وطن خدمت کاوه، مګر اوس يې څوک پوښتنه لا نه کوي.
ډګروال عبدالمالک هم غواړي چې لوړپوړي چارواکي يې پر حال زړه سوځي او تر هر څه لومړی يې د درملنې غم وخوري. 
د ده په قول هیڅ وخت يې فکر نه‌شوای کولای چي مېرمن به يې فقر کوي او دی به د فقر پیسې په خوړو او درملو لګوي.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته