لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
د افغانستان د جلالتمآب جمهور رئیس پیغام
لیکوال:   نېټه: 19.01.2017   خپرونکئ:   سمسور  

د پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ د وفات په مناسبت د افغانستان د جلالتمآب جمهور رئیس پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

په ډېرې خواشینۍ سره مې اطلاع حاصله  کړه چې د افغانستان لوی مورخ او محقق، پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ وفات شو۰

انالله و انا الیه  راجعون

پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ د خپل اته اتیا کلن ژوند لویه برخه د افغانستان د تاریخ په اړه تحقیقاتو ته بیله کړه او خورا مهم علمي آثار یې  ولیکل۰

پوهاند کاکړ په  لسګونو   کلونو، په  افغانستان کې او  له  افغانستان څخه بهر، په پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې، په  تدریس او  تحقیق بوخت و۰

ده د هیواد د بحران په کلونو کې په سیاسي لحاظ مهم  نقش ولوباوه ، له استبداد سره یې مبارزه وکړه، زنداني شو، مهاجر شو او د افغانانو د داعیې او  مظلومیت اواز یې د نړۍ  ګوټ ګوټ ته ورساوه۰

د پوهاند ډاکتر حسن کاکړ مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه ده۰ د هغه د وفات په مناسبت د هغه کورنۍ، همکارانو او د افغانستان د تاریخ او فرهنګ ټولو مینه والو ته تسلیت وایم۰

الله تعالی دې  یې وبخښي۰

آمین یا رب  العالمین

 

د افغانستان  د اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني

 
بېرته شاته