لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
غیرتمن عالم
لیکوال: اسدالله غضنفر   نېټه: 19.01.2017   خپرونکئ:    

 د جمعې په ماښام انځور صاحب راته وویل چې د پوهاند کاکړ د عمر وروستي ساعتونه دي.


  که څه هم د پوهاند صاحب په باره کې مې څو ورځې له مخه اورېدلي وو چې تر یوې اونۍ به ډیر ژوند ونه کړي خو د انځور صاحب خبره داسې راباندې ولګېده لکه بیخي نوي څه چې اورم.

 پوهاند صاحب د عمر اته اتیا کاله پوره کړي وو. دا لنډ عمر نه دی او مرګ حق دی خو د جمعې په شپه ناکراره وم او په سهار مې د هغه په باره کې د نوي خبر لټون په داسې انداز کاوه لکه څوک چې له سخت امتحانه وروسته د خپلو نومرو پوښتنه کوي.

 په ځوانۍ کې بنیادم ډیر فرصت لري چې له ژونده خوند واخلي او ټولنې ته خیر ورسوي. د ځوان په مړینه ممکن احساس کړو چې لوی فرصت ضایع شو او مرګ له ژوند سره بې انصافي وکړه. د پوهاند صاحب د عمر مړینه غیرطبیعي نه ښکاري او زړه یې منلای شي، خو له دې حقیقت سره سره د جمعې شپه درنه راباندې تېره شوه او د جعمې په ورځ د ګڼو کسانو له تاثراتو خبر شوم.

 معصوم هوتک د هغه لپاره په مرثیه کې وویل چې:

په کلـــــــــــــــــونو روزل ســــــــــــوي ستر مغزونه
په یـــــــــــــــــوه شېبه کي خــــــــــــاوري سي ایرې

د عالم سړي پر مړینه د افسوس یوه وجه همدا ده چې لویه انساني تجربه او ستره معنوي سرمایه د سترګو په رپ کې پوپنا شي.

 البته د ډیر عمر کسان معمولا د ژوند په وروستیو کلونو کې کار او فعالیت پرېږدي او ټولنه ورو ورو عادت کړي چې هغه لویه سرمایه او تجربه ضایع شوې وګڼي خو پوهاند صاحب کاکړ برعکس، د ژوند تر وروستیو ورځو فعال و. استاد شپون راته وویل چې هغه به د ژوند په وروستیو میاشتو کې هم د خپلو نویو هڅو خبرې کولې. د پوهاند صاحب لور، خوږې کاکړ راته وویل چې په اخري کلونو کې به یې، چې پخوانی قوت ورسره نه و، ډیر ځله ترجمې ته مخه کړه ، ځکه ترجمې د تحقیق په اندازه نه په تکلیف کاوه. خوږې یې په دې وروستیو کې د یوه بشپړې کړې ترجمې خبره کوله چې تر چاپ لاندې ده او استاد شپون یې د وروستیو وختونو د یوه نیمګړي کتاب یادونه وکړه.

 خواجه حافظ وایي چې د آتش پرستو په پیرخانه کې یې ځکه قدر کیږي چې په زړه کې یې هغه اور بل دی چې هیڅوخت نه مري.

  د زمانې بادونه د رښتونې مینې ډیوه نه شي وژلای. پوهاند کاکړ چې په څو اتیا کلنۍ  کې یې هم زړه له کاره نه صبرېده، وجه یې هماغه اور و چې په ځینو زړونو کې بل شي او هیڅوخت نه مري.

 حنیف بکتاش مرحوم د تاریخ ډاکتر او متخصص و. ایمل پسرلي د هغه له قوله لیکلي دي چې په افغانستان کې یوازې پوهاند حسن کاکړ په نوي میتود تاریخ بیانوي.

 تاریخ لیکنه زموږ په کلتور او ادب کې له پیړیو راهیسې دود ده. زموږ په دودیزه طریقه کې مورخ د یوې اورېدلې، لیدلې یا لیکل شوې پیښې کټ مټ رانقل کولو ته تاریخ لیکنه وایي خو د نوي میتود مورخ د پیښې په رپورټ کې شک کوي، مختلف او متضاد اسناد رااخلي ، د یو بل په څنګ کې یې ږدي او په دې ډول غواړي د زمانې په دوړو کې پټ حقیقت راوسپړي او د پاڼې بل مخ هم ولولي. پخوانی مورخ د پیښو په علتونو پسې چندان نه ګرځي او دې شي ته یې لږ پام کېږي چې پیښې له یو بل سره د علیت په تار وپېیي او رابطې یې ومومي.

 پوهاند صاحب تر ډېره حده د افغانستان د شلمې او نولسمې پیړۍ د حالاتو په  باره کې تحقیقي لیکنې کړې دي. په تېرو څلورو لسیزو کې سیاسي اختلافونه او کشمکشونه د دې سبب شول چې د هیواد د شلمې او نولسمې پیړۍ د تاریخ په اړه ډیر افراطي قضاوتونه وشي. پوهاند صاحب که څه هم اکثره لیکنې د سیاسي کشمکشونو په همدې موده کې وکړې او په همدې موده کې یې پنځه کاله بندیخانه او څو لسیزې جلاوطني وزغمله خو د تاریخ د عالم په حیث یې تر وسه وسه هڅه وکړه چې علمي بې طرفي وساتي. دی نه  د ځینو ډلبازو خاطره لیکونکو غوندې خلک په تک تور او تک سپین وېشي او نه د ایډیالوژیو تر اثر لاندې دی چې تاریخ په لوی لاس په خاصو قالبونو کې واچوي او مثلا د پروفیسر اسلانوف غوندې د روښانیانو هڅې طبقاتي مبارزه وبولي.

 د لویدیځ اکثره تعلیم یافته نه د میتود مشکل لري او نه په ظاهره د خاصو ایډیالوژیو په لومه کې ایسار دي خو ځینې یې د لویدیځ تر اثر لاندې دومره ډیر راغلي وي چې صرف هغه څه ورته حقیقت ښکاري چې غربیان یې حقیقت بولي. د ځینو نورو کسانو اشتباه بیا دا ده چې د خپلې ټولنې په نیمګړتیاوو کې خامخا د پردو لاس ویني.

 پوهاند ډاکتر حسن کاکړ په لندن کې د تاریخ دوکتورا اخیستې وه، مګر حقیقت تر دې لوی ورښکارېده چې یوازې د لویدیځ له لوري ورته وګوري او یا د ګڼو وطني صاحبنظرو غوندې ټوله ملامتي په پردو واچوي.

   تېر ماښام د دویچلې راډیو اسماعیل شاکر تلفون راکړی و چې د پوهاند کاکړ په باره کې مرکه ورسره وکړم. ما په خپلو خبرو کې د پوهاند صاحب علمي شخصیت ته اشارې وکړې . له مرکې وروسته په ذهن کې راوګرځېدل چې کاشکې مې دا هم ویلي وای چې  پوهاند کاکړ غیرتمن انسان و.

 چې په وطن بده ورځ راغله، دی د وطن په ننګ ودرېد او د مرګ تر شیبې یې افغانستان ته خدمت وکړ. له خوږې کاکړ مې واورېدل چې د پلار یې ارزو وه چې په وطن کې داسې ځای خاورو ته وسپارل شي چې هلته د یوه کتابتون او تحقیقي مرکز د جوړېدو امکان وي او په دې ډول یې قبر د وطن خلکو ته د خیر سبب شي.

   یکشنبه، د جدي نولسمه، ۱۳۹۵
 
بېرته شاته