لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د مهاجرت د بېوزلي سيمبول؟
لیکوال: شهرت ننګيال   نېټه: 19.01.2017   خپرونکئ:   سمسور  
د دې ليکنې له‌پاره مې په ذهن کې توري او ټکي هماغه مهال ليکه شوي وو چې کيسه نوې غځېدلې وه، خو زړه راته کړه چې پرېږده دوستان لږ ساړه شي، توده په توده يې په مخ کې مه غورځه، هغه وه چې ايله اوس مې د هوا په سړېدو د خپلې ګستاخي زړه وکړای شو.
شربت‌ګله چې له وروستيو پرمختياوو سره د ولسمشر له خوا د مهاجرت د بېوزلي سيمبول وګڼل شوه، ۳۹ کاله وړاندې په دوولس کلني دغسې يو سيمبول ګرځېدلی و، خوله بده‌بخته چا دغه سيمبول پام‌وړ نه‌شوای بللای، تر دې کچې له پامه لوېدلي وو چې په نامه يې راغلې د مرستې پيسې هم نه‌شوای ور رسېدای.
د کډوالي د خوار او نتلي ژوند دغه سيمبول د يوې بهرنۍ مجلې «نشنل جيوګرافيک» پر دوتنه رادبر شو، تصوير د کاله جايزه وګټله، خو افغانانو له جهاديانو تر ليبرالانو هيچا دغه سيمبول پام‌وړ و نه‌شوای بللای.
نه يې هغو جهاديانو پل واخيست چې پېښور، پنډغالي او کډوال يې د خپلې جهادي امپراتوري د قلمرو په توګه يرغمل کړي وو، نه هغوی ان‌جي‌اوګانو او ټکنوکراټانو چې په لوېديځ کې يې د نړيوال بانک پر خزانو لکه د ښامارانو کولچه وهلې وه او نورو سوداګريزه کمپنيو يې ډالري معاشونه په بډه ګرځول.
د نشنل جيوګرافيک عکاس مک کيوري په ۲۰۰۲ کې له سره د مهاجرت د بېوزلي د دغه سيمبول درک وايست.
د کډوالي ناوړه ژوند د شربت‌ګلې پر څېره د ويرونو او دردونو تور سيوری او غمجنې کرښې تېرې کړې وې، خو په ترهېدلو سترګو کې يې ژوند او راتلونکي ته د هيلو ځلا هماغسې تانده وه.
يو ځل بيا په رسنيو کې د شربت‌ګلې په اړه خبرونه تاوده شول، خو نه د نړيوال بانک کوم افغان الاصله مامور پام ور واوښت او نه په لوېديځ کې بل کارپوه، روڼ‌اندي او اين‌جي او د مهاجرت د بېوزلي دغه سيمبول د خپل زړه‌سوي او خواخوږي تر لينز لاندې راوستلای شوای.
سره له دې چې هېواد ته د ډالرو د ورخونو ورماتېدو کراړ وختونه او شېبې ټول خړوبولای شوای، خو چارواکیو د خپلو هوسونو او ګټو په ښاخيو په بادولو بيا هم د مهاجرت د بېوزلي د سيمبول له‌پاره کوم څاڅکی نه‌شوای شيندلای.
په ۲۰۰۲ کې پر غربي رسنيو د شربت‌ګلې بياځلې څرګندېدا د مهاجرت د بېوزلي دغه سيمبول د رسوايي څلورلارې ته ورساوه، ځکه خو چې د پاکستان «نادرا» يوه مامور په ۲۰۰۶ کې په جعلي لاسوندونو د شربت‌ګلې د جعلي پېژندپاڼې دوسيه را برسېره کړه.
خو د افغان چارواکيو پام بيا هم د مهاجرت دغه سيمبول ته نه‌شوای ګرځېدای، کوم سرکاري چارواکي، په پاکستان کې افغان سفارت او قونسلګريو د دې پرمختيا د نوټ کولو اړتيا نه‌شوای ليدای.
هيچا دا پوښتنه را پورته نه کړه چې شربت‌ګلې څنګه د مهاجرت د بېوزلي له سيمبوله مخ وګرځاوه او ځان يې د پاکستان په پر جعلي تابعيت اړ وکوت؟
ځکه خو نه د مهاجرت د بېوزلي د دغه سيمبول د تور زېړي درک ولګېدای شو، نه يې د خاوند د مرګ او نورو ناخوالو کوم خبر را ووتلای شو.
افغان لوری دومره ويده پاتې شو چې په ۲۰۰۶ کې يې د مهاجرت د بېوزلي د سيمبول د جعلي پېژندپاڼې له رسوايي بيا هم د خپل تبعه له خوا د ګاونډي هېواد د جعلي تابعيت تر لاسه کولو ماجرا ته نوک و نه‌شوای نيولای؟
دغه غفلت تر هغې غځېدلی و چې د تېر زېږديز کال د اکټوبر پر ۲۶مه پاکستاني پوليسو شربت‌ګله د جعلي اسنادو په تور بندۍ او افغان حکومت ته د مهاجرت د بېوزلي سيمبول ور په زړه کړ، ځکه خو له ولسمشر غني تر زاخېلوال، داودزي او حامد کرزي ډېرو د مهاجرت د بېوزلي پر دغه سيمبول منګول خښه کړه، په ټولنيزو رسنيو کې د مفتو مشورو يو توپان را پورته شو.
د شربت‌ګلې مظلوميت پر خپل ځای، خو دې د دوو هېوادونو قوانين مات کړي، بې‌دليله يې د خپل هېواد له تابعيته مخ اړولی او په جعلي اسنادو يې د بل هېواد تابعيت تر لاسه کړی دی.
د مهاجرت د بېوزلي له سيمبول سره ۳۹ کاله وروسته دغسې خواخوږي پر صداقت نه، بلکې پر ټګي او درغلي ولاړه ده، که نه څنګه يو ميليوني سيمبول له يوه ژوندي ولسه، ولسواک نظام او منتخبو چارواکیو نږدې څلور لسيزې پټ پاتېدای شوای؟
که د دغو لورېينو لسمه برخه پر شربت ګله په تېرو کالو يا لږ تر لږه وروستيو شپاړسو کالو کې شوې وای، ښايي خاوند يې ژوندی پاتې وای، ژوند، روغتيا او اولادونه يې د تور زېړي موذي ناروغۍ نه وای ځپلي، پر جعلي اسنادو پر پاکستاني تابعيت نه وای مجبوره او د پاکستاني پوليسو له خوا يې دغسې بې‌حرمتي نه وای ليدلې.
پوښتنه دا ده چې د کډوالو په نامه يو بشپړ وزارت په شپاړسو کالو کې د مهاجرت د بېوزلي د دغه سيمبول درک نه‌شوای لګولای؟
وروستۍ پوښتنه دا ده چې د هلمند، کندوز او نورو سيمو بې‌ځايه شوي او په کور دننه د مهاجرتونو له خواري او بېوزلي دغسې يو سيمبول نه‌شي را منځ ته کېدای چې له ولسمشر، تر زاخېلوال، کرزي او داودزي يې د خپلې قهرماني شوق په پړوني پورې غوټه کړای شي؟
د چا په بېوزلي او غربت کې د خپل شخصيت، سياستونو او اجنډاوو ځايول او ځلول مرسته او خواخوږي نه، په بېوزلو پورې خندا ده.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته